tgindex
ادبې څانګه♪

ادبې څانګه♪

Статистика

دلته به هر شاعر خپل شعرونه نشروي

Последний пост
9 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
0
Всего постов
20
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
14 авг.
Подписчики
216
0 за 1 дн.
Сутки
0
0,00%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
33
20 постов
Вовлечённость
15,3%
к подписчикам
Постов в день
0,0
всего 20
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
17
1/48двое суток
19
1/72трое суток
21

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • شم دي لوګي په مینه ستا شم فدا، وطنه درپکښې سر خوړلي تل هرې بلا، وطنه درته راوړي مې د سر په بها دا استقلال له بدو سترګو دې رب وساته، زما وطنه ما درکې ماتې کړې، هیواده، څه غربي لښکرې پر تا مې تل وهلي دړي د، هر چا وطنه شه دا بریا دي زرڪلنه د زمـــرو ټاټوبیا له شرار ته او له فــــساده سوی صفا، وطنه په غرو درو دې دایمي شه سپین بیرغ، طالبه هسک دې له خدای غواړمه د طالب ملا، وطنه کړم درسره خپله وعده چې کړم ساتنه دي زه د سر سودا باندې ولاړ یم درته بیا، وطنه متوکل درته دعا کړم، نور شې ښاد او آباد ختم اشغال شو، نور دي وساته مولا، وطنه شاعر م متوکل متقي

  • د اسد څلورويشتمې ته برخمن له ازادي خپلواکي خپلواکي دغه ورځ مو تاریخي خپلواکي خپلواکي هیوادوال موسکي موسکي خپلواکي خپلواکي کړي په امن خوشحالي خپلواکي خپلواکي دی د امن سپین سهار په دې ښار په دې ښار بیا راغلی پرې بهار په دې ښار په دې ښار وږمې شیندي له چنار په دې ښار په دې ښار نشته خوف او نه هم ډار په دې ښار په دې ښار ورځ په ورځ کړي ترقي خپلواکي خپلواکي یو رهبر یو مو امام یو قیام یو قیام که طالب دي که عوام یو قیام یو قیام نه دي څوک د چا غلام یو قیام یو قیام یو یو بل ته لاس په نام یو قیام یو قیام که پښتون دی که فارسي خپلواکي خپلواکي سپین بېرغ رپي ازاد مبارک مبارک پر پامیر او پر شمشاد مبارک مبارک اوس دي ورک شر او فساد مبارک مبارک یو رسان تر خپل مُراد مبارک مبارک زرین هار ده سوکالي خپلواکي خپلواکي ډک له شور او له جمال استقلال استقلال د هېواد پر زنه خال استقلال استقلال د الله د رحمت شال استقلال استقلال شو په برخه مو اقبال استقلال استقلال ای راشده ورورلي خپلواکي خپلواکي راشد ولي فراهي

  • غزل آشنا داسي زمانه ده هیڅ نه کېږي بې باوره یارانه ده هیڅ نه کېږي د پخوا په شان غږېږې نه بلبله تته شوې یې نغمه ده هیڅ نه کېږي هېروی دي نه شم دنګه یاره راشه پر زړه بله مې لمبه ده هيڅ نه کېږي جل وهلی پروت په سوې کربلا یم بیخي ټکنده غرمه ده هیڅ نه کېږي د ثواب ځای چې بیا راشي داسي وایي ډکه شوې پېمانه ده هیڅ نه کېږي د خدای لاره مقدسه ده اسانه ځیني وایي عجیبه ده هیڅ نه کېږي اوس د ځان څېره لیدی نه شم راشده ماته شوې مې آئینه ده هیڅ نه کېږي راشد ولي فراهي

  • 6 авг.202из Englishbike

    دا لینک ده ملګرو بس نشرات شروع شول نن به ستاسو همکاري هم وګورو چې ستاسو له مونږ سره همکاري څومره ده خپلو دوستانو ته یې تلګرام او همدارنګه وټساف او شخصي کې ولیږی ښه په خوند به نشرات وړاندې وړو او بل خبر دا چې د اونۍ په جرایان کې به یو ځل حتماً عملاً انلاین انګلیسي خبري کانفرانس جوړیږي او هر څوک به پکې برخه اخیستلای شي

  • 6 авг.193из Englishbike

    https://t.me/Englishbike

  • غزل یاره دا غټې سترګې مه رڼوه ویدې او لټې سترګې مه رڼوه زړه مې پرهر د لیدو تاب نه لري دا سرې سکروټې سترګې مه رڼوه سکون مې ورک دی ګټه نه پېژنم نور نو د ګټې سترګې مه رڼوه نه ګورې مخ مې په رومال پټ کړی خون خواري چټې سترګې مه رڼوه راشد پښتون دی او پښتو به کوي ته ورته جټې سترګې مه رڼوه راشد ولي فراهي

  • ګل افغانستان دا د غیرتو ټاټوبی دا د غیرت کان دی ګل افغانستان دی ګل افغانستان دی زړه دی د اسیا د تاریخونو لوړ نشان دی ګل افغانستان دی ګل افغانستان دی دا سنګر سنګر وطن دا د ملا عمر وطن د منصور جلال وطن دا د ننګ ډګر وطن مات هر امپراتور پکې د دې مغرور جهان دی ګل افغانستان دی ګل افغانستان دی دا د اتلانو کور دا دی د غازیانو کور دا د هر افغان زلمی دا دی د بازانو کور نوم لري په درستي نړۍ لوړ تر کهکشان دی ګل افغانستان دی ګل افغانستان دی دلته هر سر زور دښمن وځي به مختور دښمن دلته اوسېدی نه شي، تل دې را نسکور دښمن دا خو اې راشد ولي د ننګ غیرات میدان دی ګل افغانستان دی ګل افغانستان دی راشد ولي فراهي

  • 26 июл.272из haidari11

    ،،،،،، د جهاد آذان ،،،،،،، آذان د جهاد شوی ، کړی صفونه برابر الله اکبر الله اکبر زلمي قطار قطار او ګرم کړی یې سنګر الله اکبر الله اکبر د هند غزا ته بیا ګګر بګر زلمي روان دي څه نر زلمي روان دي وخ ټول کفري جهان لره خطر زلمي روان دي څه نر زلمي روان دي چا ګرم سنګرونه کړل چا ګرم کړ ممبر الله اکبر الله اکبر د کفر دا نظام به خامخا کاندي برباد تحریک زنده باد په دغو مرتدینو به کوي مدام جهاد تحریک زنده باد بس هر کفري دښمن به خامخا کړي درپه در الله اکبر الله اکبر نافذ به شریعت شي او رامات به شي دجال راځي استقلال د فتحو به یې ټوله نړۍ وکړي استقبال راځي استقلال د فتحه پاکستان به نن سبا واورۍ خبر الله اکبر الله اکبر شاعر زینت الله فتحي روانې په هر لور نور خلاص شولو لاهور پنجاب مو راخپل کړی هم راخپل شولو پنج ګور نور خلاص شول لاهور روان یو په ترتیب اوخپل مسیر ته برابر الله اکبر الله اکبر شاعر زینت الله حیدري @haidari11

  • 18 июл.293из haidari11

    ——-:: نــــر طــالــب ::———— نر طالب ، رهبر طالب ، یار طالب سالار طالب سر طالب ، سرور طالب ، تاج طالب ، تاجدار طالب ننګ طالب ، ملنګ طالب ، دنګ طالب ، د جنګ طالب ناز طالب ، انداز طالب ، ساز طالب ، سازګار طالب لال طالب ، هلال طالب ، باب طالب ، کتاب طالب هر طالب ، ګلاب طالب، ګل طالب ، ګلزار طالب جان طالب ، جانباز طالب ، پير طالب ، امیر طالب سپین طالب ، حسین طالب، حق طالب ، حقدار طالب ملک طالب ، جهان طالب ، باغ طالب ، بوستان طالب خپل طالب ، خپلواک طالب، فخر افتخار طالب ستا طالب زما طالب ټول زینت الله طالب کوز طالب او بر طالب ،یو طالب ، او یار طالب شاعر زینت الله حیدري @haidari11

  • د هېواد ادبي ټولنه د ۲۸ مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه نیټه: ۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۸ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ انتخابي بیت! ستا ارمان به ایښی و د زړه په سر ما به چې غمونه وړه راوړه په سر لطیف الله خیرخواه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بیا دې ولې سر په زنګون اېښی دی لارې هم اوښتي وي د غره په سر ګل رحمن رحماني ستا مخلوق مې تشه تماشه وکړه یخ وو څڅېدله مې خېمه په سر علی اکبر پروانه تا زما يوه خبره یو نه وړه وړم دي ګوره هر یو توهمت زه په سر محمد رفیق ریحان ګل ته به یې لپه کې اوبه وروړې ګل به یې کرلی ؤ د غره په سر سبیل ساد ما چې ولیده د تناره په سر هیله مې زرغونه شوه د زړه په سر پوهاند عزیزالله جبارخېل سترګې د سپین سترګو تورې نه شوې پرې ما که ورته ډېر راوړه رانجه په سر علامه محمدي ړنګه بنګه درومي د ګودر په لور ایښی یې منګی دی څومره ښۀ په سر عرفان الله عرفاني څو ځلې مې لاس ور اچولی و خپل ګرېوان ته هم د بېلتانه په سر عبدالمجید پل عشقه لېونۍ شومه اېره شومه لا خو دي زه وړمه عجیبه په سر راشد ولي فراهي دلته چې ژوندي وي تر پښو لاندي وي دلته خلګ ګرځوي تل مړه په سر مشهود ملنګ ښځه د مېړه په سر جنت ته ځي ځي به هم دوزخ ته د مېړه په سر قایل ملنګ ښایي چې ګلان یې پرې کرلي وي وړي د لالي قبر ته اوبه په سر یعقوب شجاع څومره به بیغمه وای او ښه به وای کلي نه چې لري وای د غره په سر فضل الرحمن فضلي ډکي پیمانې له ثوابو یوسه لاس راتیر کهٔ د یتیم واړه په سر حکمت زبیر هسې ستا خوښۍ له پاره خاندمه وړمه ډېر غمونه زه د زړه په سر عبدالعظیم صدیقمل داسې بې روغبته سړې نه یمه ټول مالت مې پریښې دې د ده په سر عقابي طالب هاغه د اشنا مزار ته درومې اوس؟ رپي چې بیرغ پرې د راغۀ په سر سعید عباس دغه سختې ورځې به هم تېرې شي وي که هر څو لوړ، شته لار د غره په سر خاورې راشد جان څنګه دې دعوه د عِشقْ ومنم داغ دې نه په زړه راوړی نه په سر رسان نیازی دا یې د ایمان او حیأ نښه ده ساتي پښتنه خور لوپټه په سر شمشاد سالار ته یې که منې او که یې نه منې وړم دې پیغورونه لا درانه په سر ثاقب منګل ما خپلي د خيال سترګي ګنډلي وې تا راته کتل د دیواله په سر م نوراللّٙه حنیف هېڅ مې په کې خداېه تاته ونه کړل عمر مې شو تېر لکه مرغه په سر علی اکبر پروانه لولم پاک قران چې کله بس یې کړم ښکل یې کړم او کښې یې ږدم د وره په سر غمجن بهیر زه چې د چا غم کې راپریوتی وم هغه مې اول را وخه ته په سر طالب جان مروت ته که د نظام ژمنو ته ژمن شولې ارک به هسکه وساتي جنډه په سر ارسلا حسان سترګو کې مې ګوتې له.وحشته ږدم اوښکې غونډه ومه د لیمه په سر مسعد رائِد وبه کړې ارمان دځوانی هله بیا کله چې وخت تېرشي د زاړه په سر م راشدافغان ما چې ارادې به د سفر وکړې مور به قرآن کېښوده د وره په سر علامه محمدي څوک سوه په سینه باندي سوري سوري څوک سوه لولپه څوک لګېده په سر خادم غورماچي ماته یې بلها غمونه پرېښوده نلري جانان مې اندېښنه په سر أنـس حمّاسي ګرځي څه په ناز د آزادۍ ناوې وړې د خوشحالۍ څخه رانجه په سر م رښتین حقاني خیر که و ملنګ خو له غیرت و ډک ځار یې کړ ملت دیو میلمه په سر سهیل جان ناست یمه حیران حیران ورګورمه ګل پاس پر اوبو او که اوبه په سر سبیل ساد ما چي زړه ورکړی وو يو چا لرۀ وړمه پېغورونه د هغه په سر بريال هلمندی پاې

  • غزل: لکه د ګل په اننګو چې پرخې ټال وهي یاد یې زما په زړه همداسې پر وبال وهي په درواغجنو وعدو ډېر یم تېروتلی قربان نن او سبا کې وه خبره دا دي کال وهي دردو هجوم کړی ارام نشته د زړه په کور کې ويني ترې څاڅې په ورو ورو وځي ابطال وهي څنګه به هېر کړم هغه ښکلی شهلا سترګی انسان د پسرلي سینګارونکي ورته خال وهي د انتظار په ګردو پټ شولې ولي راشده! باران به کله وي، دا سیند څه وخت شمال وهي راشد ولي فراهي

  • 6 июл.393из haidari11

    نوې خوندوره جذباتي ترانه ڪــــسر چې له اشغاله مې خلاص کړی نه یې اسلام اباده پوره وړی دې یم اواز: الحافظ رفیع الله جهادیار صیب ڪلام :- زینت الله حیدري @haidari11

  • 6 июл.242из haidari11

    ... : (( بیت المال )) : ... لکه لام به دې له غاړې نه چاپير وي ګوره خیال به ساتې ډیر د بیت المال کاواک مه ځه مستحکم په لار مزل کړه چې خوندونه دې د ژوند نه کړي بې خیال ټول لوزونه او وعدې فکر کې ساته هسې نه چې د چا آه دې کړي زوال لا بقا به دا چوکۍ او دا منسب وي غرور ونکړې په بست او په اقبال لار اغزنه، هم لري ډیر ګږ لیچونه هسې نه چې دې ضعیف کاندي مرال چې لاپ زن او موزه پاک دې خطا نکړي نه ډوډۍ ورسره وخورې په ترپال حیدري زینت الله ډیر به دې پام وي چیرته وانخلې د کوم مظلوم اوبال شاعر زینت الله حیدري @haidari11

  • 4 июл.3231из haidari11

    خوندوره ډیڪلومه ڪــــسر د ګاوڼډ غلامه نظامه ای ظالم اسلام برباده اواز او ڪلام :- زینت الله حیدري @haidari11

  • مناجات پر اوږو مې ګناهونه پلنډې پلنډې زه خو وړۍ نه شمه ربه ډېرې ګنډې بد کردار یم ګناهګار یم ذوالجلاله مګر ستا فضل پرانيزي ټولې شنډې ای د عرش او د کرسۍ قادره خدایه کړه بخشش راته له هرې لويې لنډې شوګيرې مې د وجود په زړه کې ځای دي دي په سترګو کې مې اوښکې ډنډې ډنډې یم ړنګ شوی په سجده کې درته پروت یم زه راشد ولي کوی نه شم نور منډې راشد ولي فراهي

  • 27 июн.195из haidari11

    ... : (( بیت المال )) : ... که لام به دې له غاړې نه چاپير وي ګوره خیال به ساتې ډیر د بیت المال کاواک مه ځه مستحکم په لار مزل کړه چې خوندونه دې د ژوند نه کړي بې خیال ټول لوزونه او وعدې فکر کې ساته هسې نه چې د چا آه دې کړي زوال لا بقا به دا چوکۍ او دا منسب وي غرور ونکړې په بست او په اقبال لار اغزنه، هم لري ډیر ګږ لیچونه هسې نه چې دې ضعیف کاندي مرال چې لاپ زن او موزه پاک دې خطا نکړي نه ډوډۍ ورسره وخورې په ترپال حیدري زینت الله ډیر به دې پام وي چیرته وانخلې د کوم مظلوم اوبال شاعر زینت الله حیدري @haidari11

  • د هېواد ادبي ټولنه د ۲۵ مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه نیټه: ۳ محرم الحرام ۱۴۴۸ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ انتخابي بیت! دا د فطرت ځیني بَهر پرتې دي د اننګو پرخې په لمر پرتې دي کامران څرک ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ زرینې وړانګې مازیګر پرتې دي پرخې پر ګل دصنوبر پرتې دي پوهاند جبارخېل عرش او هنداره مخامخ شول او که وړانګې د لمر ستا په بشر پرتې دي علامه محمدي لکه ډبرې چې په غر پرتې دي دومره خبرې مې په سر پرتې دي فضل الله سنګین لکه چي بيا نن بل حسين شهيد دی د پلونو نښې د شمر پرتې دي حنيف مظهري دا دي پر مخ د بیلتانه غبار دی که توري خاوري په ساغر پرتې دي عبدالرحمن غضري ماته همدا قبر د ناوي ښکاري د شال ټوټې يې پاس پر سر پرتې دي م امان الله مستغفر هر څوک پرې خپله تنده ښه ماته کړي بېلګي مې دلته د هنر پرتې دي محمد رفیق ریحان پر ګلابي مخ دي بیا وار خوړلی ځکه دي زلفي لر او بر پرتې دي سالِک رضوان د پښتنو د ننګ ونام قبیلې له کندهاره تر خیبر پرتې دي کمال شهزاده ستا اخېري ديدن ته راغلم کنې غوټي مي پلنډه د سفر پرتې دي فهیم جان ستا وه روضې لره به در سم که یا دا اندېښنې مې پر ځیګر پرتې دي ق بدرالدین فراهي پلار یې شهید دی انقلاب خوړلی څو یتیمانې در پۀ در پرتې دي طارق عزیز صدیقي ستا دبیلتون سیلۍ یم کړی داسي لکه څوکاڼي مې په سر پرتې دي سهیل چې یي تیه و د فضاء مزلونه هغه مرغاني مات وزر پرتې دي عبدالرحمن غضري څنګه به رسم ستا د وصل بام ته چې دې پر مخ زلفې لښکر پرتې دي فضل مولا توره کی سبابه وخرې یې مغزی لیونی نن یې چاړې په آهنګر پرتې دي م عبدالحی سالک پيغلي منګي په لپو نۀ ډکوي ماتي ټوټې يې په ګودر پرتې دي م نوراللّٙه حنيف ‏ ‏څو رڼې او ښکې په ګریوان چې وینې ‏دا د غمونو په اشر پرتې دي ‏حسان کوچی قلم او ژبي لا چلیږي شکر اوس مو لا ګوتي په هنر پرتې دي احمد خاطِري مختاره وړی دي ميدان له یزید   ويني پر ځمکه د شٙمٙـر پرتې دي م محمد یوسف غاوير چې د واده په شپه شهیده شوله ټولې ګاڼې یې په زرګر پرتې دي ارسلا حسان خدایه قیامت کړې د عرب پېغلې اوس د وخت فرعون ته په در پرتې دي قایل ملنګ چې په لیدو به یې زما زړه شو ارام اخ اوس خاوري په ها دلبر پرتې دي هنر افغان جهنم اور به پرې ضرور حرام وي چا په تن خاورې د سنگر پرتې دي م، زاهد دلته د سترګو معرکه شوې ده شهیدې اوښکې په ګودر پرتې دي علامه محمدي دجدایې له درده اوښکې داسي دلي دلي مې په ټټر پرتې دي طاهر شيرزاد اوس هم زخمي یم لاجوړسوی نه یم لا څو پټۍ مي په پرهر پرتې دي خادم غورماچي ډېر په احتیاط وړه قدمونه مخته دلته بلاوې د بهر پرتې دي م رښتین حقاني په اوږو بار جنازه وړم دهيلو داوښکو څاڅکې په ټټر پرتې دي ملنګ فاروقي پاې

  • 16 июн.522из haidari11

    ::::::::::::::::::: د اسـلام لـښـکر :::::::::::::: ټـي ټـي پـي ، میړنی ، ببرسڼي، غـازیان دا د غرونو زمري او د هسکو بازان زنده باد ، زنده باد ، ټـي ټـي پـي ، ټـي ټـي پـي زنده باد ، دا کاروان ، د مـفـتـي نـورولي هم کـوهاټ ، هم مـردان ، بـاجـوړ او خـیبر هم پـنـجاب ، کې غـازیانو نیولی سـنګر هم په کـورمه کې شولو دښـمن درپه در زنده باد ، میړني ، جـنګیالي ، تـوریالي زنده باد ، دا کاروان ، د مـفتي نـورولي پاک مسیر ، پاک هدف ، پاک کاروان زندباد پاک لارښود، پاک رهـبر ، پاک غـازیان زنده باد اخی ځار دا تـحریک ، طـالبان زندباد زندباد بریتور، ببر څڼي زلمي زنده باد ، دا کـاروان ، د مـفتي نـورولي ټول جهان ، کې غښتلی ، وتلی کاروان دا دحق ، په پاک دین ، دردیدلی کاروان مسلمان ته په هر ځای منلی کاروان تل زینت الله فخرپرې کړي زنده باد ، دا کاروان ، د مـفتي نـورولي شاعر :- زینت الله حیدري @haidari11

  • 16 июн.433из NicePoet

    مشاعره راتلوونکې سه شنبې شپه ۸:۴۰  شروع کیږي اماده اوسی وخت کم ده ژر ژر لینک نشر کړی  السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زیری ⭕زیری⭕زیری⭕ د ادب ټولو مینوالو او بلخصوص شاعرانو او نعت خوانانو ته زیری 🪶د شاعرانو د ادبي دیرې شانداره مشاعره🪶 🔜🔜🔜🕗 محترمو شاعرانو او ټولو د ادب مینوالو ورونو رب العالمین مو دنیا او اخرت برابر کړه ! دا چې د افغانستان تاریخ په شعر او شاعری کې هم یو ځانګړی نوم لري نو مونږ به خپلو هڅو ، کوششونو ته دوام ورکووو مونږ خپلې هڅې جاري ساتو ، مونږ ستاسو وړتیا تر هر کونج د افغانستان رسوو او دا به نړۍ ته ترجمه کوو چې زمونږ په زړونو کې څه دي . داچې خورا ډیر وخت کیږي زمونږ په ګران هیواد کې د شعر او شاعری هغه پخواني خوندونه تر ډیره پیکه (کم رنګه ) شوي نو دې نتیجې ته ورسیدو چې ددې نوي کال له شروع څخه خپل د شاعری ټيمونه بیرته منظم او په کار واچوو . داچې شروع یې له انلاین مشاعرې کیږي ، زه تاسو ته اطمنان درکوم چې ډیر ژر به د هیواد په ګوټ ګوټ کې په فیزیکي بڼه هم مشاعرې رامنځته کړو . ۱:- ملګرو راتلوونکې سه شنبه چې د سرطان د میاشتې له دریمې نیټې سره سمون خوري د شپې اته بجې ۸:۲۰ څخه تر ۱۰:۰۰ لسو بجو پورې انلاین په لایف بڼه په صوتي او تصویري شکل یوه تاریخي مشاعره دایریږي . ۲:- د هیواد له مشهورو شاعرانو سره هم پرې خبرې شوي چې ګډون به کوي ۳:- له یاده مه باسۍ چې یاده مشاعره د اطلاعاتو او کلتور د محترم وزارت په مشرۍ تر سره کیږي چې په دې کې به تحفې ، ډالۍ هم په وخت سره وړو اشخاصو ته وسپارل شي ۴:- دې کلتوري مشاعره کې تازه او نوي شاعران هم ګډون کولای شي چې د مشاعرې په شپه به مونږ رابطې په یاده چینل کې ورته خپرې کړو ، کولای شي چې خپل نوم او شعر له مونږ سره شریک کړي تر څو په مشاعره کې ګډون وکړي. ۵:- په دې مشاعره کې  علماء ، حافظان، ویناول، نعتخوانان ، شاعران او همداراز هر ځای  مشهورې څهرې ګډون کولای شي . ۶:- همداراز یاده مشاعره به زمونږ له رسمي ادرسونو په مجازي شبکو کې خپریږي . ۷:-ددې مشاعرې څخه هدف به دا وي چې هغه نوم ورکي شاعران ادیبان او وړ کسان چې په جامعه کې حضور لري ، او ډیر څه په زړه کې لري او ډیر څه کولای شي ، جامعې ته وروپیژنو او له خپلې وړتیا څخه د اسلام د مبارک دین په دفاع کې خپل خدمت تر سره کړي ۸:- ددې مشاعرو د فعالو کسانو ، شاعران او نورو وړو کسانو لپاره کتبي اصدار او همداراز ګڼ شمیر منظم ترتیبونه هم لرو . ۹:- هغه دوستان چې لینک تر لاسه کوي کوشش دې وکړي  مخکې له دې چې چېنل ډک شي  ژر تر ژره لینک تر نورو شاعران او  د ادب تر مینوالو ورسوي . ۱۰:- هر ملګری کولای شي مونږ ته خپل نوم راولیږي او مشاعره کې خپل اشعار ، مطالب ، ویناوې او نعتونه له ګډون والو سره شریک کړي ۱۱:- چینل کې تر پنځو زرو ۵۰۰۰ ګډونوال کولای شي برخه واخلي ، نو کوشش وکړی چې لینک تر خپلو دوستانو ورسوی. https://t.me/NicePoet https://t.me/NicePoet https://t.me/NicePoet یاده مشاعره چې په تلګرام کې دایريږي نور کولای شی چې په ټولو مجازي شبکو کې یې په اسانه پیدا کړی د مشاعرې لپاره خپل نومونه لاندې ادرسه تر لیږلی شی ستاسو مسیجانو ته حتماً ځواب درکول کیږي @Zinatullah1

  • 10 июн.475из haidari11

    ای زما د ایمان په زیور سمباله وروره! را ویښ شه ، بیداره شه او خپل هدف و پيژنه زمونږه مقابله صرف له یوه کافر یا له یوه فرعون سره نه ده زمونږ مقابله له ټول کفري جهان سره ده مونږ ټول ، د ټول کفري جهان لپاره د سترګو اغزي یوو ستا په مقابل صرف یو فرعون نه ، بلکې د نړۍ هر جابر او کافر ولاړ ده د هر دین کفار که هغه په هره عقیده دي اوکه هره نظریه لري خو د اسلام په مقابل کې یو دي خپله توره ، خپله اسلحه او خپله قلم باندې زور واچوه . خپله توره سمبال وساته ، خپله اصلحه اماده کړه او په خپل قلم باندې کار وکړه له ډیر احتیاط او فکر څخه کار واخله ، د خپله مسلمه امت لپاره داسې وړاندې کړه چې د غفلت له خوبه پرې راویښ او د اسلام ددښمنانو په مقابل کې قدم پورته کړي. او ددښمن له شومو پلانونو څخه پرې خوندي او د اسلام په رڼا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي. لیکوال / زینت الله حیدري @haidari11