tgindex
جالبه معلوماتي ټولګه

جالبه معلوماتي ټولګه

Статистика

دنړی له ګوډ ګوډ نه هراړخيز جالب اوپه زړه پوري ليکني اونشرات له همدي ادرس نه تعقيبولای شی ♥تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی♥ @sBb313 @Oziar @Gaalebatoolghh

Последний пост
10 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
7
Всего постов
27
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Познавательное
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
2 669
−1 за 2 дн.
Сутки
0
0,00%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
90
27 постов
Вовлечённость
3,4%
к подписчикам
Постов в день
1,0
всего 27
Упоминаний
1
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
82
1/48двое суток
93
1/72трое суток
101

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • رسول اللهﷺ د ماشومتوب 6 کلونه دلته تېر کړي دي. رسول اللهﷺ خپل وروستی لمونځ په داسي حالت کې په جماعت آدا کړ چې د سختي مریضۍ لامله په څادر کې نغښتی ؤ. او ټینګه تبه یې وه.

  • دې غره باندي په اُحد کې ۵۰ تنه صحابه غشي ویشتونکي ناست وه. جبل رماة.

  • د بدر پخوانی بازار. هغه بدر چې د بدر غزا پکې سوې ده.

  • без подписи

  • د اُحد غزا – شپږمه برخه. د اُحد له غزا وروسته، که څه هم مسلمانانو ډېر شهیدان ورکړي وه او ډېر صحابه ټپیان وه، رسول اللهﷺ غوښتل قریشو ته وښيي چې مسلمانان لا هم کمزوري سوي نه دي. د اُحد له غزا څخه یوه ورځ وروسته رسول اللهﷺ اعلان وکړ چې هغه کسان دې ورسره ووځي چې پرون په اُحد کې حاضر وه. هدف یې دا و چې د قریشو تعقیب وسي. دا د مسلمانانو لپاره ډېره سخته وه؛ ځکه بدنونه یې له ټپونو ډک وه. ستړیا پرې غالبه وه. خپل ملګري یې له لاسه ورکړي وه. خو بیا هم د رسول اللهﷺ په امر تیار سول. شاوخوا ۷۰ تنه صحابه له رسول الله ﷺ سره روان سول. د دې تر شا یو مهم دلیل دا و. قریش چې له اُحد څخه روان سول، ابوسفیان په لاره کې فکر وکړ: موږ ولي بیرته مدینې ته ورنه سو؟ کېدای سي مسلمانان ډېر کمزوري سوي وي او موږ یې په بشپړ ډول ختمولای سو. نو د قریشو په منځ کې د بیرته ګرځېدو خبره راپورته سوه. کله چې رسول اللهﷺ د دې خبري څخه خبر سو، نو ویې غوښتل چې قریشو ته دا احساس ورکړي چې که څه هم مسلمانان ټپیان دي، خو د جګړې توان او اراده یې لا هم سته. ......... رسول اللهﷺ له صحابه‌وو سره د مدینې منوّرې څخه ووتی او د حَمْراءُ الأَسد په نامه یوې سیمي ته ورسېدی. دا سیمه له مدینې منورې څخه شاوخوا ۸ میله نژدې ۱۳ کیلومتره واټن لري. مسلمانان هلته تم سول. دوی د شپې ډېر اورونه بل کړل. د ډېرو اورونو لیدلو قریشو ته دا تصور ورکړ چې مسلمانان ډېر زیات دي. په دې وخت کې مَعْبَد بِن أَبي مَعبد الخُزاعِيّ چې له مسلمانانو سره د تړون په حالت کې و، د رسول اللهﷺ حضور ته راغی. هغه د مسلمانانو حالت ولیدی او بیا د قریشو پر لور روان سو. کله چې له ابوسفیان سره مخ سو، هغه ورته وویل. اې معبده! څه خبر لرې؟ معبد د مسلمانانو د ځواک او د هغوی د بیا جګړې د تیاری خبره ورته وکړه. او ابو سفیان ته یې وویل. محمد له خپلو ملګرو سره ستاسو په لټه کې راوتلی دی، په داسې یو لوی لښکر کې چې ما يې په ژوند کې سارى نه دی ليدلی. دوی پر تاسو باندي د غوسې له امله د اور په څېر سوځي او بليږي. او کوم کسان چې پرون د اُحد په ورځ له هغه څخه پاته سوي وه. ټول اوس ورسره يوځای سوي دي او پر خپل تېر عمل سخت پښېمانه دي. د دوی په زړونو کې ستاسو پر وړاندي داسي کينه او غوسه ده چې ما کله هم نه ده ليدلې. په الله قسم، زه فکر نه کوم چې ته به له دې ځایه د تلو تکل وکړې، ترڅو د هغوی د آسونو تاند او مخکښ لښکر ووينې. .......... د معبد بن ابي معبد الخزاعي دغو دقیقو او روانو خبرو د ابو سفيان او د هغه د ملګرو زړونه داسي له وېري ډک کړل، چې بیرته يې د مکّې مکرّمې لاره ونيوله او د مسلمانانو د تعقیب فکر یې له سره وباسه. قریشو غوښتل چې مسلمانان ووېروي. ځینو کسانو مسلمانانو ته وویل: إنّ الناس قد جمعوا لكم فاخشوهم. یعني خلکو ستاسو پر ضد لوی لښکر راټول کړی، نو له هغوی ووېرېږئ. خو مسلمانانو د وېري پر ځای وویل: حسبنا الله ونعم الوكيل. یعني موږ ته الله کافي دی او هغه تر ټولو غوره کارسازدی. قرآن کریم د همدې پېښي په اړه فرمایي: ﴿الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ﴾ (آل عمران: ۱۷۳) .......... قریش له دې وېري چې مسلمانان به بیا پرې برید وکړي، مکّې مکرّمې ته روان سول او له مدینې منوّرې سره یې بیا جګړه ونه کړه. رسول اللهﷺ هم څو ورځي په حمراء الأسد کې پاته سو او بیا مدینې منوّرې ته راستون سو. په دې توګه د اُحد غزا له یوې سختي ورځي وروسته، د حمراء الأسد مسلمانانو ته یو مهم پیغام ورکړ: چې د اُحد ټپونو مسلمانان نه دي مات کړي. د هغوی ایمان. اطاعت او د الله پر وړاندي یې توکل لا هم ژوندی دی. د اُحد پېښي مسلمانانو ته وښوده چې د رسول اللهﷺ د امر اطاعت څومره مهم دی. خو ورسره یې دا هم وښوده چې یوه موقتي تېروتنه د ایمان او ټولي مبارزې د پای معنا نه لري. الله تعالی مسلمانانو ته د خپلي تېروتني، صبر، جهاد او بیرته د درېدو درسونه ورکړل. الله تعالی دې د أحد ټولو شهیدانو ته لوړ مقام او خپله رضا ور نصیب کړي. آمین یارب العلمین. پای...

  • د حرم په لور تللی سړک. رسول اللهﷺ د غربت له وجي په ټول ژوند کې 2 ورځي پرلپسې نرمه او پسته ډوډۍ نه ده خوړلې.

  • رسول اللهﷺ به پر داسي بستر ویده کېدی. عبدالله رضي الله عنه وایي: رسول اللهﷺ پر یوه بوریا چې د خرما له خاشو څخه جوړه وه. ویده و. کله چې له خوبه پاڅېدی، د هغې بوریا نښي او تغمې یې پر اړخ ښکاره سوې. موږ وویل: یا رسول الله ﷺ! که موږ ستاسو لپاره نرمه بستره جوړه کړې وای؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: له دنیا سره زما څه کار؟ زه په دنیا کې یوازي د هغه سپاره مسافر په څېر یم چې د یوې درختي تر سیوري لاندي لږه شېبه دمه وکړي، بیا بیرته له هغه ځایه ولاړ سي او ونه پرېږدي. (ترمذی شریف)

  • без подписи

  • حضرت حمزة رض. د همدې مسجد شاوخوا شهید سو.

  • без подписи

  • د اُحد غزا – پنځمه برخه یو صحابي له همدغو شهیدانو څخه حنظلة رضی الله عنه و. حنظلة رضی الله عنه د اُحد تر غزا یوازې یوه شپه مخکې له جمیله بنت عبدالله سره واده کړی و. کله چې سهار د اُحد د غزا لپاره د رسول اللهﷺ له وتلو څخه خبر شو، حنظلة رضی الله عنه هم د جګړې لپاره روان شو. هغه لا له خپلې مېرمنې سره د شپې له یوځای کېدو وروسته د جنابت په حال کې و او د غسل فرصت یې نه و موندلی. هغه وویل: «د الله رسولﷺ غزا ته تللی دی، نور ټول صحابه کرام هم تللي دي، هلته ټول د مرګ سره لاس او ګرېوان دي، خو زه دلته په خپل کور کې آرام ناست یم؟ نه، دا کار نه کېږي.» همداسې یې ورمنډه کړه او د جګړې میدان ته یې ځان ورساوه. حنظلة رضی الله عنه داسې وجنګېد چې په دښمن یې یو مخ چور او چپاو ګډ کړ. وروسته د قریشو د مشر ابوسفیان بن حرب تر څنګ ورسېد او غوښتل یې هغه ووژني. ابوسفیان یې راوغورځاوه او نږدې و چې کار یې تمام کړي، خو د قریشو یو سپاره شداد بن الأسود چې په هغه وخت کې د ابوسفیان په خوا کې و، پر حنظلة رضی الله عنه برید وکړ او د تورې په ګوزار یې شهید کړ. کله چې غزا پای ته ورسېده، رسول اللهﷺ صحابه کرامو ته وفرمایل: «ما ملائکې ولیدې چې د حنظلة رضی الله عنه جسد ته د اسمان او ځمکې تر منځ په سپینو لوښو کې د ورېځو په پاکو اوبو غسل ورکوي.» وروسته صحابه کرامو د دې خبرې د معلومولو لپاره د حنظلة رضی الله عنه له مېرمنې څخه پوښتنه وکړه. هغې وویل چې حنظلة رضی الله عنه د جنابت په حال کې و او د غزا د اعلان له امله یې د غسل کولو فرصت پیدا نه کړ. نو ځکه ملائکو غسل ورکړ. که نه شهیدانو ته خو غسل نه ورکول کېږي. له همدې امله حضرت حنظلة رضی الله عنه ته غسیل الملائکة ویل کېږي، یعنې هغه څوک چې ملائکو غسل ورکړی وي. ــــــــــــــــــــ رسول اللهﷺ د خپلو شهیدو صحابه کرامو د جسدونو د راټولولو امر وکړ او ویې ویل چې شهیدان مدینې منورې ته مه وړئ، همدلته یې ښخ کړئ. د مسلمانانو لپاره دا ډېره دردوونکې شېبه وه؛ ځکه یوازې څو ساعته مخکې همدا کسان د رسول اللهﷺ تر څنګ په مېړانه جنګېدل. په اُحد کې شاوخوا ۷۰ صحابه کرام شهیدان شول. هغوی د اُحد په میدان کې، د هغه ځای په شاوخوا کې چې شهیدان شوي وو، دفن شول. د حمزه رضی الله عنه له قبر سره د نورو شهیدانو قبرونه هم وو. په یوه قبر کې به کله دوه یا درې شهیدان هم دفن کېدل؛ دا ځکه چې شهیدان ډېر وو او د جګړې د میدان ځای محدود و. رسول اللهﷺ به هغه صحابي د قبر په مخ کې له نورو څخه لومړی مخ پر قبله اېښود چې قرآن کریم به یې زیات زده و. ــــــــــــــــــــ په اُحد کې د مسلمانانو د بیرغ وړونکی مصعب بن عمیر رضی الله عنه هم شهید شو. مصعب رضی الله عنه په مکه مکرمه کې له شتمنو ځوانانو څخه و، خو د اسلام له راوړلو وروسته یې د الله تعالی په لار کې خپل ټول دنیوي نعمتونه پرېښودل. کله چې د هغه جسد وموندل شو، دومره لږ کفن یې درلود چې ټول بدن یې پرې نه پټېده. کله چې به یې سر پرې پټ کړ، پښې به یې لوڅې پاتې شوې، او کله چې به یې پښې ور پټې کړې، سر به یې لوڅ پاتې کېده. نو رسول اللهﷺ وفرمایل: «سر یې په څادر پټ کړئ او پر پښو یې اِذْخِر واچوئ.» اِذْخِر د مکې معظمې او حجاز یو خوشبویه بوټی دی. ــــــــــــــــــــ رسول اللهﷺ به د اُحد شهیدانو ته ډېر اهمیت ورکاوه. وروسته به یې هم د اُحد د شهیدانو زیارت کاوه او د هغوی لپاره به یې دعا کوله. همدارنګه یې امت ته دا وښودله چې د الله تعالی په لار کې شهیدان له منځه نه ځي. الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ﴾ «هغه کسان چې د الله تعالی په لار کې وژل شوي دي، مړه یې مه ګڼئ؛ بلکې هغوی د خپل رب په نزد ژوندي دي او رزق ورکول کېږي.» (آل عمران: ۱۶۹) د رسول اللهﷺ په قریشو پسې بیا وتل، په همدې غمجن او دردناک حالت کې... سبا ان شاءالله...

  • без подписи

  • رسول اللهﷺ حضرت عمر بن الخطاب رض. ته وفرمایل چې ځواب ورکړي: هو، ان شاء الله، زموږ او ستاسو ترمنځ وعده بدر ده. قریش بیا له اُحد څخه د مکّې مکرّمې په لور روان سول. دوی غوښتل چې مدینې منوّرې ته هم داخل سي، خو ویې نه سو کولای. ځکه مسلمانان لا هم منظم وو او رسول اللهﷺ ژوندی و. رسول اللهﷺ په جنګ کې د زخمي کېدو په حالت کې د احد غره په طرف یوه غار ته د تداوي لپاره یوړل سو! حضرت ابو عبیدة بن الجراح رض. په خپلو غاښونو د رسول اللهﷺ له مبارک مخ څخه د اوسپني هغه دوې کړۍ راوکاږلې چې د ضربې له امله ننوتلې وې. حضرت علي رض. په خپل ډال او سپر کې اوبه راوړلې او د رسول اللهﷺ مخ مبارک یې پرې ووینځه. مهربانه لور یې بی بی فاطمې رضی الله عنها. ولیدل چې په اوبو وینه نه درېږي، نو د بېديا د حصير یوه ټوټه یې وسوځوله او ایره یې پر ټپ کېښوده ترڅو وینه یې ودرېږي. ......... کله چې دښمن ولاړی، رسول اللهﷺ له خپلو صحابه‌وو سره د جګړې ډګر ته راوګرځېدی. هغوی د شهیدانو لټون پیل کړ. د هر شهید په لیدو د رسول اللهﷺ زړه دردیده، خو تر ټولو دردناکه شېبه هغه وه چې د خپل ګران تره حمزة بن عبد المطلب رض. جسد ته ورسېدی. کله چې رسول اللهﷺ د خپل ګران تره حضرت حمزة رضي الله عنه مبارک جسد په داسي حال کې ولیدی چې مثله سوی و، پزه او غوږونه یې پرې سوي وو او سینه یې څیرل سوې وه، نو سخت غمجن او اغېزمن سو. رسول اللهﷺ د حضرت حمزة رض. پر حالت د زړه له کومې سخت وژړل. صحابه کرام وايي چې ده مبارک پر بله هېڅ جنازه دومره سخت نه وو ژړلي. هغه وفرمایل چې په ما باندي تر دې داسي سخت او د غم ډک حالت بل هیڅکله نه دی راغلی. د دې وحشتناکي منظرې په لیدلو، رسول اللهﷺ په لومړي سر کې د سخت خفګان له امله وفرمایل چې که الله تعالی ماته پر قریشو بریا راکړه، زه به د هغوی د ۳۰ تنو جسدونه مثله کړم. مګر سمدستي د سورت النحل وروستي ۱۲۵-۱۲۶ آیاتونه نازل سول چې الله تعالی په صبر کولو امر وکړ: وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ. که تاسو دښمن ته سزا ورکوئ، نو په هغه اندازه سزا ورکړئ په کومه اندازه چې تاسو ته تکلیف رسول سوی و. او که چېرې تاسو صبر وکړئ او غچ وا نخلئ نو په یقین سره دا د صبر کوونکو لپاره تر ټولو غوره کار دی. له دې وروسته رسول اللهﷺ له خپلې پرېکړې تېر سو، صبر یې غوره کړ او د مړو له مثله کولو څخه یې په کلکه منع وفرمایله. مثله دې ته وایی چې د چا مړی له مرګه وروسته داسي کړې چې غوږونه، پوزه یا سترګې ترې وباسې. لکه څنګه چې دې وحشیانو له حمزة رض. سره دا کار وکړ. پنځمه برخه: د حمزة رض. او د نورو صحابه کرامو د جنازې مراسم. سبا ان شاءالله...

  • د اُحد غزا څلورمه برخه کله چې د جګړې په دویم پړاو کې د مسلمانانو صفونه ګډوډ سول، رسول اللهﷺ د مشرکانو تر سخت برید لاندي راغی. مشرکانو پر رسول اللهﷺ باندي ډله‌ییز بریدونه پیل کړل. په دغه بریدونو کې د رسول اللهﷺ مبارک غاښ شهید سو.د هغه مبارک مخ او تندی ټپي سول او وینه پرې جاري سوه.د ټپونو د شدت او بې هوښۍ له امله رسول اللهﷺ په ځمکه ولوېدی. د مسلمانانو د لښکر بیرغ د مصعب بن عمیر رضي الله عنه په لاس کې و. مصعب رضي الله عنه په ونه او څېره کې له رسول اللهﷺ سره ډېر زیات شباهت درلود. د مشرکانو یو تکړه جنګیالي چې ابن قَمِئَة نومېدی، پر مصعب رض. برید وکړ او هغه یې شهید کړ. ابن قَمِئَة د مصعب رضي الله عنه له شهادت وروسته فکر وکړ چې رسول اللهﷺ یې شهید کړی دی. هغه په لوړ غږ ناره کړه: ما محمد وواژه! دغه ناره په جګړه کې د رسول الله ﷺ د لیدلو د نشتوالي او په ځمکه د لوېدو له امله په سرعت سره خپره سوه. دې آوازې د مسلمانانو روحیه سخته کمزورې کړه؛ ځینو د مایوسۍ لامله د غزا ډګر پرېښودی او ځینو نورو وویل چې د رسول اللهﷺ له شهادت وروسته باید موږ هم د خپل دین په لاره کې شهیدان سو. رسول الله ﷺ شهید سوی نه و، بلکې سخت ټپي سوی و. هغهﷺ لا هم د جګړې په ډګر کې و او یو شمېر وفادار صحابه یې شاوخوا ولاړ وو. په همدې وخت کې كعب بن مالك رض. رسول اللهﷺ ولیدی. د خولۍ له امله یې مخ مبارک پټ و، خو کعب رضي الله عنه د رسول الله ﷺ مبارکي او حسیني سترګي وپېژندلې. هغه په لوړ غږ وویل: اې مسلمانانو! زېرى! رسول اللهﷺ ژوندی دی! رسول اللهﷺ په لاس اشاره ورته وکړه چې غلی سه، ترڅو دښمن د هغه دقیق ځای ونه پېژني. ......... کله چې صحابه پوه سول چې رسول اللهﷺ ژوندی دی، نو هر څوک د هغهﷺ د ساتني لپاره ورمنډه کړه. له هغو کسانو څخه چې په دې سختو شېبو کې د رسول الله ﷺ تر څنګ کلک ولاړ وو، دا صحابه مشهور دي: أبو بكر الصديق رض. عمر بن الخطاب رض. علي بن أبي طالب رض. طلحة بن عبيد الله رض. زبير بن العوام رض. سعد بن أبي وقاص رض. أبو دجانة رض. دوی خپل ځانونه د رسول اللهﷺ سپر وګرځول. په دې ورځ طلحة بن عبيد الله رض. بې سارې مېړانه وښوده. هغه څو واري خپل ځان د رسول اللهﷺ مخې ته ودراوه، ترڅو غشي او د تورو ګوزارونه پر رسول اللهﷺ نه بلکې دده پر خپل بدن ولګېږي. په روایتونو کې راغلي چې په همدې جګړه کې د هغه پر بدن لسګونه ټپونه ولګېدل او یو لاس یې سخت ټپي سو. رسول اللهﷺ وروسته د هغه په اړه وفرمایل: که څوک غواړي داسي شهید وګوري چې پر ځمکه ګرځي، نو طلحة بن عبیدالله رض. ته دې وګوري. همداسي هر صحابی مبارک به دهغه پر شاوخوا داسي پر څلورو درېدی چې هېڅ غشی به یې رسول اللهﷺ ته نه پرېښودی او په خپلو ځانونو به یې ګرځوی. سعد بن أبي وقاص رض. د رسول اللهﷺ مخې ته ولاړ و او پر دښمن یې پرله‌پسې غشي ویشتل. رسول اللهﷺ هغه ته غشي ورکول او فرمایل به یې: ارمِ، فداك أبي وأمي. وغورځوه! زما پلار او مور دې لتا قربان وي. دا له هغو نادرو مواردو څخه دی چې رسول اللهﷺ دا جمله یوه صحابي ته ویلې ده. د جګړې له سختېدو وروسته، رسول اللهﷺ د خپل زخم لامله کړېدی صحابة کرامو هغه د احد د غره لمني ته پورته کړ. قریشو هم هڅه وکړه چې ورپسې وخېږي، خو صحابه‌وو په کلکه دفاع وکړه او هغوی یې بېرته وشړل. د مسلمانانو یوه ډله د غره پر لمنه راټوله سوه او رسول اللهﷺ یې په منځ کې خوندي کړ. ......... کله چې جګړه ودرېده، أبو سفيان بن حرب د جګړې له ډګره په لوړ غږ وویل: آیا محمد په تاسو کې سته؟ رسول اللهﷺ صحابه‌وو ته وفرمایل: ځواب مه ورکوئ. بیا ابوسفیان وویل: آیا د ابوقحافه زوی ابوبکر په تاسو کې سته؟ آیا د خطاب زوی عمر په تاسو کې سته؟ رسول اللهﷺ بیا هم وفرمایل: ځواب مه ورکوئ. ابوسفیان خپلو ملګرو ته وویل: دوی ټول وژل سوي دي. خو حضرت عمر بن الخطاب نور نه سو کولای چې چوپ پاته سي او په لوړ غږ یې وویل: د الله دښمنه! دروغ وایې. دا ټول ژوندي دي، او هغه څه چې تا ته به بد تمام سي، لا پاتي دي. ابوسفیان بیا په لوړ غږ یې وویل: اُعلُ هُبَل! هُبل دې لوړ وي! هُبل د قریشو تر ټولو لوی بت و. رسول الله ﷺ صحابه‌وو ته وفرمایل: ولي ځواب نه ورکوئ؟ صحابه وو وویل: اې د الله رسوله! څه ووایو؟ رسول اللهﷺ وفرمایل: ووایاست: الله أعلى وأجل. الله تر هر څه لوړ او لوی دی. ابوسفیان بیا وویل: لنا العُزّى ولا عُزّى لكم. موږ عُزّى لرو، تاسو عُزّى نه لرئ. عُزّى هم د قریشو یو مشهور بت و. رسول الله ﷺ وفرمایل: ووایاست: الله مولانا ولا مولى لكم. الله زموږ سرپرست دی، او تاسو هېڅ سرپرست نه لرئ. ابوسفیان بیا وویل: اليومُ بيومِ بدر، والحربُ سِجال. نن د بدر د ورځي بدل واخیستل سو، او جګړه کله د یوه او کله د بل په ګټه وي. دا یې ځکه وویل چې قریش د بدر ماته د احد په بریا جبران سوې ګڼله. له دې خبرو وروسته ابوسفیان اعلان وکړ چې راتلونکی کال به په بدر کې بیا سره ووینو.

  • без подписи

  • без подписи

  • هِند بنت عتبة، د ابوسفیان مېرمن، د بدر په غزا کې د خپلو وژل سوو خپلوانو د غچ اخیستلو لپاره وحشي ته د ازادۍ او مال ژمنه ورکړې وه. هغه مناسب فرصت ته انتظار وکړ. کله چې حضرت حمزة رضي الله عنه په جګړه بوخت و او د سباع بن عبدالعزى په نوم یو قریشي جنګیالی یې وواژه، وحشي خپله نېزه وغورځوله او پر داسي ځای یې وویشته چې د بدن له لاندي برخې څخه ووته. حضرت حمزة رض. د دغه سخت ټپ سره سره بیا هم همت ونه بایلود او د وحشي په لور یې د برید لپاره یو څو ګامه واخیستل. خو د سختې خونریزۍ او کمزورۍ له امله ونه توانېدی چې وحشي ته ځان ورسوي، پر ځمکه راولوېدی او روح یې خپل څښتن ﷻ ته وسپاره. شهید سو. إنا لله وإنا إليه راجعون وحشي تر هغه وخته صبر وکړ ترڅو چې د هغه مبارک ساه ووتله او بیا ورغی، خپله نېزه یې ترې بېرته را وایستله. له جګړې وروسته هند بنت عتبة د حضرت حمزة رضي الله عنه جسد ته ورغله. د بدر په جګړه کې یې د خپل پلار، ورور او تره د وژل کېدو له امله سخته کینه درلوده. هغې د حمزة رضي الله عنه د جسد ځیني غړي پرې کړل، زړه یې راوویست او هڅه یې وکړه چې هغه وخوري، خو ویې نه سو خوړلای او بېرته یې وغورځاوه. دا عمل د جاهلیت د سخت وحشیانه دود یوه بېلګه وه، او رسول الله ﷺ پرې سخت غمجن سو. څلورمه برخه: پر رسول الله ﷺ سخت بریدونه او د هغه د شهادت آوازه. سبا، ان شاءالله.

  • د اُحد غزا – درېیمه برخه په تېره برخه کې مو ولوستل چې د مسلمانانو برید ډېر پیاوړی و. د قریشو صفونه مات او سره ګډ سوي وو. ډېری مشرکان په تېښته سول او مسلمانان د جګړې په ډګر کې بریالي ښکارېدل. همدا وخت د اُحد د غزا تر ټولو مهمه ازموینه راورسېده. د تیراندازانو په غونډۍ کې پنځوس (۵۰) صحابه ولاړ وو. هغوی ولیدل چې مشرکان تښتي او مسلمانان غنیمتونه راټولوي. نو ډېرو تیراندازانو وویل: جګړه ختمه سوه، راځئ موږ هم غنیمتونه واخلو، هسې نه چې موږ پاته سو. خو د هغوی مشر عبدالله بن جبیر رض. په کلکه وویل: د رسول الله ﷺ امر مه هېروئ. هغه موږ ته ویلي وو چې که مسلمانان بریالي هم سي، بیا هم خپل ځای مه پرېږدئ. خو ډېرو کسانو داسي ګومان وکړ چې دا امر یوازي تر جګړې پورې و، او اوس چې جګړه پای ته رسېدلې ده، نو د غونډۍ پرېښودل پروا نه لري. له پنځوسو څخه شاوخوا ۴۰ تنه ښکته سول. له عبدالله بن جبیر رضي الله عنه سره یوازي ۱۰ یا تر لسو لږ کسان پاته سول. هماغه لږ شمېر صحابه وو، لا هم د رسول الله ﷺ د امر ساتنه یې کوله. دلته خالد بن ولید فرصت پیدا کړ. هغه وخت خالد بن ولید لا مسلمان سوی نه و او د قریشو د سپاره پوځ مشري یې کوله. هغه د جګړې له پیل راهیسې څو ځله غوښتل د مسلمانانو له شا برید وکړي، خو د تیراندازانو غشو هر ځل بېرته ګرځاوه. کله چې یې ولیدل غونډۍ ډېره تشه سوې ده، نو پوه سو چې همدا هغه فرصت دی چې انتظار یې کاوه. هغه ژر خپل سپور پوځ راټول کړ او د غونډۍ شا ته راوګرځېدی. ........... خالد بن ولید او سپاره پوځ یې پر هغو لږو تیراندازانو برید وکړ چې له عبدالله بن جبیر رضي الله عنه سره پاته وو. هغوی په ډېري مېړاني مقاومت وکړ، خو شمېر یې ډېر لږ و. په پای کې عبدالله بن جبیر رضي الله عنه او د هغه ملګري ټول شهیدان سول. کله چې خالد بن ولید له غونډۍ راواوښتی، د مسلمانانو پر شا یې سخت برید وکړ. په همدې وخت کې هغه مشرکان چې مخکې تښتېدلي وو، بېرته راوګرځېدل او له مخامخ لوري یې هم برید پیل کړ. په دې توګه مسلمانان د دوو لورو ترمنځ راګیر سول. هغه منظم صفونه چې د جګړې په پیل کې وو، ټول سره ګډوډ سول. تر دې مخکي خو د بریا نښې ښکاره وې، خو اوس د جګړې حالت په بشپړ ډول بدل سو. په ډګر کې دوړې پورته سوې، د تورو شرنګ او د اسونو غږونه زیات سول، او ډېر صحابه نه پوهېدل چې رسول الله ﷺ په کوم ځای کې دي. دا ټول د رسول الله ﷺ د یوه نظامي امر د نه بشپړ اطاعت پایله وه. الله تعالی وروسته د دې پېښې په اړه وفرمایل: ﴿وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّىٰ إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ﴾ ژباړه: الله تعالی خپله وعده درسره رښتیا کړه، کله چې تاسو د هغه په اجازه هغوی وژل؛ تر هغه چې کمزوري سولاست، په خپل منځ کې مو اختلاف وکړ او وروسته له هغه چې الله تعالی هغه څه دروښودل چې خوښ مو وو، د امر نافرماني مو وکړه. (سورة آل عمران: ۱۵۲) ........... د خالد بن ولید له شا برید وروسته د جګړې بڼه په بشپړ ډول بدله سوه. مسلمانان چې مخکې یې د بریا نښي لیدلې، اوس د دوو لورو ترمنځ راګیر سول. په میدان کې دوړي پورته سوې، صفونه ګډوډ سول او هرې خوا ته د جګړې شور و. کله چې قریش پوه سول چې رسول الله ﷺ د جګړې په ډګر کې موجود دی، نو د هغوی یو شمېر زړورو کسانو هڅه وکړه چې مستقیم رسول الله ﷺ ته ځان ورسوي. صحابه کرام سمدستي د رسول الله ﷺ شاوخوا راټول سول او د خپل ځان په بیه یې دفاع پیل کړه. په دې سختو شېبو کې له مهاجرینو او انصارو یو شمېر صحابه د رسول الله ﷺ تر څنګ کلک ودرېدل. په جګړه کې عُتبة بن أبي وقاص یوه ډبره وغورځوله چې د رسول الله ﷺ پر مخ مبارک ولګېده. په دې سره د رسول الله ﷺ مبارک شونډه ټپي سوه. یو مبارک رباعیه غاښ یې مات سو. د اوسپنیزي خولۍ دوې کړۍ یې په مخ کې ننوتې. وروسته أبو عبيدة بن الجراح رض. په ډېر احتیاط هغه کړۍ د پیغمبر علیه السلام له مخ څخه را وایستلې. په یوه روایت کې راځي چې د دې کار پر مهال د أبو عبیدة رضي الله عنه خپل دوه غاښونه هم مات سول، ځکه ده به پر هغه کړۍ په خپلو غاښو کې نیولې او دومره زور به یې پرې راوړی چې دوه غاښونه یې مات سول. ځکه أبو عبیدة رض. نه غوښتل چې دا کړۍ په لاس راوکاږي او رسول الله ﷺ ته درد ورسېږي. سره له دې چې رسول الله ﷺ سخت ټپي سوی و، خو بیا یې هم د خپل قوم لپاره د هدایت دعا وکړه. او ویې وفرمایل: اللهم اغفر لقومي فإنهم لا يعلمون. اې الله! زما قوم وبښه، ځکه هغوی نه پوهېږي. دا د رسول الله ﷺ د رحمت، حلم او لوړو اخلاقو څومره لویه څرګندونه وه. ........... په همدې وخت کې حمزة بن عبدالمطلب رض. د زمري په شان جنګېده. هغه د قریشو ډېر جنګیالي ووژل. خو د وحشي بن حرب په نوم یو حبشي غلام، چې د نیزې په ویشتلو کې ډېر ماهر و، د حمزة رضي الله عنه په کمین کې ناست و.

  • جبلِ اُحد 🤍🫀 د شپې پاڅيدل (قيام الليل) د روغتیا د ساتنې له تر ټولو ګټورو لاملونو څخه دي. د ډيرو مزمنو ناروغیو د مخنیوي له ستر اسبابو څخه دي، او د بدن، روح او زړه لپاره تر ټولو ځواکمن او تازه کوونکی عمل دی. ابن القيم رحمه الله الهي توفیق يې راکړې..!

  • رسول اللهﷺ به پر داسي بستر ویده کېدی. عبدالله رضي الله عنه وایي: رسول اللهﷺ پر یوه بوریا چې د خرما له خاشو څخه جوړه وه. ویده و. کله چې له خوبه پاڅېدی، د هغې بوریا نښي او تغمې یې پر اړخ ښکاره سوې. موږ وویل: یا رسول الله ﷺ! که موږ ستاسو لپاره نرمه بستره جوړه کړې وای؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: له دنیا سره زما څه کار؟ زه په دنیا کې یوازي د هغه سپاره مسافر په څېر یم چې د یوې درختي تر سیوري لاندي لږه شېبه دمه وکړي، بیا بیرته له هغه ځایه ولاړ سي او ونه پرېږدي. (ترمذی شریف)