Ghaza pashto/غزه پشتو
Статистикаد ايوبي او معتصم په شتون پسې ارمـانونه مکوئ، که رښتيا له ظلـم پتنګ ياستئ لـه خپلو اولادونو، ورونو او شاګـردانو ایـوبي، معتصم او محمـد بن قـاسم جوړ کړی! @azizullah
- Последний пост
- 10 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 6
- Всего постов
- 20
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 97
- 1/48двое суток
- 111
- 1/72трое суток
- 119
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
د بې ځایه شویو کسانو په خیمو او پناګاوو کي د غزې د ماشومانو یو استثنایي ژوند تیریږي . د غزې له ماشومانو څخه خپل ماشومتوب اخستل شوی ، دوۍ نه شي کولی چي مکتب ، روغتون او د لوبو میدان ته په سړه سینه او اطمیناني حالت کي ولاړ شي . د هغه سربیره چي له دوۍ څخه د ژوند او خوښۍ ټول امکانات اخستل شوي ، بیا هم خندا د ماشومانو له مخونو نه جلا کیږي ، اوس هم د غزې اوسیدونکي د ژوند چاري رواني ساتي .
без подписи
без подписи
د غزې د حمد روغتون مدیر : په غزه کي د پښې پرې شویو کسانو عدد و ۸۰۰۰ زره کسانو ته رسیدلی . چي په کي ۲۵ سلنه ماشومان او ۱۲ سلنه ښځي دي . د حقوقو ادعاوي او مدعیان چیرته دي ، د غرب مکروه څیره دلته معلومیږي .
یرغلګر جنایتکاران …
د حـ ماس له لوري خوشې شوې یوې اسرائیلي ښځینه یرغملې ویلي: ما وېره لرله چې له ما سره به جنسي تېری وشي، خو پر ځای یې هغوی ماته حجاب راکړ، څو خپل ځان پرې پټ کړم. د هغوی لپاره ښځې مقدسې دي؛ ښځې ورته د ملکې په څېر دي. هغوی موږ ته وویل چې پر قرآن کریم باور لري او له موږ سره به هېڅ ډول زیان ونه کړي.
د نېکو خلکو د صحبت له برکتونو څخه یو دا هم دی چې کله هغوی تاسو یاد کړي، نو ستاسو لپاره دعا کوي. ځینو سلفو رحمهم الله فرمایلي دي: کله چې زه درته در یاد شوم، نو زما لپاره دعا وکړه؛ او کله چې زه تاسو یاد کړم، نو ستاسو لپاره به دعا کوم. په دې توګه به داسې وي لکه موږ چې سره ناست یو، که څه هم زموږ ملاقات نه وي شوی. 📚 سیر أعلام النبلاء، ۱۵/۳۹۲
خطاب بن معلی رحمه الله خپل زوی ته د نصیحت پر مهال وفرمایل: کله چې خبرې کوې، لنډې او مختصرې خبرې کوه؛ او کله چې ټوکې کوې، نو په هغې کې هم له اعتدال څخه کار واخله. کله چې په یوه مجلس کې کښېنې، نو په وقار او درنښت سره کښېنه. له دې څخه ځان وساته چې خپلې ګوتې یو له بل سره ونښلوې، ګوتې چقوې، له ږیرې سره لوبې کوې، د غاښونو خلال کوې، او په پوزه کې لاس وهې. 📚 روضة العقلاء، ابن حبان، ۱/۱۹۸
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په خپله مجلس کې یوه سړي ته وفرمایل: ما ته نصیحت وکړه! هغه سړي وویل: اې امیرالمؤمنینه! زه د دې وړ نه یم. عمر بن عبدالعزیز رحمه الله وپوښتل: ولې؟ هغه ځواب ورکړ: یوه ورځ په جومات کې د لمانځه لپاره کښېناستم. زما یوې خوا ته یو شتمن سړی ناست و او بلې خوا ته یو بېوزله سړی. ما غوښتل چې د شتمن لپاره ځای پراخ کړم، نو د بېوزله سړي خوا ته مې ځان کوږ کړ.
без подписи
د ایراني پارلمان غړي رضائي د سعودي، ترکیې او پاکستان پر دفاعي تړون نیوکه کړې او ویلي ئې دي: "سعودیان باید پوه سي چي له ترکیې او پاکستان سره یوازي یو کاغذي تړون هغوی ته امنیت نسي ورکولی؛ لکه په کلونو پر امریکا د دوی تکیې دوی نه ژغورل." پر امریکا د سعودي تکیه رښتیا هم ستره تېروتنه وه؛ دا تېروتنه په مجموع کي ټولو عربانو کړېده؛ اوسنی تړون ډېر لوی پرمختگ دئ؛ عربان ووېرېدل او ممکن داسي تړونونه دوی د عرب لیگ او او آئي سي له معذور او مجبور احتیاج نه راوباسي؛ همدا پرون ملعون قام پر ترکیې شدیدي نیوکي وکړې چي وایي: ترکیه په سوریه کي خپل نظامي اډې او نفوذ زیاتوي. ایران د مذهبي تشخص باوجود له نشنلیزم نه ارتقاء نه ده کړې؛ ډېر د پستۍ او په منزوي وضعیت کي هم بې ځایه غرورو نه لاس نه اخلي؛ ځیني حقائق ترخه وي خو بیانول ئې بیا اړین؛ مثلاً د اسلامي نړۍ د سړې جگړي، د کورنۍ او نیابتي جگړي پیل کوونکي همدوی دي؛ دا نه بدلېدونکی حقیقت دئ. پر ایران چي کله اور شیندل کېدی؛ نو اسلامي نړۍ آن خپله عربانو هم په ډېره مېړانه پر دوی ننگ وکړ؛ ظلم ئې وغانده او هیڅ نظامي برخورد ته داخل نسول؛ خو ایرانیان د احسان د بدل له ورکړي عاجز دي؛ دا پستي د دوی په خټه اغښل سوې او د داغدار تاریخ برخه ئې گرځېدلې... دوی د اسلامي نړۍ هیڅ مثبت اقدام نه ستایي او نه ئې ملاتړ کوي خو د اتحاد بین المسلمین دروغجن شعار بیا تر ټولو زیات زمزمه کوي. د داسي تړونونه حتمي نتیجه ممکن ورو ورو له سیمي د امریکایانو پر وتلو منتج سي؛ ځکه په عربانو کي پر امریکا باور نور ډېر کم سوی دئ. ان شاء الله العزیز
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سعودي، ترکیې او پاکستان د مکې ګډ دفاعي تړون په غبرګون کې ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې مسلمانان پر خپلو ځانونو تکیه وکړي او رښتینې ورورګلوي خپله کړي. عراقچي زیاته کړې، که مسلمانان د یو بل ترڅنګ ودرېږي، کولای شي د بهرنیو بدغوښتونکو له لوري له رامنځته کېدونکو ننګونو سره مقابله وکړي.
يوه فلسطیني مور د بشر تر قدرت لوړ تکلیف زغمي ،،، د بې رحمه جنګ قیمت یې په خپل بدن ، او پښه ادا کړ . دا فلسطیني ښځه دبې ځایه شویو کسانو په خیمو کي په اسراییلي بمبارۍ کي ټپي شوې ، او په پښه کي یې د بمونه پارچې پاتي شوي ، اوس دا د خپلو کوچني ماشومانو د خدمت توان هم نه لري کوم چي خپل مور ته په ناهیلو سترګو ګوري . د داسي بې وزله مندو او ښځو لپاره غږ جوړ شۍ ،،،، او د ښځو د حقوق دعوی لرونکو ته د شرم درنه سپیړه جوړ شۍ .
تا ته ښه معلومه ده اې خنزیره چي دا زمونږ ځمکه ده 🇵🇸🤜
شیبه وړاندي یو ځل بیا د سعودي په آرامکو کمپنۍ بریدونه شوي دي ، چې ممکن عراقي وسلوالو ډلو کړي وي!
نن د یمن په مآرب کې یو ځل بیا د یمني پوځ او حوثیانو ترمینځ شدیده جګړه شوې ده، دواړو طرفو ته د درنو تلفاتو آوښتلو خبر ورکول کیږي!
د یوه راپور لمخي ، د حوثیانو د ډرون او توغندیز بریدونو کې په مآرب ولایت کې د یمني پوځ 58 غړي وژل سوي دي !!
یوګاندا د پوځ مشر توافق وکړ، چې خپل پوځیان به د اسرائیلو د ملاتړ لپاره په غزه کې خپروي!
امریکا ته خطر! د امریکا د پانګې اچونې بانک ځینې ارقام خپاره کړیدي چې پکې راغلي دي ـ د امریکا د تېلو ستراتېژیکې زېرمې تر راتلونکو ۴۳ ورځو پورې دوام کولای شي ، د بانک د راپور له مخې که خام تېل امریکا ته ونه رسیږي نو د تېلو له سخت او جدي کمي سره به مخ شي . همدا وجه ده چې ټرمپ په هر ترتیب وي له ایر..ان سره د یو تړون له لارې غواړي چې د هُرموز تنګی د ځان لپاره خلاص او خپلې زېرمې ډکې کړي .
"که اسلام یوازې لمونځ، د قرآن تلاوت او د الله تعالی ذکر وای، نو د صحابي حضرت ابو ایوب انصاري رضي الله عنه قبر به نن په استانبول کې نه و." مسلمان فیلسوف استاد نجم الدين أربكان.