tgindex
کړکۍ

دلته، د ژوند، روغتیا، ادب، ارواپوهنې، بریا، پرمختګ او داسې نورو په اړه لیکنې، ژباړې، مطالب او مالومات لوستلی شئ.

Последний пост
13 авг.
Последнее чтение
13 авг.
Постов за неделю
4
Всего постов
25
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
2 313
−1 за 4 дн.
Сутки
−1
−0,04%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
325
24 постов
Вовлечённость
14,1%
к подписчикам
Постов в день
0,6
всего 25
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
136
1/48двое суток
155
1/72трое суток
168

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • без подписи

  • без подписи

  • ځینې خلک به هېڅکله ستا ملاتړ ونه کړي، ځکه هغوی له هغه څه وېرېږي چې ته یې کېدل غواړې. ژباړه

  • له بدو خلکو سره د اړیکو په پرېکولو مه پښېمانه کېږئ؛ که د یوې ونې خرابه رېښه پرې شي ونه ژغورل کیږي. ژباړه

  • که بېرته ورګرځېدلی، دا مه هېروئ چې څنګه او په څه ډول ترې تللي وئ. ژباړه

  • نن سبا تر ټولو ښه کار دا دی چې د اوسنیو شېبو په قدر پوه شو او خوند ترې واخلو؛ زموږ حقیقي او رښتینی ژوند همدا اوسنۍ شېبې دي، د پرون او سبا په اړه فکر، اندېښنه، خپګان او داسې نور زموږ د منفي فکرونو او خیالونو پایله ده. #اروین_یالوم #ژباړه_نورمل

  • له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره بشپړ او بې‌عیبه کېدو ته په تمه مه اوسئ، ځکه ژوند ډېر په چټکی روان دی، نن چې کوم فرصت لری ښایي سبا یې ونه لری، همدا اوسنۍ شېبې غنمت وګڼئ او خوند ترې واخلئ. #بېت_کمپتن #ژباړه_نورمل

  • که له ما څوک وپوښتي چې د خوشاله او خوښ اوسېدو لپاره باید څه وکړو؟ زما ځواب به یو کلمه وي: پرمختګ! پرمختګ او وده ده چې انسان ته په ژوند کې د رښتینې خوښۍ او خوشالۍ احساس ورکوي، له همدې امله زه ټینګار کوم چې باید د ژوند لومړی هدف مو وده او پرمختګ وي. #انتوني_رابینز #ژباړه_نورمل

  • زما د ژوند یو اصل دا و چې هڅه مې کوله د امکان تر بریده له خلکو لرې واوسم، څومره به چې له خلکو لرې وم هغومره به حالت ښه و. #چارلز_بوکوفسکي #ژباړه_نورمل

  • ځینې وخت باید له ځانه د یوازېتوب دیوال راتاو کړې، ددې لپاره نه چې ځان له خلکو لرې کړې، بلکې ددې لپاره چې وګورې څوک ستا لیدو لپاره دېوال نړوي. ژباړه: نورمل

  • علي کرم الله وجهه په خپل خلافت کې د يوه غله د لاس پرې کولو امر وکړ، غله اصرار او زارۍ کولې چې دا ځل مې معاف کړئ نور به په ټول عمر غلا و نه کړم او دا مې لومړی ځل و. خبره يې و نه منل شوه لاس يې پرې شو، وروسته يې ترې وپوښتل چې له دې وړاندې مو پخوا کله غلا کړې وه؟ غله ورته کړل له حسابه وتلې شمېر يې راڅخه ورک دی. علي کرم الله وجهه وفرمايل: زه پوهيدم چې لومړی ځل يې نه و، ځکه رب خپل بنده ته مهلت ورکوي او تر ډېره يې پردې کوي تر څو له خپل ناوړه عمل، غلا او خيانت لاس واخلي، خو د تکرار او نه اصلاح په صورت کې به يې يوه ورځ حتماً رسوا کوي. مطلب ځانونه خوندي مه ګڼئ، یوه ورځ به حتماً رسوا شئ!

  • نکل کا چې یو ترکاڼ کابو نیمه پېړۍ يوه کمپنۍ کې د کور جوړولو دنده پر غاړه درلوده. یو مهال داسې راغی چې نور یې کار ته ډډه نه لګېده او احساسوله یې چې د لاسو زور یې لکه د ځوانۍ نه دی پاتې. د خپلې کمپنۍ مشر ته یې وویل، غواړي نور له کار سره مخه ښه وکړي او له خپلو لمسو سره ارام ژوند تېر کړي. مشر یې ورته وویل، زه یې درسره منم خو یو وروستی کور به راته جوړوې. د ترکاڼ له زړه خدای خبر و خو په ژبه یې وویل سمه ده جوړ به یې کړم. دغلته چې تر ډېره کورونه له لرګو جوړېده او کمپنۍ پرې ډېر لګښتونه کول خورا مشهور وو. ترکاڼ وروستی کور له داسې لرګیو جوړ کړ چې د یوې زورورې سیلۍ او باران د ټینګې به هم نه و، د دې لپاره چې وښيی کار یې ښه دی نو د کور بهر ډولي او بڼه یې ښکلې کړه او دننه یې ترې ځان خلاص کړ. د کمپنۍ مشر ته ورغی ورته یې وویل، د کور ټولې چارې بشپړې شوې، زه به خپله تنخوا واخلم او درنه ځمه. هغه ترکاڼ ټینګ په غېږ کې ونیوه، په ټنډه یې ښکل کړ، ورته یې وویل: دا ستا لپاره ډالۍ وه، همدا وروستی کور مې د دې لپاره درباندې جوړ کړ چې ته په کې هوسا ژوند وکړې. د ترکاڼ پر تندي د پښېمانۍ او بخل خولې روانې شوې، هغه چا چې په ټوله سیمه کې د ښه کور جوړولو نوم درلود، لنډې منډې دا ور په برخه کړه چې تر ټولو کمزوری کور یې د ځان لپاره ودان کړ. پایله دا چې، که مو هیڅوک نه ګوري، که هیڅکله بیا هغه ځای ته نه ستنېږئ او یا له چا سره د بیا لیدو هیله هم نه لرئ، ټګي او ناسم عمل ورسره مه کوئ، ښايي هماغه ټګي یوه مهال تا ته تاوان واړوي. اخلاص دومره قدر لري چې بې بیې دی. #نکل

  • که پوه شوې چې پر غلطه لاره روان یې، د بېرته راګرځېدو لپاره هېڅکله ناوخته نه ده، که بېرته راګرځېدل دې لس کاله وخت ونیسي بیا هم باید راوګرځې، دا هېڅکله مه وایه چې د بېرته تګ لار اوږده او ستړې کوونکې ده. وګرځه؛ که د ژوند یوه ورځ دې هم پاتې وه، په سمه لار روان شه!! #استیو_تولټز

  • په خپلو خبرو کې مثبتې کلمې او جملې وکاروئ له بدمرغه ډېر خلک په منفي فکرونو او خبرو عادت دي، دوی په دې نه پوهیږي چې منفي خبرې یوازې د هغه څه د پېښدو امکان زیاتوي چې دوی یې نه غواړي پېښ شي. ✍ لوییز هې 📚 د ژوند شفا

  • اعتماد او باور د پوکاڼې په څېر دي، چې د یوې کوچنۍ تېروتنې له امله له‌منځه ځي. ژباړه: نورمل

  • موسکا وکړه؛ هېر یې کړه، او بیا پورته شه، اجازه مه ورکوه چې خلک پوه شي «ته مات شوی یې»! ژباړه: نورمل

  • که د باران یو څاڅکی په بحر کې ولویږي، څاڅکی ورک کیږي خو که هماغه څاڅکی پر یوه پاڼه ولویږي بیا به ځلیږي، ته هم هڅه وکړه چې د خپلو وړتیا د ځلولو لپاره مناسب ځای وټاکې. ژباړه: نورمل

  • له احترام نه هغه وخت احترام پیدا کیږي، چې کله یې مقابل کس لیاقت ولري، له دې ورها خوا بیا بې ځایه تمې او غوښتنې پیدا کوي. ژباړه: نورمل

  • نکل کا چې یو سړی له ډېر سوچ وروسته له کوره ووت, تکل یې دا و چې ځان ته معلومه کړي، ښځه څه معنا؟ پر لاره یوې مېرمنې له څاه اوبه راویستلې. سړی چې تږی و، د اوبو هیله یې وکړه. مېرمن اوبه ورکړې. سړي وپوښتل کولی شم یوه پوښتنه وکړم؟ -هو، مهرباني. سړي وپوښتل ښځه څه ده؟ ښځې چیغې کړې، هلئ مرسته وکړئ، هلی ومې ژغورئ. د سړي سپینې وتښتېدې هیښ ودرېد. خبرو ته لا جوړ شوی نه وو چې کلیوال راټول شول. ښځې پر سر د اوبو لوښی له وړاندې چپه کړ. خلکو وپوښتل، وایه څه وشول. ښځې ځواب ورکړ، زه څاه ته غورځېدلې وم، دې سړي وژغورلم، ما ته یې نوی ژوند راکړ. کلیوالو لاروی پر اوږو کېنوه او د مننې چیغې یې ورته ووهلې-افرین شه او پرتا. کله چې خلک خواره شول، سړي له مېرمنې وپوښتل، دا دې څه وکړل؟ ښځې وویل، تا پوښتنه وکړه چې ښځه څه ده، نو ما یې عمل کې ځواب درکړ چې یوه ښځه له نارینه اتل جوړوي، وړوکی کار یې لویوي او شخصیت جوړونه کې یې له خپلې لورینې او وفادارۍ کار اخلي. سړي، په مسکه څېره وویل: وپوهېدم. #نکل

  • لېوالتیا، ژور فکر او مطالعه هغه څه دي چې له تاسو سره په بریا او پرمختګ که مرسته کوي. ژباړه: نورمل