MaHer-مـاهـر
СтатистикаWelcome to Our Channel Discover a world of knowledge, inspiration, and learning. 🔹 Islamic Knowledge & Reminders 🔹 Technology Tips & Updates 🔹 Free Books & Educational Resources 🔹 English Learning Materials 🔹 Useful Articles & Daily Insights
- Последний пост
- 14 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 17
- Всего постов
- 188
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Языки
- В каталоге с
- 12 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 324
- 1/48двое суток
- 371
- 1/72трое суток
- 400
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
السلام علیکم، زما ملګريه! ته راته وایې: «زه له الله څخه دعا کوم، خو له ځانه سره فکر کوم: الله به دا ټول حالات څنګه بدل کړي؟!» زه درته وایم: ستا دنده یوازې دعا کول دي. خو دا چې الله به ستا ستونزه څنګه حل کوي، دا ستا کار نه دی. د حل لارې او ټول اسباب د الله په لاس کې دي. هیڅکله کومه ستونزه پر الله لویه مه ګڼئ. کېدای شي انسان کله داسې فکر وکړي: «دا کار خو یوازې په یوه معجزه حل کېدای شي!» زما ملګريه، همدا د دعا وخت دی؛ ځکه د الله لپاره هېڅ شی سخت نه دی. لومړی خپل ځواک او توان الله ته وسپاره، او داسې دعا وکړه لکه یو ډوبېدونکی انسان چې د ژغورنې هېڅ وسیله نه لري؛ یوازې پر الله باور کوي او یقین لري چې هغه به یې دعا قبوله کړي. لومړی باور وکړه، بیا د پایلې انتظار وباسه. زما ملګريه! تر هغه چې ته فکر کوې هر څه یوازې په اسبابو پورې تړلي دي، هماغه اسباب به ستا د تکیې ځای وګرځي. خو کله چې په زړه باور وکړې چې اصلي اختیار یوازې د الله په لاس کې دی، الله به داسې لارې درته برابرې کړي چې ته به یې هېڅ تصور هم نه کوې. الله ډېر کارونه په پټه ترسره کوي؛ نو اړینه نه ده چې ته د خلاصون ټولې لارې له مخکې ووینې. کله چې یوسف عليه السلام په ظلم او ناحقه زندان ته واچول شو، الله تعالی کولای شول چې په یوه شېبه کې یې له زندانه وباسي؛ خو په دې صورت کې به یوسف عليه السلام له زندانه وتلی و، خو هغه ناحقه تور به لا هم ورسره پاتې و. الله تعالی غوښتل چې هغه هم آزاد شي او هم بېګناه ثابت شي. نو د شپې یې د پاچا په خوب کې یوه رؤیا ورولېږله. همدغه خوب د دې سبب شو چې پاچا د یوسف عليه السلام په اړه پوښتنه وکړي او هغه خپل حضور ته راوغواړي. خو پاک او باعزته یوسف عليه السلام تر هغه له زندانه ونه ووت چې خپله بېګناهي یې ثابته نه کړه. په دې توګه هغه آزاد، باعزته او د باور وړ وګرځېد. نو کله چې د اسبابو په اړه فکر کوې، دا خبره هېڅکله مه هېروه: چا به فکر کړی وای چې د یوې شپې خوب به د ټولو پېښو لوری بدل کړي؟! زما ملګريه! هر څه الله ته وسپاره، پر هغه باور وکړه، او بیا د هغه د رحمت او د خلاصون نښې وګوره. والسلام لقلبک. ❤️🤲🏻 #ماهر
اسلام عليکم، زما ملګريه! د مینهوالو ترمنځ اختلافونه تل رامنځته کېږي، خو ټولې اړیکې یو شان نه وي. د هغه چا ترمنځ ډېر لوی توپیر دی چې د خپګان پر مهال دې یوازې پرېږدي، او د هغه چا ترمنځ چې د سخت اختلاف په وخت کې درته راشي او ووایي: «پر الله قسم، ته زما لپاره هېڅکله بېارزښته نه یې!» همدارنګه د هغه چا او د هغه چا ترمنځ ډېر فرق دی چې په ارام زړه ویده شي او تا د اختلاف په درد کې یوازې پرېږدي، او د هغه چا ترمنځ چې د شپې ناوخته درته راشي او ووایي: «د ورځې اختلاف یوې خوا ته پرېږده؛ زه نه غواړم ته په سترګو کې له اوښکو سره ویده شې.» زما ملګريه! اختلافونه تل بد نه وي؛ کله ناکله همدا اختلافونه موږ ته ښيي چې د خپلو عزیزانو په زړونو کې څومره ځای لرو. تر دې ښکلی احساس بل څه کېدای شي چې پوه شې، که څه هم تېروتنه دې کړې وي، بیا هم د خپل عزیز لپاره ارزښت لرې؛ او هغه نه غواړي چې ستا زړه مات شي، حتی که تا د هغه زړه هم مات کړی وي. زما ملګريه! د هرې مینې ترمنځ یو نری تار وي. ریښتیني مینهوال چې اختلاف وکړي، د دوی د مینې تار لا پیاوړی کېږي. خو ځینې خلک هر ځل د اختلاف پر مهال د خپلې مینې تار پرې کوي، بیا یې بېرته سره نښلوي؛ تر دې چې له ډېرو اختلافونو وروسته هغه تار نور تار نه وي، بلکې د غوټو ډکه رسۍ وي. د مینې خوږې خبرې د خوښۍ پر مهال ښې وي، خو د اختلاف پر وخت لا ډېرې ارزښتناکې وي. د زړه تسلي د خوشحالۍ پر مهال خوږه ده، خو د خپګان او سختۍ پر وخت لا ډېره خوږه وي. عربو پخوا ویلي دي: «که یو څوک دې خپه کړي، خو بیا هم درته زیان ونه رسوي، هغه خپل ملګری وټاکه.» او زه درته وایم: هغه خپل محبوب او د ژوند ملګری وټاکه! ځکه تر دې ښکلی احساس بل څه نشته چې پوه شې: ته د هغه لپاره هېڅکله بېارزښته نه یې. ❤️ والسلام لقلبک. #ماهر
په ډېرو درودونو ویلو سره پر رسول الله ﷺ: اړتیاوې پوره کېږي، غمونه او اندېښنې کمېږي، ګناهونه بښل کېږي، ستونزې اسانه کېږي، تړلې دروازې پرانیستل کېږي، سخت کارونه اسانه کېږي، او هیلې د الله په اجازه پوره کېږي. نو پر رسول الله ﷺ ډېر درود ووایئ او سلام پرې ولېږئ. ❤️ اللهم صلِّ وسلم وبارك على نبينا محمد ﷺ. #ماهر
اَللّهُمَّ صَلَّ عَلیَ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیَ الِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّیتَ عَلیَ اِبرَاهِیمَ وَعَلیَ الِ اِبرَاهِیمَ اِنَّکَ حَمیدٌ مَّجِیدٌ. *اَللّهُمَّ بَارِک عَلیَ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیَ الِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارکتَ عَلیَ اِبرَاهِیمَ وَعَلیَ الِ اِبرَاهِیمَ اِنَّکَ حَمیدٌ مَّجِیدٌ. فراموش تان نشود!! ♥️
د الله تعالی له ذکر پرته د ژوند څه ارزښت قيمت دی؟ د رحمن له ملګرتیا او پناه پرته دنیا څه ارزښت لري؟ له هغه ذات څخه چې روغتیا یې راکړې، د شکر پرته روغتیا څه ارزښت لري؟ او له لمانځه او د خپل خالق، برابروونکي او پالونکي الله سبحانه وتعالی سره د اړیکې پرته دنیا څه ارزښت او څومره قیمت لري؟ چا چې الله وموند، نو څه یې له لاسه ورکړل؟ او چا چې الله له لاسه ورکړ، نو څه یې وموندل؟ رښتینې شتمني د الله تعالی پيژندل او ورسره اړیکه ده...!🤍
وایي؛ زه له هغه چا نه ویریږم، چې زر تخنیکونه یې زده وي زه له هغه چا ویریږم چې یو تخنیک یې زده وي، خو زر وار یې تکرار کړی وي. فکر کوم، دا د دغه اغلي بروسلي وینا ده🥊🥋
که څو ځله دې توبه ماته شوې وي، بیا هم مه ناهیلی کېږه. شیطان غواړي چې ته ووایې: «زه هېڅکله نه سمېږم.» خو مؤمن هغه څوک دی چې هر ځل له لوېدو وروسته بېرته اللهﷻ ته ورګرځي.
که مور هوټل ته بوځې نو لس ځله به تري دا خبره واوري: چې په دې پیسو به مو د خوراک څه راخيستي وه کور کې به ټولو خوړلي وه...🌸 موفقه یاست دی خبری سره؟
یا الله! زموږ روحونه او زړونه په داسې ایمان او ثبات سنبال کړه چې په هیڅ سختۍ کې د غیرو لاسونو ته محتاج نشو. 🥀🫀
يا الله مونږ د هغه کسانو څخه مه کرځوه چې د مرګ ورسته چغي وهي چې ما دنيا ته ستون کړئ چې نېک اعمال وکړم!
چې لوند د خپلو اوښکو په شبنم ؤ یؤ سړی واله چې له ګلابه سره سم ؤ یؤ سړی زیات شوی ؤ یؤ ستوری په لمن کې د آسمان په کومه ورځ چې ځمکه باندې کم ؤ یؤ سړی دروېشه د ټول قام د ژوند عنوان یې کړ بدل په لاس کې د تقدیر لکه قلم ؤ یؤ سړی
د ناهېلو په هوا کې الوتنې زده کړه د بې وسۍ د اسويليو نه وزرې وکه ملنګ
يو ورور کمنټ کړی چې ستا د CV فارمټ مې ځان لپاره جوړ کړ او په هماغه شارټ لست شوم. که ستاسې سي وي اپډيټ نه وي نو کولی شئ ځانته په لاندې ويب سايټ کې همداسې مسلکي سي وي جوړه کړئ چې تاسې سره په شارټ لست کېدو کې مرسته کوي. لينک: aslicv.com ملګرو سره يې هم شير کړئ!
فحشا یوازې د سترګو ګناه نه ده؛ دا د زړه سکون، د ذهن پاکوالی او د انسان اراده هم کمزورې کوي. که غواړې له دې عادت څخه خلاص شې، لومړی خپل زړه له اللهﷻ سره وتړه، بیا هغه لارې بندې کړه چې تا ګناه ته رسوي. ږ
څنګه کولای شې چ تر 95% خلکو څخه ډېر روغ او سالم و اوسې؟ سګرټ مه څکوه. په اونۍ کې درې ځله دروند تمرین (وزنه پورته کول) وکړه. هره ورځ 7000–10000 قدمه قدم وهه. هره شپه ښه خوب وکړه. له فحشا لرې اوسه. خپل ژوند ته یو واضح هدف ولره. ارام اوسه خپګان کنټرول کړه. له ښه مثبتو ملګرو سره واوسه. دا ساده عادتونه دي خو پایلې یې ډېرې لویې دي.
د اُحد له غزا څخه د راستنېدو پر مهال... د سعد بن معاذ رضی الله عنه مور په منډه د رسول الله ﷺ پر لور راغله، او سعد د خپل آس واګې نیولې وې. سعد وویل: «یا رسول الله! دا زما مور ده.» رسول الله ﷺ وفرمایل: «ښه راغلې!» او د هغې لپاره ودرېد. کله چې هغه رانږدې شوه، رسول الله ﷺ هغې ته د هغې د زوی، عمرو بن معاذ، د شهادت تسلیت ووایه. هغې وویل: «اوس چې ته مې روغ او جوړ ولیدلې، نو زما غم راته ډېر سپک شو.» اې زما ملګري! ته په څه غمجن یې؟ هره هغه ستونزه چې ستا دین دې له هغې څخه روغ پاتې شوی وي، هغه د لویو مصیبتونو په ډله کې مه شمېرئ. ستا دین ستا د وجود تر ټولو مهمه برخه ده. نو هغه څه دي چې د هغې له امله باید رښتینی غم وکړې؟ هغه وخت چې ستا په دین کې کمزوري راشي؛ ستا عقیده زیانمنه شي؛ ستا عبادت کم شي؛ پر الله دې باور د شک له امله کمزوری شي؛ او پر الله دې توکل د کمزورۍ له امله سست شي. له دې پرته نورې ستونزې د ژوند عادي پېښې او د الله تقدیرونه دي. دا ورځې به هم تېرې شي، او د مؤمن لپاره د الله په اجازه د دې سفر پای جنت دی. ❤️🤲🏻 #إلى_المنكسرة_قلوبهم #ماهر
څه به وي که الله تعالی همدا اوس ستا د هغې هیلې د پوره کېدو لپاره لارې برابروي چې ته یې په تمه یې؟ هغه دعا چې ته یې بیا بیا کوې، هغه خوب چې د پوره کېدو په تمه یې، او هغه غوښتنه چې په هره سجده کې یې په ټول زړه له الله څخه غواړې؛ الله یې ټولې پېژني. هغه پوهېږي چې ستا زړه په کوم ځای کې مات شوی، او هماغه به په خپل رحمت بېرته ورغوي. هغه هغه درد هم پېژني چې ستا د زړه په تل کې پټ دی، او د هغه لپاره به درته درملنه او سکون راولي. الله ستا صبر او ستا د زغم اندازه هم ویني، او ستا د زړه پر اسمان به د ښکلي بدیل او جبران باران ووروي. څه به وي که هماغه څه چې ته یې له الله څخه غواړې، له هماغه پیل څخه ستا لپاره مقدر شوي وي؟ ❤️🤲🏻 ✍️#ماهر
🎬 Pashto movies (پښتو فلمونه) 🎥 Pashto trailers (پښتو ټرېلرونه) 🧸 Pashto Cartoon ( پښتو کارتون ) فيسبوک پاڼه https://www.facebook.com/share/1K5Vw5sBxe/ ټیک ټاک https://www.tiktok.com/@raaz.production1205?_r=1&_t=ZS-96d5qDE2fNl https://t.me/Razz01Raaz
ځانته چلنج ورکړه چی؟ • هر سهار به ٤ بجو پاڅېږم. • هره ورځ به یو ساعت ورزش وکړم. • په یخو اوبو به غسل کوم. • هره ورځ به له ۵۰ څخه زیاتې پاڼې مطالعه وکړم. • هره ورځ به ۴ تر ۷ ساعتونو ژور او بېوقفې تمرکز سره کار کوم. • ۵۰ دقیقې پلی مزل به کومم. • هره شپه به ۷ تر ۸ ساعتونو خوب کوم. رب سره به قوی اړیکه جوړوه وم لمونځ تلاوت ذکر تقوا ته به ژمن اوسی که غواړې د یوه قوي او بریالي سړي په توګه وځلېږې، باید ځان د ټولنې له هغو عادتونو او فکرونو څخه آزاد کړې چې ستا پرمختګ محدودوي، او پر نظم، دوام او ځان جوړونه تمرکز وکړې! ته کولی شی هتن یوازی عمل وکړه وايه ځوانه ته چمتو یی
د جاپان یو شتمن کس ځان په سپي بدل کړ! وايي چې په جاپان کې د «ټوکو» په نوم یوه کس زرګونه ډالر مصرف کړي څو ځان د سپي په څېر جوړ کړي. الله تعالی انسان ته عقل، شعور او بېشمېره نعمتونه ورکړي دي؛ او انسان ته يې د عزت ژوند ورکړی خو انسان ډير ناشکره دی په ځيني کسانو شيطان خپله وعده پوره کړه چه زه به انسانان هغه حالت ته بوځم چه خپل خلقت به بدلوي (فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ) شکر خدایه چي مسلمانان يوو ❤️🥹🤲 #کاپی