روحُ القلب ᶻ 🥀❤️🩹
Статистикаد زړه خبرې، د روح انعکاس، او د احساساتو نړۍ. روحُ القلب❤️🥀
- Последний пост
- 10 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 0
- Всего постов
- 20
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Новости и СМИ
- В каталоге с
- 12 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 973
- 1/48двое суток
- 1 115
- 1/72трое суток
- 1 202
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
که کومه شپه دې حال : ښه نه و ، یوازې یو زنګ راته ووهه ... ته خو پوهیږې ، زما د شپې ویښه سترګې عادت دي .
درد هیڅکله نه ختمیږي، موږ یوازې د موسکا لپاره بل دلیل پیدا کوو.
🥀 درود په مُحَمَّد ﷺ 🥀 د جمعی مبارکه شپه ده، په نبې کریم صلی الله علیه وسلم باندې ښه ډیر درودونه ووایاست ! بســــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيم اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ (ﷺ) ﷺْﷺْ ﷺﷺْ ﷺ ْﷺْﷺ❤ﷺْﷺ ْﷺْ ﷺْ صلوا على ࢪسول الله ﷺْ ﷺ اللهم صَل وسلم وَبَارك ﷺ ﷺ على محمد وعَلىٰ ألِهٖ ِﷺْ ﷺ وصحبه أجِمَعيِن ﷺْ ﷺ ﷺْﷺﷺ ْﷺ ﷺ❤ﷺْ ﷺ 🤲 🤲 🤲 ❤️ ❤️ 🤲 🤲 🤲
دا فکر مه کوه... چې ته دې د يو چا د خوښې يواځينی ګل يې؛ ځکه دا نړۍ هره ورځ « ګلدستې » جوړوي.! ✍🏻: آرين خان
زما مینه ستا سره د پاکستان د پور غوندي ده... یعنې داسې مینه چې هيڅکله به پای ته ونه رسيږي. لکه څنګه چې د پاکستان هر نوی حکومت راسي او وایي: «پور به ختموو.» خو د کمېدو پر ځای لا ډير سي، همداسې ستا مینه هم هره ورځ زما په زړه کې لا پسې ډېریږي؛ د کمېدو نوم لا نه اخلي. او لکه څنګه چې پور د یوه ملت پر اوږو دروند بار وي، خو بیا هم ژوند ورسره کوي؛ همداسي ستا مینه هم زما پر زړه یو خوږ او ښکلی بار دی، چې د ځان سره یې وړل راته د ژوند برخه ګرځېدلې ده. نو، ځان مې ستا سره زما مینه نه کمېږي او نه پای ته رسېږي؛ هره ورځ لا ژورېږي او زما د زړه په نړۍ کې به تل ژوندۍ پاتې وي. ✍🏻: آرين خان
د هغې سره مې داسې مینه ده چې کله د خوړو دسترخوان ته ناست یم او هغه راته ووایي « ته په ارام ډوډۍ وخوره، وروسته به خبرې وکړو.» نو زه هغه ډوډۍ پر نېمه پرېږدم؛ ځکه وېرېږم، هسې نه د هغې د خبرو هغه خوږ فرصت د لاسه ورکړم. هغه زما دپاره د نعمت په څېر ده؛ داسې نعمت چې کله یې حضور راسره وي، نو بیا د نړۍ بل هیڅ څه ته اړتيا نه لرم ✍🏻: آرين خان
زه غواړم تاته در نږدې سم، خو مجبور یم خپل ټول احساسات له تا پټ وساتم. زړه مې غواړي ډير څه درته ووايم، خو مجبوره يم هره خبره په خپل زړه کې ښخه کړم. ځکه زموږ ترمنځ خنډ واټن نه دی؛ بلکې هغه ساده، خو تريخ حقیقت دی چې ته د بل چا سره مینه لرې.! ✍: آرين خان
🥀 درود په مُحَمَّد ﷺ 🥀 د جمعی مبارکه شپه ده، په نبې کریم صلی الله علیه وسلم باندې ښه ډیر درودونه ووایاست ! بســــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيم اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ (ﷺ) ﷺْﷺْ ﷺﷺْ ﷺ ْﷺْﷺ❤ﷺْﷺ ْﷺْ ﷺْ صلوا على ࢪسول الله ﷺْ ﷺ اللهم صَل وسلم وَبَارك ﷺ ﷺ على محمد وعَلىٰ ألِهٖ ِﷺْ ﷺ وصحبه أجِمَعيِن ﷺْ ﷺ ﷺْﷺﷺ ْﷺ ﷺ❤ﷺْ ﷺ 🤲 🤲 🤲 ❤️ ❤️ 🤲 🤲 🤲
عجیبه خبره ده! ډېر خلک صدقه یوازې په مال او پیسو کې ویني؛ حال دا چي صدقه یوازې همدا نه ده. د يو چا بخښل، د چا عزت ساتل، د بل راز پټ ساتل، او يو مات سوي انسان ته دا احساس ورکول چې: « ته یوازې نه یې » دا ټول هم داسې نېک عملونه دي چې ښايي موږ یې حقیقي ارزښت او ثواب هيڅکله په بشپړه توګه ونه پېژنو. ځینې نېکۍ په لاس نه، بلکې په اخلاقو، مهربانۍ او نرم چلند ترسره کېږي، او همدا د انسانیت تر ټولو ښکلی رنګ دی. ✍🏻: آرين خان
په ډير مشکيله مو پر يوه انسان باور وکئ؛ خو هغه راته ثابته کړل چې دا دنيا د باور لياقت نه لري.! ✍🏻: آرین خان
دوه هغه درواغ چې ډېر ویل کېږي: لومړی: شکل مهم نه دی د انسان زړه بايد پاک يې خو حقیقت دا دی چې نن سبا ډېری خلګ اول شکل ته ګوري؛ د زړه پاکوالي ته ډير لږ خلګ ګوري.! دویم: وایي: په پیسو خوشحالي نه رانيول کيږي. خو حقیقت دا دی چې په پیسو انسانان هم رانيول کېږي، نو خوشحالي خو لا ډېره کوچنۍ خبره ده. ✍🏻: آرين خان
د خپل عزت د ساتنې دپاره په یوازېتوب کي خوشاله اوسه؛ د یوازېتوب د ويرې خپل ارزښت د بېقدره خلګو لاسونو ته مه سپارئ.!🩶 ✍🏻: آرين خان
هغه مجلسونه چې د خلکو عزت، شخصیت او کمزورۍ د خبرو موضوع ګرځوي، هيڅکله د چا رښتیني خیرغوښتونکي نه وي. نن که هلته د بل چا یادونه کېږي، سبا به ستا نوم هم د هماغو شونډو پر سر وي. هغه ژبې چي د خلکو په نشتون کې د هغوی عزت نه سي ساتلای، ستا په حضور کې هم د اخلاص تضمین نه سي ورکولای. هوښیاري په دې کي ده چي له داسې مجلسونو څخه په چوپتیا ځان لرې وساتې؛ ځکه د عزت وېشونکي زړونه ډېر کم پیدا کېږي، خو د عزت لوټونکي مجلسونه هر ځای سته. ✍🏻: آرين خان
ډير خلګ مې په بدليدو ليدلي؛ مګر چي ته بدل سوې... کمال دي وکئ.! ✍🏻: آرين خان
ډير کوښښ کوم .. چي ستا بغير خوشحاله اوسم! ستا د يادونو څخه لېري ولاړ سم؛ خو ستا يو خيال زما سل کوښښه را برباد کي. ✍🏻: آرين خان
هيڅکله چاته دومره فرصت مه ورکوئ چې ستا ژوند خراب کړي. که څوک زنګ نه درته وهي، نو په ارام زړه بيده سه. که څوک درته پیغام نه لېږي، د هيچا په انتظار مه کښېنه. ځکه تر ټولو مهم انسان ته خپله یې. د خپل ځان ساتنه وکړه؛ ستا پاملرنه باید لومړی خپل ځان ته وي، بیا نورو ته...! ✍🏻: آرين خان
زرګونه ګیلې او شکایتونه : در څخه لرم ، خو ستا هغه لنډه مینه ... او پام داسې اغېز لري چې ټولې ګیلې مې تر شا پرېږدم .
ما له لومړۍ ورځې څخه : درته ویلي وه ، که دې لهجه بدله او بې ... احساسه سول زه به بېله کومې ګیلې ستا له ژونده ووځم .
خلګ وايي هيڅ فرق نه کوي چې د خوښي شخص دي ولاړئ. فرق کوي... ډېر فرق. لکه ژوند چي ودرېږي، د ساه اخیستل سخت سي، د خوړو پر مهال یې چې یاد ذهن ته راسي، مړۍ (ګوله) په ستوني کې بنده سي. د خلګو په ګڼه ګوڼه کې هم ځان یوازې احساس کړي، لاسونه دې ريږدي، ناڅاپه دي سترګې د اوښکو ډکې سي، زړه دي بې حسه سي، د خپل ځان څخه دې کرکه پیدا سي، او ژوند دي ډير سخت او نيمګړی سي.! ✍🏻: آرین خان
هر انسان بخښل کېدای سي، خو هغه شېبه هېڅکله نه هېرېږي چي یو څوک ستا اخلاص، باور او مینه په دومره بې رحمۍ تر پښو لاندي کړي، چې بیا دي پر بل چا د باور کولو جرئت هم د زړه ووځي.! ✍🏻: آرين خان