tgindex
Tech Wise

We will Post 100% Real Latest Crypto Currency News, daily airdrop, online earning apps, technical, daily tips and tricks, youtube, Binance, educational and Learning videos.

Последний пост
24 мая
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
0
Всего постов
27
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Криптовалюты
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
8 559
−23 за 5 дн.
Сутки
−6
−0,07%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
3 477
27 постов
Вовлечённость
40,6%
к подписчикам
Постов в день
0,0
всего 27
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
1/48двое суток
1/72трое суток

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • 24 мая2 084256

    مصنوعي ځيرکتيا څنګه زده کړو (3)؟ ال ایل ایم ( LLM) څه شی دی؟ شاید تاسو د ChatGPT، Claude یا Gemini نومونه اورېدلي وي. د دې ټولو تر شا چې کومه ټیکنالوژي کار کوي، هغې تهLarge Language Model يا LLM وايي. په ساده ژبه: دا یو داسې ځیرک (هوښیار) کمپیوټري سیسټم دی چې په میلیونونو کتابونه، مقالې او وېبپاڼې یې لوستې دي او د انسانانو په ژبه پوهېږي. یو ساده مثال که تاسو AI ته ووایاست: "ما ته د کمپیوټر یو ساده پروګرام جوړ کړه." LLM ستا په خبره پوهېږي، ستا هدف به پو سي او بيا به په څو ثانیو کې درته کوډ لیکي. دا llm دا څه کارونه کولای شي؟ * د هر ډول پوښتنو ځوابونه ورکوي. * خطونه، مقالې او کیسې لیکي. * ژبې ژباړي. * د کمپیوټر پروګرامونه (کوډونه) جوړوي. او داسي نور مهمه خبره: LLM د انسان غوندې عقل او شعور نه لري. دا یوازې یو ډېر پیاوړی سیسټم دی چې له پخوانیو معلوماتو یې زده کړي چې څنګه زموږ غوندې خبرې او مرسته وکړي. کمنټ کي مي څو د يوټيوب ويډيوګانې لينک اچولي که غواړی صحي ځان په پوه کړي #GeminiAI #chatgpt #Pashto #AI

  • 25 мар.3 7761210

    без подписи

  • 29 янв.5 579182

    لوډ بېلنسر Load Balancer څه شی ده؟ لوډ بېلنسر په اصل کې داسې ډیوایس ده چې یو Server ته راتلونکې Traffics په څو سرورونو ویشي ددې لپاره چې یو سرور ډېر مصروف نه شي او د یو سرور پر ځای ځواب د څو نورو سرورونو په واسطه Users ته ورکړل شي. د مثال په ډول که چېرته تاسې یو Website ولری او ددغه Website لپاره مو څو پنځه سرورونو وقف کړي دي یا په همدغه پنځه سرورونو کې تاسې خپل وېبسایټ Run کړی ده، نو اوس کله چې ستاسو د وېبسایټ کاروونکې ستاسو وېبسایټ ته Request لیږي نو Request لومړی Load Balancer ته راځي او بیا Load Balancer د ټاکلې Policy له مخې Request یا درخواست یو سرور ته لیږي او بیا همغه سرور ورته ځواب ورکوي، نو په دې صورت کې کاروونکو ته دا معلومات نه کیږي چې کوم سرور ورته ځواب ورکړی ده. که چېرته په یو وخت کې یو Server ته زرګونه رېکوېسټونه راشي او Load Balancer هم نه وي نو د سرور د Down کېدو امکان وي یا سرور نشي کولای په یو وخت کې دومره ډېرو کاروونکو ته ځواب ورکړي، نو ددې لپاره Load Balancer دغه رېکوېسټونه راخلي په مختلفو سرورونو يې ویشي. همدارنګه Load balancer هم د هارډویر په بڼه شتون لري او هم د سافټویر په بڼه شتون لري چې هارډویر يې د سافټ په نسبت قیمتي او قوي وي. #education #technology #learning #Info #tech

  • 25 янв.4 87551

    #Khaby_Lame خپله اصلي کمپنۍ په تر 900 میلیونه ډالرو زیاته وپلورله! دا هغه #بې_غږه ویډیو جوړونکی دي چې هيڅ غلطه ویډیو یې د بدنام په نوم مشهور #ټیکټاک کې نشته او پرته له غږ څخه یې ټیک ټاک ولړزولو. له بې‌غږه #خندوونکو ویډیوګانو تر یو نړیوال کاروباري امپراتورۍ پورې دا د یو #کریېټر یعنی ویډیو جوړونکی د بریا بلکل لوړه کچه ده. دا ثابته کړه چې اغېز (#Influence) که سم جوړ شي، کولی شي په ریښتینې نړۍ کې لوی بدلون او لوی کاروبار جوړ کړي. او زموږ خلک ټیکټاک کې پر څه #اخته دی؟؟؟ #KhabyLame #CreatorEconomy #SuccessStory #SocialMedia #Influence #Inspiration

  • 24 янв.3 40181

    د #NexDock کمپنۍ یو نوی سمارټ فون جوړ کړی چې په یو وخت کې انډرایډ، لینوکس او وینډوز ۱۱ چلولی شي. دا یوازې یو موبایل نه دی، بلکې یو جیبي کمپیوټر دی. ​غوره ځانګړتیاوې یې ​درې سیسټمونه: تاسو کولی شئ د انډرایډ #ایپس وکاروئ یا په یو بټن موبایل د #Windows_11 حالت ته بدل کړئ. ​کمپیوټر ستاسو په جیب کې: کله چې دا موبایل مانیټور یا مېز ته وصل کړئ، دا په یو بشپړ وینډوز کمپیوټر بدلېږي. ​قوي سکرین: ۶.۵۸ انچه سکرین لري چې ۱۲۰ هرټز سرعت لري (د #ګیمینګ لپاره هم عالي دی). ​هارډویر: ۱۲ جي بي ریم (#RAM) او ۲۵۶ جي بي حافظه لري او له 5G شبکې ملاتړ کوي. ​ د دې موبایل بیه ۵۴۹ ډالره ده او د ۲۰۲۶ کال په دریمه ربع کې #بازار ته راځي. ​دا موبایل د هغو خلکو لپاره جوړ شوی چې غواړي خپل #کمپیوټر هر وخت په جیب کې ولري. ​#NexPhone #Windows11 #WindowsPhone #TechNews2026 #Smartphone #وینډوز_فون #ټکنالوژي #نوی_موبایل #کمپیوټر #سعید_مزل Sayed Mazal #sayedmazal

  • 22 янв.3 22981

    واټصاف وېب (#WhatsApp_Web) کې لوی بدلون ​واټصاف بالاخره خپله وېب پاڼه (کمپیوټر) کې د #ویډیوکال او غږیزو اړیکو اسانتیا زیاتوي. ​نور اړتیا نشته چې په کمپیوټر کې د واټس‌اپ #اپلیکیشن انسټال کړئ. اوس کولي شئ په مستقیم ډول له براوزر څخه زنګ ووهئ. ​په ګروپي تماسونو کې د ګډون او د زنګ لپاره د لېنک (#Link) جوړولو اسانتیا هم پکې اضافه شوې. ​دا #فیچر اوس د ازموینې په وروستیو پړاوونو کې دی او ډېر ژر به ټولو ته فعال شي. ایا تاسو کله #WhatsaApp Web استعمال کړی؟؟ ​#واټس‌اپ #ټکنالوژي #نوی_اپډیټ #WhatsAppWeb #velasatalite Sayed Mazal #Update #News

  • 21 янв.2 64533

    🌐 د نړۍ تر ټولو زياته کومه ټولنیزه شبکه ده چې زيات کارونکي لري🌐 💥 فیسبوک ۳ میلیارد 💥 یوتیوب ۲.۵ میلیارد 💥 انسټاګرام او واټس اپ ۲ میلیارد 💥 ټک ټاک ۱.۵ میلیارد 💥 ټیلیګرام ۹۵۰ میلیون 💡 یاد ولره: #میټا (#فېسبوک) ټولې شبکې ۷.۹ میلیارد کارونکي لري! مارک زوکربرګ په ټولنیزو شبکو واکمني لري.

  • 20 янв.3 08991

    آیا پوهېږئ چې ستاسو #موبایل څنګه په تیاره کې هم ستاسو څېره پېژني؟ فیس آی ډي د عادي کامرې په څېر یوازې یو ساده عکس نه اخلي، بلکې ستاسو د مخ یو۳ډي (3D) نقشه جوړوي. ​دا #سیسټم څنګه دومره دقیق دی؟ ​۳۰،۰۰۰ د موبایل #سینسرونه ستاسو پر مخ ۳۰ زره نندارې (#Invisible_Infrared_Dots) شیندي چې د انسان سترګو ته نه ښکاري. ​ دا ټکي ستاسو د مخ لوړې ژورې، د پوزې جوړښت او د سترګو واټن په دقیق ډول اندازه کوي. له همدې امله دا سیسټم په عکس نه #غولېږي؛ ځکه عکس "اوږدوالی او سور" لري خو "ژوروالی" نه لري. څرنګه چې دا سیسټم له "#انفرارېډ" وړانګو څخه کار اخلي، نو په پوره تیاره کې هم ستاسو مخ په اسانۍ پېژني. ​ که تاسو خپل #وېښتان بدل کړئ، ږیره پرېږدئ او یا عینکې په سترګو کړئ، فیس آی ډي ستاسو د مخ د هډوکو د جوړښت له مخې بیا هم تاسو پېژني. ​ما ته ډیره #جالبه ده چې سیستمونه دومره دقیق شوی چې حد پرې تمام دي. دا لا د څو کلونو پرمختګ دي د ټکنالوژۍ له نړۍ. تاسو #تصور وکړئ ٢٠ کاله یا ٥٠ کاله وروسته به څه حال وې. علم او ټکنالوژي مخ د نړۍ سره سیال کوی. ​#FaceID #AppleTech #Security #iPhone #Biometrics #فیس_آی_ډي #ټکنالوژي #امنیت #ځیرک_موبایل #معلومات #سعیدمزل

  • 19 янв.2 88762

    په Nessus کې یو دا ښه خوبي شته چې کله درته یوه Vulnerability کشف کړي نو د هغې په باره کې درته Exploit هم په ګوته کوي چې که چېرته دغه Vulnerability په سېستم کې شتون ولري نو هیکر د یادې کمزورۍ څخه په استفادې دغه ډول Exploit کوي. یا یاده کمزوري له داخل او بهر څخه Exploit کیدای شي. د Exploit څخه هدف په غېر مجاز طرېقې سره د یو سېسټم د کمزورې نقطې څخه په استفادې سېسټم ته داخل کیدلو طرېقې ته وايي. د Nessus د Scan ډولونه د Nessus په واسطه لاندې Scanning کولای شو. اول. Basic Scan یو ابتدایه یا عادي Scan ده چې په واسطه يې کولای شو په یو سېسټم کې خلاص یا Open پورټونه Scan او په اړه يې معلومات وکړو. دوهم. Advanced Scan دا یو مفصل Scan ده چې خپل Setting غواړي چې دغه ډول Scan د مسلکي Pen Tester یا Security اېنجېنر په واسطه کیږي. دریم. Credential Scan په دې ډول Scan کې Nessus ته د یو سېسټم Username او Password ورکول کیږي چې بیا په سېسټم کې دننه دقیق Scan کوي چې ډېر کم False Positive لري. د False Positive څخه هدف دا ده چې ځینې وخت Nessus یو څه د کمزورتیا نقاط ښايي خو په اصل کې هغه د کمزورتیا نقاط نه وي او نه کوم جدي خطر لري، نو په Credential Scan کې Nessus داسې Scan درته کوي چې False Positive پکې بیهي نه وي او یا ډېر کم وي. څلورم. Non-Credential Scan یو داسې Scan ده چې ضرورت نشته چې تاسې Nessus ته د خپل سېسټمونو اړوند Username او Passwords ورکړی بلکې بهرنی Scan درته کوي لکه څنګه چې يې یو هیکر کوي. یادونه: په Non-Credential Scan کې یو څه False Positive شتون لري. پنځم. Web Base Scan په دې ډول Scan کې Nessus تاسې ته د Website اړوند Scan کوي او ستاسو په Website کې شته د کمزورتیا نقاط یا Vulnerability ښايي. شپږم. Compliance Scan هدف ترې دا ده چې Nessus تاسې ته د نړیوال معیار په اساس Scan کوي او معلوموي چې ایا ستاسو سېسټم د نړیوال Standard یا معیار مطابق Secure ده او که نه ده. د Nessus ډولونه او قیمتونه اول. Nessus Essential دا د Nessus وړیا نسخه ده چې تاسې ته محدود کار او یا محدود Scan کولای شي او د تمرین کولو لپاره غوره ده، او همدارنګه د یو کوچنی شبکې اړوند Scan درته کولای شي. دوهم. Nessus Professional د Nessus دغه ډول وړیا نه ده بلکې کلني لېسنسونو لپاره جلا جلا قیمتونه لري چې دغه قیمتونه د Tenable.com وېبسایټ له مخې په لاندې ډول دي. یو کلن لېسنس 4390$ پورې. دوه کلن لېسنس 8560$ ډالرو پورې. درې کلن لېسنس 12511$ ډالر پورې. دریم. Nessus Expert دغه ډول يې د Web Application او Website سکین کولو لپاره او د بیروني سکین لپاره ده چې قوي امکانات لري او قیمتونه يې په لاندې ډول دي. یو کلن 6390$ ډالرو پورې. دوه کلن لېسنس 12460$ پورې. درې کلن لېسنس 18211$ ډالرو پورې. یادونه: قیمتونه يې وخت پر وخت بدلیږي. #Info #cybersecurity #education #ethicalhacking #technology #tech

  • 19 янв.2 506102

    نېسس یا Nessus څه شی ده؟ لېکنه استاد عزت الله یادونه: که تاسو په لویو نېټورکونو یا متوسطو نېټورکونو کې د سایبر سکیوریټي بخش کې کار کوی نو یاد Tool ستاسو لپاره بهتر Tool ده او په خپلو نېټورکونو کې يې اعیار کړی تر څو مو نېټورک او یا کمپیوټري سېسټم خوندي او باوري وي او خپل شرکت لخوا هم وستایل شی او نمرې درکړي، نو لېکنه تر اخېره پورې ولولی. نېسس یا Nessus یو قوي د Vulnerability یا د کمزورو نقطو د کشف کولو او موندلو لپاره یو Scanner سافټویر ده چې په واسطه يې کولای شو په یو کمپيوټري سېسټم یا کمپیوټري شبکه کې د شته وسایلو او سافټویرونو د کمزورتیا نقاط یا Vulnerabilities پیدا او یا کشف کړو. دغه Tool د یو شرکت له خوا جوړ شوی ده چې نوم يې Tenable ده. د Nessus Tool کوم بریدګر Tool نه ده یعنې ددې Tool په واسطه حمله نه کیږي بلکې یاد Tool تاسې ته ستاسو په سېسټم کې Vulnerabilities یا د کمزورتیا نقاط درښايي. که چېرته تاسې یوه لویه شبکه لری یا یو لوی کمپیوټري سېسټم لری نو ډېره غوره ده چې پکې Nessus اعیار کړی ځکه دا یو داسې Tool ده چې ستاسو په کمپيوټري سېسټم یا کمپیوټري شبکه کې شته امنیتي نیمګړتیاوې معلوموي، همدارنګه د سکیوریټي له پلوه کمزورې کنفګرېشنې درته په ګوته کوي، او همدارنګه په اړه يې درته حل لاره هم ښايي، یعنې تاسې ته هدایت کوي چې ستاسو په سېسټم کې دغه د کمزورتیا نقطې شتون لري په دې طرېقې سره يې له منځه وېسه مخکې له دې چې ددغه نقاطو په واسطه یو هیکر ستاسو سېسټم ته لاسرسی پیدا کړي، یعنې مخکې له دې چې هیکر ستاسو په سېسټم باندې سایبري برید کوي د هغه کمزورو نقطو په واسطه چې ستاسو په سېسټم کې شتون لري نو Nesses يې مخکې نه مخکې درته په ګوته کوي، تر څو له منځه وړلو لپاره يې اقدام وکړی. د Nessus په واسطه تاسې کولای شی د Vulnerability د خطر کچه یا لېول معلوم کړی یعنې کله چې Nessus تاسو ته ستاسو په سېسټم کې کومه د کمزورتیا نقطه پیدا کړي نو د هغې لېول هم درته په ګوته کوي چې یاده Vulnerability څومره خطرناکه ده. د Nessus Tool د CVSS د معیار په اساس کار کوي چې د CVSS پوره معنا Common Vulnerability Scoring System ده، یعنې دا یو داسې نړیوال معیار ده چې د Security په برخه کې قوانین، فرمولونه او د نمبرو سېسټم لري تر څو د Vulnerability د خطر طرېقه اندازه ګیري کړي. یاد معیار د FIRST.Org سازمان له طرفه جوړ شوی ده چې پوره معنا یې Forum of Incident Response and Security Teams ده، چې یاد سازمان د سایبري امنیت لپاره معیارونه جوړوي یا نړیوال امنیتي چوکاټونه جوړوي او نړۍ کې د سایبري امنیت په برخه کې د دفا‌ء چې کوم ټیمونه دي هغوی ته د سایبري امنیت په برخه کې لارښوونې کوي تر څو امنیتي پېښو ته ژر او دقیق ځواب ورکړي. د CVSS معیار وخت په وخت Update کیږي چې اوسنی ورژن يې v4 ده. د نړۍ ټول امنیتي شرکتونه او د هغوی Tool کولای شي چې د CVSS معیار څخه استفاده وکړي چې Nessus هم د CVSS معیار په اساس جوړ شوی ده. کله چې یوه Vulnerability جوړیږي او یا کشف کیږي نو CVSS ورته د زیان رسولو یو نمبر ټاکي چې دغه نمبرې پنځه فکتورونه لري چې په لاندې ډول دي. اول. 0 کله چې یوې Vulnerability ته 0 لیکل شوی وي نو معنا دا چې دغه Vulnerability کوم خطر نه لري. دوهم. 0.1-3.9 چې دې ته Low یا ټیټ خطر وايي یعنې کله چې یوې Vulnerability ته دغه شمارې یا نمبر لیکل شوی وي نو معنا دا چې خطر يې کمزوری ده یعنې دومره قوي خطر ترې نېټورک ته نه جوړیږي. دریم. 4.0-6.9 چې دې ته منځنی یا Medium خطر وايي، یعنې کله چې یاد نمبر کومې Vulnerability ته لیکل شوی وي نو معنا دا چې خطر یې متوسط ده. څلورم. 7.0-8.9 چې دې ته High یا لوړ خطر وایي یعنې یاده Vulnerability لوړ خطر لري. پنځم. 9.0-10 چې دې ته Critical یا جدي خطر وايي یعنې یاده Vulnerability یو جدي خطر ستاسو نېټورک یا کمپیوټري سېسټم ته پېښولی شي باید چې جدي اقدام وکړی او له منځه يې ویسی. نو Nessus هم د یاد CVSS معیار په اساس جوړ شوی ده چې هر ډول Vulnerability درته کشف کړي نو د هغوی د خطر نمبر یا لېول هم درته د CVSS معیار په اساس نشاني کوي. هر هغه څه چې Nessus يې Scan کولای شي په لاندې ډول دي. اول. Operating Systems لکه Windows, Linux, Mac OS. دوهم. Network Devices لکه روټر، سوېچ، فایروال او داسې نور. دریم. Servers لکه Web Server, Database Server, Mail Server او داسې نور. څلورم. Applications لکه Web Applications, او ستاسو په سېسټم کې Desktop اپلېکشنې. پنځم. خلاص یا Open پورټونه Scan کولای شي. شپږم. د نېټورک اړوند هغه Services چې تاسې په خپل نېټورک کې Run کړي دي Scan کولای او د کمزورتیا نقاط په ګوته کولای شي.

  • 15 янв.2 98333

    #ساینسپوهانو یو ډېر کوچنی #مایکرو_روبوټ جوړ کړی چې د انسان د ګوتې د نښې په سطحه ځایېږي او اندازه یې شاوخوا ۲۰۰×۳۰۰ مایکرومیټره ده، دا روبوټ ساده مدغم برېښنايي #سیستم لري او خپلواک حرکت نه کوي بلکې د #برېښنايي ساحې په وسیله په مایع #چاپېریال کې حرکت ورکول کېږي. دا ډول #روبوټونه اوس هم د څېړنې په پړاو کې دي او لا عملي درملنه نه بلل کېږي. خو څېړونکي باور لري چې په راتلونکي کې به د بدن دننه د هدفمندو #طبي څېړنو لپاره ترې کار واخیستل شي. د تولید لګښت یې ډېر ټیټ اټکل شوی خو لا #بازار ته نه دی راوتلی، دا پرمختګ د مایکرو #ټکنالوژۍ په برخه کې مهم علمي ګام ګڼل کېږي. #sayedmazal Sayed Mazal #mazal #boot #robotics #microrobots #boots #chips #chip

  • 10 янв.3 63516

    پښتو ژبه او د مصنوعي ځیرکتیا د غږ پېژندنې اوسنی حالت او راتلونکې اړتیاوې که د مصنوعي ځیرکتیا دې لنډ خبر ته پام وکړو، وبه ګورو، چې په څو برخو کې غږیزې تېروتنې کوي! سره له دې چې پښتو یوه لویه ژبه ده، تر پنځوس ميليونه وګړي پرې خبرې کوي، خو د مصنوعي ځیرکتیا په ځانګړي ډول د غږ پېژندنې (Speech Recognition) او غږیزو ډیټاستونو په برخه کې تر ډېره له پامه غورځول شوې ده. په وروستیو کلونو کې، د نړیوالو او سیمه‌ییزو نوښتونو په مټ، د پښتو ژبې لپاره مهم لومړني ګامونه اخیستل شوي او دا ژبه ورو ورو د ډیجیټلي کېدو نوې مرحلې ته داخله شوې ده. د موضوع د ښه وضاحت لپاره، بحث په لاندې پړاوونو کې وړاندې کېږي: ۱. د پښتو غږیزو ټکنالوژیو لومړني پرمختګونه د ژبو د غږونو د راټولولو په برخه کې تر ټولو ستره نړیواله پروژه د Mozilla Common Voice ده. پښتو ژبه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ دې پروژې ته ورزیاته شوه او سلګونو داوطلبانو پکې خپل غږونه ثبت کړل. د دې پروژې مهمې پایلې عبارت دي له: د پښتو لومړنی ازاد او عام غږیز ډیټاست خپور شو؛ له ۱۵۲۳ څخه زیاتو ویونکو (speakers) پکې ګډون وکړ؛ شاوخوا ۱۴۸ ساعتونه طبیعي غږونه راټول شول؛ پښتو ژبه د نړیوالو AI ماډلونو د روزنې برخه وګرځېده او د لهجوي زده‌کړې بنسټ کېښودل شو. دا پرمختګ د پښتو ژبې د ډیجیټلي او تخنیکي ودې لپاره یو تاریخي ګام بلل کېږي. ۲. څېړنیز ماډلونه او تخنیکي پرمختګونه تر دې دمه یو شمېر علمي څېړنې ترسره شوې دي چې موخه یې د پښتو غږ پېژندنه پیاوړې کول دي. په دې برخه کې درې مهم پرمختګونه د یادونې وړ دي: الف ـ د Transformer پر بنسټ ASR ماډلونه څېړونکو هڅه کړې چې د Transformer ټکنالوژۍ په کارولو د پښتو مسلسل غږ پېژندنه (Continuous Speech Recognition) ترسره کړي. پایلې ښيي چې دا کار تخنیکي امکان لري، خو د لهجوي توپیرونو له امله لا هم دقت لوړولو ته اړتیا شته. ب ـ د غږیزو حکمونو پېژندنه په ځینو پروژو کې د ژورې زده‌کړې (Deep Learning) تخنیکونه کارول شوي او سیستم د انسان غږ تر نږدې ۹۲٪ دقت پورې پېژندلی شي. دا چاره ښيي چې د کمې سرچینې لرونکو ژبو لپاره هم د AI کارول عملي بریالیتوب لرلای شي. ج ـ مصنوعي غږیز ډیټاستونه د pashto_speech_20k په څېر پروژو کې شاوخوا ۲۰ زره مصنوعي جملې جوړې شوې دي، خو دا ډول ډیټاستونه د خلکو د طبیعي خبرو بشپړ بدیل نه شي کېدای او لهجوي تنوع پکې محدوده ده. ۳. ستونزې او پاتې تشې سره له دې پرمختګونو، پښتو لا هم د مصنوعي ځیرکتیا په ډګر کې له جدي ننګونو سره مخ ده. مهمې ستونزې یې: ۱. د لهجو کم استازیتوب تر اوسه ډېری ډیټاستونه د یوې محدودې یا منځنۍ لهجې پر بنسټ جوړ شوي دي. کندهاري، ننګرهاري، وزیرستاني، بنوچي، یوسفزوی او نورې لهجې لږې ثبت شوې دي، چې دا حالت د ماډلونو دقت راکموي. ۲. د ډیټاستونو کوچنی حجم ۱۴۸ ساعتونه د یوې لویې ژبې لپاره بسنه نه کوي، په ځانګړي ډول کله چې موخه د لهجوي تنوع پوښښ وي. په نړیوال معیار کې بریالي ډیټاستونه عموماً تر ۲۰۰۰ ساعتونو پورې رسېږي. ۳. د غږیزو ځانګړنو نیمګړتیا اوسني پښتو ډیټاستونه د عمر، جنسیت، سیمې، ښاري او کلیوالي توپیر، او د بېلابېلو موضوعاتو پراخه بېلګې نه لري. ۴. د سیمه‌ییزو بنسټونو کمزوری رول پوهنتونونه، رسمي ادارې او څېړنیز مرکزونه لا هم د غږیزو ټکنالوژیو لپاره منظم، اوږدمهاله او همغږی پلان نه لري. ۴. راتلونکې لارې او اړتیاوې د دې لپاره چې پښتو د غږ پېژندنې په برخه کې پیاوړې ژبه وګرځي، لاندې ګامونه ضروري دي: ۱. د ټولو لهجو پراخ او هدفمند ثبت ۲. د علمي، تخنیکي او ټولنیزو بنسټونو فعال ګډون ۳. د ۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ساعتونو پورې د معیاري غږیزو ډیټاستونو جوړول ۴. د پښتو لپاره د خپلواک acoustic او language ماډلونو روزنه ۵. د نړیوالو بنسټونو لکه UNESCO، Mozilla، GIZ او USAID همکاري او ملاتړ اوس مهال پښتو ژبه د مصنوعي ځیرکتیا په ډګر کې د بنسټیزو پرمختګونو پړاو ته رسېدلې ده. د Common Voice ډیټاست، څېړنیز ماډلونه او د ځینو لابراتوارونو هڅې د دې څرګند ثبوت دی. خو د لهجوي تنوع کم استازیتوب، د لویو ډیټاستونو نشتوالی او غیر منظم علمي پلانونه هغه تشې دي چې باید ژر تر ژره ډکې شي. که د غږیزو ټکنالوژیو لپاره یو منظم، ملي او علمي پلان جوړ شي، کیدای شي په نږدې راتلونکي کې پشتو د هغو ژبو په کتار کې ودریږي چې بشپړ غږ پېژندنه، ژباړه او پرمختللي AI سرویسونه لري.

  • 8 янв.3 53071

    د Server Room او Datacenter تر منځ توپیر اول. Server Room څه شی ده؟ په یوه اداره کې هغه ځانګړی ځای یا کوټه ده چې پکې د همغې ادارې اړوند د نېټورک او معلوماتو یا ډېټا اړوند ډیوایسونه یا وسایل ځای پر ځای شوي وي او له همدغه ځایه ټوله شبکه اداره کیږي. یا سرور روم کوچنی وي او یوازې په یوې ادارې پورې محدود وي او د همغه ادارې اړوند سرورونه او د شبکې نور وسایل پکې شتون لري او یوازې همغه ادارې ته خدامات ورکوي او نېټورک ورڅخه اداره کیږي. په Server Room کې لاندې وسایل شتون لري. لکه د مختلفوخداماتو او پالېسیو لپاره سرورونه د شبکې جوړولو او مدیریت لپاره روټرونه او سوېچونه د نېټورک د امنیت لپاره فایروالونه او نور اړوند سکیوریټي ډیوایسونه دشبکې لپاره د معلوماتو ذخېره کوونکې ډیوایسونه یا Storage ډیوایسونه د شبکې د معلومات یا ډېټا لپاره Backup سېسټمونه دشبکې د څار یا Monitor کولو لپاره ځانګړي سېسټمونه د برېښنا اړوند وسایل د وسایلو د تودوحې نورمال ساتلو لپاره Cooling سېسټمونه پکې شتون لري. د اور ضد سېسټمونه چې لوګی او اور مشخص کولی شي او خبرتیا ورکوي او داسې نور هر اداره یا شرکت چې د خپل ځان لپاره نېټورک جوړوي په هغه کې د Server Room شتون اړین ده. په Server Room کې د شبکې اړوند ډیوایسونو د ځای پر ځای کولو یا نصب کولو لپاره رېکونه یا Racks څخه استفاده کیږي تر څو پکې د شبکې ډیوایسونه په منظم شکل انسټال یا نصب شي. په Server Room کې د نېټورک اړوند ډیوایسونه او نور وسایل دومره قوي نه وي لکه څنګه چې په ډېټا سنټرو کې وي. سرور روم امکان لري چې یو وخت Down شي. په یو سرور روم کې د سرورونو زیات شمېر تر 15 او ان تر 20 پورې کیدای شي خو له دې پورته نشي کیدای، چې هغه د شبکې په جوړښت پورې اړه لري یعنې که چېرته شبکه لویه یا Enterprise وي نو سرورونو تعداد پکې زیات کیدای شي. دوهم. Datacenter څه شی ده؟ ډېټا سنټر د سرور روم په نسبت لوی مرکزي ځای ده چې پکې په زرګونه سرورونه، سټورېج ډیوایسونه، نېټورک ډیوایسونه او داسې نور شتون لري چې د نړۍ او همدارنګه د یو هیواد په کچه کولای شي خلکو ته خدامات ورکړي. په دنیا کې مختلفې کمپنۍ شتون لري چې لوی ډېټا سنټرونه لري چې د یو هیواد او همدارنګه د نړۍ په سطحه خلکو ته په مختلفو برخو کې خدامات ورکوي. لکه AWS, Microsoft Azure, Google Cloud, IBM او داسې نور... هغه خدامات چې یو Datacenter يې خلکو ورکوي مختلف او ډېر دي چې یو څو مشهور يې په لاندې ډول دي. د وېبسایټونه کوربتوب کول یا Hosting د Cloud ټکنالوجۍ اړوند خدامات وړاندې کول د بانکونو ISP ګانو او نورو تجارتي کمپنیو مرکزي سېسټمونو ساتنه او داسې نور... په Datacenter کې هغه ډیوایسونه که هغه د شبکې اړوند وي او یا نور وسایل وي د عادي ډیوایسونو په نسبت چې په سرور رومونو کې استعمالیږي ډېر قوي او پرسرعته دي. د یو ډېټا سنټر Down کېدل هېڅ وخت امکان نه لري یعنې د Down کېدو امکان يې صفر ده چې د هر څه لپاره پکې قوي Redundancy تطبیق شوي وي چې هر وخت فعال وي. د یو ډېټا سنټر لپاره د Security تطبیقول ډېر قوي او وخت په وخت Update کیږي یعنې د سکیوریټي اړوند چې کوم تنظیمات په Datacenters کې ترسره کیږي د یو Server room په نسبت ډېر قوي او پیچلي وي چې د هېک کولو امکان يې صفر وي یعنې فزیکي او Logical امنیت يې ډېر په معیاري او قوي بڼه جوړیږي. یو ډېټا سنټر د نړیوالو معیارونو په اساس جوړیږي، تر څو ټولې نړۍ ته مختلف ډوله خدامات ورکړي. #education #technology #learning #Info #cybersecurity

  • 7 янв.3 20793

    د Mac address او IP address تر منځ توپیر اول. Mac address مېک ادرس په اصل کې د یو NIC Card فزیکي ادرس یا پته ده چې د یوې کمپنۍ له طرف ډیوایس ته مشخص کیږي او د تغیر وړ نه وي. د Mac address په واسطه په LAN شبکه کې له یو PC څخه بل PC ته ډېټا د مېک ادرس له لارې لېږل کیږي، یا داسې هم ویلی شو چې په یوه محلي شبکه کې د ډیوایسونو تر منځ ډېټا د مېک ادرس په واسطه تبادله کیږي. په محلي شبکه کې IP ادرس د هدف پېژندنې لپاره کارول کیږي او د ډیوایسونو تر منځ د ډېټا لیږد رالیږد د مېک ادرس په واسطه صورت نیسي. مېک ادرس دولس Hexadecimal شمارې لري چې 6 Bytes او 48bits ادرس ده. مېک ادرس ته Layer 2 ادرس هم ویلی شو ځکه چې سوېچونه په دوهم لیر یا Layer 2 کې کاریږي او سوېچ یوازې Mac address پېژني. مېک ادرس یوازې په محلي یا LAN شبکې پورې محدود ده خو په WAN سطحه باندې پرې ډېټا نشو انتقال کولای. دوهم. IP address د یو ډیوایس لپاره منطقي یا Logical ادرس ده چې فزیکي شتون نه لري چې یو ډیوایس ته یا د شبکې د اډمېن یا د DHCP سرور له لارې ورکول کیږي. دغه ادرس د تغیر وړ ده تاسې کولای شی چې هر وخت يې بدل کړی، چې دوه ډوله لري چې یو ته IPV4 او بل ته IPV6 ویل کیږي چې IPV4 ټول 32bits ادرس ده او IPV6 ټول 128bits ادرس ده. مېک ادرس یوازې په یوه محلي شبکه کې د ډېټا د انتقال لپاره کارول کیږي خو چې کله ډېټا له سوېچ څخه روټر ته انتقال شي بیا روټر دغه ډېټا د IP address په واسطه بل نېټورک ته انتقال کوي. یعنې کله چې ډېټا له یو نېټورک څخه بل نېټورک ته انتقال کیږي نو هغه د روټر په واسطه انتقال کیږي نو په دې صورت کې کله چې ډېټا له یو نېټورک څخه بل نېټورک ته ځي روټر دغه ډېټا بل نېټورک ته د IP address په واسطه انتقالوي نه د Mac address په واسطه. همدارنګه په WAN سطحه باندې د منبع او هدف تر منځ Communication هم په IP address باندې کیږي. نو په لنډ ډول وایم چې Mac address په محلي شبکې کې د Communication او IP address په WAN سطحه باندې د Communication لپاره استعمالیږي. دې ادرس ته Layer 3 ادرس هم ویل کیږي ځکه چې په دریم لیر کې مونږ سره روټر وي او روټر یوازې د IP address په واسطه د ډېټا لیږلو تصمیم نیسي. @top fans

  • 5 янв.3 30711

    A job is not just work, it’s a learning experience. #jobs

  • 29 дек.4 708334

    دا نجلۍ«شرادا کاپرا» نومیږي، هندۍ ده او ۲۳ کاله عمر لري. دا د سافټویر یوه ډېره لایقه انجینره او متخصصه ده. څه موده وړاندې ورته د مایکروسافټ کمپنۍ د ۴۳ لکه هندي روپۍ وړاندیز وکړ چې موږ سره دنده پیل کړه او دا مبلغ معاش به درکوو؛ خو نوموړې هندۍ دا دنده او معاش رد کړل. دا چې نوموړې له خپل مسلک سره ډېره مینه لرله، ترڅنګ یې په ځان ډېر باور او وړتیا لرله، نو د Apna College«خپل کالج» په نوم یې یوټیوب کانال جوړ کړ چې په خورا کمه موده کې یې«7.33» میلیونه فالورز پیدا کړل چې اوس له هغه ۴۳ لکه هندي کلدارو د خپل کانال له ادرسه ډېرې پیسې ګټي. هدف دا دی چې په خپله خوښه مسلکونه وټاکئ، بیا په کې په پوره مینه او وړتیا سره کار وکړئ. ځان ورسوي. پیسې او دنیا به ستاسې پښو کې وي. لاندې برخه کې يې بهترين کورسونه او د هغې يوټيوب چينل ليدلى شئ. Data structure Css Javascript Github Java Dsa course Python

  • 27 дек.3 943112

    چینايي انجن اې آی کمپنۍ له ټرمېنیټر فلم نه په الهام تر انسانانو تېز تکواندو باز روباټ جوړ کړ. د ټي -٨٠٠ په نوم دا روباټ ١،٧٣ متره قد، ٧٥ کلو وزن او فابریکو کې پر لپسې څلور ساعته په چټکۍ د پرزه جاتو بدلولو، نصبولو ظرفیت لري خو ٥ کیلو وزن هم جګولی شي. یاد روباټ له مګنیزیم او المونیمو جوړ دی، ٢٩ زاویو کې حرکت کولی او حساس سنسرونه یې په بیړني ډول د شاوخوا شیانو د پیژندلو وړتیا لري.

  • 26 дек.3 734111

    چین به لومړنی هېواد شي چې ویتنام سره خپلې پولې له دې وروسته په ځیرکو روباتونو کنټرولوي. چین د دغه کار لپاره شینزن یوبي ټیک کمپنۍ سره د ٣٧ ملیونه ډالرو ارزانه تړون کړی چې د پنځم نسل لوی شمېر واکر ایس ټو ماډل روباټونه ورته جوړ کړي. دا روباټونه هر ځای ته د عادي انسان په څېر تللی شي، د فیصلې خپل توان لري، خپلی بیټرۍ خپله بدلوي، دا ١،٧٦ متره دنګ د انساني قد لرونکي روباټونه به د ګوانګژي پر سرحد د مسافرو له لارښوونې او کنټروله واخله تر لوجستیک او دولتي ماموریتونو پورې کارونه اجرا کوی

  • 26 дек.3 83983

    What is Web Hosting? موږ چې په انټرنېټ هر څه پلټو اؤ ګورو دا ټول په فزيکي ډول له ځانګړو سرورونو څخه هاسټ (پر ليکه) کېږي. کله چې غواړو يؤ وېب سايټ هاسټ کړو نو يا به په خپله دا ټول سيستم برابروو چې ډېرې بوديجې، لوړو مهارتونو اؤ وخت ته اړتيا ده اؤ يا به هم د هاسټنګ له خدماتو ګټه اخلئ. درې ډوله هاسټنګ لرو چې له Shared, Dedicated اؤ VPS څخه عبارت دي. لومړی Dedicated: په ډيډيکېټ هاسټينګ کې په ټول هارډوير اؤ سافټوير يواځې زموږ واک وي اؤ بل شريک په کې نه لرو، ښه والی يې دا دی چې سيکيوريټي يې قوي وي، نېټورک يې جدا وي، ټرافيک يې کم وي، سرعت يې زيات وي اؤ کولای شو د خپلې خوښې هر ډول تنظيمات اؤ ترتيبات په کې برابر کړو اؤ منفي نقطه يې بيا دا چې لګښت يې زيات دی. د لويو بزنس کمپنيو لپاره ګټور دی. دويم Shared: په شريک هاسټينګ کې يؤ فزيکي سرور اؤ نور ټول هارډوير اؤ سافټوير د ټولو مشتريانو ترمنځ شريک وي. يوزر چې په يؤ وخت کې څومره هارډوير يا سافټوير ته اړتيا لري هغومره ورته ځانګړی کېږي. نېټورک يې شريک وي اؤ له همدې امله ددې امکان وي چې يؤ کاروونکی (User) د نورو مالوماتو ته لاسرسی پيدا کړي اؤ دا چې ټول له يؤ نېټورک استفاده کوي نو ټرافيک يې زيات وي، سرعت يې کمېږي. د کوچنيو کمپنيو، بلاګ چلوونکو اؤ عادي وېب سايټونو لپاره ګټور دی. دريم VPS: دا بيا د پورتنيو دواړو ترمنځ دی. د Dedicated غوندې هر څه د ځان کوي نه اؤ د Shared غوندې يې هر څه شريک هم نه وي. په دغه ډول هاسټينګ کې د Virtualization له ټکنالوژي څخه په استفادې يؤ سرور په څو برخو وېشل کېږي چې هره برخه يې جلا جلا اپرېټينګ سيسټم، سافټوير اؤ نېټورک لري اؤ هر يوزر ته د غوښتنې سره سم خدمات وړاندې کېږي. د هاسټنګ يوه بله ګټه دا وي چې ستاسې ای پي اؤ موقعيت ته بدلون ورکوي. مثلاً ځينې سايټونه له افغانستان څخه نه اکسېس کېږي؛ لکه PayPal چې د افغانستان له ای پي څخه په اکسېس کېدو مو اکونټ بلاک کوي. نو تاسې کولای شئ د هاسټنګ څخه په استفادې دغه ډول خدماتو، سايټونو اؤ سافټويرونو ته په اسانۍ لاسرسی پيدا کړئ. نوټ: VPN اؤ VPS دوه بېلې ماناګانې لري اؤ له يؤ بل سره د پرتلې وړ نه دي. VPN يواځې نېټورک سيکيور کوي، اي پي اؤ موقعيت ته مو تغير ورکوي اؤ د براوزر له لارې محفوظه پلټنه (Safe Browsing) کوي شو خو هاسټنګ موږ ته د يوه سرور ټولې اړتياوې پوره کوي.

  • 25 дек.2 58510

    ایا له دې خبر یاست؟ د لویو سوداګریزو الوتکو هر ځل کېناستل په رن وې باندې له خپلو ټایرونو څخه 1.5 کیلو ګرامه ربړ د "رن وې" په سړک پرېږدي . په لویو هوایي ډګرونو کې بیا د دې د پاکولو لپاره خپل ماشینونه شتون لري . د دوبۍ له هوایي ډګر څخه هره ورځ 250 کیلو ګرامه ربړ د" رن وې" له سره پاکیږي . ❤✅🌹 #samadmusaahmadzai #love #education #technology