انصار الامة
Статистика*حــق او باطــل تل پاتې مبــارزه ده.* *تاریخ شاهد دې چې د الله دین حتماً بریالې کېږي.* *څوک چې د حــق لپاره ودرېږي،* *هغوی تل ازمویل کېږي،* *خو وروستۍ بریا د متقــیانو وي.* ~سبحان_الله🥰~
- Последний пост
- 1 июл.
- Последнее чтение
- 13 авг.
- Постов за неделю
- 0
- Всего постов
- 37
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- —
- 1/48двое суток
- —
- 1/72трое суток
- —
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
لوی کار پیل سوی او لا هم په پوره عزم او هوډ روان دی. وخت ثابته کړې چې هر عمل پایله لري او هره پرېکړه خپل اغېز پرېږدي. د نن ورځې پېښې باید هر څوک دې ته وهڅوي چې خپلې محاسبې او ارزونې له سره وکړي، ځکه حالات تل یو شان نه پاتې کېږي. عدالت، حق او مسؤلیت هغه ارزښتونه دي چې هېڅکله له پامه نه غورځول کېږي. تاریخ شاهد دی چې ظلم دوام نه کوي او حقیقت، که هر څومره وځنډېږي، یوه ورځ راڅرګندېږي. همدا زموږ باور، زموږ دریځ او زموږ ژمنه ده چې د حق، عدالت او انساني کرامت ملاتړ به کوو او د خپلو اصولو پر لار به په ټینګ هوډ روان یو، د الله تعالی په مرسته. او پاتې سول هغه خلک چې لا هم د ځوان دفاع وزیر هغه خبرې یادوي چې ویلي یې وو: «که کابل ناامنه سي، اسلام برباد به هم ناامنه سي.» که څوک نن د همدې خبرو له امله پر نورو نیوکه یاپېغور ورکوي، نو ښه ده چې لومړی خپله هم پر خپلو دریځونو او خبرو فکر وکړي او د چا بې ځایه ملاتړ یا مخالفت ونه کړي.
په هنر، حوصله، تدبیر کار پیل شو، د ښه متمرکز او دقیق پلان په اساس به مخته ځو..
آمریکا له ۱۹۷۱ تر ۲۰۲۱ پورې ۳۸ میلیون انسانان وژلی دي ..... ... د شيکاګو د پوهنتون استاذ جان میر شایر وایی ......!!! د د هغې آمریکا کړنې دي چې د بشر د حقوقو نغارې غږوي، نور ولسونه د هغو په نه رعایت محکوم وي دا د دوي خپل حال دی.
عمربن عبدالعزیز (رحمه الله) وایي: دهغوخلکوله ډلې څخه مه جوړیږي چې کله یې حق دطبیعت موافق شي مني یې،خو کله یې چې دطبیعت مخالف شي نه یې مني.
موږ چې تر چا دخپل سر ځارکولو دعوه کوو هغه موږ ته د داسې لويې شتمنۍ د رابښلو وعده کړې چې زموږ دژوند هدف ده، هغه شتمني د هغه رضا ده زموږ لپاره له دې بل لوی افتخار نشته چې خپل محبوب رانه رضا وي دیو عاشق به تر دې بل غټ څه ارمان وي؟ هیڅ ارمان!د کوم ارمان پوره کیدل چې موږ داغزو پرڅوکو په تیریدو قبلوو، دکوم ارمان پوره کیدل چې موږ ته دلمبو په مینځ کې خوند راکوي. #شهاب_ثاقب*#013
داسلامي امت ځوانان په ډیر لوی تاوان کې ښکیل دي، هغه تاوان دوخت ضایع کول او وخت ته اهمیت نه ورکول دي عابرسبیل
کله چی دحق پر لاره ځې کیدای شي ډیر خلک تا یوازې پریږدی خو داخبره یاد ساته، اللهﷻ دې هیڅکله یوازې نه پریږدي ز.او
*آپسټین دغرب څهره بیا وښوده * ✍️: ز.ا.و د غرب په فکري یرغلونو کې چې زموږ په ذهنونو کې چټل مواد خپروي يو دادی چې دوی خپل ځانونه دنړی دواک مستحق ګڼي،اوځانونه دعلمي میدان روڼ اندي ګڼي، غرب په خپل غیږ کې اوس د داسې تمدن درلودونکی دی چې تاریخ یې په یادولو شرمیږي، دوی فقط مادي پرمختګ دبریا معیار ګڼلی دی او بس! نو که څوک بې ګناه ماشومان حلالوي او ځان دبشریت قصاب بولي دا کار دځان لپاره فخر بولي او داهم وایي چې زما کاروبار او زما پیسې حلالې دي ځکه چې ما خپله ګټلې دي نور که له هرې لارې وي، یو څوک که دکوچنیو ماشومانو غوښې خوري خو په دې کار فخر کوي او وایي داکومه جدي خبره نه ده او زه کوم خاص توجه نه ورته کوم، دا د غربي تمدن دی او دا دغربي تولنې اشراف دي، کوم چې غربیان ورته دبریالیو خلکو (Successpul people) خطاب کوي، موږ د انګلیش دزده کړې پر مهال زیاتو کتابو کې ولیدل چې لیکلي به یې و: که غواړئ چې بریمن شی یعنې د ایلان ماسک، بیلګیټس، مارک... او نورو په شان شی باید څه وکړی؟ غرب هغه کسانو ته دکامیاب نوم ورکوي چې دبشریت لپاره تر هغه لوی شر نه وي،استاد ناوک صیب د تفکرکتاب دوهمه برخه کې لیکي: غربيان د مرغانو په څېر په هوا الوتلئ او سپوږمۍ ته ختلئ شي، د کبانو په څېر د ځمکې لاندې اوبو کې هم اوسېدلی شي خو د انسان غوندې د ځمکې په سر ژوند نه شي کولی. کافر له اول تر آخر پیژنو چې د فساد او شرارت سرچینه ده که دوی هر څومره ځان دبشري حقوقو پلوی معرفي کړي، خو دا ثبوت دهغو لپاره دی چې دغربي تمدن ستاینه کوي او دهغوی په جرایمو سترګې پټوي.
без подписи
مطالعه او دافکارو بدلون ✍️: ز.ا.و زما په یاد دي کله چې زه کوچنئ وم غالباً کتاب مې له مخې ویلای شوای، زموږ کور په کتابو کې یو کتاب و، دا کتاب د پیغمبرانو (صلوة الله علیهم اجمعین) د کیسو کتاب و چې نوم یې قصص الانبیا و،ددې کتاب سره زما ځکه مینه وه چې د کیسو کتاب و او هره کیسه یې خوندوره ده، زیات وخت به مې همدا کتاب ویلو، یوڅه وخت وروسته زموږ په لیسه دکلي عامه کتابتون په نوم کتابتون جوړ شو چې له دې کتابتون نه به موږ کتابونه راوړل او وروسته له یوې هفتې به مو بیرته کتابتون ته تسلیمول، دقصص الانبیا کیسې به زیات وخت زما ذهن کې ګرځیدلې، بعضې وخت به مې ملګرو ته او کور کې خپلې مورته له دې کتاب کیسې کولې، د وخت په تیریدو زما شوق هم له تاریخ سره زیاتیدو. کوم کتابونه چې موږ لولو، کومې رسنۍ چې تعقیبوو، دکومو خلکو سره چې زموږ ناسته پاسته وي، کوم فلمونه چې ګورو د دې ټولو شیانو کتل او تعقیبول زموږ په ذهن مستقیم او غیر مستقیم تاثیرات لري، هر طرف چې تعقیبوو هغه طرف ته مو میلان زیاتیږي، کوښښ کوو په هغه کې معلومات پیدا کړو او دهغه مسیر طئ کولو ته ځان اماده کړو، دنبوي سیرت لوستل زموږ لپاره مهم دي او زموږ دژوند ضرورت دی کني د ژوند له اصلي اصولو به ناخبر پاتې شوي و. 1404...11/13...دوشنبه...6:08AM
د مساجدو څخه د تربيت مراکز جوړ کړۍ! په مسجدونو کې په روحاني، بدني، او فکري ډول باید د کفارو په مقابل کې ځوانان وروزل شي،مسجدونه باید له سنګرونو سره وصل شي، د مسجد هر مقتدي باید د کفارو لپاره د تندر حيثيت ولري، امام مالک رحمه الله به فرمايل: کله چې مسجد په عبادت او علم سره ودان شي، له دې ځایه هغه خلک راوځي، چې توره او قلم دواړه لري.
https://t.me/fakribarya
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ ملګرو زموږ له نشرلتو څومره راضي یاست ❤..100فیصد 😍70..فیصد 👍50فیصد 😘..30فیصد 😔0فیصد
#دسیرت کوچنئ ننداره #Theـsamallestــviewـofـsirah لیکنه:ز.ا.و شوقونه متفاوت دي دهرچا شوق او ذوق معلوم وي خو زما ملنګ شوق بیا ماته ترشوقونو هم خوندور ښکاري ځکه چې دداسې یو څه شوق دی چې شوقونه ورته حیران دي ذهن ته مې دسیرت هره کوڅه ودري، دمکې هره کوڅه چې یادته راولې ذهن ته دې بلها کیسې ودري لکه چی دلته یو داسې چا خاپوړي کړي چی نړئ ته یې دنور شغلې راوړې جاهلییت ته یې دپای ټکی ایښئ وي، دهمدې ماشوم دکؤچنیوالي څخه ژوند ډیر سخت و هره کیسه یې پر مخ داوښکو باران اوروي په پرلپسې توګه دپلار، مور او نیکه وفات او نورې غمجنې کیسې دمکې کوڅې دحبیب دمبارکو قدمونو په آواز مینې وې،ددی کوڅو هر کاڼی په حبیب باندې مین و، دې کوڅو دحبیب دهغه وخت کیسې رایادولې چی نبی (ع) دڅو قیراطو په بدل کې رمه پووله، دا کوڅې دبلال په آواز مینې وې بلال له اسلام مخکې یو غلام و خو دمکې له فتحې وروسته یې دې کوڅو هر تکبیر ته سلامي کوله،دې کوڅو په خپله غیږه کی ابوبکر روزلی و چی محمد(ص) یې په اړه وایي: ماسره چی هرچانیکي کړې مایې په دنیا بدله ورکړې خو ابوبکر ته به زه په آخرت کی دنیکیو بدله ورکوم، دې کوڅو په خپله غیږه کې عمر روزلئ و چې له رعب څخه یی دنکې ماڼئ په لړزیدا وې او عدالت یې تراوسه دتاریخونو یادګار پاتې شوی،دا کوڅې دهغو تور شیبو شاهدې دي جې نبي (ع) تر شپو شپو پورې هیڅ هم نه و خوړلي دا کوڅې دعمار بن یاسر دمظلومیت او بي بي سمیی دشهادت کیسه په ډیره غممجنه ژبه بیاتوي، داکوڅې د خالد سیف الله رض دقدم ایښودلو افتخار هم لري، دمکې دا خړ ریګونه هم له ځان سره زیاتې کیسې لري دجاهلیت په زمانه کې به یی په دې ریګو کې خپلې معصومې لوڼې ښخولې؛ داریګونه د حضرت بلار رض داحد احد نارو شاهدان دي، داخړ ریګونه د ابوبکر رض او نبی ع دهجرت خوږه کیسه هم له ځانه سره لري په غارثور کې هغه تنها شپې او هغه له امنه ډک پیغام چې (لاتحزن ان الله معنا) زړه ته سکون وربښي په لاره کی دام معبد کیسه هم له خوندو ډکه ده نبی ع په دې لاره په داسې حال کې تیریږي چی دمکې مشرکین یې په شهید کولو پسې راوتلي دي دلته په دې دښتو کې ګیلمن روان دئ، مدینه یې دطلع البدر علینا په شعرونو هرکلئ کوي هر مدني شخص دا هڅه کوي چی دنبی (ع) د میلمستیا شرف ترلاسه کړي خو دا شرف دسلمان فارسي رض په نصیب کیږي هو انصارو دمیلمستیا شرف ادا کړ د خوږ نبی یې داسې هرکلی وکړ چې تاریخ پرې شاهد دی هغوی یې خپل وروڼه وبلل او خپلې ځمکې او دکور انګړ یې ورسره نیم کړ. څو کاله وروسته نبی (ع) بیا دې کوڅو ته دیوفاتح په حیث راځي اوس یې هغه دمظلومیت وختونه تیر شوي اوس ورسره لس زره صحابه په څنګ کې روان دي کفار یې تر رعب لاندې دی خو نبی ع د بدل په فکر کې نه دی بلکه ټولو ته بښنه کوي له دې ځایه نړی ته دنور شغلې لاړې له دې ځایه بیا مملکتونه کنټرولیدل دا کوڅې زما لپاره شوق دی او ښه شوق دی اوبس. 1404...11/4..یکشنبه.
#د_ايمان_تندر_د_قفقاز_په_غرونو #امام_شمويل_رحمه_الله هغه شخصيت چې تاریخ یې مجبور کړ تر څو فکر وکړي. ځینې انسانان جګړه نه کوي ځینې انسانان د جګړې تعریف بدلوي. امام شمویل له توري مخکې په ځان برید وکړ، له دښمن مخکې یې خپل نفس محاصره کړ او له فتحې مخکې یې خپل نیت فتح کړ. هغه يوازې د روسي پوځ پر وړاندې قيام نه وؤ کړی بلکې هغه د نا ممکن پر وړاندې ودرېد. هغه ته توپونه مهم نه وو ځکه دی پوهېده چې هره امپراتوري لومړی د انسان له دننه سقوط کوي. غرونه د ده د پناه لپاره نه وو بلکې غرونه د ده د امتحان لپاره وو، هلته چې نور خلک د ژغورنې لارې لټوي هلته امام شمويل د دین او امت مدافع مِتراس ټاکه. مبارزه او جګړه یې پدې خاطر نه وه چې مونږ کمزوري یو بلکې پدې خاطر وه چې ويل به یې مونږ مکلف یو او دا جمله له زرو توپونو خطرناکه وه. هغه د آزادۍ شعار ورکړ او انسان ته یې وزن وروښود. ده خلکو ته دا نه ویل چې وژنه کوم ډول کيږي بلکې ده خلکو ته دا وښودل چې څنګه بې ضمیره ژوند ونه کړي. کله چې بندي شو ازادي یې له ځان سره بوتله ځکه زندان يوازې هغه بندوي چې لا مخکې تسلیم شوي وي. امام شمويل مات نه شو ځکه هغه د ماتېدو لپاره خپل وجود نه و تعریف کړی، هغه ځان د الله امانت ګاڼه او امانتونه نه ماتېږي، يا ساتل کېږي يا تاریخ ته سپارل کېږي. ځوانانو باخبره اوسئ!! تاسې د وسایلو کمی نه لرئ، تاسې د شخصيت کمی لرئ، تاسې وسلې نه بایلئ تاسې صبر بایلئ، تاسې جګړه نه بایلئ تاسې تسلسل بایلئ. امام شمويل مونږ ته دا سبق پرېښود چې غیرت چیغه نه ده، غیرت هغه سکوت دی چې انسان پکې له حرامه تېر شي، ده وښوده چې ازادي ناڅاپي نه راځي؛ ازادي هغه انسانانو ته په لاس ورځي چې د اوږد وخت لپاره ثبات زده کړي. تاریخ له شور څخه نۀ وېرېږي، تاریخ د خاموشو انسانانو له ثباته وېرېږي او امام شمويل همدغه خاموشه زلزله وه. نن غرونه ولاړ دي خو سنګر نه لري، هغه سنګر چې وي ډبرین غره کې خو له برکته یې کلي او ښار کې د آزادۍ رڼا خپره وي. امام شمويل لا ژوندی دی خو په قبر کې نه، هغه د هر هغه زړه د شرم په برخه کې ژوندی دی چې پوهېږي د حق ملتيا اسانه نه وي خو بیا هم تېښته ترې نه کوي. که ته حماسه غواړې نو چیغې مه وهه خپل نفس مات کړه ځکه تاریخ چیغې نه ثبتوي ژمنتیا او عمل ثبتوي، امام شمويل هم د عمل او ژمنتیا نمونه وه چې خپله نشته خو یاد یې د تاریخ پاڼو کې پاتې دی. #تدبيرګر
без подписи
یو غږ و دامت د ابطالو لپاره دروح سکون و او د ارادو پیاوړتیاوه د خپګان په بړبوکیو کې په دې دښته او ګردونو کې او ددجالي ظلم په تورو شپوکې بیا د یو بل داسې چا دهجران او جدایي غږ راغۍ چی زړونه یې ولړځول او دشپې تیاره یې نوره هم زیاته کړه ستوري غمجن ښکارېدل په مخونو یې چوپتیا خپره وه لکه بیا چې دیو میړنی اتل دفراق شپه لمانځي دداسی یو اتل دفراق شپه چی امت ته یو سکون و؛ او دغږ په اوریدو یې ټولو خوښي څرکندوله بعضې ستوري خو داسې رپېدل لکه دیوچا دهجر له درده چې اوښکې تویوي په سپوږمۍ هم دخفګان خبره ختمه وه تر نیمایی ډیره خړه پړه ښکارېده دبیابان خړ ریګونه هم په داسې کیفیت و لکه چی نور یې چې هغه پخوانۍ شورنه وي کوم به چی دباد سره په هوا کی په اتڼ شول دوی ټول دیوچا غم وهلي و؛ دیوچا فراق ځپلي و؛ دداسې چا فراق چې له شلو کالو راهیسې یې دهغه ټولي غږ زموږ تر غوږو رساوه چی دنړۍ له لوی دجال سره ډغری وهی دهغه ماصومو ماشومانو او غریبو میندو غږ یی تر موږ رارساوه چې له لوږې هلاک شول دده له جوشه ډک اواز او له هیبت ډکې خبرې زموږ زړوته بل څه نه و؛ بلکه یو راحت و خو ددی خبرې په آوریدو چی دعربو تر غوږو به یې رسولو چې: تاسې دالله پر وړاندې زموږ دښمنان یاست به زموږ په زړونو لړزه راغله او د ډار نړۍ ته به یی یوړو هو دا اتل ددی فانی نړی نه دتل لپاره وکوچید زه وایم چی ربه زه به دی اخیستی وای خو دا دامت چراغ به دی له موږ نه اخیست شهادت مرک نه دی شهادت ژوند دی شهادت دلویی بریا اغاز دی دا شهادت به لوی انقلاب راوړی او داللهﷻکومک ډیر ژر راتلونکی دی إن شاء الله
موږ باغيان يو خو د ظلم پر وړاندې، د جهالت پر وړاندې، د نفس پر وړاندې. موږ هغه ياغيان يو چې د زولنو په شرنګ کې هم د آزادۍ نغمه اورو، او د زندان په تيارو کې د رڼا لاره لټوو. د حق بغاوت؛ دا بغاوت د ابراهيم اور دی چې لمبه کوي؛ خو سوځول نکوي، د موسی عصا ده چې باطل خوري او محوه کوي يه او د محمد ﷺ هغه غږ دی چې د جاهليت تياره يې په يو «اقرأ» رڼا کړه. #د_حق_بغاوت #د_رڼا_زېرمي #اواه
مناجات زاهـــدانـــس ستا یو فقیر بنده ستا په دربار کی دعجز سر کښته نیولی داسی یو فقیر بنده چی دګناهونو څخه ډک دی دا بنده تاته ددعا لاس پورته کوی ستا هغه مغفرت غواړی چی له لاری یی بنده ګان دنجات لار پیدا کوي دا بنده ستا درته پنا دروړي، دامت په هر درد دردمن دﺉ، غمجن دی، کړیدلی دی، ځورېدلئ دئ، ستا درضا لپاره یې هیڅ نه دي کړي له تا یې دا دعا ده: بس د دې بنده زړه ته خپله مینه حاصله کړه، له مادیاتو یې لیرې خو په معنویاتو یې ونازوه، دګناهونو دروند پیټی یې ور کم کړه، د بی لارﺉ څخه یی وساته، بس همدا دیوغریب بنده خواهش دی دا یې لپې دی ځولۍ بس نور څه نه غواړي، ددنیا رنګینی نه غواړي، د ژوند ښایستونه نه غواړي، ارام خوب نه غواړي، بس ستا په رضا کی هره شپه ځان ویښ خوښوي، د ارام ژوند له لذتونو خاورې په سر دی، بس یو داسی څه غواړی چی بی له تایی بل څوک نه شي ور په نصیب کولای د خپل معشوق دیدار غواړي، ستا رضا غواړي او ستارضا بس.!
دا واقعیت یوازې هغو کسانو ته رڼا کېږي، چې د الله تعالی جل جلاله په لار کې د خپل نفس د ازمېښتونو اور ته ورننوتي، هغه کسان چې د ایمان په میدان کې یې له خپل وجود سره لوبه نه، بلکې قرباني او د زړه صداقت کړی وي. ځکه یوازې هغه څوک د حقیقت ژور خوند درکولی شي، چې د رب العزت لپاره د درد، صبر او وفا لارې تېرې کړې وي. #انصارالامة