- Последний пост
- 13 июн.
- Последнее чтение
- 13 авг.
- Постов за неделю
- 0
- Всего постов
- 25
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- —
- 1/48двое суток
- —
- 1/72трое суток
- —
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
پوهېږم! موږ ددې لپاره پیدا شوي یو څو له نورو سره مرسته وکړو خو پدې نه پوهېږم! چې نور د څه لپاره پیدا شوي دي؟ مارګارت-آتود
څوک چې تاسو ته څنګه ښکاري یا څه ډول ځان ښکاره کوي ممکن هغسې نۀ وي. خلک ډېر کله واقعي حالت او دردونه له نورو پټ ساتي.
انسانان ډېر وروسته پوهیږي چې د ارام او سکون لپاره چې یې څۀ غوښتل په اصل کې همهاغه د دوی د سرګردانۍ او نا ارامۍ لامل ول.
ستا هېڅ درد او غم ستا غوندې بل څوک نۀ کړولی شي او نۀ یې په کیسه کې دی، نو د خپلو ستونزو لپاره په خپله حللارې پیدا کړئ.
انسانان اړ دي چې د تفاهم لپاره یو بل ته غوږ شي او درناوی سره ولري. د ښځې او خاوند تفاهم د کور ټولې ستونزې حل کوي.
د انسانانو تر ټولو خطرناک خوی دادی چې هر چا ته خپل باور او فکر سم ښکاري. ✍پاولو
یوه ښه خبره: آلفرد آدلر مشهور اتریشي روانپوه به خپلو غمجنو ناروغانو ته ویل چې: که چیرې دا نسخه عملي کړئ، د ۱۴ ورځو په موده کې به حتمن روغ او ښاد شئ. هره ورځ په دې فکر وکړئ چې څنګه یو بل څوک خوشالوی شئ. ځکه که د نورو په خوشالولو فکر کوئ، ځان مو هیریږي. د غمجنۍ یو لوی لامل د ځان په باره کې منفي فکر کول دي. د نورو خوشالول یواځې په شتمنۍ پورې اړونده نده. یوه مهربانه خبره هم د نورو د خوښۍ سبب کیدای شي. پغمبر، ښه خبره صدقه بولي. داسې صدقه چې تا هم خوشالوی شي. آدلر وایی چې د انسانانو خوښي له یوه و بل سره تړلې ده. سیف خوستی
انسان په امیدونو ژوندی دی خو امیدونه چې ډېر اوږده شي په خاموشو قاتلانو بدلیږي. البر کامو
ښځې باید ورو په غېږ کې واخیستل شي؛ هغوی ژوند کې خپلې مینې ته د رسېدلو لپاره دومره انتظار کړی، چې تنهائي ئې په ټول وجود کې درزونه کړي! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ژمنه
تاسو بد انسان بلکول نه یاست، بلکي یو ډېر ښه انسان یاست کوم چي ور سره ډېر بد برخورد سوی دی. راولنګ ژباړه: شُبیر
د کمزورو ارادو خلک معجزو او حیرانوونکو پېښو ته په تمه وي، خو د قوي ارادو کسان پخپله معجزې ته ورته او حیرانوونکي کارونه ترسره کوي. ✍روسو 🖋ژباړه: تفکر
کله چي پوه سئ چي له ژوند څخه مو خوښۍ ورکي سوي دي، نو خپلي تېروتني ولټوئ. لیو ټالسټای
بعضې خدای په امانۍ انسان ته د پراخ پرواز ازادي ورکوي. ✍سیف
без подписи
په ژوند کي د ناکامۍ له سترو لاملونو څخه یو لامل دا دی چي انسان دا ګومان کوي چي و ده ته د ټولو خلکو پام دی او د ده په اړه اندېښمن دي. مګر باور وکړئ، په حقیقت کي مو هېڅوک پروا نه لري. فیوډور دوستوفسکي
انسان طبیعتاً خفه دی، که دې د نړۍ لس خوښوونکي څيزونه ورکړل، په هغه یوولسم پسې به خفه وي چې له بل چا سره دی. ژباړه:یاد
"موږ ملګري له لاسه نه ورکوو؛ بلکې پوهېږو چې رښتیني ملګري مو کوم دي."
ډېری خلک د خپل شکل او بڼي په اړه شکایت کوي او ورباندي راضي نه وي، خو ما هېڅکله داسي څوک ونه لید چي د خپل عقل یا فکر څخه دي ناخوښه وي. جونیتن سویفټ
کله دې یوه ستن د خوب په تخت کې ورکه کړې؟ شک همدومره د انسان ذهن ازاروي... فلن اوبراین
د ښه ژوند او بدلون لپاره اړینه ده چې کله کله خطر ومنئ. عادي اوسیدل دوام مومي؛ خو د نوښت سبب نشي کیدای.