د ژوند پاڼه
Статистикаمحترم 《محترمهَ》🥰 دلته به تاسو ته نوی پښتو شعرونه هوو ویناوی به خپره وو 🤞☆☆☆》❣️《☆☆☆🤞 هیله ده چی جوئین شي (او زموږ ملتیا وکړی) تبادله 👇 @zakhmy_janan
- Последний пост
- 14 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 2
- Всего постов
- 32
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Образование (по похожим)
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 7
- 1/48двое суток
- 8
- 1/72трое суток
- 8
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
د اسد ۲۴ مې بریا دې ټول اسلامي امت ته مبارک وي؛ په دې هیله چې یاده بریا نوره هم پراخه شي او ټول مسلمانان له سپېڅلې خپلواکۍ برخمن شي. خُبیبـــــ حنظلهـــــ🥀
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
بغیر له تا زما هره : خوشحالی " نیمګړی " ده نو فګر ... وکه چی ته زما لپاره څومره ضروری یی .." ❤️🩹
دوه شیان هیڅکله مه هیروه، اول الله (ج) دویم د اخرت کور.☝️
ځــيـنې، دردونه په درمـــلو نه بـلکې په انـسانانــو ښـه کــــيـږی
د ځینو تر څنګ بل رقم سکون وې، خو کاش چې شتون یې همیشه وای.🙃
خاونده دا وار می زړه روغ کړی نور می ده مینی نه توبی وکشلی دینه 🥀😢💔
خاونده دیارلس کاله شپه کړی سبا یی مکړی لالی بل وطن ته ځینه🥀😢💔
چی نیمه شپه شی خلک ویده شی☺️ لیونی یار می را په زره شی♥️ بیا می همدا تپه په زره شی😁 که دیدن وشی که ونشی🫣 دیار په کلی تک راتگ مزه کوینه🙈🥺 #feroz.
خاونده دیارلس کاله شپۀ کړې ویښه مې مۀ کړې لالی بل وطن ته ځینه خاونده دیارلس کاله شپۀ کړې ویښه مې مۀ کړې بې ننګي مې زوروینه خاونده دیارلس کاله شپۀ کړې چې د لالي غېږ کې ولاړه وچه شمه په خپل لالي يمه بې قدره د يُور له کسته سترګې تورې ګرځومه د لالي کور راته دوزخ شو په ما یې بله بنه وکړه غرقه شومه مسافري دې جواري شوه نۀ کور ته راغلې نۀ دې راوړۀ دولتونه په نوم یې زه بدنامه ګرځم لالی چې بله خوښوي، دلۀ به وینه لېچې مې ډکې له بنګړو شوې یار د دوبۍ درهم راوړي خانه یې کړمه لالی به ولې له زړه باسم کعبه به ولې په مندرو بدلومه ځواني مې لاړه، راشه زر کړه زلیخا نه یمه چې بیا به پېغله شمه ناترسه یاره چېرې لاړې زه د دادا انګړ کې ګوښې ناسته یمه که حق بښې نو رابښه يې بيګا په خوب کې درنه خړو اوبه وړمه اوس راته سر د لارې نیسې په غبرګو ړوند شې په ګاؤنډ دې ستره شومه واړه دې مړه زاړه دې پړه شه اوبه دې زړه شه چې دې غم ډنګره کړینه لۀ دعا ګانو نه دې زار شم خو د خوښیو لکه بنه بدې شمه خدای به مې ورک لالئ پیدا کړي بیا به همزولو منځ کې خواره نه کېنمه بیلتون دې قدر را معلوم کۀ که بیا مې یار شوې غلامي به دې کومه د لېونۍ د خولې خـبره ته به د بل شې ما به هېره کړې مٸينه کۀ تا پښتو کولی یاره زۀ بۀ د بل کلي پۀ خان نه ودېدمه غږ دې راتۀ کڼه خو نه وم د مېرې کور دی در وتی نه شوم مئینه غم به مې جرړې د زړۀ پرې کړي د بل د لارې مله نۀ راځي خوبونه زما په زړه کې څړيکې وشوې لکه چې زړۀ کې د لالي وګرځيدمه ته مسلمان یاد دې کافر دی تمامه شپه مې لکه ډمه ګډوینه زما دې زړه له مینې تور که ستا دې زړه تور له دې تمام جهانه شینه د زندګۍ پوښتنه مکړه لکه ویشتلې مرغۍ لویږم په منډونه ژوندون مې کټ مټ جهنم دی د دوزخونو به دې څه پروا لرمه په تګ دې دومره شوم خرابه لکه خزان وهلې پاڼې ګلابونه په ميلمنو دې ډزې وشه تر نيمې شپې پورې يواځې ناسته يمه بې وسي توره وي که سپينه لالی مې ځي زه په کنډو ولاړه يمه چې پښتانه پېغله وادیـږي په هر ارمان یې چاړې غبرګې غبرګې ځینه دا خو د ستا د یارۍ ټس ؤ چې پۀ کنډو مې اړولې ودوینه سفر کې جګې سترګي ګرځه تورې کمڅۍ لاليه تاته سپينومه مسافرى په بي غمى کړه زه پښتنه يم په نامه دى ناسته يمه رب دې زما په شان مئین کړه چې کبرجن ځان تۀ دې فکر شي مئینه تا پۀ سفر ځواني زَړه کړه زۀ د هجران د لاسه زیړه پاڼه شومه په اﺯلي برخو يې نه يم لالى هندو ښه دى چې نه مې ﺯوروينه يو کال به نوره درته کښېنم زيارت خو نه يي چي جنډې به دي ساتمه په غم به تا زرې زرې کړي دوی به سپېرو خاورو ته ووهي څنګونه په بل وطن مې پیرزو نه یې د غریبۍ ژوند ته دې گورم غلې یمـه لالیه ډاډ دې را سره که رواج لېوه شو، بند پۀ بند مې ماتوینه! بس که زما منې لالیه زه دې بیللې یم ما هېره کړه میئنه کۀ بې لۀ تا مې وخت تیريږي د خدای پۀ در کې دې سر ټیټې شم مئینه د کونډیتوب خوبونه وینم لالی پردي مړي پۀ ځان حسابوینه لۀ ما یې یار پۀ پښتو بېل کۀ د ملک زوی ځانته هندوې ګډوینه تسلي کومه درله در کړم قرآن راواخلم، که دې پښو ته ښکته شمه؟ ﺯه به دې تللي لارې ګورم ته به ښکار شوى د ليوانو وې مئینه زما دې لارې ته سلګۍ دي ستا له میراته ملکه هیڅوک نه راځینه په ﺯړهٔ به غټه تيږه کېږدم که بيا مې يار کړې دې هندوې لور به يمه په ما دې کوډې اثر نه کا ما بنګالۍ کوډې په خوله خوړلي دينه ستا بۀ د بدو نصیب ډېر وي د خدای ورکړې لالي څوک مخ اړوینۀ ما په نصیب موندلیه یاره د خلګو خولې دې رانه ولي بېلوینه د پشکال په ګرمۍ پوخ شې څنګه دې ورانو دیوالو ته پرېښودمه! څوک د پرې شوي پاڼ په ژۍ دي څوک د تقدير کرښو ته شپې سبا کوينه د قاصیرې د ګټې نه دی د خټو ډکې پښې په ما چاپي کوینه
په جانان ټول کلی شایسته وو💔 چی جانان نه وی کلی ړنګ دی څه یی کړمه🥹 🥀😢💔
کله چې تا ووینم، زړه مې خوشحال شي، خو کله چې فکر وکړم کېدای شي ته زما نه یې، زړه مې درد کوي. بیا هم ستا عزت کوم او ستا د خوشحالۍ هیله لرم. 💔🥀😢
چې ما راکش کړي ستا خبرو ته له نورو خلکو اوس دې هغه خوشبو لالیه له سلامه نه ځي #پل
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
تر جامو مو په څهرو کې ګونځې ډیرې ځکه ستړي ژوند اغوستي په څو وار یو ؟
پټ عبادت د بنده اخلاص او صداقت زیاتوي، او پټ عبادت د دې سبب کېږي چې انسان په خپل عمل مغرور نه شي. همدارنګه د هغه اړیکه له خپل رب او خالق سره لا پیاوړی کوي. څوک چې خپل نېک عمل له خلکو پټ ساتي، هغه یې یوازې د خپل خالق لپاره ترسره کوي.
نن د عبادت خزانه راټوله کړئ؛ ځکه ډېر کسان د سبا په هیله ویده شول، خو د سبا لمر یې ونه لید.
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
له ډېر وخت راهیسې مې سترګې د مدینې د لیدو په ارمان اوښکې تویوي، اې د الله رسوله ﷺ🥺 یوه لاره راته برابره کړه، چې ستا سپېڅلی مدینه منوره ووینم. 🤲💚 مُحَمَّد ﷺ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّم ❤️
یوه لیڪنه سل خبري..! له ټولو خلڪو سره مساوي چلند مه ڪوئ!! ځڪه چې ټول ناروغان یو ډول درملو ته اړتیا نه لري..!😉