tgindex
رنځپوهنه

رنځپوهنه

Статистика

زه یو تش غوندې کتاب یم، قلم مې راسره دی، خپلې خالي پاڼې توروم! #هارون_ادیب تبادله: @anesthesia_Dr

Последний пост
15 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
10
Всего постов
34
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Книги
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
445
+3 за 2 дн.
Сутки
0
0,00%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
61
34 постов
Вовлечённость
13,7%
к подписчикам
Постов в день
1,4
всего 34
Упоминаний
1
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
48
1/48двое суток
55
1/72трое суток
59

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • عادت د ژوند بې رحمه ترینه زهر دي؛ ځکه چې ورو ورو بدن ته دننه کېږي، په چوپتیا کې کرار کرار وده کوي او زمونږ له بې خبرۍ څخه ځان خړوبوي. کله چې یې مونږ له مسموم والي خبرېږو، نو وینو چې زمونږ د بدن هره ذره او برخه ورسره ګډه شوې ده، د بدن هر حرکت د هغې د شرایطو تابع دی او هېڅ درمل یې درملنه نه شي کولای. #اوریانا_فالاچي #ژباړه_رنځپوهنه

  • هېڅکله هم مه مئین کېږئ! مینه د زندان په څېر ده، که مئین شوې، د خپل ژوند کنټرول له لاسه ورکوې. نه یوازې ژوند، بلکې زړه او فکر دې هم درنه نا کنټروله کېږی. ستا ژوند د بل تر اغېزې لاندې راځي، د خپل معشوق د ساتلو لپاره به هر کار کوې، آن که هغه کار ډېر خطرناک هم وي... عشق د یو نا اټکله او خطرناکه احساس نوم دی. آیا دېته چمتو یې چې هر څه له ژوند او روزګاره لرې وغورځوې ترڅو هغه څه ته ورسېږې چې ته یې غواړې؟ عشق هغه قاتل دی چې له ځانه هېڅ نښه نه پرېږدي! د #پائولو_کوئیلو خبره ده،  منئ یې؟ #ژباړه_رنځپوهنه

  • سورة الکهف به تلاوت کړو!

  • یوه کس د لومړي ځل لپاره کرم (کلم) ولید. لومړۍ پاڼه یې ترې جلا کړه، لاندې یې بله پاڼه وه، هغه هم یې جلا کړه خو د هغې لاندې هم پاڼه وه... کس له ځان سره کړل؛ حتماً به یو مهم شی پکې وي چې داسې یې په پاڼو کې پټ کړی. ده ټولې پاڼې لرې کړې تر دې چې کرم خلاص شو، خو ویې لیدل چې منځ کې یې هېڅ هم نه ؤ، بلکې خپله کرم له همدې پاڼو جوړ ؤ. کیسه راته وایي چې؛ ژوند هم د کرم کیسه ده! مونږ د ژوند ورځې په تېزۍ سره اړوو په دې ګومان چې ښایي د راتلونکو ورځو په شاوخوا کې داسې یو څه پټ وي چې مونږ پرې خوشاله او نېکمرغه شو، په داسې حال کې چې همدا تېرېدونکې ورځې هغه څه دي چې باید ګټه ترې واخلو او خوښ ژوند پکې وکړو. مونږ د نن ورځې خوښي د راتلونکې ورځې د خوښۍ په لټون کې ضایع کوو، اصلاً د خوښۍ موندنې هنر راکې نشته، مونږ نېکمرغۍ او خوشالۍ ته د یوې لویې پېښې په نظر ګورو، چې زمونږ په لوري به راځي او خوښي به راولي، دا غلط ګومان ددې لامل شوی چې د ژوند وړې خوښۍ له پامه وغورځوو او هره ورځ مو د یوې لویې او برجسته خوښۍ په تمه تېره شي. زه خو وایم چې په هر څه کې یوه ذره خوښي شته، که شاوخوا سترګې وغړوئ، خوښي زمونږ پر وړاندې تیت او پرک پرته ده، په ډېرو لږو شیانو کې یې هم موندلای شئ، یوازې لټول غواړي. #خوښ_ژوند همدا ورځې دي چې مونږ یې د تېرېدو په تمه یو! که نه ده داسې؟

  • اللهم صل و سلم علی نبینا محمد!

  • نجلۍ د بوټ پلورنځي مخې ته ولاړه وه او په حسرت یې سور رنګه بوټانو ته کتل. بیا یې په لاس کې نیولي د چسپ زخمونو (بنداژ) پاکټونو ته وکتل. د پلار خبره ور یاده شوه: «که د میاشتې تر آخره وکولای شې ټول چسپ زخمونه وپلورې، هماغه سره بوټان درته اخلم. نجلۍ بوټانو ته ځیر وه، له ځان سره یې وویل: یانې اوس زه باید دعا وکړم چې هره ورځ د ډېرو کسانو مخ، لاس، یا پښه ټپي شي ترڅو زه... اوږې یې وښورولې، روانه شوه، په تلو کې یې کړل: «نه خدای دې نه کړي... اصلاً زه بوټان نه غواړم. کیسه څه راته وایي؟ #ژباړه_رنځپوهنه

  • 13 авг.14удалён 13 авг.

    без подписи

  • 13 авг.355удалён 13 авг.

    https://t.me/frvbd999

  • https://t.me/tolivealifeilove

  • هر ځل چې چاته وایم، ''ښه یم'' داسې احساس کوم لکه له خپل زړه سره چې خیانت کوم؛ زړه مې ښه نه دی، له تا را پاتې دردونه یې هره ورځ یوه برخه ټپي کوي. #هارون_ادیب

  • یوه ته مې وویل؛ بریاوې! ځواب کې یې کړل؛ همچنین! ذهن مې پوښتنې ونیو. مونږ ډېر کله ''همچنان'' وایو. دا دواړه اصل کې فارسي لغات دي، خو پښتو کې هم د لنډ ځوابۍ په خاطر ډېر کارېږي. پوښتنه مې اې آی سره شریکه کړه، څه نوي مې ترې زده کړل. ''همچنین'' د (همدارنګه، ته هم، همداسې، علاوه پر دې) مانا ورکوي. خو ''همچنان'' د (لا هم، تراوسه هم، په هماغه ډول) په مانا دی. مثلاً فارسي کې وایو؛ احمد داکتر است، همچنین نویسنده خوبی است. احمد ډاکټر دی، همدارنګه یو ښه لیکوال هم دی. په مانیز لحاظ ''همچنان'' یو څه متفاوت دی. فارسي کې وایو؛ هوا همچنان سرد است. هوا لا هم یخه ده. یا تراوسه یخه ده. که څوک درته ووایي؛ موفق باشی، یا بریالې اوسې. ته باید په همچنین ځواب ورکړې. یانې ته هم بریالې اوسې، یا همدارنګه ته هم... که همچنان ورته ووایې. دا مانا لري چې لا هم بریالې اوسې، یا په هماغه ډول بریالی اوسې. دا قید د موجوده حالت لپاره کارېږي، که څوک خپلې بریاوې یادوي او ته ورته همچنان کلمه یاده کړې، دا د موجوده حالت د دوام لپاره یو ډول دعا راځي چې په مانیز لحاظ سمه هم ده. خو که څوک دعا درته وکړي، او ته غواړې هماغه دعا مقابل طرف ته هم وکړې، باید د ''همچنین'' کلمه وکاروې، ځکه همچنین د زیاتولو قید دی، او ستا موخه هم دلته د هماغه دعا اضافه کول دي. همچنان د دوام قید دی، نو که ''همچنان'' ووایې، یو ډول بې ربطه غوندې راځي، ځکه مونږ د راتلونکي هیله کوو، او ته د موجوده حالت قید کاروې چې دا داسې مانا لري، لکه چاته چې ووایې، په هماغه وضعیت کې یو ډول پاتې شې. تاسې څه نظر لرئ؟

  • خفګان چې ستوني ته ورسېږي، په مرۍ کې بندېږي. کله چې سر ته لاړ شي، له سترګو را بهېږي. او کله چې د وجود له زغم څخه لوړ شي، مونږ له وخت څخه جلا کوي، لکه بېخي چې شتون نه لرو. شته یو، مګر نه ؤو. کتاب📚: تکه هایی از یک کل منسجم له نېکه مرغه دا کتاب پښتو ته هم ژباړل شوی.

  • یوه لیکلي ؤو؛ دوولس کاله مې مکتب ولوست، یو کال مې کانکور ته وخت ورکړ، څلور کاله پوهنتون مې هم ولوست، او اوس شل کلن یم. ماته خو ځکه دا خبره جالبه نه وه، چې دومره زده کړې ما هم کړي، خو زه نولس کلن یم.🙃 تاسې یې منئ؟ رښتیا زړه کې ماشاءالله درسره وایئ، نظر ډېر بد وي، هسې نه په سترګو شم.😒 نور نو ښه شپه ولرئ، ماته خوب راغی.🥱 چې خوب به انسان ته ورځي که انسان خوب ته؟

  • دا خبره مو شاید په درد وخوري؛ وایي د تودوخې څخه د خلاصون لپاره هېڅکله سر مه لوندوئ. ځکه چې پر سر اوبه اچول نه یوازې د تودوخې مخه نه نیسي، بلکې انسان ته سر دردي هم پیدا کوي، د دې کار پر ځای خپلې پښې په یخو اوبو کې کېږدئ، یا یې ومینځئ.

  • مونږ چې هر چا سره مخ کېږو، د نامه پر ځای یې د هغه کمال یادؤو، مثلاً ډاکټر صاحب، انجینر صاحب.... خو ځینې هېڅ هم نه وي، سړی ورته هک پک شي، چې اوس څه ورته ووایي، هغه بله ورځ یوه سره مخ شوم، بې سواده ؤ، مجبور شوم نوم مې ورته واخېست، دا چې مشر سړی ؤ، صاحب مې هم ورسره یو ځای کړ، ما ویل خالد صاحب ستړی مه شې! خو دا رقم ډېر بدرنګ نه راځي؟😬 زه خو وایم لږ غوندې کمال ښه وي، که نور نه وي دوه ورځې جومات/مدرسه کې داخله وکړئ، چې قاري صاحب مو وبولي.🫤

  • روغتون کې یوه اتلس کلنه نجلۍ د عملیات لپاره کاندید وه، پایوازه یې سپین سرې ښځه وه، ما یې د مور ګومان پرې وکړ، یو بوډا سړی هم ورسره ؤ، غالباً د پنځه څلوېښتو کالو به ؤ. شېبه وروسته نجلۍ ویل چې دا مې خاوند دی، زه یې دویمه مېرمن یم، ویل هغه ښځه مې بن ده. زړه خو مې هغه وخت څړیکه وکړه چې ویل یې پلار مې د پیسو لپاره ورکړم، سړی مې طالبانو کې ښه دنده لري، پلار مې پیسې لیدې ځکه یې زما په ژوند سترګې پټې کړې. سخت ورته خفه شوم، اخر پلار ولې دومره ظالم شي؟🥺

  • چېرته مېلمه وم، خبرو کې یې د همسایه کور نجلۍ یادوله چې نامزاده شوې، ویل یې د کوم بېچاره په نصیب به شوې وي. ما چې پوښتنه وکړه، بېچاره ولې؟ د کور کارونه یې را یاد کړل، ویل لټه وه، مور یې تر پوزې ورسره راغلې وه، غټه نجلۍ وه خو تراوسه یې اوړه نه شوی ذغاله کولای... لاملونه یې ډېر ؤو، کم کم زه هم ورسره په دې باور شوم، چې سړی یې بېچاره دی.😒 بس د ښځو مجلسو کې خو همدا خبرې وي، له مجبورۍ نه ورته غوږ وم. ما ویل چې اوس وخت کې نجلۍ د کور کارونه هم زده نه کړي، بېخي له ځان سره ظلم کوي، تنها ښایست خو ژوند نه جوړوي. بوډۍ ښځې وایي چې اطرافو کې د کار او کمال اوازه نظر ښایست ته زر خپرېږي، ښځه د ژوند په کمالونو ښه ښکاري، په خواښې هم کاریګره نږور تر نورو هغه ډېره ګرانه وي، زه نه وایم دا د زړو ښځو نظر دی.🙃 خو زه هغه سړي ته بېچاره نه وایم، که لږ عقل ولري، هر څه خپله ور سمېږي، خو که عقل یې پوندې ته راغی بیا نو ښځه بېچاره ده.🤕

  • راځئ لږ مجلس وکړو! هسې یوه پوښتنه راته پیدا شوه؛ کله چې یو څوک داسې لږ لوی غوندې کار وکړي، مونږ ورته وایو: ولا بېشکه دې، تکړه یې! فارسي زبانان هم وایي: بیشکت... بېشکه یانې بې له شکه یا پرته له شکه، چې دلته یې ولې کاروو؟ ستاسې کله ور پام شوی؟

  • د نیوکې لپاره علم ضروري دی، خو د عیب لټولو لپاره یوه ذره ناپوهي هم کافي ده. #ژباړه

  • لېونی له خپلې کوچنۍ هندارې سره لګیا ؤ، ومې پوښت، کله دې مینه کړې؟ - له انسان سره؟ - هو وموسېد، هن په دې نړۍ کې مینه؟ بیا له انسان سره؟... لږه شېبه سوچ یوړ، سترګې یې مړاوې شوې، ورو یې په لوېدلې غږ وویل؛ له یو کس سره مې مینه وه، له ډېر پخوا مو سره پېژندل، څېره…