tgindex
#النداء/ د قلموالو سنـګـر

#النداء/ د قلموالو سنـګـر

Статистика

په النداء دقلموالو سنګر کي تاسو په زړه پوري حمدونه نبوي نعتونه جهادي اوحماسي شعرونه په ليکلي بڼه تر لاسه کولی سی دلته مو لیکلي شعرونه راولېږی 0704481505

Последний пост
31 июл.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
0
Всего постов
22
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
15 авг.
Подписчики
68
мало замеров
Замеров пока мало
Сутки
0
0,00%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
32
22 постов
Вовлечённость
47,1%
к подписчикам
Постов в день
0,0
всего 22
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
11
1/48двое суток
12
1/72трое суток
13

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • 31 июл.11из muhajarjoad

    اسد ۲۴ مئين مي دی پر تا باندي دا زړۀ افغانستانه زيانمن دي مه شه حسن ښايسته افغانستانه ساتلی مي خپل سر دی پرې ساتم به دې وطنه ! شم دود او سپېلنی دې درتۀ زۀ افغانستانه په ګوتو به ترې اوباسو وطنه دواړه سترګې! که چا درته کتل کاږه _کاږه افغانستانه په تاکې خاؤري شوي دي مغرور مغرور سرونه ! يې ځار د کبرجنو هديره افغانستانه په خپل انجام هر وخت دې رسېدلي ستا په غېږ کې په بد نيت چي راځي کوم مېلمانه افغانستانه هيبت دي د نړۍ د زورورو زور اوبه کړ ! په ننګ به دې ګواه وي زمانه افغانستانه په لپو ده دعا کې دې جواد خپلواک ياد ساتم برباد دې دښمنان شه همېشه افغانستانه جواد خپلواک

  • 22 июл.15из muhajarjoad

    ليک مي د زړګي په لوحه ستا د نامه توري ستا د څنګ ملګري صحابه خاص لکه ستوري دي ترنم مولوي جلات مزمل شاعر جواد خپلواک

  • ګرېوان په اوښکو لندومه ځمه نور به دې یاره هېره ومه ځمه بس دی دهجر زهر نه چیښمه

  • غم مې خوړلی دی په شپه او په سهار د وطن د سر په بیه مې شړی دی غدار د وطن نور د خزان لمنه ټوله ده خوشبو خپره ده خدایه له بده راته وساتې بهار د وطن

  • 9 июл.16из muhajarjoad

    غزل هيڅ د سختې ورځې نۀ دي بس پۀ ښه ورځ کې ياران دي اخير ماوهي پــــوهېږم په لستـــونې کې ماران دي پۀ خولۀ خوږ له قند او شاتو پۀ باطن لکه زقوم دي تر موقع مطلب محدود دې د راحت انډيوالان دي نۀ يي اوښکې د چا وچي نۀ ئي درد ده چاټکور کړ ! له دې ځينو انسانانو خو بهتره حيوانان دې سپين تۀ تور وايي او تور تۀ بياپۀ سپين وايي تعجب دی مذبذبه خدای وهلي صرف په نوم مسلمانان دي بازي دلته د اخلاص ميني وفا او ښايست نۀ ده ! صرف جېب تۀ اعتبار دی! بس تباه غريبانان دي دا چې لارکې کوهي کاږي ای جواد خپلواکه مونږ تۀ پرېدي څوک دې چې راځي نو ! دغۀ خپل مو دښمنان دې جواد خپلواک

  • 2 июл.14из muhajarjoad

    وطن ! د اتلو باتــــورو زلميو مســـکن راته ګران لکه روح لکه ځان دی وطن خدای دې وساتي نور له هر شر او فساد تل دې وي ښاد آباد ، دا زما ګران هيواد زما کور زما مور زما شان زما مدفن نه يې سیال شته د امن، نې سیال د زینت دی د ځمکې پر مخ نمونه د جنت دی د ویاړ، افتخار، او ننګونو ګلشن يو هدف يو مسير، يو امير يؤه صدا اتحـــاد اتفاق لرو شـــکر مونږ بيا محبت ورورولي لرو ټول يو يوتن ! په کيسو يې د ننګ د تاريخ صفحې رنګ پرزولی يې تل د وخت هر يو فرنګ ! لۀ بچو نه يي روغ تللی نه دی دښمن په سرو وينو ګټلی يي دی استقلال د جواد خپلواک کور، لري وياړ او کمال خدای دې تل لرې داسي خپلواک بريمن جواد خپلواک

  • غزل را اوري مې پر زړه باندې جانان لکه باران پرېوتی مې پر ځمکه هر ارمان لکه باران دا ستا په تلو مې دومره دې ژړلی باور وکړه په اوښکو مې لوند کړی دی ګریوان لکه باران خبرو ته ځیر یم په تکرار تکرار یې اورم خبري دې خوږي لګي قربان لکه باران دژوند هیلي مې ټولي دپړاو ترسره یو وړې را ولوېدې نا څاپه له اسمان لکه باران دا ستا د مهاجر! د زړګي للمه که اوبه شي راشنه به کړي ښه رنګ آرنګ ګلان لکه باران مهاجرهروي

  • https://t.me/muhajarjoad

  • غزل ستا په سترګو چې مې ولګيږي دوې سترګې بيا وي جانانه تر يؤې مودې خوږې سترګې ! د بېلتانه د سرو غرمو تنده پرې ماته کړمه! چې ستاپه ياد کله په اوښکو کړم لمدې سترګې زما د زړۀ زور د هغې صحنې دردو وخواړه چې دې سلګيو سره سمې پوټېدې سترګې نبراس مې ستا د خوږې ميني زړه کې بل ساتلی ستا ديدنونو ته مې اوس شولې کږې سترګې! لۀ غبرګو سترګو مې جانانه ورته توی کړې اوښکې ستا په تصوير مې نه نه هيڅ نه مړېدې سترګې خدايه ! عزت مو ليلام مه کړې خدایه ومو ساتې! شرم حيا نه لري اوس د زمانې سترګې! جواد خپلواک دې د ساړه هجر بادونه وهي څه مودې کيږي چې دې نه وينم ادې سترګې جواد خپلواک

  • مجاهده زلمکیه! دشهید لالي ارمان درنه هېر نه شي کونډي بوري یتیمان درنه هېرنه شي هرقدم دې ښه محطاط ایږده پرځمکه کبر وه نه کړې ایمان درنه هېرنه شي ستاملالي خور چې ستالپاره خرڅ کړ ها امیل او هاپیزوان درنه هېرنه شي تکلیفونه شکنجې دې پرځان یو وړې له تکلیفه ډک زندان درنه هېر نه شي چې پناه به یه له ډرون اوچاپې درکړه هاسپین ږیری باباجان درنه هېرنه شي مهاجره! سترګي پټي نه کړې چیري داټوک ټوک افغانستان درنه هېرنه شې مهاجرهروي

  • https://t.me/maajarHrye

  • روژه مبارکه را اوري له اسمانه رحمتونه په روژه کې مؤمِنه چې ضایع نه کړې وختونه په روژه کې عمل دنیکو وکړه ځان دې ساته له کناه نه څوچنده حسابیږي ثوابونه په روژه کې له شله بیاتر دېرشه په طاق ورځي کې نازل دې نازل دې دقرآن پاک آیاتونه په روژه کې دخپل مسلمان ورور سره تروسه کومک وکړه تروسه پوري وکړه خیراتونه په روژه کې څهره دروژاتي ده منوره په انوارو له مخه یه را اوري انوارونه په روژه کې کړه لپې خداي ته پورته مهاجره! بخښه غواړه رژیږي بخښل کیږي ګناهونه په روژه کې مهاجرهروي

  • ترنم مولوي محمد جلات مزمل شاعر جـــــواد خپلواک

  • غزل له ویره ډکې مي شیبې  بې لتا راپیښي سوي اندیښنې بې لتا مخکي خوږه خوږه وه هره لحظه اوس خو، ترزهرو، دي ترخې  بیې لتا داسي په توره شپه کي غلۍ ښه یم بیخي بې خونده دې ډیوې بې لتا تاته چي ګورمه هیڅ نه ژاړمه خوله ژړامې سترګي سرې بې  لتا نه وم خبرستا دهجران له زوره په کاڼو ولم آینې بې لتا که چیري کیږي بیرته راشه یاره پرې مژ دزړه شولې پردې بې لتا زه ،مهاجر،تصویرته څه او ،وایم ورته کومه صرف ګیلې بې لتا مهاجرهروي

  • نعت شریف ښکلا راټوله ده پر تا، خیرالامم خیرالورا یې نازپرور رسول‌الله، خیرالامم خیرالورا ته یې امامُ المرسلین ته یې رحمت، لِلعالمین ته یې شفیع یومُ الجزا، خیرالامم خیرالورا پر تا نازل د رب کلام پر تا د حسن حد تمام بشیر، نذیر، نورُالهُدی، خیرالامم خیرالورا د آمنې د زړه ټکور د آمنې د سترګو تور محمد ابنِ عبدالله، خیرالامم خیرالورا وايې پرتا درود او سلام ستا مهاجر! سهار ماښام وايې په خوله صلِِّ علی، خیرالامم خیرالورا مهاجر هروي

  • غمجنې ټپې پرزړه مې دواړه لاسه کښیږدم ناقرار زړه مې ستاپه یاد قرارومه غم دي لاځوان دی زه یې زوړ کړم پرلاره نیسمه دکلې دیوالونه پرځان مي ټول ویردونه جوف کړه یاد دې کافردی ماله خوبه پاڅوینه رنګ مې له ذاته داسي نه دی عمرمې کم ډیرو غمو خوړی یمه دزنکدن پربستر پروت یم یارمې راپریږدی آخري دیدن کوینه څنګه به زه خوشحالي وکړم لکه ګلاب لالی مې توري خاورې خورینه مازدیګری دی ته رایادشوې دارا روانه شپه به څنګه تیره ومه ارمان مي ټول زرې زرې شو هره زره یه په ژړا راټوله ومه سپوږمی ته ځیرشم ورته وایم پر مسافر لالي مې وایه سلامونه دهجر تود شمال چلیږې دلیونو په شان ډبرې حسابمه دزړګي للمه وچه پاته ته باندي وکړه خپل دوصل بارانونه زما له حاله ناخبر یې نه یې خبر دزنکدن سلګی وهمه په تصویرو دي څه جوړیږي دانه دانه تصویر دي اور ته اچومه فکرمي دومره خراب شوی دماښام لونځ دمازدیګرپرځاي کومه سپرلی سپلی جانان مي لاړو اوس راته پاته دي بي وخته خزانونه جانانه څنګه به دې هیر کړم لکه باران راباندې اوري ستا یادونه زړه به په څه باندې قرار کړم بې صبره زړه مې هرګړی تایادوینه نصیبه ولې داسي خوار یې زه له غربته پرځوانی ورژیدمه په ژوندانه مې قدر وکړه له مرګه پس مې هرسړی قدر کوینه نور دوصال خواږه پیرزو کړه زه مهاجر! به دې ترڅو لاري څارمه هجر دې دومره پرما زور دی زه مهاجر! یې لیونی لیونی کړمه مهاجرهروي

  • ولي نه دریږې😥 درپسې مرمه نه پاتیږم !ولي نه دریږې لیونۍ نه یمه خو کیږم !ولي نه دریږې دځان درک! نه لرم ګرځم دهوا په خوښه ځانګم را ځانګمه ځنګږم !ولي نه دریږې آواز مې ودرید په ټپه چیغې نه شمه کړاي نور غلی غلی شوم ژړیږم !ولي نه دریږې زه دې بلا واخلم لالیه ته په څه خفه یې زه سپیلنۍ درته دودیږم !ولي نه دریږې تأثیر دهجر دې لا اوس هم ترمرۍ نیولی سم دې په هجرکې ډوبیږم !ولې نه دریږې زه مهاجر! دې په ټپې دیاقربان را غواړم درته غزل، غزل، ږغیږم !ولي نه دریږې مهاجرهروي

  • استسقاء داوچي للمي کړه لندې خدایه پاته یو، پاته بې اسرې خدایه پرموږ درحم بارانونه وکړه ته موراشنې کړه کروندې خدایه درته توبې له ګناهونو باسو راته قبولي کړه توبې خدایه ته یه په خپل فضل ماړه کړه راته څاروې مو وږې له مودې خدایه ستادحبیب روي مونیولۍ درته اې دټوټې ټوټې غزې خدایه که مهاجر! دی که دانور وګړې درته خِجل بې اندازې خدایه مهاجرهروي

  • دوطن سربازه رب دي راوساته له تور،داغه لمن سربازه اې دوطن سربازه یې له تقوا، اوله اخلاصه برخمن سربازه اې دوطن سربازه په شپه،او، ورځ، یخ،اوګرمۍ کې موساتنه کوې ته یه ولاړ مخته دهریوه دوښمن سربازه اې دوطن سربازه مخ ته روان یې دزخمي اولس ټپونه ګنډې ددې دزخمي اولس لپاره،تار،اوستن سربازه اې دوطن سربازه رب یې ستایلی ستا ترنورو درجې لوړي دې درقدر وړ یې قدرمن یې قدرمن سربازه اې دوطن سربازه زه مهاجر! درباندې ویاړم خداي دې مه کموه غواړم همیش دې سربلنده لکه نن سربازه اې دوطمن سربازه مهاجرهروي

  • غزل لکه وچ بوټۍ دغره !درپسي مات یم ته مي نه یادوي زه !درپسي مات یم مامې زړه درته ډالی کړخوتاهیڅ نه زخمي زړه یمه دزړه !درپسي مات یم ستاوصال وو لکه ګل داسي تازه وم یاره اوس له بیلتانه !درپسي مات یم لکه اوښکي چي له سترګورا،ایله شي لکه مات چي شي باڼه !درپسي مات یم دفراق غشودي هیڅ دمه رانه کړه هرګړی هره لحظه !درپسي مات یم مهاجر! چې راته ګوري داسي وایې ستاپه یوځلې کاته !درپسي مات یم مهاجرهروي