نبوي سيرت ﷺ || Live
Статистикаپه دې چینل کي به تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوند اړوند صوتي درسونه په ژوندۍ بڼه خپریږي، هیله ده خپل دوستان او ملګري ورته رادعوت کړی.
- Последний пост
- 13 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 2
- Всего постов
- 20
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 15 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 108
- 1/48двое суток
- 123
- 1/72трое суток
- 133
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
ماشوم ځورونه منع ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «من قال لصبی تعال حاک، ثم لم یعطه فهی کذبة»[صحیح الترغیب]. یعنې: «کوم کس چې یو ماشوم ته ووایي: راشه (دا شی) واخله، خو کله چې هغه راشي، (هغه شی) ورنکړي، نو دا دروغ ګڼل کېږي». 📚جامع الاحادیث الصحیح
🔰 د هغو لویو حقوقو څخه چې ستا مسلمان ورور او خور یې پر تا لري، د هغه په غیاب کې ورته دعا کول دي؛ امام احمد رحمه الله به فرمايل: «شپږ کسان دي چې زه د سحر پر مهال ورته دعا کوم؛ یو له هغوی څخه امام شافعي دی». 📚 (طبقات الحنابلة، ۱/۲۸۳) 📚 عون المسلم، شرح فارسي صحیح مسلم: (۲۲/۴۵۵).
امکان لري چې د نېکو خلکو په ناسته پاسته سره غوره اخلاق خپل کړې؛ ځکه چې د انسان فطرت د غله په څېر دی، چې نېکي او بدي (له نورو) غلا کوي. ابن قدامه مقدسي رحمه الله (مختصر منهاج القاصدین: ۱۵۳)
📖 د رسالې نوم: «په اسلام کې د لور فضیلت، ارزښت او مقام». 🔹 ډېری خلک د لور له درلودلو څخه بد وړي او زوی خوښوي.. په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ په ګڼو احادیثو کې د لور درلودل یو الهي نعمت ګڼلی دی. د دې رسالې په لوستلو سره به د لور لرلو پر اهمیت او ارزښت پوه شئ.
د خلکو د ځورولو او شرمولو له لاملونو څخه یو هم، د هغوی د شخصي ژوند په اړه بېضرورته او بېګټې پوښتنې کول دي. په حدیث شریف کې راغلي دي: «د یو شخص د اسلام له ښېګڼې څخه دا ده کوم څه چې ده ته اهمیت نه لري [او ورپورې اړه نه لري] پرېږدي» [ترمذي] ـ دکتر عبدالملک القاسم
په لټۍ (تنبلي) کې تر ټولو بد شی دا دی، چې د دې لامل کېږي یو کار د څو کارونو په څېر ښکاره شي! –مصطفی صادق الرافعی رحمه الله
لنډې او اوږدې لیکنې علمي او تحقيقي کتابونه (په پی ډی ایف بڼه) @M_R_SAFI
🔹 امام ابن جوزي روايت کړی دی: 🔸 عمر بن خطاب رضي الله عنه د «عام الرمادة» (هغه کال چې مسلمانان سختې لوږې او قحطۍ ځپلي وو) په داسې حال کې چې پر منبر باندې ختلو، د سختې لوږې له امله یې خېټې د قرقر غږ کولو. نو په خپلو لاسونو یې خپله خېټه ووهله او ویې ویل: «پر الله تعالی قسم! که غږ کوې او که نه، ترڅو چې مسلمانان ماړه شوي نه وي، د غوړیو او شاتو څخه خبر نشته». 📚 - مناقب عمر، ابن جوزی، ص 217. - (شرح صحیح مسلم / اثر: شیخ حکیمی رحمه الله)
🔹 ابن العربي وایي: «د الله جل جلاله له هر نوم سره هغه څه وغواړئ چې د هماغه نوم سره مناسبه وي؛ د بېلګې په توګه ووایاست: اې رحیمه پروردګاره! پر موږ رحم وکړه. اې حکیمه پروردګاره! زما کارونه منظم او استوار کړه. اې رازقه پروردګاره! ما ته رزق او روزي راکړه. اې هادي پروردګاره! ما ته هدایت وکړه». 📚 احکام القرآن ابن العربي (۲/۸۰۵). 📚 تفسیر عون المنان [در تفسیر سورهی بقره]
د نظر لګیدو علاج سترګی لګیدل حق دی لکه څنګه چې نبی ﷺ فرمائیلی دی او داحادیثو په ټولو کتابونو کښی ذکر شوی دی ددی نه منکرین داحادیثو نبوی منکر دی- سترګی خپل تاثیر نه کوی بلکه رب العالمین پکښی تاثیر اچوی دهغی هم علاجونه بیا شریعت اسلامی خودلی دی۔ دسترګو هم دوه قسمه علاج دی یو مخکښی دلګیدلو نه دویم پس دلګیدلو نه- (۱)- کله چه دسترګو لګیدلو خطره وی په یو ماشوم باندی یا په زنانه یا پخپل ځان باندی نو دهغی علاجونه دادی : شرح السنة (١١٦/١٣) کی امام بغوی رحمه الله نقل کریدی د عثمان بن عفان رضی الله عنه نه چه هغه فرمائی: [سَوِّدُوْا نُوْنَتَهُ] د ماشوم زنه توره کړی نو نظر به نه لګیږی پری- ۲- دارنګه کله چه سړی یو شی ووینی که خپل وی او که پردی او ښه ورته ښکاره شی نو دعاء دبرکت دی ورته وکړی(بَارَكَ اللّٰهُ) لکه حدیث د موطأ ، نسائی او مسند احمد کښی راغلی دی۔ ۳- هغه اذکار او دعاګانی کومی چه مخکښی تیری شوی په علاج دسحر کی هغه دعاگانی دسترگو لګیدلو دپاره هم فائده ورکوی نو هغه زده کول ضروری دی۔ ۴- دارنګه دا دعاء دی ولولی: مَا شَاءَ اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ، اَللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَيْهِ. (موطا : ۹۳۸/۲، مسند احمد (٤٤٧/٤) ۵- په چا چه خطره وی دسترګو دلګیدلو نو دهغه محاسن او ښائسته ځایونه دی پټ کړی شی۔ (کما فی زاد المعاد:۱۷۳/۴) وشرح السنه(١١٦/١٣) (۲) - قسم علاج دسترګو لګیدلو دادی: ۱- کله چه نظر ولګیږی په چا نو که سری معلوم وی نو هغه دی اودس وکړی او مستعملی اوبه دی مریض استعمال کړی او غسل دی پری وکړی ابو داود زاد المعاد : ١٦٣/٤) ۲- دارنګه په اوبو دی دم واچوی او چف دی کړی اوبیا دی مریض هغه اوبه وڅکی او باقی دی واچولی شی دهغه په بدن باندی- رواه ابو داود : ١٠/٤) یا دی د زیتون په تیلو باندی دم واچوی او مریض دی پری ځان غور کری- كما في مسند احمد : ٤٩/٣) السلسلة الصحيحة( ۱۸/۱) برقم:(۳۷۹). ۳- دارنګه که دمریض دپاره سورت فاتحه او آية الكرسی او آمن الرسول تر آخره پوری او {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ} ولیکلی شی او اوبه دی مریض وڅکی- (مجموعة الفتاوى : ٦٤/١٩: الصارم البتار (٢٠٠) دا یو څو علاجونه په اختصار سره ما وليكل،كه څوك تفصيل غواړی نو: (الصارم البتار) د عبد السلام بالی ، زاد المعاد ٤ جلد.......ته دی رجوع وکړی 📚 د جادو او بد نظر مسنون علاج
без подписи
خپل ملګری په داسې خبرو چې یوازې د هغه زړه ځوروي او کومه ګټه ورته نه لري مه ځوروه؛ ځکه چې دا د ټیټو خلکو کار دی. او هغه څه چې نه پوهېدل یې د هغه په زیان دي، ترې مه پټوه؛ ځکه چې دا د شرپسندو خلکو طریقه ده. ابن حزم رحمه الله (الأخلاق والسير في مداواة النفوس: ۶۰)
له هغه چا سره چې کله په غوسه کېږي، نو پر تا دروغ تړي، ملګرتیا مه کوه. فضیل بن عیاض رحمه الله (شغب الإیمان: ۹۰۵۰)
ایا پوهېږئ کورنۍ څه وخت له ماتې سره مخ کېږي؟ • هغه وخت ماتې خورو چې؛ د خپلې کورنۍ د غړو په پرتله پردیو ته زیات ارزښت ورکړو. • هغه وخت ماتې خورو چې؛ (د نورو) د ستاینې او درناوي لپاره لوی متنونه لیکو، یا د خپلو ملګرو او پېژندویانو لپاره د مېلمستیا د جوړولو په فکر کې یو، خو هېروو چې هره ورځ خپلې کورنۍ ته درناوی وکړو. • هغه وخت ماتې خورو چې؛ ښکلي لوښي یوازې د مېلمنو لپاره وي، خو د خپلې کورنۍ د غړو لپاره ماتې پیالې او عادي لوښي! • هغه وخت ماتې خورو چې؛ د نورو د راضي ساتلو لپاره خورا ډېره هڅه کوو، خو د خپل مور او پلار په حق کې نېکي کول درنه وګڼو. • هغه وخت ماتې خورو چې؛ د ملګرو په ناستو (محفلونو) یا په ټولنیزو شبکو کې له خپلې کورنۍ سره بېقید او شرطه مینه ښیو، خو په کور کې هغوی ته د یو ګیلاس اوبو له راوړلو هم ډډه کوو. کورنۍ د انسان تر ټولو لویه شتمني ده، راځئ چې د هغې ساتنه وکړو. منقول...فریبا کریمنژاد
تعصب؛ یوه وژونکې ناروغي یو له پوهانو څخه وایي: «تعصب یعنې پرته له عقله ځغاسته (برید کول)، تعصب یعنې استعفا او له عقل سره خدای پاماني کول». نو راځئ تعصب، چې د تورې پردې په څېر عقل او بصیرت پټوي، یوې غاړې ته کېږدو او په علمي څېړنې سره له سره دیني نصوصو ته وګورو؛ ترڅو هغه حقایق چې زموږ د دیني نصوصو په تل کې نغښتي دي، پیدا کړو او د الله هغو بندګانو ته یې وښیو چې د حقیقت په لټه کې دي.(تحقيقي پیرامون حكم ذبیحه هاي بلاد ما) «تعصب یعنې: پوهېږې چې پر باطل ولاړ یې؛ خو بیا هم په خپله خبره او عمل ټینګار کوې». نو تعصب لرل پر باطلو نظریاتو باندې د ټینګار په مانا دي، چې د حد څخه د زیاتې ځانغوښتنې او کمعقلۍ نښه ده؛ له همدې امله، له تعصبه ډکه خبره که د بېدینۍ په دفاع کې وویل شي او که دیني بڼه غوره کړي، د هوښیارانو په وړاندې هیڅ ارزښت او اعتبار نلري. سلطان العلماء – طاب ثراه – وایي: «لو كان للضلالة أب لكان التعصب أباها».(أرزش وقت نزد علماي اسلامی:(۹۶) یعنې: «که ګمراهۍ پلار لرلای، تعصب به یې پلار و». او همدارنګه د علم خاوندانو ویلي دي: تعصب عبارت دی له هغې افراطي ملګرتیا، مینې او طرفدارۍ څخه چې یو څوک یې د ځان یا د هغه چا او داسې شي په وړاندې لري چې د ده خپل وي؛ لکه: مور او پلار، خور او ورور، اولاد، قوم (قبیله)، ژبه، نسل (نژاد)، هېواد، ښار، سیمه، ګوند، ډله، مذهب او داسې نور... ډاکټر طه وایي: «معده د دردونو کور دی او تعصب د ټولو دردونو په سر کې ځای لري». ځوانه! متعصب مه اوسه چې ووایې: زما مذهب حق دی او د نورو باطل! زما ګوند او ډله حق ده او د نورو باطله. شیخ احمد دیدات وایي: «د اسلام تر ټولو خطرناک دښمن هغه جاهل (ناپوهه) مسلمان دی، چې پر خپل جهالت (ناپوهۍ) تعصب کوي او داسې کارونه کوي چې نړیوال فکر کوي چې اصلي او حقیقي اسلام همدا دی». ګرانه! متعصب مه اوسه، حق ومنه؛ که څه هم له دوست څخه یې اورې او که له دښمن څخه. کله به چې عمر (رضي الله عنه) کومه خبره واورېده، نو فرمایل به یې: «د دې خبرې کوونکی نه پېژنم چې کافر دی که مسلمان، خو سمه، پر ځای او د حقیقت خبره یې کړې ده». 📚 [آنچه که همه جوانان مسلمان باید بدانند]
без подписи
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «ارْحَمُوا تُرْحَمُوا، وَاغْفِرُوا يُغْفَرْ لَكُمْ، وَيْلٌ لِأَقْمَاعِ الْقَوْلِ، وَيْلٌ لِلْمُصِرِّينَ الَّذِينَ يُصِرُّونَ عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ».أخرجه أحمد (۱۶۵/۲، رقم ۶۵۴۱)، والبخاري في الأدب المفرد (۱۳۸/۱، رقم ۳۸۰)، والبيهقي في شعب الإيمان،و............. یعنې: «پر نورو رحم وکړئ ترڅو پر تاسو هم رحم وشي، د بښنې او تېرېدنې خاوندان شئ ترڅو په خپله هم وبښل شئ. افسوس دې وي پر هغو کسانو چې خبرې یې قهرجنې او سپکونکې دي! او افسوس دې وي پر هغو کسانو چې پر هغه څه چې کړي یې دي او کوي یې، (بېځایه) اصرار کوي». 📖 څلویښت حدیثونه د اخلاق او تزکیې په اړه
ایا نه پوهېږئ چې تاسو ته د خلکو اړتیا، د الهي نعمتونو څخه یو نعمت دی؟ نو مبادا چې له دې نعمته ستړي شئ، ځکه په دې صورت کې به دا نعمت په عذاب (محرومیت) بدل شي. فضیل بن عیاض رحمهالله (شعب الإيمان للبيهقي: ۱۱۸/۶)
چوپتیا حکمت دی، مګر د مېړه او ښځې په اړیکه کې نه... د ښځې او مېړه ترمنځ خبرې اترې د دوی د اړیکې د ژوندي پاتې کېدو په مانا دي او چوپتیا د دې اړیکې د مړینې په مانا. د خپل ژوند له شریک (شریکې) سره خبرې وکړئ. مه پرېږدئ چې د الفت او محبت چینې وچې شي. ـ ډاکټر خالد الدریس
امام بقاعي په خپل تفسیر «نظم الدرر (۱۱۸/۲)» کې د دغې جملې {وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُونَ} په اړه لیکي: «ځکه چې د درس ګټه: علم دی، او د علم ګټه: عمل دی، چې د هغې یوه برخه د خیر کارونو په کولو باندې هڅونه، او له پیدا کوونکي (خالق) څخه وېره ده». 📚 تفسير عون المنان