- Последний пост
- 13 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 6
- Всего постов
- 21
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 49
- 1/48двое суток
- 56
- 1/72трое суток
- 60
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
👆 دا دوه پورتنۍ ترانې، زما نوې تراني دي چې زمزمه شوي دي، هیله ده په اورېدلو یې خوند واخلئ او ملګرو سره یې شریکې کړئ.
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي د اسد ۲۴مې په مناسبت د مجاهد ولس د عظیمې، مبینې فتحې او بریا په ویاړ د نویو ترانو له ترتیب شوي البوم څخه په زړه پورې ترانه... ساتلی مې د مینې د جزبې په اندازه غرور د آزادۍ د کلیمې په اندازه ترانه ویونکی: مولوي نصرت اللّٰه نصرت شاعر: محمدحسن عمري ترتیب: العصر انجمن https://t.me/alasaracpa
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي د اسد ۲۴مې په مناسبت د مجاهد ولس د عظیمې، مبینې فتحې او بریا په ویاړ د نویو ترانو له ترتیب شوي البوم څخه په زړه پورې ترانه... ساتلی مې د مینې د جزبې په اندازه غرور د آزادۍ د کلیمې په اندازه ترانه ویونکی: مولوي نصرت اللّٰه نصرت شاعر: محمدحسن عمري ترتیب: العصر انجمن https://t.me/alasaracpa
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي د اسد ۲۴مې په مناسبت د مجاهد ولس د عظیمې، مبینې فتحې او بریا په ویاړ د نویو ترانو له ترتیب شوي البوم څخه په زړه پورې ترانه... له یرغلګرو وطن ازاد شو، په شملورو وطن اباد شو د فــتحــو زیري شــــول، د فــتحــو زیــري شـــــول ترانه ویونکی: حافظ شهاب ځدراڼ شاعر: محمدحسن عمري ترتیب: العصر انجمن https://t.me/alasaracpa
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي د اسد ۲۴مې په مناسبت د مجاهد ولس د عظیمې، مبینې فتحې او بریا په ویاړ د نویو ترانو له ترتیب شوي البوم څخه په زړه پورې ترانه... له یرغلګرو وطن ازاد شو، په شملورو وطن اباد شو د فــتحــو زیري شــــول، د فــتحــو زیــري شـــــول ترانه ویونکی: حافظ شهاب ځدراڼ شاعر: محمدحسن عمري ترتیب: العصر انجمن https://t.me/alasaracpa
نوې ترانه! غرور د ازادۍ د کلیمې په اندازه شاعر: محمد حسن عمري غږ: علي حیدر حیدري
نننۍ ورځ، د اسد ۱۹مه، د بغلان د ازادۍ له ورځې سره سمون خوري؛ خدای تعالی دې د مینې دا نایابه رڼا له تورو طوفانونو وساتي. آمین. 🤲
د آزادۍ غرور ساتلی مې د مینې د جزبې په اندازه غرور د آزادۍ د کلمې په اندازه ما وګڼه قاتل د تاریکو د هر مالت لمبه، لمبه، لمبه یم، د ډېوې په اندازه عظمت د حوصلې مې په مزل نه دی تمام ما مه ګڼه د ستړې قافلې په اندازه دا سخته ده چې وشي پېشبیني زما د شان ما حس کړه، د طوفان او زلزلې په اندازه زما د سیالۍ خوب دې غورځوی شي له ګړنګ ګرځېږه د خپل قد د اندازې په اندازه بابونه مې حسنه! نمایان دي په تاریخ روان یمه د بحر د څپې په اندازه محمد حسن عمري
نوی غزل ځان تېرباسم زندګۍ هسې دروغ وې زما ټولې خوشحالۍ هسې دروغ وې لکه باد دې له خورو زلفو خطا شوم لکه عمر د ځوانۍ هسې دروغ وې ما د اوښکو په دانو حسابولې خو وعدې دې لېونۍ هسې دروغ وې چې تر څو مې ګوتو ونکړې تڼاکې تر هغو پورې روپۍ هسې دروغ وې یا غبار د آئینو په مخ ولاړ ؤ یا زمونږه خوشفهمۍ هسې دروغ وې لکه پرې باډېوه، غلی غلی لاړې لکه ست د غریبۍ هسې دروغ وې د پښتون د سنګینۍ خبرې وکړه دا د غره د سنګینۍ هسې دروغ وې محمد حسن عمري
د نارنج ګل له مشاعرې د محمد حسن عمري تازه نظم!
تر غوږ مې چې ټپه د ملالۍ ورسېده جنډه مې پر اوږو د ازادۍ ورپېده زما د بغاوت شوخې لمبې دې لمسولې په غېږ کې د دریاب درنه شړۍ وسوزېده شرر د ازادۍ وم، ملایکو بدرګه کړم سایه د مُرُوَت مې په نړۍ وغورځېده ښکلا مې د ټولنې تر لمنې پورې راوړه رنګینه مرحله مې د ځوانۍ ونړېده وطنه! رب دې وساته غرور، شان او جلال. نامه دې پۀ جهان د خپلواکۍ وځلېده خپل زور د سپین نظام درته معلوم شو عمري؟ دنیا دې لۀ ول - ول سپینې پګړۍ و لړزیده محمد حسن عمري
کوچنی اختر مو مبارک شه! الله تعالی دې زموږ او ستاسې روژې، عبادتونه او دعاوې قبولې کړي. الله دې مو ژوند تل اختریز او له خوښیو ډک کړي.
без подписи
без подписи
زما د «وله یې مولوي صاحب!» شعري ټولګه چاپ شوه. له ټولو قدرمنو ملګرو څخه هیله کوو چې د دې اثر د خپرېدو او معرفۍ په لړۍ کې راسره همکاري وکړي. دا زموږ او ستاسې ګډه ټولګه ده او د وطن د احساساتو د غږ استازیتوب کوي.
وطن ته نذر! یاغي بادونو سړې نه کړلې جذبې د وطن دلته، تر مرګه جنګېدلې ارادې د وطن که به یو ګل واخیست ږلیو یا لمبې له وطن بل به پیدا شو له تازه خښې خازې د وطن کرارې نه شولې همدغه وې نعرې د وطن که تکبیرونه وو، که مستې ترانې د وطن مونږ چې رنګینې کړلې واړه خاطرې د وطن مونږ د سرونو وې منلې نذرانې د وطن ډېرې مو ولیدلې هر لوري لمبې د وطن خدایه! ګلونه کړې دا شاړې او میرې د وطن ژوند به بیداره وي، ویدې به وي تیارې د وطن که ړندې نه شي دا وړې - وړې ډېوې د وطن حسنه! مخکې ترې ایمان دی، ورپسې د وطن ساتنه غواړي سپېرې خاورې او ایرې دوطن محمد حسن عمري
без подписи
без подписи
برند که حوادث دي د وختونو په ککو کښې زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم خوند د خاموشۍ راته غوغا د مینې راکړه داسې راته ښکاري افقونه به ګویا کړم ستا په اننګو کښې د حمزه د وینو سره دي تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم حمزه بابا کابل ـ د حمزه بابا د دوه دېرشم تلین غونډه!
نوی غزل ستا د غرور په غره به لار وکړي که فرهادي طالع مې کار وکړي د زلفو وږم ته دې ووایه چې څه پېرزوینه په بهار وکړي زما لمنه له ګلانو ډکه څوګ خو دې فکر د ګوزار وکړي زه به یې تود کړمه نستوڼي کې خو سړی به څۀ باور پۀ مار وکړي حسنه! څوک خبر د صبر میوه خوند خو به وکړي خو چې بار وکړي محمد حسن عمري