اسلام؛ د ژوند قانون
Статистикаعسکري جګړه مو ګټلي ده! خو فکري جګړه مو بیا پر مخ ده. راځی! چی فکري جګړې ته په ګډه ماتي ورکړو
- Последний пост
- 12 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 8
- Всего постов
- 20
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 14 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 5
- 1/48двое суток
- 5
- 1/72трое суток
- 6
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
کندز امنیه قوماندانۍ: د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزي مدیریت په تېرو لسو میاشتو کې راټول کړي نشه يي توکي وسوځول!
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور!
اقتصادي معاونیت: د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو د شریکولو په موخه له ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو او تمویلوونکو سره لومړنۍ غونډه ترسره شوه.
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال د خصوصي کارموندنې شرکتونو او اتحادیو له استازو سره لیدنه کې د هېواد دننه او بهر افغانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو خبرې وکړې.
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د ځوانانو چارو ریاست له اکتید مؤسسې سره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ ټاکل شوې چې ۴۸۰۰ ځوانانو ته د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ګرافیک او فریلانسینګ په برخو کې شپږ میاشتني ښوونیز ټولګي هم جوړ شي او ګډونوالو ته به کتابونه او قرطاسیه هم په وړیا توګه ووېشل شي. د ورزشي فعالیتونو په برخه کې به ۱۶ ورزشي ټیمونه جوړ او اړین وسایل به ورته برابر شي.
سیاسي شنونکی جاوید مومند: په تیرو پنځو کلونو کې د اسلامي امارت یوه لاسته راوړنه د سیمي له هیوادونو سره د اړیکو پراختیا وه. #څراغ
سیاسي شنونکی محمد قاسم عزام: اسلامي امارت په تیرو پنځو کلونو کې هغه سیاست چې اسلام او شریعت تعریف کړی وو بیا یې راژوندی او تطبیق کړ. #څراغ
عاجل🚨 د پاکستان جیټ الوتکو تېره شپه د بلوچستان سوراب او ګدر سیمو کې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۷ تنه وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان دي.
*خبرتیا* د ا.ا.ا د ریاستالوزراء عالي مقام د شفاهي لارښوونې پر بنسټ، د اسد ۲۴مې، د افغانستان د فتحې او له هېواد څخه د امریکايي اشغالګرو ځواکونو د وتلو د پنځمې کالیزې په مناسبت د کابل ټول امارتي پارکونه او تفریحي ځایونه د اسد ۲۴مې له ماښام څخه د همدې ورځې د شپې تر پایه پورې د ټولو هېوادوالو پر مخ له ټکټ پرته، وړیا پرانیستي دي. هېوادوال کولای شي په بشپړ ډاډ او اطمینان سره په یادو تفریحي ځایونو کې د ازادۍ ورځ ولمانځي.
#عاجل د شر او فساد ډلې غړی عبدالاول په چترال کې ووژل شو. د پاکستان تر حاکمیت لاندې د چترال په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوه هدفي عملیاتو کې د شر او فساد ډلې غړی عبدالاول ووژل شو. عبدالاول د رحیمالله زوی، د بدخشان د جرم ولسوالۍ د خستک کلي اصلي اوسېدونکی و. نوموړي د تېرې ادارې پر مهال د اربکیانو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه او د ضابط کریم له نږدې ملګرو څخه شمېرل کېده. د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته نوموړی په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل و چې وروسته د پاکستاني استخباراتو په غوښتنه د شر او فساد ډلې د نورو غړو له لوري چترال ته وغوښتل شو چې هلته یې د افغانستان د نا امنه کولو لپاره دسیسې جوړولې چې بالاخره همالته د خپلو شومو کړنو په سزا ورسېد.
د پنجشېر ولايت مقام: له کانونو څخه استخراج شوي ۷ زره او ۶۵۶ قیراط زمرد، د ۷ میلیونه، ۶۵۸ زره او ۲۰۰ افغانیو په ارزښت پر سوداګرو وپلورل شول.
د پيښو سره د مبارزي اداره: د کنړ ولایت د زلزلې ځپلو کورنیو لپاره ۱۶ استوګنیز کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول!
د ا.ا.ا وياند مولوي ذبيح الله مجاهد صاحب: محمود شاه حبیبي د افغانستان اسلامي امارت لهخوا نیول شوی نهدی. که له مونږ سره وای، دا ستونزه به له وړاندې حل شوې وای.
نن په کابل کې د افغانستان د زراعت او مالدارۍ لومړنۍ نړیوال نندارتون پرانیستل شو، چې پنځه ورځې به دوام وکړي. ددې نندارتون له لارې به د هیواد د بزګرانو او مالدارانو تولیداتو ته د بازار موندنې ترڅنګ د زراعت او مالدارۍ سکتورونه پخپلو کې تجربې او مسلکي نوښتونه سره شریک کړي.
*اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ* درنو معززو ملګرو الله تعالی مو خپل شرعي چارو کې بریالي لره قدرمنو مبارزینو دمیډیا فاتحينو او غازيانو هیله ده ښه اوسئ . د افغانستان راډیو عمومي ریاست غواړي چې په ولسي کچه د ازادۍ د پنځمې کلیزې (د اسد ۲۴) جشن ونمانځي. تاسې ټولو ته په دغه جشن کې د ګډون بلنه ده. درنښت د افغانستان راډیو عمومي ریاست مشرتابه نېټه: ۲۰ - اسد - ۱۴۰۵ سه شنبه. وخت: ماښام ۷ بجې ځای: احمد شاه بابا مېنه - سید جماالدین ښارګوټی - حبیب الله ځاځي پارک. یادونه: په دې شپه پارک ته د ننوتلو ټیکټ هم وړیا دی.
د افغانستان فاتح امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده حفظه الله ورعاه
без подписи
📜نوی درس. 🖋موضوع : اخلاقي قوت د ټولنې په تنظيم او باسعادته کولو کې څه نقش لري؟ 🎤 غږ : مولوي عبدالهادی مجاهد 🕰 وخت: 1:23:57 دقیقه 🌍 خپرونکي : فکري درسونه. زموږ د ټیلګرام چینل هم فالو کړئ. https://t.me/fikree_darsona2
📜نوی درس. 🖋موضوع : امر بالمعروف او نهي عن المنکر یواځې د علماوو نه بلکې د ټول امت وظيفه ده. 🎤 غږ : مولوي عبدالهادی مجاهد 🕰 وخت: 54:14 دقیقه 🌍 خپرونکي : فکري درسونه. زموږ د ټیلګرام چینل هم فالو کړئ. https://t.me/fikree_darsona2
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ. صلی الله علیه و آله وسلم.