tgindex
پوهنتون البیرونی/البیروني پوهنتون

پوهنتون البیرونی/البیروني پوهنتون

Статистика

اخبار پوهنتون البیرونی را از این جا دنبال کنید! چینل رسمی پوهنتون البیرونی! آمریت نشرات!

Последний пост
13 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
3
Всего постов
42
Тип
открытый
Язык
персидский
Категория
Новости и СМИ
В каталоге с
14 авг.
Подписчики
266
−1 за 1 дн.
Сутки
0
0,00%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
45
40 постов
Вовлечённость
16,9%
к подписчикам
Постов в день
0,4
всего 42
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
19
1/48двое суток
21
1/72трое суток
23

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • د البیروني پوهنتون رسمي اېکس (پخوانی ټویټر) پاڼه: https://x.com/alberoni_uni

  • د کابل پوهنتون ۲۵۰۰ محصلینو فراغتغونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په پیغام لوستلو سره ترسره شوه. په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور او اوبو او نرژۍ وزیر صاحبانو، د کابل مرستیال والي، د علماوو شورا غړي، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د کابل پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، فارغو محصلینو او د محصلینو د کورنۍ غړو ګډون کړی و. په غونډه کې د کابل پوهنتون محصلینو فراغتغونډې په مناسبت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه رالېږل شوی پیغام ولوستل شو، چې استادانو او محصلینو ته یې پکې مهمې توصیې کړې وې. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په خپل پیغام کې ویلي و، چې زموږ عزت، سرلوړي او پرمختګ د الله جل جلاله په دین کې دی او موږ باید په هر ډول شرایطو کې د اسلام په سپېڅلي دین ټینګ باور ولرو او عمل پرې وکړو. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په خپل پیغام کې ویلي و، چې اسلامي نظام د جهاد په نتیجه کې راغی، د جهادي اثارو ساتنه وکړئ، چې نورو نسلونو ته الګو شي او جهاد ورانتقال شي او همدا راز اوسمهال یې د دین پر لوړوالي ټینګار کړی و. دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه استادانو او محصلینو ته په خپل پیغام کې ویلي و، چې د استاد مقام ډېر لوړ دی، اسلام ډېر ارزښت ورکړی او له استادانو یې غوښتي و، چې په سمه توګه د محصلینو عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روزنه وکړي، د محصلینو صورت او سیرت برابر کړي، وحدت ته یې راوبولي او اخلاقي روزنه یې وکړي. همدا راز په خپل پیغام کې یې له محصلینو غوښتي و، چې په هر حالت کې د خپلو اسلامي ارزښتونو او شرعي احکامو دفاع وکړي او په هر ډول شرایطو کې له خپل دین او مذهب څخه تېر نه شي، د خپلو والدینو او استادانو احترام وکړي او په ورځني ژوند کې یې هغوی ته پر تقوا، اخلاص، صداقت او امانتدارۍ ټینګار کړی و. همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د علم پر ارزښت خبرې وکړې او فارغو محصلینو ته یې وویل چې الله تعالی تاسو ته د علم له امله اعزاز در په نصیب کړ. محترم شیخ صاحب له فارغو محصلینو وغوښتل چې که یې کورنۍ توان لري، نو د ماسټري او دوکتورا په کچه نورې لوړې زده کړې هم وکړي او که توان نه لري، نو په خپل مسلک کې دې کار وکړي، خو په هېڅ وجه دې له ملک څخه د فرار لاره نه انتخابوي. محترم شیخ صاحب فارغانو ته ډاډ ورکړ چې نظام د دوی لپاره د کاري فرصتونو په لټه کې دی او په دې برخه کې کار روان دی. د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر له یادو فارغانو وغوښتل چې خپلې عقیدې، عمل او اخلاقو ته توجه وکړي، د سالمې اسلامي عقیدې په رڼا کې صالح اعمال تر سره او په ځانونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق راولي. دغه راز په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني وویل چې ځوانان باید خپل علم، انرژي او قوت د الله تعالی په رضا کې استعمال کړي، لوړ اهداف ولري او داسې ژوند باید وکړي چې خپل ځان، کورنۍ، ټولنې او نظام ته ګټه ورسوي. همدا راز د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي محمد یونس اخندزاده فارغو محصلینو ته وویل چې تاسو ته ملک ضرورت لري، په ځان کې وړتیا پیداکړئ او د بهر ملکونو له احتیاجه مو خلاص کړئ. دغه راز نوموړي په خپل وزارت کې د کابل پوهنتون ۱۴۰۵هـ.ش کال له لومړي تر پنځم نومره ممتازو فارغانو ته په خپل وزارت کې د استخدامولو ژمنه وکړه. همدارنګه په یاده غونډه کې د کابل مرستیال والي مولوي عبداالعلي قدرت الله امیني او د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز یادو فارغانو ته مهمې لارښوونې او توصیې وکړې. د یادونې وړ ده چې په ۱۴۰۵هـ.ش کال، کې د کابل پوهنتون ۲۲ پوهنځيو له ۸۰ څانګو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۸ هـ.ق د صفرالمظفر ۲۸ مه ۱۴۰۵ هـ.ش د اسد ۲۱

  • 💬 د واټساپ رسمي نشراتي چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaeuMYLK0IBsQwMZfz2S

  • 🌐 ویب‌سایت رسمی پوهنتون البیرونی: https://au.edu.af

  • د البیروني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «دولتي محصلانو د مدیریت سیستم یا اِچ، اي، اِم، آی، اِس» په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د دولتي محصلانو د مدیریت سیستم (ایچ، اي، اِم، آی، اِس) څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې له طریقې سره د بلدتیا او د محصلانو د معلوماتو د منظم ثبت په موخه، د «دولتي محصلانو د مدیریت سیستم یا ایچ، اي، اِم، آی، اِس» تر سرلیک لاندې یوه ورځنی روزنیز سیمینار د البیروني پوهنتون د نهو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته د دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په تالار کې وړاندې شو. په دغه سیمینار کې د البیروني پوهنتون د پوهنځیو د اداري برخو ټولو کارکوونکو ګډون کړی و. د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیر او د سیمینار وړاندې کوونکي، ښاغلي اسلام‌الدین کوهستاني، د ایچ، اي، اِم، آی، اِس سیستم د پېژندنې، د سیستم د بېلابېلو برخو د کارونې څرنګوالي، د محصلانو د معلوماتو د ثبت او نوي کولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. یاد سیمینار د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شو او په پای کې د خیر په دعا سره پای ته ورسېد. دوشنبه ۲۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق ۱۹ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش د نشراتو او عامه اړیکو آمریت ______ سمینار آموزشی «سیستم مدیریت محصلان دولتی یا اِچ، اي، اِم، آی، اِس» برای کارمندان اداری پوهنتون البیرونی ارایه شد به‌منظور ارتقای ظرفیت مسلکی کارمندان اداری، آشنایی با شیوه استفاده مؤثر از سیستم مدیریت محصلان دولتی (اِچ، اي، اِم، آی، اِس) و ثبت منظم معلومات محصلان، سمینار آموزشی یک‌روزه تحت عنوان « سیستم مدیریت محصلان دولتی یا اِچ، اي، اِم، آی، اِس » برای مدیران تدریسی و اجراییه پوهنځی‌های نه‌گانه پوهنتون البیرونی، در تالار آمریت تکنالوژی معلوماتی این پوهنتون ارایه گردید. در این سمینار که همه کارمندان بخش های اداری پوهنځی‌های پوهنتون البیرونی حضور داشتند، محترم اسلام‌الدین کوهستانی، مدیر عمومی تکنالوژی معلوماتی پوهنتون و ارائه‌کننده سمینار، در مورد معرفی سیستم اِچ، اي، اِم، آی، اِس، چگونگی استفاده از بخش‌های مختلف سیستم، ثبت و به‌روزرسانی معلومات محصلان و سایر موارد مرتبط معلومات همه‌جانبه ارائه نمود. سمینار یادشده از طرف آمریت تکنالوژی معلوماتی پوهنتون البیرونی راه‌اندازی گردیده بود که با استقبال اشتراک‌کنندگان همراه گردید و با دعائیه خیر اختتام یافت. دوشنبه ۲۶صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق ۱۹ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش آمریت نشرات و ارتباط عامه

  • без подписи

  • د البیروني پوهنتون د استادانو د جذب خبرتیا! د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: https://mohe.gov.af/fa-AF/Vacancy-card/vacancy-760 همدارنګه، د نوم‌لیکنې فورمه له لاندې لینک څخه ښکته (ډاونلوډ) کړئ: https://shorturl.at/SmcTk ---------------------------------- اطلاعیه جذب استادان پوهنتون البیرونی! برای معلومات بیشتر به لینک ذیل مراجعه نمایید: https://mohe.gov.af/fa-AF/Vacancy-card/vacancy-760 همچنان، فورم ثبت‌نام را از لینک زیر دانلود نمایید: https://shorturl.at/SmcTk آمریت نشرات و ارتباط عامه https://whatsapp.com/channel/0029VaeuMYLK0IBsQwMZfz2S

  • د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کندهار ابراهیم النخعي دیني جامعې څخه لیدنه وکړه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن مدني له یادې جامعې څخه د لیدنې ترڅنګ، د جامعې استادانو او فاضلانو ته د تقوا، د موجوده امنیت او اوسني نظام د ساتلو په اړه هراړخیزه وینا وکړه. محترم معین صاحب وویل، چې په افغانستان کې اوسنی اسلامي نظام او موجوده امنیت د الله تعالی له طرفه ځانګړي نعمتونه دي، چې باید شکر یې ادا کړو او له دواړو نعمتونو څخه په کلکه ساتنه وکړو. نوموړي همداراز فاضلانو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو ټول باید په خپل رفتار او کردار کې له تقوا څخه کار واخلئ. د هغه په وینا چې د ټولنې خلک تاسو پسې اقتدا کوي نو ستاسو کړنې او کردار باید ستاسو د علم مطابق وي. له غونډې وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د یادې جامعې له کتابتون او نورو برخو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته يې لازمې توصيې وکړې. نېټه: شنبه د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر ۲۴مه د ۱۴۰۵هـ. ش کال د اسد ۱۷مه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ معین علمی وزارت تحصیلات عالی از جامعه دینی ابراهیم نخعی کندهار دیدار کرد شیخ ضیاءالرحمن مدنی، معین علمی وزارت تحصیلات عالی، از جامعه دینی ابراهیم نخعی کندهار دیدار کرد. معین علمی وزارت تحصیلات عالی ضمن دیدار از این جامعه، در مورد تقوا، حفظ امنیت موجود و نظام کنونی، سخنرانی همه‌ جانبه‌ای را برای استادان و فاضلان این جامعه ایراد کرد. معین علمی وزارت تحصیلات عالی گفت که نظام اسلامی کنونی و امنیت موجود در افغانستان، نعمت‌های ویژه‌ای از جانب الله تعالی است که باید شکر آن را به‌جا آوریم و از هر دو نعمت به‌گونه جدی حفاظت کنیم. وی همچنان خطاب به فاضلان گفت که همه شما باید در رفتار و کردار خود از تقوا کار بگیرید. به گفته وی، مردم جامعه پشت شما اقتدا می‌کنند؛ بنابراین، اعمال و کردار شما باید مطابق با علم شما باشد. پس از دیدار یاد شده، معین علمی وزارت تحصیلات عالی از کتابخانه و سایر بخش‌های جامعه مذکور نیز دیدن کرده، به مسئولان مربوطه توصیه‌های لازم را ارائه کرد. شنبه مورخ: ۲۴ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق ۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش

  • 9 авг.34из af_mohe

    لوړو زده کړو وزارت له پرله پسې توصیو او اختاریو وروسته ۷ خصوصي پوهنتونونه، چې خیالي محصلین یې درلودل او په فساد کې ښکېل وو، د یوه کال لپاره تعلیق او ۲ نور لغوه اعلان کړل. لوړو زده کړو وزارت د ملک د تحصیلي نظام د تنظیموونکې، رهبري کوونکې او څارونکې ادارې په توګه د پوهنتونونو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه فعالیت کوي. دغه وزارت دنده لري چې په دوامدار ډول د امارتي او خصوصي پوهنتونونو څارنه او ارزونه وکړي، چې د ۱۴۰۵لمریز کال پسرلني سمستر کې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو څخه څارنه او اروزنه وشوه، چې له جملې څخه یې د ۹ خصوصي پوهنتونونو ستونزې ډېرې جدي وې او څو ځله توصيې او اخطاریې هم ورکړل شوې وې خو بیا هم اصلاحات پکې رانغلل؛ راپور یې د لوړو زده کړو وزارت له رهبري شورا سره شریک شو، د یادې شورا له لوري هیئت ورته وټاکل شو ترڅو ستونزې د ښه تثبیت په موخه بیا وڅېړي، چې بالاخره مؤظف هیئت د راپورونو له تحلیل وروسته د خپلو کړنو او د یادو پوهنتونونو د تعلیق او لغوې راپور د یاد وزارت رهبري شورا ته وړاندې او د شورا له لوري تائید شو. په دې لړ کې یې برلاس په جوزجان، راه سعادت او ترکستان په بلخ، ازهر او برنا په بدخشان، رشاد په فاریاب او پیام په کابل کې د یوه کال لپاره تعلیق او همدا راز کهندژ په کندز او خانه دانش په تخار کې، چې لاندې مشخصې او مشترکې ستونزې او سرغړونې پکې په نښه شوې وې، لغوه اعلان کړل. 1. د رهبري او اداري هیئت نه درلودل لکه: د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال ، د پوهنځیو رئیسان او دې ته ورته نورو مهمو برخو مسؤلین. 2. د خیالي محصلینو درلودل لکه: د مهالوېش مطابق یې صنف او درس درلود اما په درسي ټولګیو کې یو تن محصل هم شتون نه درلود. 3. صنفي حاضریانې د سمستر له شروع څخه تر لسمې اونۍ پورې نه وې اخیستل شوې. 4. داسې محصلینو شتون درلود چې د سمستر په جریان کې درسونو ته نه وو حاضر شوي او د حاضرۍ له مخې محروم شوي وو اما نهایي ازموینو ته شامل شوي وو، د کامیابۍ نمرې ورکړل شوې وې او لوړ سمستر ته ارتقاء ورکول شوې وه. 5. د محصلینو د عملي کارونو لپاره یې لابراتوارونه، تجهیزات، وسائل او مواد نه درلودل. 6. د وزارت له لوري د تایید شوي نصاب نه تدریسول. 7. دا چې د طب پوهنځي اکثریت زده کړي عملي دي او باید په روغتون کې ترسره شي خو د مشاهدې په ورځ روغتون کې یو محصل هم شتون نه درلود. د یادونې وړ ده هغه پوهنتونونه چې د فعالیت جوازونو یې لغوه شول د ذکر شویو ستونزو سربېره يې په صنفي حاضریو کې د جعل ستونزه هم موجوده وه، اکثریت هغه محصلین چې د سمستر په جریان کې روزمره درسونو ته نه وو حاضر شوي او محروم وو، په تبدیل شویو حاضریانو کې حاضر شمېرل شوي وو. نېټه: شنبه ۱۴۴۸هـ.ق، د صفرالمظفر ۲۴مه ۱۴۰۵هـ.ش، د اسد ۱۷مه

  • 💬 د واټساپ رسمي نشراتي چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaeuMYLK0IBsQwMZfz2S

  • ▶️ د البیروني پوهنتون رسمي یوټیوب چینل: https://youtube.com/channel/UC-nPvYAg9bpQO1tH96GALcA?

  • پوهنتون البیرونی/البیروني پوهنتون pinned a photo

  • پوهنتون البیرونی/البیروني پوهنتون pinned a photo

  • 📘 صفحه رسمی فیسبوک: https://www.facebook.com/profile.php?id=100063642780446&mibextid=ZbWKwL

  • اطلاعیه به اطلاع عموم محصلان محترم پوهنتون البیرونی رسانیده می‌شود که دروس سمستر خزانی سال ۱۴۰۵ از تاریخ ۱۵/۵/۱۴۰۵ هـ.ش آغاز می‌گردد. بناً، از تمامی محصلان محترم تقاضا می‌گردد که از نخستین روز آغاز دروس، مطابق تقسیم اوقات تعیین‌شده، به‌گونه منظم در صنوف درسی حاضر گردیده و از هرگونه غیابت غیرموجه جداً خودداری نمایند. آمریت نشرات و ارتباط عامهhttps://whatsapp.com/channel/0029VaeuMYLK0IBsQwMZfz2S

  • خبرتیا د البیروني پوهنتون ټولو درنو محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر درسونه د ١٥/۵/١٤٠٥ نېټې څخه پیلېږي. له همدې امله، له ټولو قدرمنو محصلانو څخه غوښتنه کېږي چې د درسونو د پیل له لومړۍ ورځې څخه، د ټاکل شوي درسي مهالویش سره سم، په منظم ډول په خپلو درسي ټولګیو کې حاضر شي او له هر ډول بې‌دلیله غیرحاضرۍ څخه په جدي توګه ډډه وکړي. د نشراتو او عامه اړیکو آمریتhttps://whatsapp.com/channel/0029VaeuMYLK0IBsQwMZfz2S

  • بخش نهم و دهم توصیه‌های عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی در مورد نمازhttps://whatsapp.com/channel/0029VaeuMYLK0IBsQwMZfz2S

  • د لمانځه د اقامې په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه نهمه او لسمه توصیهhttps://whatsapp.com/channel/0029VaeuMYLK0IBsQwMZfz2S

  • 🌐 د البیروني پوهنتون رسمي وېب‌پاڼه: https://au.edu.af/

  • 1 авг.66из af_mohe

    без подписи