tgindex
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

Статистика
Последний пост
10 авг.
Последнее чтение
13 авг.
Постов за неделю
0
Всего постов
20
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
8 557
−85 за 4 дн.
Сутки
−21
−0,24%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
108
20 постов
Вовлечённость
1,3%
к подписчикам
Постов в день
0,0
всего 20
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
90
1/48двое суток
103
1/72трое суток
111

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته سفر وکړ دوشنبه ۲۶ صفر المظفر ۱۴۴۸ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند په هدایت د یوه پلاوي په مشرۍ چې د داخله وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الله نجیب او د دفاع وزارت لوژستیکي مرستیال مولوي محمد علي جان احمد یې ملتیا کوله بدخشان ولایت ته سفر وکړ. د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د ځایي خلکو او مجاهدینو تر منځ شخړه رامنځته شوې وه، چې پکې یو څو تنو نظامي او ملکي خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د همدې شخړې د څېړنې او بررسي په موخه یاد هیئت د بدخشان له فیض آباد څخه د هلمند د والي مولوي امان الدین منصور په ملتیا د یفتل ولسوالۍ اتفاق بازار ته سفر تر سره کړ. ښاغلي نوري او مل پلاوي د یادې سیمې له ځایي علماوو او سپین ږیرو سره د فاتحې او کتنې پر مهال وویل: د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم پرستي، سمت پرستي او نژاد پرستي ځای نه لري، د بدخشان او نیمروز خلک په یوه تله تلي، نوري صاحب زیاته کړه، موږ د بدخشان خلکو ته د یوه مجاهد او دین پروره ملت په سترګه ګورو، یاد هیئت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دې قضیې تر څېړلو وروسته به مجرمین د قانون منګلو ته سپارل کېږي. وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل در رأس هیأتی به بدخشان سفر کرد دوشنبه ۲۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸ وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل ملا نورالله نوری، به هدایت رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن آخوند، در رأس یک هیأت به ولایت بدخشان سفر کرده است. در این سفر، مولوی رحمت‌الله نجیب، معاون اداری وزارت امور داخله، و مولوی محمدعلی جان احمد، معاون لوژستیک وزارت دفاع، نیز ملا نورالله نوری را همراهی می‌کنند. این هیأت به منظور بررسی و تحقیق در مورد درگیری‌ای که اخیراً میان باشندگان محل و مجاهدین در بازار اتفاق مربوط ولسوالی یفتل ولایت بدخشان رخ داده و در نتیجه آن به شماری از افراد ملکی و نظامی تلفات وارد شده است، به این ولایت سفر کرده است. هیأت از فیض‌آباد، مرکز بدخشان، با همراهی مولوی امان‌الدین منصور، والی هلمند، به بازار اتفاق ولسوالی یفتل رفته و با باشندگان محل دیدار کرده است. ملا نورالله نوری و اعضای هیأت در جریان فاتحه‌خوانی و دیدار با علما و بزرگان قومی منطقه گفتند که در صفوف امارت اسلامی جایی برای تبعیض، قوم‌گرایی، سمت‌گرایی و نژادپرستی وجود ندارد. نوری افزود که مردم بدخشان و نیمروز نزد آنان از یک دیدگاه برخوردار اند و گفت که آنان مردم بدخشان را یک ملت مجاهد و دین‌پرور می‌دانند. وی به باشندگان محل اطمینان داد که پس از بررسی و تحقیق همه‌جانبه این قضیه، افراد مسئول در این رویداد شناسایی و به پنجه قانون سپرده خواهند شد.

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • خوست کې د مسؤلينو او عامو خلکو ترمنځ ولسي غونډه شنبه ۱۷ صفر المظفر ۱۴۴۸ د خوست ولایت د باک ولسوالۍ له ولسونو، قومي مشرانو او علماوو سره د شریعت د احکامو د لا ښه نفاذ، د ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او ګډ تفاهم د رامنځته کولو په موخه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه. ديادې جوړې شوې غونډې پرمهال د اسلامي امارت مسؤلينو اسلامي نظام د مسؤولیتونو، د شریعت د احکامو د عملي کولو، د ولسونو د ګډو هڅو او د متقابلې همکارۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د قومي یووالي، د اصلاحاتو، د سولې او ثبات د ساتنې او د هر ډول اختلاف او نفاق د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وشو او له ولسونو وغوښتل شول چې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا په موخه خپله همکاري جاري وساتي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د هيواد د امنیت، ثبات، د اسلامي نظام د دوام، د مسلمانانو د یووالي او د هيوادوالو د هوسا ژوند په اړه ارزښتناکې سپارښتنې وشوې. همداراز د علماوو، قومي مشرانو او خلکو له لوري د شریعت د احکامو د پلي کېدو، د ولسي یووالي د ټینګښت او له مسؤلو ادارو سره د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند شو.

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • افغانان داسې یو باامنه نظام لري چې په نړۍ کې یې سیال نشته شنبه ١٧ صفر المظفر ۱۴۴۸ د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو په دغه ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري یوې جوړې شوې ولسي غونډې ته وویل: د اسلامي امارت مشران د دوی په زړونو کې ځانګړی ځای لري او د مشرتابه د ټولو فرامینو او ارشاداتو اطاعت خپله دینی وجیبه ګڼي. دوی د اسلامي امارت په صف کې اطاعت او همغږي بې سارې وبلله او زیاته یې کړه، چې له پنځولسېزو وروسته پر افغانانو یو داسې با امنه نظام حاکم شوی چې په نړۍ کې یې سیال نشته. د هغوی په باور که دا یووالی او همغږي وساتل شي هيواد به په اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخو کې لا ستر پرمختګونه وکړي. قومي مشرانو له حکومت څخه د سړکونو، کلینیکونو، ښوونځیو او مخابراتي شبکو د پراختیا او جوړېدو غوښتنه هم وکړه. ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل: جهاد یو الهي مکلفیت و او د ننني امنیت، ثبات او ارام ژوند بنسټ د همدې قربانیو په برکت اېښودل شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې اوس د جګړو وخت پای ته رسېدلی او د هيواد د ابادۍ او پرمختګ پړاو پیل شوی، نو د هر افغان مسؤولیت دی چې د هيواد په رغونه کې خپله ونډه واخلي. ښاغلي نوري صيب زیاته کړه، چې هغه پراختیایي پروژې چې کلونه یې چارې درېدلې وې اوس د بشپړېدو وروستيو پړاوونو ته رسېدلې دي. نوموړي د یووالي په اړه وویل: نن په افغانستان کې د ورورولۍ او اتفاق داسې فضا رامنځته شوې، هغه کسان کومو چې پرون زموږ مخالفت کاوه نن مو هرکلی کوي او د هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره له نظام سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

  • без подписи