tgindex
غزني ولایت مقام/مقام ولایت غزنی

غزني ولایت مقام/مقام ولایت غزنی

Статистика
Последний пост
13 авг.
Последнее чтение
14 авг.
Постов за неделю
16
Всего постов
23
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
8 909
+45 за 5 дн.
Сутки
−1
−0,01%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
109
23 постов
Вовлечённость
1,2%
к подписчикам
Постов в день
2,3
всего 23
Упоминаний
1
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
93
1/48двое суток
106
1/72трое суток
114

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • سبا جمعه د صفرالمظفر میاشتې ۳۰ مه نېټه ده.

  • #خبرتیا! په پام کې ده چې د زمري (اسد) ۲۴مه، د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې د افغانستان د خلکو د جهاد د بریا پنځمه کلیزه، د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شي. په همدې موخه د غزني ولایت ټولو علماء کرامو، مجاهدینو، قومي مشرانو، ځوانانو او عام ولس ته په خورا درنښت بلنه ورکوو، چې په یادو ملي مراسمو کې په ورین تندي ګډون وکړئ او د دغې تاریخي ورځې په لمانځنه کې مو ملتیا وکړئ.

  • 13 авг.31из Nisar Ahmad Badriудалён 15 авг.

    يوټیوب چینل https://youtube.com/@alislamimedia?si=lOelbeBE_EEw-WN9 ټیلګرام چینل https://t.me/slamikanal313 واټساپ ګروپ https://chat.whatsapp.com/DYXsGWrfjMkISN1UsBQEt6?mode=wwt بصري څانګه @Alislamimedia1

  • غزني ولایت په تېره اونۍ کې

  • 12 авг.удалён 13 авг.

    يوټیوب چینل https://youtube.com/@alislamimedia?si=lOelbeBE_EEw-WN9 ټیلګرام چینل https://t.me/slamikanal313 واټساپ ګروپ https://chat.whatsapp.com/DYXsGWrfjMkISN1UsBQEt6?mode=wwt بصري څانګه @Alislamimedia1

  • د اسلامي امارت مجاهدینو د ۱۴۰۰/۵/۲۱ هـ.ش نېټه د «فتح» عملیاتو په ترڅ کې د غزني ولایت مرکز فتح کړ.

  • د زمري ۲۱مه هغه ورځ چې پینځه کاله وړاندې د اسلامي امارت مجاهدینو د غزني ولایت تر خپلې ولکې لاندې راوست.

  • ۲۴ اسد؛ روز فتح مجاهدین امارت اسلامی پنج‌سال پیش در چنین روزی (۱۴۰۰/۵/۲۱) در عملیات الفتح، مرکز ولایت غزنی را فتح کردند.

  • د نن چهارشنبې ورځې نېټه. تاریخ امروز چهارشــــــــنبه.

  • د اسد ۲۴ مې؛ د کابل د فتحې په مناسبت د عمومي رخصتۍ په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

  • د غزني والي او کابل څخه راغلي پلاوي د دغه ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه ۲۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق د غزني ولایت والي الحاج ملا ولي جان حمزه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري ټاکل شوي پلاوي، چې مشري یې د افغانستان بانک عمومي رئیس الحاج ملا نوراحمد آغا کوله، د یاد زندان رئیس ملا خالق داد رحمت په شتون کې د غزني له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د بندیانو وضعیت یې وارزاوه. په دې لیدنه کې د غزني والي او پلاوي له بندیانو سره جلا خبرې وکړې او د هغوی د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو او د شرعي حقوقو د رعایت وضعیت یې له نږدې وکوت. د غزني والي د زندان مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د بندیانو حقوقو ته جدي پاملرنه وکړي او د اصلاح او زده‌ کړې لپاره یې لازم شرایط برابر کړي. همداراز، د پلاوي مشر الحاج ملا نوراحمد آغا وویل، چې د بندیانو ستونزې او غوښتنې به په خپل راپور کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی دفتر ته وړاندې کړي او له بندیانو یې وغوښتل، چې د زندان وخت د اصلاح او زده‌کړې لپاره ښه فرصت وګڼي. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په غزني زندان کې د ۷۳۳ تنو بندیانو د اصلاح او روزنې لپاره ځانګړي استادان ټاکل شوي او د زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د زندان د ۲۵۰ تنو پرسونل ته د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه ۲۰ ورځنی روزنیز سیمینار هم ترسره شوی و. غزني ولایت مقام رسنیز دفتر

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • د غزني ښاروالۍ ریاست له لوري د ښار د ترافیکي نظم د ښه والي د ترافیکي پېښو د مخنیوي او د ښاریانو د تګ‌ راتګ د اسانتیا په موخه د څه کم ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له بلخ دروازې څخه تر البدر چوک پوري د ترافیکي سیګنالونو او کربونو د جوړولو پروژه افتتاح شوه.

  • غزني کې د څه باندې ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت د مېوو او سبزیجاتو سړه‌ خونه جوړه شوه ۲۷ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق په غزني ښار کې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره یوه مجهزه سړه‌ خونه د خصوصي پانګوال همایون لخوا د څه باندې ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پر دوه نیم جریبه ځمکه کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه سړه‌خونه په یوه وخت کې د دوو ټنو مېوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت لري او په پرمختللو وسایلو سمبال شوې ده. غزني ولایت مقام رسنیز دفتر

  • جاغوري ولسوالۍ کې یوې ښځې او سړي د اوبو په یوه حوض کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ۲۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق د غزني ولایت امنیه قومانداني معلوماتو له مخې، د جاغوري ولسوالۍ د الغزار سیمې اړوند نن ورځ یو تن غوښتل د خپل کور مخې ته د اوبو په یوه حوض کې لامبو ووهي، چې له بده مرغه په یاد حوض کې ډوب شو، چې د نوموړي مېرمنې غوښتل خپل خاوند وژغوري، خو له بده مرغه هغې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. د امنیه قومانداني اړوند، جاغوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په وخت د پېښې سیمې ته ځان رسولی او د یادې پېښې په اړه یې څېړنې کړې دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې لامل بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

  • د پکتیا والي او د جنوب ختیځ زون مسؤل په مشرۍ پلاوي له غزني والي او یو شمېر ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه ۲۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ، د پکتیا ولایت والي او د جنوب ختیځ زون مسؤل الحاج مولوي مهرالله حماد په مشرۍ پلاوي د غزني ولایت له والي الحاج ملا ولي جان حمزه، د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي سردار محمد مدني، د علماوو شورا رئیس مولوي محمد شریف حقمل، د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي محمد طاهر مبارز او یو شمېر اړوندو ادارو له استازو سره د ښې حکومتولۍ، اداري همغږۍ او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه ګډه ناسته وکړه. په یاد پلاوي کې د پکتیا ولایت د علماوو شورا، استخباراتو، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو، حج او اوقافو، تعقیب او نظارت او پوهنې ریاستونو استازو ګډون کړی و؛ چې له غزني ولایت څخه هم د ورته ادارو استازو حضور درلود. د غزني والي الحاج ملا ولي جان حمزه د امنیتي، جنایي او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په اړه ډاډ ورکړ. نوموړي د غزني د پراختیايي او بنسټیزو پروژو، روانو فعالیتونو او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د ترسره کېدونکو اقداماتو په اړه معلومات شریک کړل. د ناستې پر مهال د دواړو ولایتونو په کچه د اداري ظرفیتونو لوړولو، د کاري تجربو شریکولو، د چارو اغېزمنتیا او د ادارو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې او د نظرونو تبادله ترسره شوه. همدارنګه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو او لارښوونو د عملي کولو، د ادارو ترمنځ د همغږۍ، د امربالمعروف قانون د تطبیق، له ولس سره د پراخو ناستو جوړولو، جنایي پېښو ته پر وخت رسېدنې او د امنیت د لا ښه ټینګښت په اړه هر اړخیز بحثونه وشول. ګډونوالو د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د همکارۍ د پراختیا او خلکو ته د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وکړ او لازمې پرېکړې یې وکړې. د یادونې وړ ده، چې د پکتیا والي او ورسره مل پلاوي د غزني ولایت له والي او اړوندو استازو سره یوځای له یادو ریاستونو  څخه د هغوی د کاري بهیر، فعالیتونو او لاسته راوړنو ارزونې په موخه له نږدې لیدنه وکړه. غزني ولایت مقام رسنیز دفتر