《❶دَنَبِی ڪَرِیم ﷺ حَدِیثُونَه❶ 》
Статистикаښه راغلاست ☞ دلته تاسو ته ☞ مبارک حدیثونه ☞ دقرانکریم ژباړه ☞ غوره ویناوې ☞ اسلامې معلومات ☞ اسلامۍ لیکنۍ ☞ دینې زده کړه☞ آدبې لیکنۍ ☞ نشروو له موږ سره ووسئ ☞ مننننه ♥ |█████████░| 97% رابطه نمبر👇 @HafeezShkeeir
- Последний пост
- 13 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 2
- Всего постов
- 21
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Познавательное
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 55
- 1/48двое суток
- 63
- 1/72трое суток
- 67
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
ماشوم ځورونه منع ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «من قال لصبی تعال حاک، ثم لم یعطه فهی کذبة»[صحیح الترغیب]. یعنې: «کوم کس چې یو ماشوم ته ووایي: راشه (دا شی) واخله، خو کله چې هغه راشي، (هغه شی) ورنکړي، نو دا دروغ ګڼل کېږي». 📚جامع الاحادیث الصحیح
🔰 د هغو لویو حقوقو څخه چې ستا مسلمان ورور او خور یې پر تا لري، د هغه په غیاب کې ورته دعا کول دي؛ امام احمد رحمه الله به فرمايل: «شپږ کسان دي چې زه د سحر پر مهال ورته دعا کوم؛ یو له هغوی څخه امام شافعي دی». 📚 (طبقات الحنابلة، ۱/۲۸۳) 📚 عون المسلم، شرح فارسي صحیح مسلم: (۲۲/۴۵۵).
امکان لري چې د نېکو خلکو په ناسته پاسته سره غوره اخلاق خپل کړې؛ ځکه چې د انسان فطرت د غله په څېر دی، چې نېکي او بدي (له نورو) غلا کوي. ابن قدامه مقدسي رحمه الله (مختصر منهاج القاصدین: ۱۵۳)
📖 د رسالې نوم: «په اسلام کې د لور فضیلت، ارزښت او مقام». 🔹 ډېری خلک د لور له درلودلو څخه بد وړي او زوی خوښوي.. په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ په ګڼو احادیثو کې د لور درلودل یو الهي نعمت ګڼلی دی. د دې رسالې په لوستلو سره به د لور لرلو پر اهمیت او ارزښت پوه شئ.
له دغه ځایه تا سو په ارزانه قیمت د ټولو سیم کارتُ انټرنیټی بستی تر لاسه ڪولای شې ګرانو ملګرو هر بسته چی مو زړه غواړی ڪلیک باندی وڪړی 👇 د ډیزاین زدکړی لپاره ویډیوګاني https://t.me/M_Khalid_zargai د عشق پوهنتون ڪانال شعرونه https://t.me/mgdtsniw32 دا هم زموږ د واټساف ګروف لینک https://whatsapp.com/channel/0029Vaaxti0Chq6MAANRz61G . https://chat.whatsapp.com/JIzPX1diPze7QELmckbbcy شخصی رابطی لپاره 👇 @M_k_q_p_o
ټول آنلاين ملګري په مينه، عقيدت او اخلاص سره د کائناتو پر سردار ﷺ درود شریف ووایاست اللَّهُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ على نَبِيِّنَا مُحمَّدﷺ ❣❣❣👇 المصحف الشریف چینل👇 https://t.me/AlMusafSharif ډیزاینر م خالد زړګي چینل https://t.me/M_Khalid_zargai د عشق پوهنتون شعرونه چینل https://t.me/mgdtsniw32
د خلکو د ځورولو او شرمولو له لاملونو څخه یو هم، د هغوی د شخصي ژوند په اړه بېضرورته او بېګټې پوښتنې کول دي. په حدیث شریف کې راغلي دي: «د یو شخص د اسلام له ښېګڼې څخه دا ده کوم څه چې ده ته اهمیت نه لري [او ورپورې اړه نه لري] پرېږدي» [ترمذي] ـ دکتر عبدالملک القاسم
په لټۍ (تنبلي) کې تر ټولو بد شی دا دی، چې د دې لامل کېږي یو کار د څو کارونو په څېر ښکاره شي! –مصطفی صادق الرافعی رحمه الله
ته ورسيده او هغه لعين په اس پوري ځان تړلي وه هغه له اس مړ ويزاند شو عامربن طفيل رضي الله عنه اس ونيوو او په منډه يي مسلمانانو ته ور ورساوه خپل ځوي ته يي وکړو ۔ نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔ ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔ کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول . صفحه 304.305.30
( ۱۲۸ ) د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص سپیڅلي أتلان څوک دي۔ (۱۲۸)برخه» کله چې قتامه بن ايشم الکناني رضي الله عنه ټولي اوه توري ماتي کړي نو په غازيانو يي غږ وکړ اي اتلو غازيانو او د قیس بن هبيره رضي الله عنه ملګرو همت وکړي د بري وخت راغلي بيا يي دغه آيات مبارك تلاوت کړو۔ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (۲۰۰) اي هغه کسانو چی ايمان يي راوړي صبر کوي او ټينګ اوسئ په صبر د کفارو په مقابل کي او محکم اوسئ په اسلامي سرحداتو کي او وويريږئ له الله جل جلاله څخه دپاره ددي چې کاميابۍ ته ورسيږئ ۔ هغه فرمايي ما کله داسي سخته حمله نوه ليدلي لکه جنرال جرجير او دهغه عسکرو چي وکړه مونږ يوبل سره ګډوډ شو دغه وخت سيف الله المسلول خالدبن وليد رضي الله عنه د ښي طرف صليبيان وشړل او زيات يي مړه کړل او دوه زره غازيان يي بېرته د جرجير عسکرو ته مخامخ کړل ښه زيات مړي يي پکي وکړل خو په لکونو خلکو کي مړي کيدل نه معلوميږې سيف الله المسلول خالدبن وليد رضي الله عنه بېرته خپلو ملګرو ته را وګرځيدو ګوري چي هغوي قتامه بن ايشم الکناني رضي الله عنه ته دعاوي کوي او د هغه اوه توري ماتيدل او اتلولي ستائي سيف الله المسلول خالد بن وليد رضي الله عنه هم هغه وستايلو ۔ دغه وخت د زرعه رضي الله عنها په نوم د حارث لور سيف الله المسلول خالدبن وليد رضي الله عنه ته راغله ورته يي وويل اي د وليد ځويه د جګړي ګټل د امير په ثابت قدمۍ پوري اړه لري که امير ثابت قدم و اوسي غازيان يي هم ثابت قدمه شي که امير وتښتي لښکر يي هم تښتي هغه ورته وويل زه تيښتي والا نه يم هغه چي تښتيدلي د هغوي دي مخ تور شي زه د صليبي لښکر په منځ کي ورننوتي وم ۔ دغه وخت سراعلي قومندان ماهان خبيث خپل لښکر ته وکتل چي د ماتي په حال کي دي نو کومکي عسکر يي ورته راوليږل هغوي کي يوتن لوړ او مضبوط پهلوان لکه د غره ټوټه دومره غټ وو ميدان ته راووتلو د مبارزي غوښتنه يي وکړه هغه ته يو تنکي ازدي ځوان ور ووتو له څه مقابلي وروسته يي هغه شهيد کړو بيا يي غږ وکړو چي څوک شته چي را ووځي دغه وخت سعد بن معاذ رضي الله عنه را ووت ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته يي وويل ماته اجازه وکړه چي ورشم ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل د رسول الله صلی الله عليه وسلم خاطر در اچوم چي په خپل ځاي ودريږه او خپل بيرغ سمبال کړه هغه بيرته لاړو په خپل ځاي ودريدو بيا يي غږ وکړو څوک شته چي زما آس او وسله واخلي او دغه پهلوان ته ورشي دغه وخت يي ځوي تنکي ځوان عبدالرحمن بن سعد بن معاذ رضي الله عنهما را ووت هغه وويل زه يم زه ستا د وسلي حقدار يم بيا د خپل پلار په آس سپور شو پلار ته يي وويل پلاره زه ورځم که هغه مي مردار کړو بېرته به راشم که زه شهيد شوم نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته که کومه خبر رسول غواړي همدا اوس يي راته ووايه ۔ سعد بن معاذ رضي الله عنه ورته وويل په رسول الله صلي الله عليه وسلم مي سلام وايه ورته ووايه الله جل جلاله دي دخير بدله درکړي بيا يي ورته وويل ځويه ورځه پخير الله جل جلاله دي توفيق درکړي له هغي وروسته عبدالرحمن بن سعد بن معاذ رضي الله عنهما لکه د اورلمبه آس وځغلاوه او د پهلوان په وړاندي حاضر شو يو په بل يي بريد وکړ رومي پهلوان هغه په سر ووهلو پټکي يي پري شو او سر يي زخمي شو رومي فکر کاوه چي اوس به له آس پريوزی بيا به يي مړ کړم خو هغه چي د دومره غټ پهلوان طاقت نه لرلو بېرته مسلمانانو ته ور وګرزيدو سعد بن معاذ رضي الله عنه ورته وويل ولي څه چل وشو هغه ورته وويل پلاره سخت زخمي يم سعد بن معاذ رضي الله عنه ورته وويل نور نو له دنيا څه غواړي چي راغلي مسلمانانو يي زخم پټي کړو هغه بيا غوښتل چي ميدان ته لاړ شي خو خلکو ونيوو ورته يي وويل اوس ته د جګړي کولو نه يي ۔ له هغي وروسته ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه وويل څوک به ورشي عامر بن طفيل رضي الله عنه را ووت هغه وويل زه ورځم ۔ عامر بن طفيل رضي الله عنه د يمامه په غزا کي سيف الله المسلول خالد بن وليد رضي الله عنه سره ؤو هغه يو ښه تکړه اتل ؤو هغه د يمامه په غزا کي خوب ليدلي ؤو چي يو ښځه ده خپل فرج اذاد ونيسي هغه دومره لوي وي چي عامربن طفیل رضي الله عنه پکي ټول دننه شي ورپسي ځوي رامنډه کړي هغه هم غواړي ور داخل شي خو نشي ننولاي بيا يي دغه خوب غازيانو ته تير کړو هيچا ورته تعبير ورنکړو هغه وويل زه يي په تعبير پوهيږم د ښځي فرج ځمکه ده چي زه به شهيد شم او په قبر کي له خښ شم او ځوي به مي زخمي شي هغه د یمامه په غزا کي زبردسته غزا وکړه خو شهيد نشو دلته د يرموک په غزا کي هغه پهلوان ته ور ووت اول يي په يوه نيزه جګړه شروع کړه هغه نيزه باندي يي ډيرو جګړو کي کار کړي ؤو هغه ماته شوه بيا يي توري ته لاس کړو صليبي پهلوان يي په څټ کي ووهلو توره يي ښکته کولمو
ورښمينه ټوټه کي تاؤ کړي سترګي راباندي پټي کړي چي خپل مرګ ونه وينم هغوي سترګي ورباندي وتړلي او خپله يي مسلمانانو سره جنګ شروع کړو خو ټينګ نشول اتل او باتور غازي ضرار بن الازور رضي الله عنه د هغه تخت ته ځان ور ورسولو هغه جنرال ديرجان يي د جهنم ميلمه کړو په دغه ورځ په زړه پوري خبره دا وه چي جنرال جرجير د رومي لښکر په ښی اړخ او جنرال قناطیر په چپ اړخ ټاکل شوي ؤو دوي خپلو کي سره وران شول جنرال جرجير جنرال قناطير ته وويل ولي حمله نکوي هغه ورته وويل ته ولي ماته وايي زه په تا امير يم زه به تاته امر کوم هغه ورته ويل نه زه ستا امر نه منم ته به زما امر مني اخر جرجير ته غصه ورغله په مسلمانانو يي بريد وکړ دغه طرف باندي د کنانه ۔قیس۔خثعم۔قضاعه۔غسان۔عامله غازيان وه په هغوي جګړه سخته شوه فقط بيرغونو والا په ځاي پاتي شول نور شاته شول ښځو چي وليدل نو په هغوي يي د ډبرو ګذارونه شروع کړل يو طرف دښمن ورپسي ؤو بل طرف خپلو ښځو په ډبرو ويشتل له مجبوري بېرته جنګ ته داخل شول ۔ د منهال الدوسي رضي الله عنه څخه روايت دي چي دغه وخت بيرته ستنيدونکو غازيانو يو بل ته دغه ايات تلاوت کړو ۔ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (۳) وصيت يي کړي وي يوبل ته په حق سره او وصيت يي کړي وي په صبر سره ۔ دوي بيا بيرته غزا شروع کړه دوي يو تن وليدو چي قتامه بن ايشم الکناني رضي الله عنه نوميدو هغه به کله په توره جګړه کوله کله په نيزه د هغه لاس کي دري توري ماتي شوي چي يوه توره به يي ماته شوه د خپل لاس وژل شوي څخه به يي توره واخستله بيا به يي شروع خښه کړه هغه به داسي اشعار ويل زه به په صليبي غپيدونکو سپيانو خپله توره وچلوم زه به زړه ورباندي يخ کړم زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د دين سپاهي يم هغه زمونږ خير خوا او هدايت ته بلونکي ده۔ دغه اتل غازي دوه توري نوري هم ماتي کړي هغه چغي کړي څوک به ماته مضبوطه توره راکړي چي الله جل جلاله اجرونه ورکړي۔۔۔ نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔ ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔ کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول . صفحه 301.302.303 ۔
( ۱۲۷ ) د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص سپیڅلی أتلان څوک دی؟ (۱۲۷)برخه» مسلمانانو ښځو چي خپل ميړونه به يي له تيښتي منع کول بعضي پيغلي وي ورونه او خپلوان يي په غزا بوخت وه دغو اتلانو کي خولة بنت الازور ۔خولة بنت ثعلبه۔کعوب بنت مالک۔سلمی بنت هاشم۔نعم بنت فياض۔هند بنت عتبه بن ربيعه ۔لبني بنت جرير الحمريه رضي الله عنهن وي ۔خولي بنت الازور رضي الله عنها داسي اشعار ويل چي تيښته کوونکو ته پکي پيغورونه وه هغوي ته پکي غيرت ورکول وه دجنت شوق او له دوزخ ويره پکي وه تيښته کوونکي چي پوي شول دين یی هم لاړو او ښځي يي هم نه قبلوي بېرته جنګ ته ستانه شول هند بنت عتبه رضي الله عنها د خَولي رضي الله عنها تر څنګ ولاړه وه هغي هغه اشعار ويل چي د احد په غزا کي يي د مشرکينو لپاره ويلي وه دا هغه ښځه ده چي د امير حمزه رضي الله عنه زړه يي ايستلي ؤو هغي هم پوره کوشش وکړو چي غازيانو ته روحيه ورکړي هغي وويل تاسو به خپل رب جل جلاله څخه چيرته تښتئ هغي خپل ميړه ابوسفيان رضي الله عنه وليدو چي آس را زغلوي هغي مخي ته ورمنډه کړه د هغه آس يي په لرګي وواهه ورته يي وويل اي بېغيرته چيرته تښتي لاړ شه خپل تاريخ صفا کړه تا په جهالت کي د اسلام په ضد څومره کارونه کړي لاړ شه خپله اتلولي وښايه قسم دي چي ونه ګرځي زه په تا حرامه يم د زبير بن عوام رضي الله عنه څخه روايت دي ما چي کله د هند بنت عتبه رضي الله عنها غيرتي خبري واوريدي د احد غزا را پياد شوه چي زه د رسول الله صل الله عليه وسلم ترڅنګ ولاړ وم او هغي مشرکين د رسول الله صلی الله عليه وسلم وژلو ته هڅول اوس چي ورته هدايت وشو نو خپله اتلولي په جنګ ښايي ۔ بيا زبير بن عوام رضي الله عنه فرمايي ابوسفيان رضي الله عنه چي د خپلي ښځي غيرتي خبري واوريدي بېرته ستون شو نور تښتيدلي خلک هم ورسره ستانه شول خوله بنت الازور او هند بنت عتبه رضي للله عنهما او نوري غازياني مي وليدلي چي تر بېرته ستنو شوو غازيانو وړاندي شوي هغوي د تکبيرونو آوازونه کول په صليبیانو يي قيامت جوړ کړو ما يوه اتله ښځه وليدله چي په يو غټ پهلوان يي حمله وکړه هغه په اس سپور وو او دغه ښځه پياده وه هغه په هغه پهلوان پسي کلکه ونښتله له اس يي را وغوزاوه او مردار يي کړو مسلمانانو چي ښځي وليدلي چي ميدان ته داخلي شوي په صليبیانو سخت بريدونه کوي د هغوي حوصلي لوړي شوي هغوي خپلي اتلولۍ ته دوام ورکړو او هغه ازدي تنکي ځوان د ابو هريره رضي الله عنه په ملتيا په کافرانو کي دومره مړي کړي وه چي د هغوي اسونه په مشکل پکي ګرځيدلاي شو ۔ د سعيدبن زيد رضي الله عنه څخه روايت دي چي د مسلمانانو د لښکر په ښي اړخ زياته جګړه وه کله به مسلمانان ورته ټينګ شول کله به شاته لاړل او صليبیان لږ لږ وړاندي راتلل کله چي خالد بن وليد رضي الله عنه وليدل چي دښمن نور ددوي په طرف زړه نه ښه کوي ځکه دوي دومره تري وژلي چي د مړو امبارونه پراته دي نو خپلو شپږ زره غازيانو ته يي امر وکړو چي د مسلمانو غازيانو د ښي اړخ غازيانو سره مرسته وکړي هغوي په هغه صليبیانو حمله وکړه چي مخته راغلي وه د صليبي عسکرو مخته خالد بن وليد رضي الله عنه او ملګري يي ورغلل دهغوي په وژلو يي شروع وکړه هغوي په تيښته شول ډير پکي په منډو يو په بل وختل د اسونو ترخپو لاندي مړه شول خالد بن وليد رضي الله عنه چي د غازيانو مورال وليد چي ټيټ دي غږ يي ورباندي وکړ اي د قرآن کريم پيروانو ما د دښمن زور اوبه کړي سخته ضربه مي وکړي همت مه بايلئ پري راتاؤ شئ سخت کاري بريد پري وکړئ د الله جل جلاله په مرسته فتح نژدي ده او دوي به الله جل جلاله ستاسي په لاسونو اسيران ګرځوي هغوي ورته په جواب کي وويل لبيک لبيک مونږ حاضر يو مونږ حاضريو خالد بن وليد رضي الله عنه د دښمن په وينو ککړه توره وڅنډله بيا يي په صليبيانو قيامت جوړ کړو د عبدالرحمن بن حميدي الجمحي رضي الله عنه څخه روايت دي چي زه خالد بن وليد رضي الله عنه سره وم چي مونږ په هغه لس زرو د بادشاهي ګارډ سري قطي باندي حمله وکړه کوم چي لس لس يوبل سره په ځنځيرونو تړل شوي وه خو هغوي نه شاته تلاي شول نه مخته شاته يي لويه ژوره کنده ايستلي وه چي له ويري تیښته ونکړي او مخته يي مونږ وو خالد بن وليد رضي الله عنه فکر وکړو دوي خو هسي هم زمونږ غنيمت دي هغه د لښکر په منځ ورننوتلو مونږ ټول ورسره وو هلته جنرال ديرجان ؤو زمونږ شعار يامحمد يامنصور اَمَتک أمتک ؤو جنرال ديرجان ته ماهان الارمني د جنګ امر نوو کړي اخري ته يي ساتلي وه هغه سره د مرغلرو ډک صليب ؤو او خپل زرګونه ملګري ورسره وه خالد بن وليد رضي الله عنه په هماغه ځاي حمله وکړه جنرال ديرجان ته خپلو جنګي قومندانانو وويل اوس د جنګ وخت راغلي د مسلمانانو غازيان زمونږ عسکرو ته را ورسيدل ګډوډي يي پکي پيدا کړه مونږ ته امر وکړه چي وجنګيږو هغه ورته وويل زه نه غواړم په خپل ځان بده ورځ راولم سر مي د دغه بيرغ په
( ۱۲۶ ) د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص سپیڅلي أتلان څوک دی؟ (۱۲۶)برخه» ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه سعيد بن زيد بن عمروبن نفيل رضي الله عنه چې له عشره مبشره ؤ څخه ؤو او شاته اخري صف کي مقرر ؤو په خپل ځاي ودرولو او خپله شاته د دوه سوه يمني او انصارو غازيانو سره ودريدو دغه وخت يو نوي تنکي ځوان چي د ازد علاقي ؤو راغي ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته يي وويل زه غواړم اول زه د صليب لښکر ته ور ووځم شهادت مي نصيب شي که ته کومه خبره رسول الله صلي الله عليه وسلم ته کول غواړي نو راته يي ووايه هغه ته اجازت وشو هغه خپل آس باندي سپور شو او ميدان ته ووت دهغه مقابلي ته يو غټ تکړه مضبوط پهلوان را ووت دغه ازدي تنکي ځوان دغسي اشعار وويل ۔ توره چلول او اتلولي د هغه چا کار دي چی اتل او بهادر وي توره شغالان نشي چلولي اوس به که خير وي جنة الفردوس ته لاړ شم بيا دواړو يو په بل وارونه شروع کړل دغه تنکي ځوان په هغه پهلوان کاري وار وکړ او جهنم ته يي وصل کړو ورپسي بل پهلوان راغي هغه يي هم مړ کړو ورپسي دريم څلورم پنځم ټول يي وار په وار دوزخ ته لېږل اسونه او وسله به يي خپلو اتلو غازيانو ته راوړل د پنځم پهلوان له وژلو وروسته دغه تنکي ځوان باتور غازي ته غصه ورغله د صليبيانو په ټول لښکر يي حمله وکړه هغوي چي د لکونو په تعداد کي وه په دغه غازي راټول شول ترهغي چي هغوي د ډير والي په وجه د مسلمانانو صفونو ته نژدي شول نو ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه غازيانو ته امر وکړو چي نور بسم الله کړئ غازيانو د تکبيرونو په آوازونو په دښمن زبردسته حمله شروع کړه او ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه اسمان ته سترګي پورته کړي دعاء يي وکړه چي يا الله جل جلاله مونږ ستا عبادت کوو دوي د صليب پيروان دي ته مونږ ثابت قدمه کړي د دښمن خپي سستي کړي مونږ ته بري راکړي مونږ ته تقوی نصيب کړي او له عذاب مو وساتي يا الله جل جلاله تا راسره د مرستي وعده کړي مونږ ته بري راکړي ۔ بيا يي دغه ايات مبارک برخه تلاوت کړه۔ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ ۖ فَنِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ (۷۸) ژباړه. ښه ټينګ ونيسيئ تاسو رسي دين د الله جل جلاله دغه الله جل جلاله مالک دي ستاسي ښه مالک او مرستندوي دي ۔ ابوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه وليدل چي د مسلمانانو په ښی اړخ رومي صليبي عسکرو حمله وکړه هغوي سخت مقاومت وکړ دغه مسلمانان ازديان ۔مذحجيان ۔حضرموتيان او خولانيان وه ورپسي پياده بلي ډلي ورباندي حمله وکړه سخته جګړه يي ورسره وکړه دريم وار بيا دريمه ډله ورته راغله د دغه پورته قومونو غازيانو چي دري بیلي بيلي ډلي وليدلي چي بيښي زيات دي لګ شاته شول دغه وغت نامتو أتل غازي او پهلوان چي د يو سل اوشلو کالو ؤو عمروبن معديکرب الزبيدي رضي الله عنه په خپلو غازيانو غږ وکړ ورته يي وويل شرم وکړي زما سپيني ګيري ته وګورئ چي زه مقاومت کوم تاسو ځوانان تښتئ تاسو ته د الله جل جلاله څخه شرم نه درځي تاسو له جنتونو دوزخ ته ورتښتئ را وګرځۍ او جنت وګټي هغوي چي د خپل قومي مشر غږ واوريدو زړونه يي قوي شول بيرته ورته پنځه سوه اتلان چي د حضرموت او خولان د قبيلو وه راغونډ شول او سخته جګړه يي شروع کړه ورپسي جليل القدر صحابي ابي هريره رضي الله عنه د دوس قبيلي غازيان سختي جګړي ته وهڅول هغه سره بيرغ ؤو په يو لاس يي بيرغ نيولي ؤو په بل لاس يي اتل ګذارونه کول او دغه غږونه يي کول جنت تاسو ته ښائسته شوي حوري درته آوازونه کوي همدا موقع ده ځانونو څخه فدايان جوړ کړي دغه وخت د صليب لښکر شاته تګ وکړ او مسلمانان له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شول لګ شيبه وروسته د صليبیانو يو په بل پسي دستي را تللي او په مسلمانانو يي سخت حالت راوستو مسلمانانو کي بعضو تيښته شروع کړه دهغوي څه کسانو آسونه داسي شاته وزغلول لکه ميږی چی له ليوانو تختي دغه وخت اتلو ښځو هغوي وليدل يو په بل يي چغي کړي زر شي دغه تيښته کوونکي درنه خلاص نشي د غفره بنت غفار څخه روایت دي چي زه هم د يرموک په غزاکي ښځو سره وم ما په ښځو چغي کړي هلي زرشي دغه تيښته کوونکي له تيښتي منع کړي هغوي خپل خاوندان په ډبرو ويشتل د خيمو په ستنو يي وهل ماشومان يي ورته مخي ته واسطه کول چي غيرت وکړي هغوي خپلو ميړونو ته وويل اي بيغيرتانو تاسو څنګه نارينه ياست چي زمونږ ساتنه نشي کولاي تاسو به هيڅکله زمونږ خاوندان نشي ۔ نوربيا راسره اوسۍ په شير کولو کي يي مرسته وکړي چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔ ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔ کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول . صفحه 298.299.30
🔹 امام ابن جوزي روايت کړی دی: 🔸 عمر بن خطاب رضي الله عنه د «عام الرمادة» (هغه کال چې مسلمانان سختې لوږې او قحطۍ ځپلي وو) په داسې حال کې چې پر منبر باندې ختلو، د سختې لوږې له امله یې خېټې د قرقر غږ کولو. نو په خپلو لاسونو یې خپله خېټه ووهله او ویې ویل: «پر الله تعالی قسم! که غږ کوې او که نه، ترڅو چې مسلمانان ماړه شوي نه وي، د غوړیو او شاتو څخه خبر نشته». 📚 - مناقب عمر، ابن جوزی، ص 217. - (شرح صحیح مسلم / اثر: شیخ حکیمی رحمه الله)
📢 فلسطین نیوز چینل د افغانستان، پاکستان او نړۍ تازه او مهم خبرونه، مستند ویډیوګانې او ځانګړي راپورونه په وخت ترلاسه کړئ. ✅ باوري معلومات ✅ چټک تازه خبرونه ✅ مهمې ویډیوګانې او راپورونه همدا اوس زموږ فلسطین چینل تعقیب کړئ او له خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړئ.مننه فلسطین نیوز چینل د خبرونو باوري سرچینه 💞🥰❤ https://t.me/PlastineNews
🔹 ابن العربي وایي: «د الله جل جلاله له هر نوم سره هغه څه وغواړئ چې د هماغه نوم سره مناسبه وي؛ د بېلګې په توګه ووایاست: اې رحیمه پروردګاره! پر موږ رحم وکړه. اې حکیمه پروردګاره! زما کارونه منظم او استوار کړه. اې رازقه پروردګاره! ما ته رزق او روزي راکړه. اې هادي پروردګاره! ما ته هدایت وکړه». 📚 احکام القرآن ابن العربي (۲/۸۰۵). 📚 تفسیر عون المنان [در تفسیر سورهی بقره]
( ۱۲۵ ) د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص۔سپیڅلي أتلان څوک دي؟ (۱۲۵)برخه» کله چې أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ټولو غازيانو ته نصيحت او وعظ وکړو ورپسي جليل القدر صحابي سعد بن معاذ رضي الله عنه په ټولو صفونو وګرزيدو هغه هم ټولو ته د اخلاص ۔او نيت صفا کولو۔ د اخرت جوړولو۔ د بهادرۍ خودلو توصيه وکړه بيا يي دغه ايات مبارک تلاوت کړو ۔ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (۵۵) وعده کړيده الله جل جلاله هغه کسانو سره چي ايمان يي راوړي دي له تاسو او کړي يي دي ښه عملونه قسم دي خامخا به خليفګان کړي دوي په ځمکه کي لکه چې خليفګان کړي يي وه هغه کسان چي پخوا وه له دوي نه ۔ هغه چي غوره کړي دي الله جل جلاله دوي ته او ثابت او قوي به وګرځوي دوي ته دين خپل او بدله به ور وګرځوي دوي ته پس له ويرې د دښمنانو عبادت به کوي دوي او شريک به نه پيدا کوي ماسره په هيڅ شي کي او څوک چي ناشکره شو په دومره لويو انعاماتو نو هغوي فاسقان دي ۔ بيا يي وويل هغه وخت چي تاسي تيښته کوئ له الله جل جلاله څخه حيا وکړئ په داسي حال چي تاسو د الله جل جلاله په قبضه کي ياست پرته له الله جل جلاله د ورتللو بله لاره نشته ۔ له أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه وروسته سهل بن عمرو رضي الله عنه را ووتلو ټولو ته يي وعظ وکړو په ټولو صفونو وګرځيدو بيا ورپسي ابو سفيان رضي الله عنه را ووتلو هغه هم ټولو وعظ وکړو هغه ټولو ته وويل د دغه مسئلي بل حل نشته غير له سخت مقاومت صبر او همت څخه که استقامت مو وخودو که ثابت قدمه شوي د صليبیانو ټول ښارونه کلي به ستاسي وي د دوي ښځي به ستاسي وينځي او ماشومان غلامان وي تاسو که تيښته وکړه نو خپل کورونو درڅخه دومره لري دي بغير توښی ژوندي نشي رسيدلاي نو رښتيني جهاد وکړي بيا ابوسفيان رضي الله عنه د غونډۍ په سر ښځو ته لاړو هغوي ته يي وفرمايل تاسو خپل خاوندان غزا ته وهڅوئ که هغوي تيښته کوله په ډبرو يي وولئ د خيمو په ستنو يي ووھئ ښځي ټولي د ابوسفيان په خبره راپورته شوي وسلي يي واخستي جنګي اشعار ويل يي شروع کړل ترڅو د غازيانو ويني په جوش راشي ابوسفيان رضي الله عنه بېرته خپلو صفونو ته راغلو غازيانو ته يي وويل جنت مو مخته دي شيطان درپسي شاته دي مخ ته لاړ شي شاته مه ګورئ ۔ د روم صليبي لښکر چي وکتل خالدبن وليد رضي الله عنه پنځه سوه غازيانو سره تيار ولاړ دي هغوي پوي شول چي زمونږ چل کار ونکړو غازيان جنګ ته تيار دي بېرته شاته شول ماهان ورباندي چغي وکړي ولي څه چل دي څه درباندي شوي ولي جنګ نه شاته شوئ ورځئ کنه له هغي وروسته صليبیانو بيا يرغل وکړو ۔ ماهان ديرش زره جنګياليو ته په کنيسو کي قسم ورکړي ؤو چي شاته کيږې به نه هغوي ته يي شاته کنده ايستلي وه لس لس کسان يي يو تربل په ځنځيرونو تړلي وه هغه ددي لپاره چي که کوم یو تښتي نو تښتيدلاي به نشي که شاته ځي کنده کي به لويږې نو مجبورا به جنګ کوي ۔ خالدبن وليد رضي الله عنه چي وليدل چي دوي ځانونه يو بل پوري تړلي نو يوه دعاء يي وکړه چي يا الله جل جلاله مسلمانان په خپل نصرت ونازوه بيا يي أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته وويل دښمن ځانونه يو بل سره تړلي دا به يوه تاريخي ورځ وي او سخته به وي ۔ أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه خالدبن وليد رضي الله عنه ته وويل دښمن ډير زيات دي ته څه وايي هغه ورته وويل ماهان يولک نامتو کسان رامخته کړل دوي سخت تکړه جنګيالي دي ته سعيد بن زيد رضي الله عنه پخپل ځاي ودروه ته شاته څو سوه کسانو سره لاړ شه که څوک تښتي نو له تا به حيا کوي بېرته به راګرځي نور له صبر غيرت شهامت څخه غير بله لاره نشته ۔ أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه وويل بالکل ښه مشوره ده هغه څو سوه اتل غازيان واخستل شاته اخر کي شو دغه مشوره ددي لپاره مفيده وه چي شاته غونډي کي ميرمني هم وي چي څوک تعرض پري ونکړي ۔ نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړيئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔ ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔ کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول . صفحه 295.296.297
بيا يي ورته وويل صبر وکړي ځکه چي هري سختۍ پسي اساني وي الله جل جلاله په صبر راضي کيږې او دښمن مغلوبيږې صفونه سره بيلوي مه لکه د ديوال کلک ودريږۍ نيتونه مه خرابوي په هر قدم شکر وباسۍ ذکر کوي او ترهغي جګړي ته مه وروځۍ چي ترڅو دښمن درته راوتلي نوي ۔ نوربيا راسره اوسئ په شير کولو کي يي مرسته وکړئ چي مسلمانان خپل رښتيني اتلان وپيژني۔ ليکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتين۔ کتاب فتوح الشام للواقدي جلداول . صفحه292.293.294
( ۱۲۴ ) د #أسلام دسپيڅليو أتلانو سپيڅلي کارنامي جهادونه :غيرتونه :بهادري: غوره اخلاق: او اخلاص سپیڅلي أتلان څوک دی؟۔( ۱۲۴)برخه» يو أتل غازي ابوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته داسي وويل ما خوب وليدو چي مونږ دښمن سره په جنګ ؤو چي له اسمان څخه داسي مارغان راښکته شي چې سپين رنګونه او شنه وزرونه يي وي د خپو پنجي يي د بازانو پشان وي هغوي زمونږ په دشمنانو منګولي ښخي کړي يو يو رانيسي ټوټه ټوټه کوي يي دغه خوب باندي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه او نور أتل غازيان زيات خوشحاله شول يو بل ته يي دبري زېرې ورکړو چي الله جل جلاله به دبدر پشان ملائکي راليږې او زمونږ مرسته به کوي ۔ يو غازي اوچت شو هغه أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته وويل مونږ نور ولي انتظار کوو دښمن غواړي مونږ ته چل جوړ کړي ۔ أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه وويل نور به دښمن خامخا جنګ کوي اوس د هغوي دجنګ وخت را رسيدلي دي داسي نده چي تاسي ګمان کوئ۔ د سعيد بن رفاعة الحميري رضي الله عنه څخه روايت دي چي مونږ په همدي خبرو کي ؤو چي چغي شوي او د دښمن لښکر زمونږ په طرف را روان شو ۔ أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه او تر شو هغه فکر کاوه دښمن مونږ نا پامي کي ګير کړو زر اوچت شو چي غازيان وګوري ۔ دغه شپه پيره د سعيد بن زيد ۔او عمروبن نفيل العدوي رضي الله عنهما وه سعيد بن زيد رضي الله عنه کفري لښکر وليدو چغي يي کړي ځانونه تيار کړئ او خپله د يو نصراني عسکر سره د أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه مخي ته ودريدو هغه ورته وويل دغه سړي د مسلمانيدو په نيت له صلبیانو راغلي او دا خبر يي راوړي چي ماهان ټول لښکر تيار کړي او غواړي يرغل وکړي ماهان سره خپله سره بادشاهي قطعه هم ده او امر يي کړي چي ټول لښکر به جنګ ته راوځي او دا جګړه به له نورو جګړو بل شان سخته وي ۔ دغه وخت کی د صليبیانو د لښکر بيرغونه راښکاره شول أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه غږ وکړو چي خالدبن وليد رضي الله عنه چيرته دي هغه وويل لبيک زه دغه يم أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل زر شه تکړه کسان مخته ور ووځئ هغوي مشغول کړئ چي نور غازيان په وسلو ځانونه سمبال کړي خالد بن وليد رضي الله عنه زر دغه کسانو ته غږ وکړو ۔زبيربن عوام۔عبدالرحمن بن ابي بکر۔فضل بن عباس۔يزيد بن ابي سفيان ۔ربيعه بن عامر۔ميسره بن مسروق العبسي۔مسروق بن قيس۔عبدالله بن انيس الجهني۔صخربن حرب الاموي۔عماره الدوسي۔عبدالله بن سلام۔غانم الغنوي۔مقداد بن الاسود الکندي۔ابوذرالغفاري۔عمروبن معديکرب الزبيدي۔عماربن ياسرالعبسي۔ضرار بن الازور۔عامربن طفيل۔ابان بن عثمان بن عفان۔رضوان الله عليهم اجمعين را وغوښتل هغوي چټک ځانونه تيار کړل دغه أتلان يو يو د پوره لښکر سره جنګيدلاي شول هغوي د دښمن مخي ته ورغلل او خپله اتلولي يي شروع کړه دغه وخت ابوسفيان رضي الله عنه أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته راغي هغه ورته وويل ښځي او ماشومان دغه غونډي ته وخيژوه که مونږ کامياب شو خو هيڅ خبره نده که معاذالله ناکام شو دوي کي داسي اتلاني شته چي خپله دفاع وکړي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل ښه مشوره ده هغوي يي غونډۍ ته وخيژولي هلته يي ځاي په ځاي کړي بيرته راغي مسلمانانو ځانونه تيار کړي وه زيړ بيرغونه يي غازيانو ته ورکړل مهاجرين او انصار د لښکر په زړه يعني منځ کي شول دري صفونه برابر شول اول صف د يمن دتکړه غشو ويستونکو شو دوهم صف د آسونو والا وه هغوي هم په دری ډلو وويشل شول د يوي ډلي غازيانو قومندان يي غياث بن حرمله العامري رضي الله عنه وټاکلو د دوهمي ډلي اتلو غازيانو مشر يي مسلمه بن سيف اليربوعي رضي الله عنه وټاکلو د دريمي ډلي مشر اتل پهلوان قعقاع بن عمرو التميي رضي الله عنه شو ۔ أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه د هغه بيرغ لاندي ودريدو چي ابوبکر رضي الله عنه ورته شام ته دتللو په وخت ورکړي ؤو او خالد بن وليد رضي الله عنه سره زيړ دعقاب په نوم بيرغ ؤو او د رسول الله صلي الله عليه وسلم د مبارکو لاسونو ؤو چي د خيبر په غزا کي جوړ شوي ؤو رنګ يي تور ؤو بيا أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه د پياده غازيانو مشر شُرحبيل بن حسنه رضي الله عنه وټاکلو چي د ښي طرف مشر يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه شو د کيڼ اړخ امير يي قيس بن هبيره رضي الله عنه وټاکلو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه په صفونو کي وګرزيدو ټولو ته يي دجهاد ترغيب ورکړو ۔ او دغه آيات مبارک يي تلاوت کولو۔ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (۷) سورت محمد ۔ اي هغه کسانو چي ايمان يي راوړي که تاسو د الله جل جلاله د دين مرسته وکړۍ نو الله جل جلاله به تاسو سره مرسته وکړي او ستاسي قدمونه به مضبوط کړي ۔
.د حماس د مرکچي پلاوي لوړ پوړی غړې غازي حمد: مونږ اتفاق د وسلو په ذخیره کولو کړی دی، په تسلیمولو مو نه دی کړی. دلته راشئ پر وخت له خبرونو څخه ځان خبر کړئ 👇👇👇👇👇 https://t.me/PlastineNews