- Последний пост
- 13 авг.
- Последнее чтение
- 13 авг.
- Постов за неделю
- 1
- Всего постов
- 22
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 41
- 1/48двое суток
- 46
- 1/72трое суток
- 50
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
без подписи
د سهار له نهو د ماښام تر پنځو پورې د کار دود، پر انسان ور تپل شوی؛ چې تر ټولو د لویو ناورینونو څخه دی. ته خپل ژوند داسې دندې ته سپارې، چې نه دې زړه پکې لګيږي او نه دې روح پکې ارام ویني. همدې حالت دومره کرکه راکې پیدا کړه، چې د تېښتې لپاره مې شرابو، لوږې او ګډوډو اړیکو ته پناه یوړه؛ په دې نه چې هغه غوره لارې وې، بلکې په دې؛ چې د دې ژوند بدیل راته ښکارېدې. "چارلس بوکاوسکي"
کله ناکله داسې احساس کوم چې د ټولې نړۍ د درد د کمولو لپاره هر ډول قرباني ته چمتو یم، خو کله چې خبره د خپل شخصي ژوند او اړیکو ته راشي، ژر ستړی کېږم. له خلکو سره خواخوږي لرم، د هغوی غم راباندې دروند وي، خو د اوږدې مودې لپاره د چا ډېر نږدې حضور راته دروند تمامېږي. داسې نه ده چې له انسانانو کرکه لرم؛ یوازې زما ذهن او روح ډېر ژر ستړي کېږي او د یوازیتوب، سکون او چوپتیا اړتیا پیدا کوي. زه له لرې د انسانانو خیر غواړم، خو کله چې واټن له منځه ولاړ شي، خپل ځان بېرته یوازېتوب ته اړ احساسوم. ✏️: عليزي
درې خبرې: ١. د تر ټولو نږدې خلکو ګوزار ځکه خطرناک وي، چې تاسره یې فاصله کمه وي یانې په ګوزار یې ښه سم لګېږې. ٢. یو افسوسناک خبر دا هم دی، چې ستا اکثریت دښمنان به هماغه خلک وي، چې تا ورسره یو ځل حتمن په ژوند کې مرسته کړي وي؛ ته هغه ښه وپېژنې او هغه تا ښه وپېژني. ٣. باور ولره! که اړیکې دې محدودې وې؛ پریشانۍ به دې هم محدودي وي. هغه خلک موږ نشي پریشانه کولی؛ کوم چې موږ یې نه پېژنو. #ژباړه
ستا کورنۍ پدې نه پوهېږي، چې ته د کور نه بهر د خپلې چوپتیا تر شا څه پټوې. او ستا ملگري هغه څه نه ویني چې تۀ يې کور ته د ستنېدو پر مهال له ځان سره وړې. پخواني خلک پدې نه پوهېږي چې له تا اوس څه جوړ شوې، او اوسني خلک پدې نه پوهېږي چې په تېر(ماضي)کې تۀ څه شي مات کړی يې. هر انسان ستا یوازې یو رُخ ویني، د انځور یوه برخه، نه ټول حقيقت. نو له چا څخه د گیلې کولو مخکې دا مه هېروه، چې هر انسان خپلې پټې جگړې لري ،چې هېڅ چاته نه ښکاري، او له داسې فشارونو لاندې دی چې څرگندولای یې نه شي او داسې بارونه ور په غاړه دي چې په خاموشه اوچتولو يې عادت شوی. هره چوپتیا د سکون په مانا نه وي، او هره موسکا ارامي نه وي. ریښتینی شعور ديته وايې، چې په نرمۍ قضاوت وکړو، ځکه چې موږ ډېر کم پوهېږو.
درې خبرې تل په یاد لرئ: لومړی: تېر وخت هېر کړه. دویم: د راتلونکي په اړه له بېځایه هیلو او تمو تېر شه. درېیم: خپل ظاهر او باطن یو شان کړه؛ یعنې دوهمخي او تضاد له منځه یوسه، څنګه چې یې هماغسې اوسه. کله چې دا درې خبرې د انسان د ژوند برخه شي، د ژوند ډېر رازونه په خپله ورته څرګندېږي. — اوشو
نور د پټولو څه نه دي پاتې. په رښتیا ستړی او ځورېدلی یم. ځینې دردونه غږ نه لري، خو له انسانه هره ورځ یو څه اخلي. ما ډېر وخت فکر کاوه چې لا قوي یم، خو حقیقت دا و چې ورو ورو ماتېدم. ✏️: عليزي
زما وطن زما وطن زما زخم د تاریخ په زړو پاڼو کې یو هیر شوی نوم د ستړو زړونو یوه چيغه چې لا يې هم ساه په نيمه کې بنده ده. زما وطن زما اوښکه د یو مسافر د شونډو خاموشه غزل د ستورو ترمنځ د ستړې شیبې فریاد. زما وطن زما شپه د غزلونو بې وزله بڼه د زړونو په خوږو کې تسلیم شوی یو یاد. زما وطن د وینو پر کاغذ لیکل شوی سرود زما زخم او زما دردوونکی ترانه. #محمود_درويش
*په ژوند کې ځینې وختونه مو بايد ياد وي چې هر څه په جنګېدو نه ارزي، ځينې جنګونه مو يوازې وخت، انرژي او سکون اخلي، پرته له دې چې کومه ارزښتمنه پايله ولري. هوښيارتيا دا ده چې پوه شو، چېرته بايد ودرېږو او چېرته په ارام له ميدانه بهر شو.* *ځينې وختونه تېرېدل او پرېښودل، د کمزورتيا نښه نه، بلکې پياوړتيا وي او موږ په هغه لور روانوي چې په رښتيا هم ارزښتمن وي.
هر غم، هر خفګان، هر نا امیدي یوازې د تقدیر یا اتفاق پایله نه ده؛ دا د خلکو د ناسم تعامل، د سپکو خبرو او بېتوجهي محصول دی. 🖌️: عليزي
په ظلم کې یوازې ظالم لاس نه لري بلکې؛ هغوئ په ظلم کې له ظالم قوي لاس لري چې د سکوت او نه غږیدو پرېکړه یې کړې.
یوازینی شی چې په ژوند کې ورته اړتیا لرم دادی چې یو څوک مې درک کړي. ګابریل ګارسیا
نا آشنا ليک؛ یوه خدای پاماني بسنه کوي، چې وښيي هر څه پای ته رسېدلي. خو دا هېڅکله بسنه نه کوي، چې د زړه احساسات پټ کړم. "خدای پامان" ویل اسانه نه دي، ځکه ته زما د ژوند یوه برخه وې، زما د تقدیر یوه لاره وې، اوس یوازې تشې خاطرې راپاتې دي. او یو دروند درد چې ما ته یې د وخت سوغات پرېښود. د تل لپاره د خدای پامان 🍁
*ژوند وکړئ* لمر په ورځ کې دوه ځله نه راخیږي، موږ هم دوه ځله نړۍ ته نه راځو.* څومره ژر چې امکان ولري، هغه څه ټینګ ونیسه چې له ژوند دې پاتې دي…* آنتوان_چخوف
سړي ډېر کله په خپله خاموشۍ کې دفن کېږي نه ګیله او نه هم د درد اظهار دوی پر خپلو اوږو د دنیا غم او مسئولیتونه اخلي په څېره مسکا ساتي تر څو د کورنۍ سکون برقرار وي خپل خوبونه خرڅوي د ضرورتونو قېمت ادا کوي ټوله ورځ د لمر غوندې سوزیږي او شپې ته د سپوږمۍ پشان ارام را ستنېږي خو څوک یې هم نه پوښتي چې ښه یې کنه؟ ستړی شوی خو به نه وې؟ ځکه چې سړي د درد اجازت نه لري صرف د قربانیو روایت لري #ژباړه #ژوند
ماته ژوند وښودله چې انسان کله کله ژوند نه بایلي، بلکې یوازې د ژوند خوند ترې پاتې شي. ۲۰۲۶ ته ځم… له زخمي زړه سره، خو لا روان یم. ✍️: علیزی
زه د خپل ډېر ژور احساس له امله، حتا د بېروحه شيانو احساسات هم اټکلولی شم. 2025 کال اخري ليکنه او عکس
*وخت هر څه حل کوي* *هغه څه چې پاتې کېږي، پاتې کېږي. هغه څه چې نه کېږي، ترسره کېدلای نشي. وخت ډېر شیان حل کوي، او هغه چې وخت یې حل نه شي، باید ته یې حل کړې.* *هیله مه بایله* *له ټولو حیرانوونکو شیانو مخکې، هغه دقیق وخت کې واقع کېږي کله چې هیله له لاسه ورکول غواړې.
د انسانانو وژل یوازې پر سر د وسلې نیولو او پر هغوی د بم غورځولو مانا نه لري، او نه هم یوازې په جګړه یا فزیکي قتل پورې محدود دي. ځینې وختونه موږ انسانان ډېر ورو، په چوپتیا او بېغږه توګه وژنو. کله چې له یو چا د خوښۍ او ارزښتمن کېدو احساس واخلو، هغه کس د خپلو ټولو ښو احساساتو د له منځه وړلو پر لور ګام اخلي. کله چې د یو انسان د ارزښت احساس تخریب کړو، هغه ورو ورو پر خپل ځان شک پیلوي، له څه مودې وروسته نور ورته ځان ښه نه ښکاري، پر خپل ځان رحم نه کوي، او د شک او دروني ځانملامتۍ په یوه دوامداره حالت کې بند پاتې کېږي.
*د ژوند هره شېبه په خوند تېره کړه. ژوند یوازې هدف ته رسېدل نه دي.* *هر عمل د بل عمل پیل دی، نو ښه ده چې د ترسره کولو پرمهال ترې خوند واخلې.* *لذت ځواک درکوي، باور زیاتوي، او ژوند ته ژور معنی ورکوي.* *هر کار له خندا او خوښۍ سره وکړه؛ حتی د ساه اخیستل هم.* *دارن هاردي*