tgindex
دمحمدﷺ عاشقان❤️

دمحمدﷺ عاشقان❤️

Статистика

‏ڪه جـنت ته ۆاسطه پيدا ڪۆڵ غـۆاړې نـۆ د مُــحَـمَّـد{ﷺ} سـرہ ميـنہ ڪـۆہ! ♥مُحَمَّد ﷺ♥ اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ دلته به تاسوته ښکلی نشریات کیږی #حدیث_شریف #اصلاحي_بیانونه #ادبې_لیکنې #قیمتی_خبری نشرکیږی👆

Последний пост
13 авг.
Последнее чтение
14 авг.
Постов за неделю
2
Всего постов
21
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Новости и СМИ
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
5 704
−38 за 4 дн.
Сутки
−16
−0,28%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
199
21 постов
Вовлечённость
3,5%
к подписчикам
Постов в день
0,3
всего 21
Упоминаний
1
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
58
1/48двое суток
66
1/72трое суток
71

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • ماشوم ځورونه منع ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «من قال لصبی تعال حاک، ثم لم یعطه فهی کذبة»[صحیح الترغیب]. یعنې: «کوم کس چې یو ماشوم ته ووایي: راشه (دا شی) واخله، خو کله چې هغه راشي، (هغه شی) ورنکړي، نو دا دروغ ګڼل کېږي». 📚جامع الاحادیث الصحیح

  • 🔰 د هغو لویو حقوقو څخه چې ستا مسلمان ورور او خور یې پر تا لري، د هغه په غیاب کې ورته دعا کول دي؛ امام احمد رحمه‌ الله به فرمايل: «شپږ کسان دي چې زه د سحر پر مهال ورته دعا کوم؛ یو له هغوی څخه امام شافعي دی». 📚 (طبقات الحنابلة، ۱/۲۸۳) 📚 عون المسلم، شرح فارسي صحیح مسلم: (۲۲/۴۵۵).

  • امکان لري چې د نېکو خلکو په ناسته پاسته سره غوره اخلاق خپل کړې؛ ځکه چې د انسان فطرت د غله په څېر دی، چې نېکي او بدي (له نورو) غلا کوي. ابن قدامه مقدسي رحمه الله (مختصر منهاج القاصدین: ۱۵۳)

  • په لټۍ (تنبلي) کې تر ټولو بد شی دا دی، چې د دې لامل کېږي یو کار د څو کارونو په څېر ښکاره شي! –مصطفی صادق الرافعی رحمه الله

  • 🔹 امام ابن جوزي روايت کړی دی: 🔸 عمر بن خطاب رضي الله عنه د «عام الرمادة» (هغه کال چې مسلمانان سختې لوږې او قحطۍ ځپلي وو) په داسې حال کې چې پر منبر باندې ختلو، د سختې لوږې له امله یې خېټې د قرقر غږ کولو. نو په خپلو لاسونو یې خپله خېټه ووهله او ویې ویل: «پر الله تعالی قسم! که غږ کوې او که نه، ترڅو چې مسلمانان ماړه شوي نه وي، د غوړیو او شاتو څخه خبر نشته». 📚 - مناقب عمر، ابن جوزی، ص 217. - (شرح صحیح مسلم / اثر: شیخ حکیمی رحمه الله)

  • له هغه چا سره چې کله په غوسه کېږي، نو پر تا دروغ تړي، ملګرتیا مه کوه. فضیل بن عیاض رحمه الله (شغب الإیمان: ۹۰۵۰)

  • ایا پوهېږئ کورنۍ څه وخت له ماتې سره مخ کېږي؟ • هغه وخت ماتې خورو چې؛ د خپلې کورنۍ د غړو په پرتله پردیو ته زیات ارزښت ورکړو. • هغه وخت ماتې خورو چې؛ (د نورو) د ستاینې او درناوي لپاره لوی متنونه لیکو، یا د خپلو ملګرو او پېژندویانو لپاره د مېلمستیا د جوړولو په فکر کې یو، خو هېروو چې هره ورځ خپلې کورنۍ ته درناوی وکړو. • هغه وخت ماتې خورو چې؛ ښکلي لوښي یوازې د مېلمنو لپاره وي، خو د خپلې کورنۍ د غړو لپاره ماتې پیالې او عادي لوښي! • هغه وخت ماتې خورو چې؛ د نورو د راضي ساتلو لپاره خورا ډېره هڅه کوو، خو د خپل مور او پلار په حق کې نېکي کول درنه وګڼو. • هغه وخت ماتې خورو چې؛ د ملګرو په ناستو (محفلونو) یا په ټولنیزو شبکو کې له خپلې کورنۍ سره بې‌قید او شرطه مینه ښیو، خو په کور کې هغوی ته د یو ګیلاس اوبو له راوړلو هم ډډه کوو. کورنۍ د انسان تر ټولو لویه شتمني ده، راځئ چې د هغې ساتنه وکړو. منقول...فریبا کریم‌نژاد

  • له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «ارْحَمُوا تُرْحَمُوا، وَاغْفِرُوا يُغْفَرْ لَكُمْ، وَيْلٌ لِأَقْمَاعِ الْقَوْلِ، وَيْلٌ لِلْمُصِرِّينَ الَّذِينَ يُصِرُّونَ عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ».أخرجه أحمد (۱۶۵/۲، رقم ۶۵۴۱)، والبخاري في الأدب المفرد (۱۳۸/۱، رقم ۳۸۰)، والبيهقي في شعب الإيمان،و............. یعنې: «پر نورو رحم وکړئ ترڅو پر تاسو هم رحم وشي، د بښنې او تېرېدنې خاوندان شئ ترڅو په خپله هم وبښل شئ. افسوس دې وي پر هغو کسانو چې خبرې یې قهرجنې او سپکونکې دي! او افسوس دې وي پر هغو کسانو چې پر هغه څه چې کړي یې دي او کوي یې، (بې‌ځایه) اصرار کوي». 📖 څلویښت حدیثونه د اخلاق او تزکیې په اړه

  • ایا نه پوهېږئ چې تاسو ته د خلکو اړتیا، د الهي نعمتونو څخه یو نعمت دی؟ نو مبادا چې له دې نعمته ستړي شئ، ځکه په دې صورت کې به دا نعمت په عذاب (محرومیت) بدل شي. فضیل بن عیاض رحمه‌الله (شعب الإيمان للبيهقي: ۱۱۸/۶)

  • چوپتیا حکمت دی، مګر د مېړه او ښځې په اړیکه کې نه... د ښځې او مېړه ترمنځ خبرې اترې د دوی د اړیکې د ژوندي پاتې کېدو په مانا دي او چوپتیا د دې اړیکې د مړینې په مانا. د خپل ژوند له شریک (شریکې) سره خبرې وکړئ. مه پرېږدئ چې د الفت او محبت چینې وچې شي. ـ ډاکټر خالد الدریس

  • امام بقاعي په خپل تفسیر «نظم الدرر (۱۱۸/۲)» کې د دغې جملې {وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُونَ} په اړه لیکي: «ځکه چې د درس ګټه: علم دی، او د علم ګټه: عمل دی، چې د هغې یوه برخه د خیر کارونو په کولو باندې هڅونه، او له پیدا کوونکي (خالق) څخه وېره ده». 📚 تفسير عون المنان

  • د الله تعالی له رحمت څخه ناهیلي کېدل لویه ګناه ده! له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: ما د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه واورېدل چې فرمايل یې: «قَالَ اللهُ تَعَالَى: يَا ابْنَ آدَمَ، لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الْأَرْضِ خَطَايَا، ثُمَّ لَقِيتَنِي لَا تُشْرِكُ بِي شَيْئاً، لَأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً».أخرجه الترمذى (٥٤٨/٥ ، رقم (٣٥٤٠) ، وقال : غريب - والضياء (٣٩٩/٤ ، رقم (١٥٧١) ، وقال : إسناده صحيح. يعنې: الله تعالی فرمايي: «اې د ادم زويه! که چيرې تا د ځمکې د ډکوالي په اندازه ګناهونه کړي وي، او بیا ماته په داسې حال کې راشې چې له ما سره دې هېڅ شی نه وي شریک کړی، زه به هم د ځمکې د ډکوالي په اندازه مغفرت او بښنې سره تاته راشم». 📚 چهل حدیث کوتاه قدسی برای حفظ

  • زهد دا دی چې زړه له دنیا څخه خالي وي، نه دا چې لاس خالي وي. ابراهیم بن ادهم رحمه الله [عدة الصابرين: ۵۱۰]

  • سلفو صالحینو به فرمايل: «تجارت او کسب کوئ؛ ځکه تاسو په داسې یو عصر (زمانه) کې یاست چې که چېرې له تاسو څخه یو څوک محتاج او اړ شي، نو لومړی شی چې هغه یې خوري د هغه دین دی». او همدارنګه د هغوی له جملې څخه یو تن ویلي دي: که چېرې زه داسې مال (له ځانه وروسته) پرېږدم چې الله تعالی د هغه په اړه له ما څخه حساب وغواړي، غوره ده له دې څخه چې خلکو ته اړ او محتاج شم... تفسیر روح المعاني (۴/۲۰۲). 📚 تفسیر عون المنان

  • له اسود بن یزید رضی الله عنه څخه روایت دی،چې وايي:ما له عایشې رضی الله عنها وپوښتل،چې رسول الله ﷺ به په خپل کور کې څه کول؟ هغې وویل:هغه به د خپل کور په کارونو بوخت و،خو کله به چې د لمانځه وخت راورسېد،نو لمانځه ته به لار شو.(بخاري: ۶۷۶) د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاجزۍ یوه بېلګه دا وه چې کله به په کور کې و،نو له خپلې کورنۍ سره به يې مرسته کوله. هغه پسونه لوشل، بوټان یې ګنډل یا یې ترمیمول، او د خپلې کورنۍ خدمت یې کاوه.لکه څنګه چې له عائشې رضی الله عنها څخه پوښتنه وشوه:رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې څه کول؟ عایشه ځواب ورکړ: هغه د خپلې کورنۍ خدمت کاوه. لهذا سنت دا ده، چې کله موږ په کور کې یو، باید د ځان لپاره چای پخپله تیار کړو، که پخلی مو زده وي، خواړه تیار کړو، او د لوښو او جامو مینځلو کې خپلې کورنۍ سره مرسته وکړو.دا کارونه د نارینه وو لپاره د شرم خبره نه ده، بلکې سنت دي، او هر څوک چې دا ترسره کړي، اجر او ثواب به ترلاسه کړي؛ ځکه چې دا د الله عزوجل لپاره عاجزي ده او د رسول الله ﷺ په سنتو عمل کول دي.دا څرګنده ده، چې د کورنۍ سره مرسته کول د هغوی ترمنځ مینه او محبت زیاتوي، او دا سبب کېږي چې مېرمن د خپل خاوند په اړه ښه احساس ولري او هغه لا زیات خوښ کړي. هو، دا یوه ستره ګټه ده!.(شرح ریاض الصالحین: (3/443) 📚 [«فقه الإسلام، شرح فارسی صحيح البخاري الإمام» (5/685)]

  • без подписи

  • 🔹 کله چې واورو، فلانی وفات شوی دی، د هغه لپاره باید (دا) پنځه دعاګانې وکړو: ۱. «یا الله! د (فلاني) ګناهونه وبخښه». ۲. «په جنت کې د خپلو هدایت شویو بندګانو په منځ کې د هغه درجه لوړه کړه». ۳. «ته په خپله د هغه د پاتې شونو (کورنۍ) ملاتړی او ساتونکی شه». ۴. «قبر یې ورته پراخ کړه». ۵. «قبر یې ورته روښانه (نوراني) کړه». [دا پنځه نېکې دعاګانې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ابوسلمه رضي الله عنه لپاره وې، چې له ټولې نړۍ سره برابرۍ کوي]. 📚 شرح ریاض الصالحین: (۴۳۴/۵). [اهداف ومرام، شرح فارسی بلوغ المرام: (۵۴/۷)].

  • غلا، او د غلا شویو توکو په ارزانه بیه اخیستل: د اسلام له مهمو احکامو څخه یو هم د مالونو ساتنه او خوندیتوب دی. اسلام امر کړی دی چې مال باید له حلالې لارې لاسته راوړل شي (او په هر څه کې اصل مباح [روا والی] دی) او له حرامې لارې یې د لاسته راوړلو (ګټلو) څخه منعه کړې ده، او د حرامې ګټې (کسب) لارې یې هم بیان کړې دي. الله متعال فرمايي: {وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ} (الأنعام: ۱۱۹) یعنې: «او په یقین سره هغه څه چې یې پر تاسو حرام کړي دي، درته بیان کړي دي». غلا یو له حرامو ګټو څخه ده: او هغه عبارت ده له: په پټه او مخفي توګه د نورو د مال اخیستلو او پورته کولو (وړلو) څخه».(المغني (٢٤٠/٨)) او له کبیره (لویو) ګناهونو څخه ده او د هغې حد د کتاب (قران کریم) په وسیله، سنتو او د امت په اجماع سره ثابت دی. الله متعال فرمایي: {وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ} (المائدة: ۳۸) یعنې: «د غل سړي او غلې ښځې لاسونه پرې کړئ، (دا) د هغه کار بدله ده چې ترسره کړی یې دی او د الله له لوري یوه سزا ده، او الله (پر خپل کار) غالب (او په خپل قانون جوړولو کې) حکیم دی». له عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی: «أن رسول الله ﷺ قطع سارقا في مجن قيمته ثلاثة دراهم».متفق علیه یعنې: «رسول الله ﷺ د یو غل لاس د یو داسې سپر د (غلا کولو) له امله پرې کړ چې ارزښت یې درې درهمه و». ابن منذر وایي: علماوو اجماع کړې ده چې هرکله دوه آزاد او عادل مسلمانان د دې شاهدي ورکړي چې یو تن غلا کړې ده، واجبه ده چې لاس یې پرې کړل شي. نو که چیرې یو بالغ او عاقل شخص په خپل اختیار سره غلا وکړي، بیا پر هغې اقرار وکړي یا دوه عادل کسان د هغه پر غلا شاهدي ورکړي، واجبه ده چې حد پرې پلي شي؛ په دې شرط چې هغه مال نصاب ته رسېدلی وي او په یو خوندي ځای کې اېښودل شوی وي. له عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «لا تقطع يد السارق إلا في ربع دينار فصاعدا».متفق علیه یعنې: «د غل لاس نه پرې کېږي، مګر د دینار په څلورمه برخه او تر هغه په زیات (مال) کې». امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمايي: «إذا اشترى الرجل من رجل شيئا وهو يعلم أنه سرقه فقد شاركه».[روایة البغوی۲۸۱] یعنې: «کله چې یو شخص له بل شخص څخه کوم شی واخلي، په داسې حال کې چې پوهېږي هغه شی غلا شوی دی؛ نو دا شخص په غلا او ګناه کې شریک دی». 📚«آنچه که همه جوانان مسلمان باید بدانند»‌.

  • без подписи

  • په غیرت او مېړانه کې بېلګه واوسه... غیرت د ښځې سرلوړي ده؛ هرکله چې هغه له لاسه ورکړي، ایمان یې کمزوری کېږي، په حیا کې یې نقصان راځي، لوی فساد رامنځته کوي او په ګناهونو کې ډوبېږي. د سعید بن العاص په دوران کې په مدینه کې غلاوې ډېرې شوې، د ابوبکر (رضی الله عنه) لور اسماء یوه چاړه درلوده چې تر خپل سر لاندې یې کېښوده، ورته وویل شول: د څه لپاره داسې کوې؟! هغې وویل: د دې لپاره چې که کوم غل پر ما برید وکړي، نس به یې ور څیرې کړم... خوله بنت ازور د ضرار بن ازور خور ده؛ کله چې ضرار (رضی الله عنه) په دمشق کې د جګړې په ډګر کې د رومیانو په لاس اسیر شو، خالد بن ولید (رضی الله عنه) د هغه د ازادولو لپاره مسلمانانو ته د عمومي برید اجازه ورکړه او په خپله خالد (رضی الله عنه) د صف په لومړۍ برخه کې قرار درلود. ناڅاپه یې سترګې پر یوه ښکلي او سور رنګه اس ولګېدې، چې شاهسوار یې یو مېړنی سړی ښکارېده. په لاس کې یې یوه ډېره ښکلې نېزه هم لرله، د زغرې پر سر یې تورې جامې اغوستې وې چې ټول بدن یې پکې پټ و او په شنې لونګۍ یې ملا تړلې وه؛ هغه د پوځ څخه مخکې حرکت کاوه. خالد (رضی الله عنه) ارمان وکړ چې کاشکې ماته معلومه وای چې دا شاهسوار څوک دی. پر الله تعالی قسم دی چې دا سړی خورا زړور ښکاري! کله چې اسلامي لښکر کفارو ته نږدې شو، نو دغه شاهسوار په یوازې ځان د رومیانو د لښکر منځ ته ورغی او هلته یې په یوازې ځان جګړه وکړه. ټول مسلمانان د دې شاهسوار غیرت ته هک پک پاتې شول؛ اسلامي لښکر داسې فکر کاوه چې شاید دا شاهسوار خالد بن ولید رضي الله عنه وي. رافع بن عمیره رضي الله عنه په داسې حال کې چې پخپله هم حیران و، له خالد رضي الله عنه څخه وپوښتل: دا سړی څوک دی؟ خالد رضي الله عنه ورته وویل: زه پخپله هم حیران یم چې دا سړی څوک دی! له دې وروسته عمومي برید پیل شو. په دې ترڅ کې دغه شاهسوار د رومیانو د لښکر له منځه راووت، په داسې حال کې چې د هغه ټول کالي او اس په وینو لړلي وو او د دښمن په لسګونو کسان یې وژلي وو، بېرته د مسلمانانو لښکر ته راستون شو. خالد رضي الله عنه له هغه شاهسوار څخه وپوښتل: ته څوک یې چې داسې په مېړانه او زړورتیا جنګېږې؟ هغه شاهسوار وویل: زه د ضرار (رضي الله عنه) خور یم؛ زه د خپل ورور درد تر دې ځایه راوستی یم، ځکه هغه د کفارو په لاس کې بندي (اسیر) دی. کله چې خالد رضي الله عنه دا خبرې واورېدې، نو له سترګو یې اوښکې روانې شوې او د عمومي برید امر یې وکړ. جګړې زور واخیست او هغې مسلمانې خور د لومړۍ کرښې په سر کې په پوره مېړانه او زړورتیا جګړه کوله، تر دې چې رومیانو وویل: که ټول مسلمانان داسې وي، نو موږ به هیڅکله هم بریالي نشو. بالاخره هغې د عثمان رضي الله عنه په خلافت کې وفات وکړ.[الاعلام للزركلي] 📚 دخترم؛ از پیامبرت بیاموز!