tgindex
څاڅکې دباران

څاڅکې دباران

Статистика

دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤ https://t.me/SRaaass2023 تبادله 👇 https://t.me/LarkisAfghani

Последний пост
24 июл.
Последнее чтение
13 авг.
Постов за неделю
0
Всего постов
20
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
1 358
0 за сутки
Сутки
0
0,00%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
1 208
20 постов
Вовлечённость
89,0%
к подписчикам
Постов в день
0,0
всего 20
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
171
1/48двое суток
195
1/72трое суток
211

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • без подписи

  • که غواړئ، ریښتیا معلوم کړئ، له ماشوم یې وپوښتئ. افغاني متل #شهکار_ملا

  • یوه خبره په یاد ولرئ کله دې چې په لاره تلل پیل کړل، نو لاره به هم درښکاره شې. #شهکار_مُلا

  • •په هر حالت کې واده وکړه، که ښه ښځه دې په نصیب شوه، خوشالۍ به لاسته راوړې، که ښيګڼې یې نه درلودلې، فيلسوف به درنه جوړ شي. #سقراط #شهکار_مُلا

  • • کله چې پيسې په لاس کې ولرئ، یوازې تاسویې هیروئ، چې تاسو څوک یاست؛ خو کله چې پیسې په لاس کې ونلرئ، نو ټوله دنیا دا هیروي، چې تاسو څوک یاست. #شهکار_مُلا

  • پس له ډيري مدي يو ځل بيا ستاسو درانه حضورته راځم 👇👇 السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

  • د اسلامي نړۍ وتلی نعت خوان آلحاج ملا فقیر محمد درویش درپیژنو! لیکوال: قَـاسِـم مُــحسِــن ازره وال! مرګ حق ده او هرچاته راتلونکی ده خو ځیني کسانو بیا ډیر لوی کمال کړی وي؛ هغوی په خپل ژوند کې دالله تعالی درضا په خاطر اسلام او د مسلمانانو دخیر لپاره داسې څه کړي دي ؛ که هغوي په زرګونه کلونه مخکې هم مړه دي، خو په حقیقت کې هغوي اوس هم ژوندي دي، او نومونه یې په تاریخونو کې ځلیږي. داصرف همدا وجه ده چې هغوي په پوره اخلاص سره دالله تعالی دین ته خدمت او تکلیفونه ګاللي. څوک په علم کې مخکې تللي اوډیر څه یې تر شا نورو ته پریښي، چا بیا په جهادي معرکو کې دومره قرباني او میړانه کړې وي چې نن یې په غیرت تاریخونه غږیږي. او همداسې نورو په زرګونو کسانو داسلام لپاره له هري لارې او اړخه خدمتونه کړي چې نن آتلان یادیږي. خو په نني دور کې د دریوو انقلابونو پیاوړی مخلص د لوړ اخلاقو څښتن او منل شوی نعت خوان دترنم مؤسس الحاج ملا فقير محمد درویش صاحب د ترنم په مهارت کې ډیر مخکې لاړ،په زرګونه، ترانې،او طرزونه یې داسلامي نړۍ او بیا خاص افغان اولس ته تر شا پریښودل اولا یې پریږدي،چې تر آبده به پري اسلامي امت او بیا خاص افغان ولس فخر او افتخار کوي. هو بې له شکه درویش صاحب د دریو انقلابونو پیاوړی او مخلص مجاهد ده، دی دټول اسلامي امت او بیا خاص د افغان اولس په زړه کې ځانګړی مقام او په میلیونونو مینه وال لري. راځئ چې د درویش صاحب د شخصیت او د هغه د داودي ترنم پیژندګلوي درسره وکړم! دترنم سرخيل آلحاج مُلا فقیرمحمد درویش د مرحوم ملا کاظم شاه زوی چې په کال (۱۹۶۲) میلادي کال کې یې د خوست ولایت اسماعیل خيلو ولسوالۍ د حیدر خیلو په سیمه کې دې فاني نړۍ ته سترګي غړولي دي. لومړنۍدیني زده کړي یې په خپل کلي کې د وخت له ستر جیدو علماؤ څخه ترسره کړې،د شورې د جهاد په مهال یې له خپل کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته هجرت وکړ،د هجرت په دیار کې د خیبر پختونخوا په بیلا ،بیلا مدراسو کې د متوسطې،ثانې او ثالثې درجې زده کړې تر وړې دورې پورې په پوره بریالیتوب سرته رسولې دي. تر دې چې د احادیثو د دورې لپاره په ستره مدرسه منبع العلوم کې د دستار فضیلت ویاړ هم تر لاسه کړ. نوموړی وایې ما دترانو انداز له خپل ماما شهید احمدغني مسکين یار رحمه الله څخه زده کړې. دنوموړي عمر چې اوس د (۵۷)کالو خوا شا کې ده داسلام لپاره نه هیردونکي خدمتونه وکړل او لا یې هم کوي؛ د هغه ټول عمر په فی سبیل الله جهاد کې تیرشو. نوموړي په زرګونه ترانې په پښتو،فارسي، اوعربي زبانو کې ویلي چې زیات تعداد یې د پښتو دي. د درویش صاحب دترنم دا څلویښتم کال ده چې ترانې یې په ډیر ښه انداز سره روانې او په میلینونو مینوال لري، دا ټول د ده اخلاص تقوا او ایمانداري ده. درویش صاحب د خوست ولایت اوسیدونکی دی،که څه هم د خوست دخلکو لهجه سخته ده، خو د درویش صاحب په ترنم او ناطاقۍ کې کومه نيمګړتيا نه لیدل کیږي، دهغه دبریالتوب پوره راز هم په همدې کې ده او بل د تلفظ په لحاظ سره ځکه چې په ترانو کې دپښتو الفاظ ډیر ښه ادا کوي دبریا یوراز یې دا هم ده. راځو د ده جهادي خدمتونوته! کله چې شوروي ښکیلاګرو په کال(۱۹۷۸) کې زمونږ په ګران وطن تیری وکړ، درویش صاحب د مجاهدینو دروحیې د پورته کولو په خاطر سلګونه حماسي ترانې په خپل انقلابي غږ کې ترنم کړې، چې وخت په وخت دافغانستان غږ جهادي راډیو له لارې او همدا راز په جنوبي ولایتونو کې د حقاني صاحب رحمه الله دمجاهد غږ راډیو له لارې خپریدلې. په( ۱۹۸۰)میلادي کال کې درویش صاحب لومړۍ دغه ترانه په احساس پارونکي غږ کې زمزمه کړه! څوک سر دي لوړو غرو کې له دهري سره جنګیږي، څوک ناست دي په کورونو کې په ډکو خولو خندیږي. هغه مهال چې کمونستان د خپلې مفکورې لپاره پراخ تبلیغات کول،نوموړی یې په مقابل کې په پرهنګي ډګر په خوار ښه بڼه خپل مسؤلیت ادا کړ.د کمونستانو په واړندې جنګیدونکي مجاهدین ستایل. او همداسې کله چې د کمونیست نجیب د نظام اخرې شیبې،درویش صاحب دغه ترانه ورته ترنم کړه! نجیبه اول دې نه منل د خدای حکمونه په توبو شولې اوس دې نه قبلیږي سوال زارې په ګونډو شولې. او همداسې نوري ډیرې په سلګونه ترانې یې په خوږه ترنم کې زمزمه او خلک یې جهادي قیام ته راپورته کړل.درویش صاحب په دغه مهال په دغه انقلاب کې ډیر شهرت پیدا کړ. کله چې په کال (۱۹۹۶) میلادي کې دطالبانو اسلامي او ملي تحریک د شر او فساد په خلاف قیام وکړ، نوموړی د حقاني صاحب د نورو ملګرو په شمول دطالبانو له اسلامي او ملي تحریک له پیل سره سم ملګری شو، کله چې دمیزان په شپږمه طالبانو په لاس کابل فتحه مکمل شوه، دطالبانو لخوا ورته د چارو د ادارې د لوی ریاست مسؤلیت وسپارل شو.

  • ستا په منصب کې د یو چا د وجو وینې تللې خیانت ونکړي پکې زما د وجــ،،ود وینې تللې تې ۲۱ بوله خو ځـــــــــه یې بیا انصار کڼړمه دَ دي ملاتړ کړئ که ستا د وجـ،،ود وینې تللې د پلار میراث دي ندئ خپلو ته یې مه ورکوه په امارت مې د اشنا د وجود وینې تللې داسې هم نده چې یو تا ګټلې ته سهي یې دي کي د پیر او د ملا د وجود وینې تللي د فتحې شاته د یو بوري مور کیسه پرته ده د ګلاب اوښکې د بورا د وجود وینې تللې رنګ یې راوړئ دئ خواري یه عبث نده تللې عابده دلته چې د چا د وجود وینې تللې عابد حقانې

  • څه تماشه کومه بیرته ځمه ساقې نشه کومه بیرته ځمه لږ کافر کیږم خدایه ومې بخښه مور ته سجده کومه بیرته ځمه ته راته غوږ شه د خپل ستړي ږوندون درته کیسه کومه بیرته ځمه دا چې مې خوښ دئ خلګو دي سړي ته اظهار د زړه کومه بیرته ځمه لیک د شهکار ملا ښایسته شاعــــري پري زمزمه کومه بیرته ځمه شاعر شریف الله شهکار

  • له ډیر وخت بعد مې یوزل بیا سلامونه ومنئ

  • ستا اوسنی ژوند ستا د پروني انتخاب ثمره ده، نو د ځان لپاره د هر ډول انتخاب حقدار یوازې ته یې! #شهکار_ملا

  • ❤️❤️🥀🥀

  • без подписи

  • مهمه نده که ښایسته یې، مغرور یې، لوکس یې، مالداره یې، که چا درته په زړه کې یو مقام درکړی وي يه قدر یې پوی شه، دنیا کې له تا ښه نور ډېر دي، که ته نه بل، بل نه بل. تاوان دې خپل ده چې یوه رښتینې اړیکه به له لاسه ورکړې.

  • ښکلي که هر څو کبرجن شي ستا پرې څه ستا له محفله کـــه یو لاړ شي، راشي سل ملګري ❤️

  • ❤️🥀🥀❤️

  • دنېمروز مسۇلين وايې دلته هيڅ پېښه نه ده شوې ايران وايې هيڅ پېښه نه ده شوې هيڅ معتبرې رسنۍ دپېښې دپېښېدو خبر نه ده ورکړی. نه جسدونه شته نه يې کورنۍ شته نه يې عکس او ويډيو شته نه عيني شاهد شته. اخير دا څنګه پېښه ده چې دواړو لوروته پراته مسولين نه دي پرې خبر خو په جرمني کې سعيد شينواری او لندن کې زاويه پرې خبره ده? #شهکار_ملا

  • منظور پښتونه! کیدای شي ستا دا تجویز درسره فوج ډیره په خوشحالۍ ومني هغوی ته به د وتلو د عزت یوه لاره ملاو شي خو ته وائي طالب دې هم زما له خاؤرې ووځي نو طالب خو د دې خاؤري د پښتون قام بچی دی طالب به چرته ځي؟ یا که طالب تاته ووایې چې ته زما له خاؤرې وځه ایا ته دغې خاؤرې پریښودلو ته تیار یې؟ څومره حق چې ستا پدې خاؤره دی دغه هومره حق د طالب هم دی نو ته به څه کوې طالب پسې به ټوپک راخلې؟ که ټوپک دې راوخست په طالب پسې دې لښکرې دې جوړې کړې نو ګټه یې چاته رسي؟ فوج خو له دې مخکې هم د هرې علاقې په سطح په طالب پسې لښکرې جوړې کړې وې د هغه لښکرو انجام تاسو ولید چې حکومت دغه لښکرې لکه د ټیشو پیپر غوندې استعمال کړې او بیا یې یک یواځې په میدان پریښودلې نو ستا دا اوسنی تجویز به درسره فوج خه په خوشحالۍ ومني هغوی خو غواړي چې پښتون قام په طالب پسې لښکر جوړ کړي منظوره ! ګوره تا پسې شاته یو لوی قام ولاړ دی داسې فیصلې ونکړئ چې پښتون قام طالب سره په جنګ واچوئ او فوج او حکومت مو نندارې ته کیني ــــــــــــــــــــــ #شهکار_ملا

  • بدې ورځي پر ټولو راځي خو یوه خبره روښانه ده ڪه وریځې هر څومره توري هم وي لمر پڪې لاره جوړوي    مه ناامیــده ڪیږه!😊 #شهکار_ملا