tgindex
🌍𝘞𝘰𝘳𝘭𝘥 𝘖𝘧 𝘍𝘳𝘦𝘦 𝘐𝘯𝘤𝘰𝘮𝘦/ د وړيا عايد نړۍ

🌍𝘞𝘰𝘳𝘭𝘥 𝘖𝘧 𝘍𝘳𝘦𝘦 𝘐𝘯𝘤𝘰𝘮𝘦/ د وړيا عايد نړۍ

Статистика

√ Special Welcome to my free opportunities Channel.🎉❤️💐 •Here you will find the really trustful free income resources.

Последний пост
14 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
7
Всего постов
470
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
1 102
+5 за 4 дн.
Сутки
+3
+0,27%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
189
40 постов
Вовлечённость
17,2%
к подписчикам
Постов в день
1,0
всего 470
Упоминаний
2
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
109
1/48двое суток
124
1/72трое суток
134

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • دا خبرې هیچاته مه کوه: ۱. هیچاته ته د خپلې کورنۍ ستونزې مه وایه؛ ځکه پردي خلک یې خپرولای شي. ۲. د کمزورۍ نښې دې له هیچا سره مه شریکوه. ۳. د بریا لپاره خپلې تګلارې تر هغه مه څرګندوئ، څو مو چې عملي کړې نه وي. ۴. د خپلو ملګرو رازونه هيچاته مه افشا کوه. ۵. هغه لنډې او پټې لارې چې په ژوند کې ترې ګټه اخلې، هر چا ته مه وایه. ۶. هیچاته ته مه وایه چې څومره پیسې دې سپما کړې دي. ۷. خپل محروميت هېچا ته مه ورکوه، حتی د ټوکې په ډول هم نه. ۸. د خپلې اړیکې یا کورني ژوند رازونه له هیچا سره مه شریکوه. ۹. که پر چا باور نه لرې، خپلې سیاسي نظریې ورسره مه شریکوه. ۱۰. هیچاته ته مه وایه چې څومره پانګونه دې کړې ده.

  • د OpenAI مشر، وايي ښايي په راتلونکو ۶ میاشتو کې ChatGPT داسې وړتیاوې ترلاسه کړي چې د کاروونکي د موبایل سکرین محتوا وویني او تحلیل یې کړي. د دې له لارې به ChatGPT د پیغامونو، آنلاین ټولګیو او نورو ورځنیو فعالیتونو پر مهال د کاروونکي د اړتیا مطابق د ځوابونو او مشورو په ورکولو کې مرسته وکړي.

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • سیندونه خپلې اوبه نه څښي او ونې خپله مېوه نه خوري. لمر د خپل ځان لپاره نه ځلېږي او ګلان هم خپله خوشبويي د ځان لپاره نه خپروي. د نورو لپاره ژوند کول د طبیعت یو قانون دی. ژوند هغه وخت ښه وي چې ته خوشحاله یې، خو ډېر ښکلی هغه وخت وي چې نور خلک ستا له امله خوشحاله وي.

  • без подписи

  • د چین، تاییوان او هند پرخوا د ډولفن لوی سمندري توفان د ٢١٦ کیلومتره پر ساعت چټکۍ سره ور روان دی. دې توفان د جاپان ځینې غاړې وهلي او هند ته به یې هم اغیز ورسي. خو زیاته ویره یې چین و تاییوان ته متوجه ده، هلته ورسره د ٦٠٠ ملي متره ورښت خطر هم دی چې سر له اوسه په شیچیان او فوچیان ولایتونو کې ١٤٠٠ الوتنې لغوه شوي، ١٦٠ لویې لارې تړل شوي، ښوونځي او بندرګاوې بندې او سمندر کې هر ډول فعالیت منع اعلان شوی.

  • без подписи

  • без подписи

  • په ترکیه کې یو تن د عثماني امپراتورۍ د دورې اړوند د قرآن کریم یوه داسې نسخه موندلې، چې د خطاطۍ او ډیزاین هنر یې لیدونکي هک پک کوي. د دغه سپېڅلي کتاب ټول توري په سرو زرو (آبِ طلا) لیکل شوي دي. دا نسخه د عثماني دورې د هغې زرینې زمانې استازیتوب کوي چیرته چې کتابت او خطاطي خپل اوج ته رسېدلې وه. په پاڼو کې کارول شوي ظریف او دقیق نقشونه د هغه وخت د مسلمانو هنرمندانو د بې‌ساري مهارت او له قرآن کریم سره د هغوی د عقیدت نښه ده. دا یوازې یو موندل شوی کتاب نه دی، بلکې د اسلامي تمدن، کلتور او معنوي عظمت یوه داسې خزانه ده چې د پېړیو تاریخ په خپلو پاڼو کې ساتي.

  • без подписи

  • без подписи

  • یو چینایي نوښتګر د سلګونو زړو سیم‌کارتونو له راټولولو وروسته د هغو د ویلې کولو پرېکړه وکړه، څو په کې موجوده طلا راوباسي. د ویډیو له خپرېدو وروسته د خلکو پام ورواوښت، ځکه پکې د راایستل شوې طلا اندازه ډېره زیاته ښودل شوې وه. سیم‌کارتونه په حقیقت کې د سرو زرو ډېر لږ مقدار لري، چې د برېښنايي اړیکو د ښه انتقال لپاره کارول کېږي؛ خو د سلګونو سیم‌کارتونو څخه د پام وړ اندازه طلا ترلاسه کول عموماً محدود وي.

  • هغه اسماني ډبره چې ساینس پوهانو ویل، د ځمکې سره به ټکر سي! څه وخت مخکې ساینس پوهانو ویلي وه چې، یوه اسماني یا فضايي ډبره چې د «اپوفیس» په نامه ده ممکن د ځمکې سره ټ-کر وکړي ځکه د ځمکې لور ته را روانه ده. خو اوس دوی وايي چې، موږ بېلابېل څېړنیز سټلایټونه ور ولېږل او مالومه مو کړه چې دا یوه طبیعي غټه فلزي ډبره ده چې زموږ او ستاسي په شمسي نظام کې تاوېږي او په 2029 کې به د ځمکې څخه 31,000 کېلومتره لیرې په فضا کې تېره سي. دوی وايي، موږ هڅه کوو چې خپل د سټلایټونو په وسیله لا هم مالومه کړو چې ددې فلزي ډبري جوړښت، د ګرځېدو امکان او مشخصات مالوم کړو. دا ډبره د یوې 110 پوړیزي ودانۍ په اندازه ده، چې په 2004 کې کشف سوه او د را روان 2029 کال د اپریل پر 13مه به د ځمکې څخه 31,000 کېلومتره لیرې په فضا کې تېره سي. اوس چې له تاسي وپوښتم چې د علم دریاب مو څه وايي نو څه شي به راته ولیکئ؟

  • د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت چارواکو اعلان کړی چې تر اوسه پورې د هېواد په لویه لارو کې د نقلیه وسایطو د سرعت د کنټرول او د ترافیکي پېښو د کمولو په موخه ۴۷ زره د جي پي ایس دستګاوې نصب شوې دي. د دغو چارواکو په وینا، د دې پروګرام د پلي کولو لپاره د جي پي ایس خدمتونو له ۲۲ وړاندې کوونکو شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. د دې سیسټم پر بنسټ، په لویو لارو کې د مسافربري وسایطو اعظمي سرعت ۱۰۵ کېلومتره او د باربري وسایطو سرعت ۷۰ کېلومتره په ساعت کې ټاکل شوی دی. چارواکو زیاته کړې چې تخنیکي ډلې د سرعت سرغړونې څېړي او د هغې د تکرار د مخنیوي لپاره له چلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو سره اړیکه نیسي.

  • حیرانوونکی نوښت!🔥 په سعودي عربستان کې د نفود دښتې په منځ کې د لمر په انرژۍ چلېدونکي لېزري نښې نصب شوې دي، چې د شپې له لرې واټنه ښکاري او ورک شویو مسافرو ته د اوبو څاه‌ګانو لار ښيي. دا نوښت د پاکې انرژۍ او هوښیارې انجینرۍ یو ښکلی مثال دی، چې کولی شي د بې‌شمېره انسانانو ژوند وژغوري. 💬 ستاسو په نظر، که دا ډول سیستم د افغانستان په دښتو او لېرو پرتو سیمو کې هم نصب شي، ایا ګټور به وي؟ خپل نظر په تبصرو کې ولیکئ. #SaudiArabia #Innovation #SolarEnergy #Desert #Technology #AmazingFacts

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи