tgindex
Mustaqeem Official

Mustaqeem Official

Статистика
@marstial1Религияарабский

دلته به داسې خبرې ووینې چې فکر دې بدل کړي… 📖 قرآن | 💭 نصیحت | 🌱 د ژوند حقیقي خبرې 🚀 که بدلېدل غواړې، نو همدا ځای دی 💯

Последний пост
28 июл.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
0
Всего постов
21
Тип
открытый
Язык
арабский
Категория
Религия
В каталоге с
14 авг.
Подписчики
203
0 за 1 дн.
Сутки
0
0,00%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
398
21 постов
Вовлечённость
196,1%
к подписчикам
Постов в день
0,0
всего 21
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
65
1/48двое суток
74
1/72трое суток
80

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • *💐حديث شريف💐* *وَعَنْ ابن عمر رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قال: قال رسول اللهﷺ لا تُکْثِروا الکلامَ بغیر ذِکْرِ الله، فَاِنَّ کَثرة الکَلامِ بِغَیر ذکر الله تَعالی قَسْوة لِلْقَلْب، وَاِنَّ أبعد النَّاسِ من الله القلب القَاسي.* *(رواه الترمذي والبیهقي)* *ژباړه:* *له حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی؛ چې رسول اللهﷺ وفرمایل: د الله تعالی له یاد او ذکر څخه بغیر ډیري خبرې مه کوئ ځکه ذکر د الله څخه علاوه نورې ډیرې خبرې زړه سخته وي یعنی: غافله کوي یې چې نصیحت او وعظ به ورباندې بیا تاثیر نه کوي او بیشکه سخت زړه والا انسان له الله تعالی څخه ډیر لري وي او د الله تعالی د رحم مستحق نه وي.*

  • ‏رسول الله ﷺ فرمایې: د ډوډي خوړلو څخه وړاندې لاسونه مينځل غريبي ليري کوي او ډوډي خوړلو نه وروسته لاسونه مينځل غم ليري کوي. (احياءالعلوم جلد 2)

  • 24 июл.70из inversionalpha

    Just for motivation of our new generation سلامونه! ګرانو، ملګرو، د یوې نابغه افغانې ماشومې د هڅونې لپاره ستاسو ملاتړ ته اړتیا ده حسنا وردک یوه ۱۲ کلنه افغانه ماشومه ده چې د استعداد، نوښت او خلاقیت له پلوه د خپلې عمرنۍ کچې څخه خورا لوړه وړتیا لري. نوموړې د AI IN Institute زده‌کړیاله ده او په انګلیسي، الماني، پښتو، دري او اردو ژبو په روانه او مسلکي توګه خبرې کولی شي. حسنا د AI پر بنسټ د انیمېشن او میمز (AI Memes Animation) یوه تکړه او نوښتګره جوړوونکې ده. هغې تازه خپل یوټیوب چینل هم پیل کړی، چې پکې داسې ارزښتناک او الهام‌بښونکي محتوا خپروي چې د چاپېریال ساتنې، پاکوالي، انساني مسؤلیت او فکري ودې په اړه لوړ او ګټور پیغامونه لري. راځئ د دې نابغه افغانې ماشومې استعداد وستایو او د هغې د لا هڅونې لپاره یې د یوټیوب چینل سبسکرایب کړو. ستاسو دا کوچنۍ مرسته کولی شي د هغې جرئت، خلاقیت، قوي تفکر او روښانه راتلونکې ته ستره انګېزه او ملاتړ ورکړي. د یو بااستعداده ماشومې ملاتړ، د روښانه سبا ملاتړ دی. https://youtube.com/shorts/3vUnyz8VvEU?si=IUdLA63DAlRCAGuW دا یی لینک دی ورشی او خپل ملاتړ او ستاینه به پار یی سبسکرایب کړی. درنښت

  • اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

  • 7 июл.435112

    په ډېرې خواشینی سره خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د سختو ورځو لوبغاړی او ملي اتل شاپور ځدران د ورپېښې ناروغۍ له کبله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. الله تعالی دې ورته جنتونه ورکړي. خدای دې موږ ټولو ته صبر راکړي. انا لله وانا الیه راجعون.

  • видео или голосовое, без подписи

  • سلام يارانو په سفر وم انشاالله فعالیت به شروع کوم لب يو ال

  • د بل چا رڼا ستا رڼا نه کموي! هغه لاس چې د مرستې لپاره غځېږي، هېڅکله له برکته تش نه پاتې کېږي. لاسونه هيڅکله د حرص په وجې مه تړه؛ بلکه د مرستې لپاره یې وغځوه. برکت تل هغه زړه ته راځي چې له نورو سره خپل نعمتونه شریکوي. او دا د شکر تر ټولو لوړه مرتبه ده.

  • د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند د ۶۷ کلونو په عمر جرمني کې مړ شوی دی عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده. هغه دوه لوڼې او يو زوى لري. ښاغلی احمدزی وايي،‌ د عبدالاحد مومند د تدفیق او فاتحې مراسم به وروسته د هغه د کورنۍ لخوا اعلان شي. عبدالاحد مومند لومړنی مسلمان ستورمزلی و چې په ۱۹۸۸ کال یې میر فضايي مرکز ته د سفر پر مهال له ځان سره فضا ته قرآنکریم ولېږداوه او هلته یې تلاوت وکړ. نوموړي له هغه ځایه له خپلې مور سره تلېفوني خبرې هم کړې وې او په دې توګه پښتو څلورمه رسمي ژبه شوه، چې په فضا کې ویل کېده. ښاغلی مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و.

  • رسول الله ﷺ فرمایي: هر څوک چې سهار او ماښام مسجد ته ځي نو الله تعالی به په جنت کې میلمستیا ورته جوړه کړي• (صحیح مسلم ۶۶۹)

  • ځوانانو هیلې مه بایلۍ، قرآنکریم کې یې له سختۍ وروسته آساني ښودلې!

  • ستاسو د دوعاګانو په هيله. ناروغ يم🤲

  • هېواد والو! ملي اتل شاپور ځدراڼ کله ناکله ناسم حالت ته لاړ شي او کله ناکله ښه لور ته لاړ شي، ناروغي یې په یو حال نه ده! له پرون راهیسي یې ناروغي بیا پرې غالبه شوې، له ټولو هېواد والو مې هیله ده چې دوعاګانو کې یې یاد ساتئ! د دوعا په پار د یو مسلمان په حق کې د بل مسلمان پورته شوې لاسونه الله تعالی خالي نه پرېږدي!🤲🏻

  • درود د بشریت په ستر لارښود حضرت محمدﷺ 🕋

  • يو عرب ليکلي: د دې لپاره چي مور مي مصروفه شي او د يوازيتوب احساس وه نکړي، نو مي فېسبوک کې ايډي ورته جوړه کړه، خو جالب دا وشول چې کله به هم زموږ د کورنۍ يا دوستانو څخه کوم چا خپل عکس پورته کړ، زما مور به د خندا سټېکر ورکوئ، يوه ورځ مې ورته وويل: مورې، داسې مه کوه، هغوی به خوابدي شي. مور مې راته وويل: ولې به خوابدي کيږي، زه د دوی د‌ عکس په ليدلو سره خوشحاله کېږم، ځکه د خندا سټېکر ورکوم.😊🤭 c #مور #mom #momlife

  • اټکل وکړئ او د (150) افغانیو ګټوونکي شئ! ستاسې په اند نن ورځ به رحمن الله “ګربز” څو منډې جوړې کړي؟ یادونه! ټول کمنټونه سکرین شاټ کېږي،نو هیله ده چې کمنټ ایډیټ نکړئ.✋ او څوګ چې ځواب ورکوي چينل يې هم بايد جوين کړئ وي. مننه! Rahmanullah Gurbaz

  • ️ د وخت هغه قاتل چې په مینه ستا ژوند خاورې کوي! وروره! هره ورځ ۴ یا ۵ ساعته په مبایل کې بې هدفه تېرول او د نورو د ژوند په لیدلو سره ستا د ځوانۍ انرژي او خورا قیمتي کلونه ضایع کېږي. ستا په عمر کې ستا سیالان هره ورځ نوي مهارتونه زده کوي، د خپل راتلونکي لپاره خولې تویوي او کار کوي، مګر ته لا هم د نورو بریاوو ته په لایکونو او کمنټونو وهلو بوخت یې. سرمایه ستا په جېب کې نه، ستا په ذهن او همت کې ده. ستا تر ټولو لویه سرمایه همدا ستا اوسنی وخت دی چې په وړیا توګه یې لیلاموې. که نن په خپل ځان کار ونه‌کړې او خپله ارامه سیمه پرې نږدې، څو کلونه وروسته به د ژوند په داسې یو سخت پړاو کې یې چې یوازې ارمان او پښېماني به درته پاتې وي. نن جدي شه او پر ځان کار پیل کړه! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 👇 ستا د فکر او ژوند بدلولو یوازینی ځای؛ پورته Mustaqeem Official کلیک او جوین کړه! 🚀

  • یو تریخ حقیقت: ترڅو کامياب نه شې، ستا پر اخلاقو او شرافت هیڅوک نه غولېږي! په دې مادي او بې رحمه زمانه کې، که ته د نړۍ تر ټولو مهربان او ښه زړه لرونکی انسان هم اوسې، مګر په خپل ژوند کې ناکام او خالي لاس یې، ټولنه به تاته د یو کمزوري انسان په سترګه ګوري. نن داسې وخت دی چې خلک ستا نېت او اخلاقو ته وروسته ګوري، لومړی ستا د جېب طاقت او ستا د کامیابۍ نتیجې تلي. ځوانانو! د خلکو د پېژندلو او د هغوی د همدردۍ په تمه خپل وخت مه ضایع کوئ. که غواړئ په ټولنه کې عزت او رښتینی غږ ولرئ، لومړی په خپل ځان سختي تېره کړئ او ځان په خپلو پښو ودرولئ. کله چې بریالي شئ، هغه خلک به هم ستا صفتونه کوي چې نن دې مجبوري او بې وسۍ ته خاندي. پورته شه او خپل ځان ثابت کړه! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 👇 ستا د فکر او ژوند بدلولو یوازینی ځای؛ پورته Mustaqeem Official کلیک او جوین کړه! 🚀

  • الله سبحانه وتعالی په خپل مبارک کلام کې فرمایي: «إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ» (سورة الذاریات - ۵۸) ترجمه: "یقیناً الله خپله رزق ورکوونکی، د لوی قدرت او کلک ځواک خاوند دی." ګرانه وروره! که نن سهار د راتلونکي، د کاروبار د منډو ترړو یا د رزق د تنګسیا تشویش لرې، نو دا آيت په خپل ذهن کې تکرار کړه. ستا دندې او ستا کاروبار د رزق اسباب دي، مګر اصلي رزق ورکوونکی یوازې ستا رب دی. کله چې په هغه باندې پوره باوري شې، نو هغه لارې درته خلاصوي چې ستا په عقل کې هم نه وي. نن ورځ مو په پوره امید او درود شریف پیل کړئ. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 👇 ستا د فکر او ژوند بدلولو یوازینی ځای؛ پورته Mustaqeem Official کلیک او جوین کړه! 🚀

  • ګرانو هېوادوالو، الحمدلله، د شاپور ځدراڼ وضعیت له تېرو دوو ورځو راهیسې مخ پر ښه کېدو دی او د پخوا په پرتله اوس ښه شوی دی. زه د ټولو هېوادوالو له مینې، خواخوږۍ او دعاوو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې خپل اتل مو په دې سخت وخت کې یوازې پرېنښود. هیله ده خپلو دعاوو ته دوام ورکړئ، تر څو الله جل جلاله ورته عاجله او کامله شفا نصیب کړي. Dear Country-mates, Alhamdulillah, Shapoor Zadran has been showing steady improvement over the past two days and is in a better condition than before. I sincerely thank all fellow Afghans for their love, support, and prayers during this difficult time. Your kindness and concern for your national hero mean a lot. Please continue to keep him in your prayers, and may Allah grant him a complete and speedy recovery.

Mustaqeem Official — tgindex