tgindex
پښتو شعرونه او ټپې 💎

پښتو شعرونه او ټپې 💎

Статистика

دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤ هیله کوم د ملتيا تر څنګ مو له نورو ملګرو سره شریک کړئ🔝 🇦🇫 🔄 شخصی رابطه 🔄 @KHAN_SAFI_001

Последний пост
13 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
15
Всего постов
44
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Познавательное
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
7 753
−6 за 3 дн.
Сутки
−15
−0,19%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
324
40 постов
Вовлечённость
4,2%
к подписчикам
Постов в день
2,1
всего 44
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
259
1/48двое суток
296
1/72трое суток
320

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • 🖤

  • 🙃🖤

  • ملګرو! د جمعې شپه ده درود شريف مو هير نشي ، د اوس لپاره ښه شپه .

  • ماشوم ځورونه منع ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «من قال لصبی تعال حاک، ثم لم یعطه فهی کذبة»[صحیح الترغیب]. یعنې: «کوم کس چې یو ماشوم ته ووایي: راشه (دا شی) واخله، خو کله چې هغه راشي، (هغه شی) ورنکړي، نو دا دروغ ګڼل کېږي». 📚جامع الاحادیث الصحیح

  • هیڅ چې په سترګو په لیمه نه کیږي داسې دیدن په ژوندانه نه کیږي لکه د واورو مې بدن اغوستی لکه د غرونو مې ساړه نه کیږي مجنون دی زه یم زلیخا ده که ته مینه کې چا سره هم ښه نه کیږي لکه د سیوري راته خوب راولې لکه د لمر درته کاته نه کیږي ورسره سترګې چې ملګرې نه وي خبره بس تشه په خوله نه کیږي ...❤️‍🔥🖤

  • ښه دروند مئين یمه الحمدلله په خپل وطن یمه الحمدلله نن که ډوډۍ نه وي پروا نه کوي موړ په ديدن یمه الحمدلله ته مې تر څنګ یې نور مې څه کمی دی بلها شتمن یمه الحمدلله ته کبرجن یې او له تا سره زه جوړ کبرجن یمه الحمدلله کبیر ریحان ✍️

  • تا بې وفا راسره ژمنه وکړه زما د مات زړه دې غوښتنه وکړه دا تثور مې هيڅ په فکر نه و چې دې ټپه کې شننه وکړه په دې نشه کې چې مې څه وويل ما خو څو ځل له تا بښنه وکړه چې درمعلوم وم زه نشه کومه بيا دې په څه را نه پوښتنه وکړه ستا دې باور ستا دې اخلاص ته حيران چې په عابد دې لورينه وکړه کمال الدين عابد

  • تازه بيتونه دي منم په سترګو مې جناب مئين دی لکه بورا خانه خراب مئين دی بيګاه په خوب کې مې ليدلې داسې چې ملا هم په سور ګلاب مئين دی سلګۍ !!لګياه ده بيا سلګو کې وايې څوک په توپک څوک په رباب مئين دی

  • نوې حادثه کېږي پوهېږمه ما سره دهوکه کېږي پوهیږمه آو کنه دی ټيک وايي دی ښه وايي هر څه په پېسه کېږي پوهېږمه آو جي ملامت يم خو لږ ګېر وومه خپلو نه ګيله کېږي پوهېږمه زه هم په يو وخت کې مٸېن شوی ووم ډېره زمانه کېږي پوهېږمه درد د محبت کم شوی نه دی خو اوس مې ګوزاره کېږي پوهېږمه اقبال مومند✍️

  • د رڼاګانو ښار کې زه یو بدرنګه سړی په قواره مزیدار خو په قسمت بایللی درد و خفګان خوړلی خپل اعتماد وژلی انسان انسان خوړلی چا رانه ځان خوړلی په ما دنیا تنګه ده تن کې مې سا تنګه ده که ماذیګر لږ ښه شم ماښام کې بیا تنګه ده د ډیپریشن مریض یم دوا مې نه خوښیږي اکثر خاموشه یمه په ځان سختي تیروم بس زندګي تیروم خدای خو مې وینې کنه چې په زړه څومره مات یم بس مغفرت ترې غواړم د چا په مینه کې مې دده حکمونه پریښي عبادتونه پریښي اخرتونه پریښي ځان سره روسته وایم ازله چرت مه وهه هغه بښونکی ذات دی مرګ ته به ژوند تیروو که دیر بې خوند تیروو لږ به په خوند تیرو لږ به په خوند تیروو او انډیواله نوټ که دا لږ غرور هم ښه وي ازل چې څوک نه مني باید چې ویې مني جلال اباد دی کنه په چا به ښه لګیږو په چا به بد لګیږو دوست او دشمن اوسیږي دوستان دې ښاد اباد وي خپلوان دې ټول برباد وي چې بې وفا وي باد وي چې وفادار وي یاد وي چې وفادار وي یاد وي

  • مړ شومه لاړله کيسه خرابه دغه را پاتی يوه شپه خرابه همزولو ناسته کې په پرق وخندل زما د زړه ښايسته شيبه خرابه نوره توبه کوم له مينې څخه په هر مجلس مې دکلمه خرابه قسم چې لاړم د عابد په شان شوم په خپل لمانځه کې مې سجده خرابه نيمه شپه عابد

  • 🔰 د هغو لویو حقوقو څخه چې ستا مسلمان ورور او خور یې پر تا لري، د هغه په غیاب کې ورته دعا کول دي؛ امام احمد رحمه‌ الله به فرمايل: «شپږ کسان دي چې زه د سحر پر مهال ورته دعا کوم؛ یو له هغوی څخه امام شافعي دی». 📚 (طبقات الحنابلة، ۱/۲۸۳) 📚 عون المسلم، شرح فارسي صحیح مسلم: (۲۲/۴۵۵).

  • غزل ړنګه ده را ړنګه ده مونږ باندې بدرنګه ده دا دنيا مو څه کېږي سراسر له جنګه ده ټولو ته معلومه ده خاوره يې قلنګه ده هيڅ له څه خبر نه وي وخت کې بيا له ننګه ده څوګ که ورته بد ګوري موږ ته خو لونګه ده دا خبر يو چا راوړو دلته پيغله ګونګه ده ته عابد په څه خبر پوهه کې ملنګه ده عابد کمال الدين

  • دغه فکرونه راته زور راکوي خوا کې توربور راته پيغور را کوي يمه زه پيغله غږېدلی نشم ګوزار په خوله کې راته ورور راکوي الله به داسی پيدا کړې يمه که دا بنده په لمن تور را کوي لاس د لالي په خوب نيولی نشم که چم خبر شي غم په کور را کوي يو ليونی مې د سفر ملګری د ژوند په لاره داسی اور را کوي زما له زړه څخه عابد خبر کړئ چې په قلم هر وخت ټکور را کوي عابد کمال الدين

  • امکان لري چې د نېکو خلکو په ناسته پاسته سره غوره اخلاق خپل کړې؛ ځکه چې د انسان فطرت د غله په څېر دی، چې نېکي او بدي (له نورو) غلا کوي. ابن قدامه مقدسي رحمه الله (مختصر منهاج القاصدین: ۱۵۳)

  • 9 авг.42925из M_R_SAFI

    📖 د رسالې نوم: «په اسلام کې د لور فضیلت، ارزښت او مقام». 🔹 ډېری خلک د لور له درلودلو څخه بد وړي او زوی خوښوي.. په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ په ګڼو احادیثو کې د لور درلودل یو الهي نعمت ګڼلی دی. د دې رسالې په لوستلو سره به د لور لرلو پر اهمیت او ارزښت پوه شئ.

  • ملګرو داسی څوګ شته چې ښه کره کتنه وکړي! که څوګ په کره کتنه کې ښه تجربه لري نو يو ځل مسح وکړئ !

  • سلامونه ملګرو ماښام مو پخير

  • 8 авг.525231

    زما د زړه د کوټې ور نه وهي خيال دې اوس نه راځي چکر نه وهي د حادثو سره استاد شي سړی کومه ميوه ده چې ئې لمر نه وهي په قد قامت کښې د جانان غوندې دی دا سړی پوی کړه چې نښتر نه وهي هغه ته وايه پيغمبر ومنۀ! تيلی دې امن ته د شر نه وهي شيخ که د خپل بيان دليل نه لري چغې دې هسې په ممبر نه وهي اقباله ډېرې تجربې مو اوشوې نور مو دې خلک په باور نه وهي اقبال مومند

  • 8 авг.438241

    اوس د دونیا په کار او زیار کی یمه له بده مرغه په روزګار کی یمه چی سپوږمی لاړه موږ تری کډه راوړه کلی کی نه یمه په ښار کی یمه اوبه په وچو ولو هم راغلی زه خو لا اوس هم انتظار کی یمه لکه یکه لوبه په بله وړمه تا غورځولی په بازار کی یمه که در نصیب نشوم نو ښه بد بخت یې یوه دانه په ټول آنار کی یمه اوس درنه ځمه کیسه بیا پاتی شوه راته ناری وهی تلوار کی یمه لیوال دی هغه شان له خدایه غواړی لیوال دې هغه شان قطار کی یمه #عارف_لیوال

پښتو شعرونه او ټپې 💎 — tgindex