شاعر احمد تکل
Статистикаدلته زما احمد تکل شعرونه په لیکلې بڼه او د ملګرو په اواز ترانې درته نشریږي ملتیامو غواړم خوږو دوستانو https://t.me/+ZRdROuGQDA5jN2M1
- Последний пост
- 10 авг.
- Последнее чтение
- 14 авг.
- Постов за неделю
- 0
- Всего постов
- 22
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 45
- 1/48двое суток
- 51
- 1/72трое суток
- 55
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
واټساپ ګروپ ته هم راشی 👇👇👇 https://chat.whatsapp.com/Dj68wHe1VTU10p69ieE15c
👈 مـــولوی عبدالصمد صمیم چینل 🎤
واټساپ ګروپ ته هم راشی 👇👇👇 https://chat.whatsapp.com/Dj68wHe1VTU10p69ieE15c
👈 مـــولوی عبدالصمد صمیم چینل 🎤
واټساپ ګروپ ته هم راشی 👇👇👇 https://chat.whatsapp.com/Dj68wHe1VTU10p69ieE15c
👈 مـــولوی عبدالصمد صمیم چینل 🎤
کاتب احمد تکل کفري نړۍ په موږ د هغه څه د منلو وړتیا پیدا کړه، چې زموږ هېڅ باور نه کېدلو، چې يو وخت به د يو مؤمن فکریه داسې جوړیږي او دا خبره خو به مو بیخي بعیده بلله، چې اکثریت مسلمانانو ته دې دا شان ذهنیت ورکړل شي او د هغوی د شومو پلانونو ښکار وګرځي. هغوی زموږ د ټولنې رواجونه را بدل کړل، او نن همدا له غرب څخه راوړل شوي رواجونه، لکه يو نيک عمل داسې ترسره کوو، نه يوازې ترسره کول بلکې تردې حده پکې ښکېل يو، چې د یوه ویښ فکره انسان خبرې یې د بطلان په هکله راته نادرې ښکاري او په خبرو يې د عمل نه کولو سربېره هغه ته په جاهل او وروستې پاتې خطاب کوو. که د خپلو مدرسو او مکتبونو د شاګردانو د کتابچو پوښ وګوری، په هغو باندې يوه ښایسته منظره رسم شوي وي او د هیواد نوم یې هم ورسره لیکلی وي. مثلا: فرانسه، جرمني، لندن؛ یا بل د داسې کفري هېواد د پارکونو او نورو میله ځایونو تصاویر پرې رسم شوي وي. که تاسې له همدې شاګردانو څخه پوښتنه وکړی، چې څومره دې ته تیار یئ، چې فرانسې ته لاړشو او يا جرمني ته لاړ شو، نو بغیر له کومه ممانعته به خبره درسره ومني. اما که تاسې همدغه شاګردانو ته چې په اسلامي روحیه ندي سمبال شوي ووايئ، چې راځئ! بخارا ازاده کړو، راځئ! د ایغور د مسلمانانو لاسنیوی وکړو، له درې زرو نفرو څخه به درې نفره هم ستا له خبرې سره موافق نه شي، ځکه د دوی فکریه داسې جوړه شوې چې موږ هم باید داسې آرام ژوند وکړو، لکه ددې هیوادونو خلک چې د کتابچې په پوښ یې د ښارونو تصویرونه رسم شوي. غرض مې دادی نن ولې؟ زموږ د کتابچو په پوښونه باندې د قسطنطنیې د تېر دوران انځورونه، هغه انځورونه چې یو وخت پرې سوچه اسلام حاکم و، نه دي انځور شوي، ولې؟ د بیت المقدس د نن وخت د منارو تصاویر نه دي پرې رسم شوي، تر څو زمونږ د مکتب او مدرسې زده کونکې په دې پوه شي چې دا خفه منارې د اسلامي امت له ځوانانو څخه د څه غوښتنه لري. نن ولې زمونږ د اطلاعات کلتور وزارت دې ته توجه نه ده کړې، اخیر خو لږ دې خبرې ته هم فکر وکړئ، چې غرب څومره زمونږ د ځوان نسل د فکرونو د تباهی له پاره لاس پکار دی. پورته ذکر شوی مثال یې یوه نمونه وه، تر څو پورې به د غربیانو د تمدن نمونې زموږ د ماشومانو مخ ته پرتې وي، نن هر څوک چې دې بخش کې کار کوي، باید داسې مسایلو ته پوره متوجه وه اوسي.
د کرکې بندې دروازې د محبت طالبه ددې سوبت په ټولېدو باندې مې سر خلاص نه شو ستا یاد ګارونه مې په کنز په قدوري کې کتل ځکه په متن او حاشو باندې مې سر خلاص نه شو په طالبۍ کې مې د نحوي قاعدې یاد کړې خو په اخرو او جمعو باندې مې سر خلاص نه شو چې صریحي ذکر کېدل تا کنایي ذکر کړل احمد تکله ستا شعرو باندې مې سر خلاص نه شو ١٤٥٠ ”٥ “١
:: باطل بتان :: که دې هیواده الله مه کړه سرحدات مات شي زما را کړی سر دې ستا په حسن مات مات شي د لوی محمود غزنوي زامن به بیا را ویښ شي باطل بتان به ټول په شان د سومنات مات شي زه چې ځوانانو ته د تېر برم کیسې شروع کړم په مایوسۍ ترینه ولاړ شم زړه مې زیات مات شي څوک چې د وخت حضرت عمر په شهادت رسوي نه به محراب خالي شي نه به یو رکعات مات شي ته چې امت ته نظر یې را وړې احمد تکله بیا نه مایوسه شې او نه دې احساسات مات شي احمد تکل ٧/ ٤ / ١٤٠٥
:: د معبود عابد ته :: بعضې خلک په القابو مشرکین شي بس په نیت به د ثوابو مشرکین شي چې یقین کله د ښو ورباندې راشي دوی بدل کې د خرابو مشرکین شي د یزید ډلې ته دا سزا کاپي ده چې په حق کې د اصحابو مشرکین شي مؤثر چې پاک الله ج پکې فرض نه کړي ډېر کسان دي په اسبابو مشرکین شي که خندق غوندې غزا شي حالت واوړي را ښکاره به د احزابو مشرکین شي انحناء که د معبود عابد ته وشي جاهلان به په آدابو مشرکین شي که یو دم شي پرې حرام احمد تکله محبین به د شرابو مشرکین شي احمد تکل ٥ /٤/ ١٤٠٥
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي 1666 په مدرسو او مکتبونو پانګونه وکړئ راځئ د دین په مرکزونو پانګونه وکړئ ترانه ویونکی: الحاج ملافقیرمحمد دروېش شاعر: احمد تکل ترتیب: العصر انجمن https://t.me/alasaracpa
без подписи
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي 1625 په مدرسو او مکتبونو پانګونه وکړئ راځئ د دین په مرکزونو پانګونه وکړئ ترانه ویونکی: الحاج ملافقیرمحمد دروېش شاعر: احمد تکل ترتیب: العصر انجمن https://t.me/alasaracpa
:: نوې نظریې :: چې بیا اصحاب کهف خپل مسیر پسې روان شي بې شکه جنتي دی که قطمیر پسې روان شي معنا د ریاضت پکې نیمګړې غوندې ښکاري بې علمه مریدان چې په خپل پیر پسې روان شي امت ته که دې نوې نظریې د اسلام راوړې ټول خلک به دې ګرانه په تحقیر پسې روان شي چې ژوند د محبت او د قلبي اطمنان غواړي خانان دي بیا په رأیه د فقیر پسې روان شي تر منځ یې ډېر شدت اتصال سره موجود دی عاشق چې متصل غوندې ضمیر پسې روان شي بازار د خواهشاتو کې همزولي بډایان ځي تر شا احمد تکل څومره زهیر پسې روان شي احمد تکل ٣/٢٩/ ١٤٠٥
:: ولې غلی یې؟ :: د حدیث او د قرآن خبرې وکړه څو د ګټې او تاوان خبرې وکړه د نواقض الوضوء خبرې پرېږده د نواقض الایمان خبرې وکړه [ قُمْ فَاَنْذِرْ ]ما او تاته ویل شوي یو من حیث مسلمان خبرې وکړه مشره ستا چې نن خبر اورېدل کیږي ولي غلی یې؟ قربان خبرې وکړه دا پاشلی امت بیا سره را ټول کړه د اسلام د تېر دوران خبرې وکړه تر سنګره د حق چیغه بدرګه کړه د جنت حورو غلمان خبرې وکړه چې کوې مراقبه احمد تکله بیا له ځان سره په ځان خبرې وکړه احمد تکل ١٤٠٥/٣/٢
النبوي اداره يې وړاندي کوي کسر: وران مو مسجدونه شول او صفر مو تقواوي شوې بار مو پر اوږو باندې پولۍ پولۍ ګناوي شوې ترنم: محترم ذاکرالله فطرت شاعر:احمد تکل #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131
без подписи
:: د ایمان زغرې :: د بدر ستره غزا (د اسلامي تاریخ لومړی پرېکنده جګړه) نن د بدر معرکه راسره واوری ددې جنګ ښکلې کیسه راسره واوری د غزا سبب یوه لویه قافله وه د مکې د خلکو ستره سرمایه وه څوک په جبر دې غزا ته مجبور نه شول پاتې خلکو نه هم هېڅوک منفور نه شول د الله رسول د جنګ زغره پرتن کړه رڼا ورځ یې توره شپه په خپل دښمن کړه خو د فوج په تعداد کې اختلاف دی زما په درې سوه او دیارلس اعتراف دی دې غزا کې بس یواځې دوه آسان ؤ نور په فوځ کې اویا دانې اوښان ؤ شول روان د مدینې پر لویو لارو دوه ټولي د مهاجرو او انصارو عمومي بیرغ په لاس کې د مصعب ؤ توکل یې بس یواځې په خپل رب ج ؤ شهسواران زبیر مقداد بن اسود ؤ عمومي مشر نبي د رب ج صمد ؤ په قریشو کې د جنګ خبر خپره شوه ګویا جنګ لره چمتو ټوله مکه شوه سره یو لاس قبیلې شوې او لښکرې سل آسان وو ورسره شپږ سوه زغرې دوی ټول دیارلسوه تنه په دې شمار ؤ ابو جهل د لښکر سپه سالار ؤ مغروري یې په لښکر او په خپل ځان کړه دښمني یې له رسول سره اعلان کړه ډېر په بیړه وو روان د بدر خواته پیغام راغللو چې وګرزېږﺉ شاته حفاظت د قافلې کې ډېر زیات کلک ؤ واقعاً ابوسفیان څومره ځیرک ؤ باید لاړ شي بس همدا لښکر غوښتله ابوجهل د دوی ټولو نه منله د اخنس قبېله بېله شوه ترې لار کې خپله ګټه یې لیدله په دې کار کې خو دوی خپل سفر جاري وو لا ساتلی اوس یې ټول تعداد وو زر تنه راغلی د الله رسول ناظر وو په حالاتو معلومات را ټولول استخباراتو ورسره شول صحابه ټوله په مینه ویل نن به تویوو د دښمن وینه په سفر باندې روان سره جوړه شول لږ نژدې د بدر څنګ سره دمه شول په ماښام مخبره درې کسیزه ډله پیغمبر ص د دښمن خواته ولېږله نېغ د بدر د کوهي لور ته روان شول په نظر کې یې دوه تنه غلامان شول صحابه وو هم دوی دواړه بیا اسیر کړل چې اقرار یې وکړ بیا یې هم تعذیر کړل چې حبیب کله فارغه له لمانځه شو په دې کار باندې ناخوښه او خفه شو ښه په نرمه سره حال یې پرې بیان کړ د قریشو یې هر راز ورته عیان کړ په دې وخت کې یو ښایسته نری باران شو زموږ په ګټه د قریشو په تاوان شو ښه نژدې شول و دښمن ته په دې شپه کې دلته حوض یې کړ جوړ یوه شېله کې شپه سبا شوه په ارام او په سکونه دوی لیدل همېش د رب ج بشارتونه قریش هم وو د غونډۍ په بله غاړه بیا یوه ډله د اوبو پر لورې لاړه خو چې راغلل یو سړی ترې پاتې نه شو یعنی هېڅوک هم ژوندی ترې پاتې نه شو یو حکیم ابن حزام له مرګه نه خلاص شو چې بیا وروسته مسلمان ښه په اخلاص شو چې یو بل ته مخامخ شوې دوې لښکرې وې پر تن د پاک رسول د ایمان زغرې بله برخه به هم تاسې ته شي نشر باید پند ورځنې واخلی کشر مشر د سریال پر ځای دا ښکلې کیسې ګورﺉ د احمد تکل لیکلې کیسې ګورﺉ احمد تکل
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي 1611 نن د بدر معرکه راسره واورئ ددې جنګ ښکلې کیسه راسره واورئ ترانه ویونکی: مولوي محمدجلات مزمل شاعر: احمد تکل ترتیب: العصر انجمن https://t.me/alasaracpa
без подписи