افغان میډیا
Статистикаافغان میډیا چینل ته پخیر راسئ دلته به د هیواد داخلي او خارجي تازه خبرونه درته نشریږي لینک درسره نشر کړئ. https://t.me/AFGHAN_MIDYA_313
- Последний пост
- 14 авг.
- Последнее чтение
- 13 авг.
- Постов за неделю
- 10
- Всего постов
- 21
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Новости и СМИ
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 101
- 1/48двое суток
- 115
- 1/72трое суток
- 124
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
без подписи
يوټیوب چینل https://youtube.com/@alislamimedia?si=lOelbeBE_EEw-WN9 ټیلګرام چینل https://t.me/slamikanal313 واټساپ ګروپ https://chat.whatsapp.com/DYXsGWrfjMkISN1UsBQEt6?mode=wwt بصري څانګه @Alislamimedia1
رویټرز خبر ورکړی، چې د امریکا په ټکساس ایالت کې د پوځ یوه الوتکه نسکوره شوې چې له امله یې د پوځ دوه کسان مړه شوي دي. امریکايي چارواکو ویلي، پېښه د ټکساس ایالت له پلازمېنې اسټین څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره شمال ته په بېل کاونټي کې شوې ده. د الوتکې د نسکورېدو علت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. #افغان_میډیا
موږ په دا پنځه کاله کي دونده پر مختګ کړئ دی چي خپل تولید او دفـاعي تجهېزات به ننداري ته وړاندي کړو إن شاء الله. وخت #افغان_میډیا
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران د کرنې جهاد وزیر، غلامرضا نوری قزلجه او مل پلاوي سره په لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا کړې دي. مولوي عطاءالله عمري په دې لیدنه کې شته ظرفیتونو ته په اشارې سره د اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو ماشینونو، نباتي او حیواني روغتیا، مالدارۍ، لبنیاتو، حیواني خوراکي توکو، کرنیزو څېړنو، اوبولګولو او د ټکنالوژۍ د لېږد برخو کې د عملي او اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. ښاغلي عمري دغه راز وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوي دې د تېرو ناستو د ۱۶ هوکړو او ژمنو پر عملي کولو کار پیل او د هغو د پلي کېدو زمینه دې برابره کړي. ورته مهال، د ایران د کرنې د جهاد وزیر ویلي، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د حیواني روغتیا، غوښې او هګیو، کرنیزو ماشینونو، کبروزنې، خوړو خوندیتوب، نوې کرنیزې ټکنالوژۍ او اوبولګولو په برخو کې همکاري وکړي. د یادونې وړ ده په دې لیدنه کې له افغانستان څخه ایران ته د وزې او وري د تازه غوښې او له ایران څخه افغانستان ته د چرګانو غوښې، هګیو او چرګوړو پر صادراتو هم خبرې شوې دي #افغان_میډیا
без подписи
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ناسته کې د خصوصي سکتور له لوري د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د یوه سوداګریز مارکیټ او د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د سوداګریز، ورزشي، تفریحي او سیاحتي مجتمع جوړولو طرحو باندې بحث وشو. د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په دې ناسته کې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، په میمنې ښار کې د مارکیټ د جوړولو طرحه په هراړخیزه توګه وڅېړي او راپور یې وړاندې کړي. #افغان_میډیا
عامې روغتیا وزارت وایي، چې په لوګر او سمنګان ولایتونو کې مېندو او ماشومانو ته د اساسي روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې د ۳۱۸ زره ډالرو په ارزښت یو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی. د دې هوکړهلیک له مخې به د یوه کال په لړ کې په ۴۵ روغتیایي مرکزونو کې ۳۲ زره او ۴۱۱ تنو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي او د دې سربېره به ۱۹۰ تنو ته د کار زمېنه برابره شي. #افغان_میډیا
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون په څنډه کې د هندوستان او ایران هېوادونو له یو شمېر سوداګرو او پانګهوالو سره لیدنه او خبرې کړې. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ګډې پانګونې، د تجربو او معلوماتو شریکولو، د کرنیزو وسایلو او ماشینونو، درملو او حیواني سرو، د مالدارۍ او بڼوالۍ د برخو د پراختیا په اړه خبرې کړې. د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي، هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده او د کرنې وزارت چمتو دی چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګهوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. #افغان_میډیا
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښارجوړولو له وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني، سره یوځای، په اسلامکلا بندر کې کډوالو ته دهر کلي او خدمتونو وړاندې کولو له مرکزونو لیدنه کړې. په دې لیدنه کې ښاغلي حنفي راستنېدونکو ته پر وخت، منظم او مناسب خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی. همدارنګه د ریاستالوزرا اداري مرستیال په اسلامکلا بندر کې د راستنېدونکو کډوالو وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیراو بېلابېلو کمېټو د مسولینو له لوري د هغوی ستونزو او اړتیاوو د حل او رسېدنې بهیر په هر اړخیز ډول څېړلی دی. #افغان_میډیا
رویټرز د کولمبیا چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې پرون (دوشنبه ، د زمري ۱۹ مه) د کولمبیا په لویدیځ کې د یوې زورورې زلزلې له امله ۱۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي چې د زلزلې شدت ۷.۴ درجې اټکل شوی، چې ودانۍ یې نړولې، روغتونونو او بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیان رسولی او یو شمېر کسان تر خاورو او ویجاړو ودانیو لاندې بند پاتې دي. د کولمبیا ولسمشر د زلزلې زیانونو د جبران او بیا رغونې لپاره د مالي مرستو چټکولو په موخه بېړنی حالت اعلان کړی دی. #افغان_میډیا
без подписи
без подписи
без подписи
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان له ملي رهبر، قربانقلي بردي محمدوف سره وکتل. د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه خبرې شوې دي. #افغان_میډیا
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ وایي چې د اتلسمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې ۴ تنه غله چې د غلا په موخه یو کور ته ننوتلي وو، له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي. د ښاغلي ځدراڼ په وینا، له دغو غلو څخه دوه میله تومانچې هم ترلاسه شوې دي. #افغان_میډیا
د رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند په لارښوونه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري په مشرۍ یوه پلاوي بدخشان ولایت ته سفر کړی. دغه سفر د دې ولایت د یفتل ولسوالۍ په بازار کې د ځایي خلکو او مجاهدینو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې د څېړلو په موخه تر سره شوې دی. ملا نورالله نوري، د یادې سیمې له ځایي علماوو او سپین ږیرو سره په کتنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم پرستي، سمت پرستي او نژاد پرستي ځای نه لري او د بدخشان او نیمروز خلک په یوه تله تلي. یاد پلاوي خلکو ته ډاډ ورکړی چې د دې قضیې تر څېړلو وروسته به مجرمین د قانون منګلو ته وسپارل شي. #افغان_میډیا
په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي ویلي چې ۳۲ ایراني شرکتونو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نړیوال نندارتون کې ګډون لپاره غرفې نیولې دي او ۲۰ نور شرکتونه به پرته له غرفو نیولو په دې نندارتون کې ګډون وکړي. ټاکل شوې، دغه نندارتون د روان لمریز کال د زمري له ۲۰مې تر ۲۵مې په کابل کې ښار کې جوړ شي. #افغان_میډیا
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د غړو په مشرۍ هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د زندان عمومي وضعیت ارزولی او له یو شمېر محبوسینو سره یې خبرې کړې دي. #افغان_میډیا
عامې روغتیا وزارت، په غور کې د روغتیايي او تغذیوي چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه له یوې موسسې سره د څه باندې ۲۳۹ زره امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغه هوکړه لیک له مخې به د غور ولایت ۳۹ زره او ۹۷۹ اوسېدونکو ته د ۶۱ روغتیايي مرکزونو له لارې روغتیايي او تغذیوي خدمتونه وړاندې کېږي. #افغان_میډیا