ته ګټونکی یېᜊ🥇
СтатистикаWelcome Stay updated with the latest and most reliable cryptocurrency news, sports , motivation of life, psychology, technology market trends, price analysis, and expert insights and much more. @hamdard_86 #psychology #motivation #sports #telegram
- Последний пост
- 12:16
- Последнее чтение
- ещё не заходили
- Постов за неделю
- 2
- Всего постов
- 29
- Тип
- открытый
- Язык
- английский
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 77
- 1/48двое суток
- 88
- 1/72трое суток
- 95
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
رونالډو وایې: خوبونه هغه نه دي چې ته ویده شي او ویې وېنې، بلکې خوبونه هغه دي، چې تا خوب کولو ته پرینږدي❤️🤗
یوازې یوه لویه بریا کولی شي چې ستا ټولو ناکامیو ته د پای ټکی کیږدي نو مه ناهیلی کېږه تر دې ځایه چې راسېدلی یې نو هغه ځای ته هم راسېدای شې چې هیله یې لرې بس ماضې پرځان باور ولره او خپله خواري جاري وساته غټې بریاوې چې څومره وخت نیسي هغومره یې خوند او رنګ هم ډېر وي تسلیمیدل د کمزورو خلکو کار دی قوي خلک د خپلو هدفونو ترلاسه کولو لپاره تر هغې جنګیږي څو چې ورته راسیدلي نه وي ❤️🤗 #بریا #هڅونه
هدف ولره، پر ځان باور ولره، او هره ورځ د خپل شخصیت د جوړولو لپاره یو ګام مخکې لاړ شه. Have a goal, believe in yourself, and take one step forward every day to build a stronger character.
شپږ میاشتې تمرکز کولای سي ستاسو د تیرو شپږو کلونو پښېمانۍ او زیانونه سم کړي. دا مه هېروئ.
که ستړی کېږم، کمزوری کېږم، لوېږم؛ خو بیا به هم پاڅېږم؛ ځکه پر خپل ځان مې تکیه کول او راپورته کېدل زده کړي کېدای شي ژوند رانه ډېر څه اخیستي وي، خو لا هم زما په زړه کې مینه شته، هیلې شته، او د ښه سبا انتظار شته. که څه هم ستړی یم؛ خو بیا هم باور لرم چې خدای ج زما لپاره ډېر ښکلي څه ساتلي دي او زر به یې ترلاسه کړم ان شاالله ❤️🫶
د کار نتیجه چې مخالفینو درپسې څومره ډېر منفي تبلیغات کول ، پوه شه چې کار دې مثبته نتیجه ورکړې ده ، لاپسې خپل مثبت کار ته کش ورکړه . یون ❤️
ځان ته مشوره زه په دې پوهېږم چې خپل راتلونکی نه شم بدلولی خو دومره کولی شم چې خپل عادتونه بدل کړم او دا بیا دا مرسته راسره کولی شي چې ښه راتلونکی ولرم❤️
دا راسره ومنی که ځينې هېر کړی ځان به مو ياد شي که له ځينو ليري لاړ شئ ځان به ومومئ او که ځيني له ژونده وباسی ژوند ته به راشی همداسې وکړئ او له ژونده خوند واخلئ. #ملګرتیا
په ژوند کې لږ تر لږه یو داسې ملګری پیدا کړی چې هغه نه ستاسو د کورنۍ غړی وي، نه مو کومه خپلوي ورسره وي، او نه مو هم د ماشومتوب ملګری وي. بس یوازې چې یو انسان وي پروا نه لري چې د نړۍ په هره برخه کې ژوند کوي. یو داسې څوک چې ته وکولای شې د خپل زړه هر خبره پرته له وېرې او ډار ورته وکړې ځکه کله ناکله هماغه خلک چې موږ ته تر ټولو نږدې وي، تر ټولو ژور زخمونه راکوي؛ خو هغه کسان چې لرې وي، بې له قضاوت او نیوکې موږ درک کوي. داسې ملګري ډېر کم پیدا کېږي. کېدای شي له هغوی سره کم ملاقات وشي، خو خبرې اترې ورسره د زړه لپاره تر ټولو ډېر سکون او آرام راوړي. ❤️🫶
ما کله هم زړه په دې نه دی ډاډه کړی چې نشتون به مې خلک غمجن کړي، موږ که بهتر یو نو له موږ بهترین پیدا کیږي
په داسې نړی کې به هېڅکله عدالت پیدا نه کړې چېرته چې مجرمان قوانین جوړوي باب مرلي
دا زموږ تړلي لاسونه او ستاسو درنی درنی سپیړی یو وخت به یی جانانه په حساب کی راولو 🫂🇦🇫💔😭
هر څوک چې د قـــران له نصېحت مخ واړوي، د هغوي لپاره بـه پـه دُنیـا کـې تنګ ژونـد وي.
خدای پاک له هرې سختۍ څخه د وتلو لاره برابروي، نو ډېر فکر مه کوه، ځکه چې خدای پاک تر . ټولو غوره پلان جوړونکی دى
تاسی به ترهغه پرمختگ ونه کړئ ، څو دوخت دبدلون سر خپل ځانونه بدل نه کړئ،
یو څو عادتونه لرم چې د چا په دولت، او پیسو نه سوځم نه هم د چا په پرمختګ ځوریږم د پرمختګ هڅه نه کوم، او نه هم د پیسو شوق لرم د ناپوهانو په خبرو نه غولیږم، او د هوښیارانو خبرو ته غوږ نیسم په غریب ملګري خو بیخي نه شرمیږم او هر وخت مې ملګرتیا له غریبانو سره وي چاپلوسي مې نه زده کیږي او نه هم له خدای ج پرته له چا د خیر او شر هیله کوم نفرت یواځې له هغو خلکو کوم څوک چې د اسلام، اسلامي نظ،ا،م، او د هيواد د پرمختګ دښمنان دي له خلکو غوښتنه نه کوم له الله ج یې غواړم بس الله ج هر څه راکړي دي، او لا یې را کوي ډېری هغه کسان چې زمونږ په مسلک کې یې زمونږ پوهه، او پر مختګ نه شو زغملای ومې لیدل چې خوار شول خو بیا مې هم دغه بې وسي او نا توانې نه ور باندې لوریږي. #اللهم نجنا من البغض والحسد والفقر والذلة والتملق جابر له وال څخه
یو ښه انسان واوسه خو نورو ته د خپل ښه والی په ثابتولو وخت مه بربادوه.
سکون د الله تعالی لوري ته وي، اخوا دېخوا ما پسي کرځه!
هیڅوک ستا عزت او کرامت نه جوړوي بلکې ته به یې خپله جوړوي: ١- هیڅ هغه شی مه خوره چې تا یې قیمت نه وي ادا کړی ٢- هغه ځای ته مه ځه چې ورته دعوت شوی نه یې. ٣- هیڅ یو پدې مه خبروه چې ته مال نلري ٤- که دعوت ته ترټولو وروسته وغوښتل شي نو ددا بلنه مه قبلوه ٥-که چا دي نظر نه وي غوښتی نو مداخله مه کوه او نظر مه ورکوه ٦-که په کوم شي یا قضیه دي نه خبروي نو په هکله یې په پوښتني کولو کې ټینګار مه کوه ٧- کله چې د خلکو کومي غونډی ته ورتللی نو سلام وړاندي کړه. کاپي
زموږ په ګاونډي هېواد کې یوه پېژندل شوې پښتنه ټک ټاکره( اوټ لوپره) له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. ۱.۲ میلیونه فالوورز، لایفونه، ګفټونه او لنډمهاله شهرت چې وايي اکثريت فالورز پښتانه ول— هر څه همدلته پاتې شول، لکه یو خوب چې ناڅاپه ختم شي. سوشل میډیا کې مشهور کېدل ډېر اسانه دي، خو د عزت، وقار او ښه نوم پرېښودل ډېر دروند او ستونزمن کار دی ځکه چې هلته به ته الله تعالی راضي کوي. هغه څه چې د لنډ مهاله شهرت لپاره ترسره کېږي، اکثره د اوږدمهاله پښېمانۍ لامل ګرځي. ویل کېږي چې له نامناسبو لایفونو او غیر اخلاقي محتوا څخه عاید ترلاسه کېده، خو انجام داسې راغی چې د خوښۍ په ورځ، د اختر په شېبو کې، ژوند پای ته ورسېد خاوند دا وويشتله او بيا ځان وويشت او دا خپله یو ستر درس دی. د تأمل ځای دا دی: نن نه فالوورز مرسته وکړه، نه ګفټونه، او نه هغه شور او ځوږ چې هره ورځ به د لایفونو پر مهال موجود و. کله چې انسان له دې نړۍ لاړ شي، یوازې اعمال، کردار او هغه اثر پاتې کېږي چې پر نورو یې پرې ایښی وي. افسوس دا دی چې ځینې خلک د شهرت په لټه کې هر سرحد ماتوي، خو کله چې د ژوند پرده راولوېږي، هماغه نړۍ چې پرون یې ستاینه کوله، نن چوپه پاتې وي . سوشل میډیا یوازې تفریح نه ده — دا د انسان د شخصیت، فکر او اخلاقو هنداره ده. هر پوسټ، هره خبره، او هر عمل مو د سبا لپاره یو سند جوړوي. راځئ یو هوښیار تصمیم ونیسو: ورونو! سوشل میډیا داسې وکاروئ چې ستاسو لپاره دلیل شي، نه دا چې خدای نا خواسته د قيامت پر ورځ پر تاسو دلیل وګرځي. دا پلیټفارم د فحاشۍ، کنځلو او دښمنۍ لپاره نه، بلکې د اصلاح، پوهې او مثبت بدلون لپاره وکاروو. داسې خبرې وکړو او داسې کارونه ترسره کړو چې خلک زموږ له تګ وروسته زموږ لپاره دعا وکړي، نه دا چې یوازې افسوس وکړي. الله تعالی دې موږ ټولو ته د حق پېژندلو، د سمې لارې ټاکلو او پر هغې د ټینګ پاتې کېدو توفیق راکړي. دا یونیم میلیون فالورز به هم حساب ورکوي ځکه چې دې هرڅه کول دې فالورز ته ېې کول او د دوی په تشویق ېې دومره حدونه کراس کړي وه. ليک : عبدالمجید جلیلي