tgindex
فیلسوف🖤

فیلسوف🖤

Статистика

تور زړه🖤 ژوند په ما تجربې وکړې ما په ژوند 🎩

Последний пост
14 авг.
Последнее чтение
13 авг.
Постов за неделю
8
Всего постов
498
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Новости и СМИ (по похожим)
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
5 045
−13 за 4 дн.
Сутки
−9
−0,18%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
698
40 постов
Вовлечённость
13,8%
к подписчикам
Постов в день
1,1
всего 498
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
435
1/48двое суток
498
1/72трое суток
537

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • без подписи

  • سقراط — د ځان پېژندنې فلسفه «هغه څوک چې خپل ځان وپېژني، د نړۍ له ډېرو رازونو سره اشنا کېږي.» موږ ډېر وخت د نورو خلکو د پېژندلو لپاره عمر تېروو؛ خو تر ټولو مهم انسان چې باید وپېژنو، خپل ځان دی. ته ولې غوسه کېږې؟ ولې ځینې خبرې دې زړه ماتوي؟ ولې د خلکو نظرونه ستا پر ژوند دومره اغېز کوي؟ کله چې انسان خپل فکرونه، کمزورۍ، وېرې او غوښتنې وپېژني، نو د نورو خلکو له قضاوت څخه ازادېږي. ځان وپېژنه؛ ځکه د خپل ځان پېژندل د حکمت لومړی ګام دی. #فیلسوف ع—د

  • ارواپوه او فیلسوف کارل ګوستاو یونګ وایي: ‏تر هغو چې یو ډله خلک مطلق خیر په ځان کې ویني او مطلق شر په بل کې ګوري، واقعي ثبات نه شي راتلی. ‏کله چې څوک نورو ته ښکنځلي کوي، فحش وایي هغه د همدې ویناوال په لاشعور کې شته بدي ده چې ظاهرا دې ښه انسان معلومیږي اما په باطن کې ښه نه دی او د دې پرځای چې نور ښکنځي ځان باید له دې داخلي زهرو پاک کړي. #کارل_ګوستاو #فیلسوف عدنان

  • ستاسې عادتونه ستاسې راتلونکی جوړوي! انسان په یوه ورځ نه بدلېږي هغه هره ورځ د خپلو کوچنیو انتخابونو په وسیله خپل راتلونکی جوړوي. هره ورځ لږ مطالعه → پوهه زیاتوي. هره ورځ ورزش → بدن قوي کوي. هره ورځ منفي فکر → ذهن کمزوری کوي. هره ورځ ځنډول → فرصتونه له منځه وړي. موږ ډېر وخت د لوی بدلون انتظار کوو خو اصلي بدلون له هماغو کوچنیو کارونو پیلېږي چې هره ورځ یې تکراروو. خپل عادتونه بدل کړه وروسته به حیران شې چې ستا ژوند ولې بدل شو. له ځانه وپوښته هغه کار چې هره ورځ یې کوم ما د کوم ډول انسان پر لور بیایي؟ #فیلسوف ع__د

  • ستا تر ټولو پټه برخه… ته فکر کوې چې یو انسان دې ښه پېژندلی خو حقیقت دا دی چې ته یوازې هغه برخه پېژنې چې هغه یې درته اجازه درکړې. ځینې خلک خپل اصلي احساسات د چوپتیا تر شا پټوي. ځینې خپل کمزوري د غرور په جامه کې پټوي. او ځینې خپل درد په موسکا بدلوي ترڅو څوک یې پوښتنه ونه کړي. خو د انسان پټ شخصیت هغه وخت راڅرګندېږي چې یوازې پاتې شي هیڅوک یې ونه ګوري او د خپل فکر له شور سره مخامخ شي. انسانان کتابونه نه دي چې په څو پاڼو یې وپېژنې هغوی رازونه دي چې کلونه ورسره تېرېږي خو لا هم بشپړ نه لوستل کېږي. 🖤 #فیلسوف ع—د

  • 🧠 د انسان هغه شخصیت چې هېڅوک یې نه ویني… هر انسان دوه شخصیتونه لري یو هغه چې نړۍ ته یې ښيي، او بل هغه چې یوازې د خپل وجدان مخې ته یې ویني. ځینې خلک ډېرې خبرې کوي خو خپل اصلي احساسات پټوي. ځینې تل موسکی وي خو په زړه کې یې داسې جګړې روانې وي چې هېڅوک ترې نه خبرېږي. ځینې ځان بې‌پروا ښيي، خو په حقیقت کې هره خبره ژوره احساسوي. تر ټولو خطرناک انسان هغه نه دی چې غوسه کوي بلکې هغه دی چې هر څه احساس کړي، هر څه درک کړي، خو چوپ پاتې شي. د انسان اصلي شخصیت هغه وخت ښکاره کېږي چې نه یې څوک ګوري، نه یې څوک ستایي،او نه یې څوک مجبوروي چې ښه انسان واوسي. خلک د نورو په وړاندې خپل کردار جوړوي خو د یوازېتوب په وخت کې خپل حقیقت ښکاره کوي. 🖤 #فیلسوف ع—د

  • 🧠 ولې انسانان د نورو خبرو ته «هو» وایي؟ ځینې وختونه موږ فکر کوو چې پرېکړې مو په بشپړ ډول زموږ خپلې دي خو حقیقت دا دی چې د انسان ذهن د ځینو رواني اصولو تر اغېز لاندې ډېر ژر پرېکړه کوي. کله چې یو څوک درسره مرسته وکړي ته طبیعي تمایل لرې چې مرسته یې بېرته ورکړې. کله چې ډېر خلک یو کار کوي ذهن دې فکر کوي چې ښايي همدا سم کار وي. کله چې یو چا ته دې «هو» وویل بیا غواړې له خپلې پخوانۍ خبرې سره وفادار پاتې شې. او کله چې یو شی نادر یا محدود ښکاره شي ارزښت یې ستا په سترګو کې لوړېږي. همدا ځای دی چې قناعت (Persuasion) له زور څخه جلا کېږي هوښیار انسان یوازې دا نه زده کوي چې څنګه نور قانع کړي بلکې دا هم زده کوي چې کله یې ذهن د قناعت لپاره تر اغېز لاندې راوستل کېږي. تر ټولو لویه ذهني ازادي دا ده چې پوه شې: هر «هو» چې وایې، حتمي نه ده چې ستا خپله پرېکړه وي. #فیلسوف عدنان

  • ولې د ځینو خلکو په لیدلو سمدستي ښه احساس کوو؟ کله کله یو انسان یوازې څو دقیقې درسره خبرې وکړي خو داسې احساس کوې لکه له کلونو راهیسې یې چې پېژنې. ولې؟ زموږ مغز یوازې خبرې نه اوري د انسان د خبرو انداز، د سترګو تماس، د غږ توازن، د بدن حرکات او د چلند کوچني نښې هم ارزوي. له همدې امله کله ناکله د یو چا په اړه زموږ لومړی احساس ډېر ژر جوړېږي خو یوه خبره هېره نه کړئ: لومړی احساس تل حقیقت نه وي ځینې خلک په لومړي ملاقات کې ډېر خاموش وي خو زړه یې ډېر ښکلی وي او ځینې نور په لومړي سر کې ډېر خوږ ښکاري خو اصلي شخصیت یې وروسته څرګندېږي. انسان په یوه ملاقات مه قضاوتوی ځکه شخصیت د وخت په تېرېدو پېژندل کېږي، نه په لومړیو څو دقیقو کې. #فیلسوف عدن-ان

  • سهارنی فکر نجوني د هلکونو احساساتو سره خورا په اسانۍ لوبي کوي مثلاً د یو کوچنۍ ويډیو په لیږلو داسې احساس درکول چې صرف ته زما یې او ته چې کله دا ډول ویډیو ګاني یې هم عکسونه ګوري ځان هغي ته ډېر نږدي ګڼي خو کیسه ټوله سرچپه ده هېڅکله دا ممکن ندي! فیلسوف

  • ♾️ څوک په چا باور ځکه نه کوي چې خلک یې لیدلي چې خلکو ته دوکې ورکوي دروغ وایې تل دا ډول منظري موږ په خپلو سترګو لیدلي ځکه مو بارونو کم شوي! فیلسوف

  • 9 авг.690204

    نن سبا هر انسان د دې وړتیا نه لري چې ستا د خاموش او ژور ذهن تر پټو کونجونو پورې ځان ورسوي ځکه هلته ستا ریښتیني فکرونه احساسات او نازکه احساستي نړۍ پرته ده. خپل سکون او د ننۍ ارامي باید له هر چا سره ونه وېشې یوازې هغوی ته یې پرانېزه چې ستا ارزښت درک کوي درناوی دې کوي خاطر دې ساتي او ستا د خاموشۍ په ژبه پوهیږي او درک کولای یې شي. #فیلسوف ع-د

  • 8 авг.785202

    انسان باید دا حقیقت ومني چې په دې نړۍ کې زموږ یوازې یو ملګری شته هغه ملګری چې له زانګو څخه د قبر تر غاړې پورې زموږ ملتیا کوي هغه زموږ خپل ذات او شناحت دی. نو له دې ملګري سره باید ښې اړیکې جوړې کړو او مهمه دا چې له خپله ځان سره باید یوازې ژوند کول زده کړو. #فیلسوف

  • 7 авг.832263

    ♾️ که یو میلیون کسانو له تاسره مینه لرله، زه به یو له دوې څخه وم. که یوازې یو کس دې مینه وال و، هغه به زه وم او که هيڅوک دې مینوال پاتې نه شو؛ نو پوه شه چې زه به مړ شوی یم. کافکا فیلسوف

  • 6 авг.965243

    ارواپوهنه وايي ځینې خلک ستا له ژوند څخه ځکه نه ځي چې تا سره مینه لري، بلکې ځکه چې ته یې تل بخښي. کله چې انسان د خپل ارزښت ساتل زده کړي نو ډېرې دروازې خپله وتړي. هر «نه» چې ته یې په جرئت وایې د خپل شخصیت د ساتنې لپاره یو «هو» دی. هڅه مه کوه چې هر څوک درڅخه خوښ وي ځکه هغه ونه چې تر ټولو ډېرې مېوې لري هماغه تر ټولو ډېرې ډبرې خوري. که څوک ستا چوپتیا کمزوري ګڼي پرېږده همداسې فکر وکړي وخت به ورته وښيي چې ځینې چوپتیاوې د عقل نښه وي نه د ماتې. هغه څوک چې خپل ذهن کنټرول کړي د ژوند ډېری جګړې له پیل مخکې ګټي. ته د خپل ذهن مالک یې، که د خپلو احساساتو بندي؟ #فیلسوف ع-د

  • 5 авг.880213

    ژوند له اغزو ډک دی. زه د دې ژوند لپاره له دې پرته بله لار نه وینم، چي ژر تر ژره یې تېر کړم. موږ چې هر څومره د خپلو ستونزو په اړه ژور فکر کوو، هغه د حل کېدو پر ځای لا پیاوړي کېږي او موږ ته ډېر زیان را رسوي. یعني: کله ناکله ډېر فکر کول ستونزې حلوي نه، بلکې لا یې درنې او پېچلې کوي. #فیلسوف عدنان

  • 5 авг.848203

    ♾️ مغز یو مادي غړی ده خو ذهن بیا غیر مادي ده موږ ټول مغز لرو خو افسوس ذهن نلرو ! احساسات شعور هر څه موږ کې مړه دي فیلسوف

  • 4 авг.939261

    “هغه خلک چې د حقیقت او ماهیت ته په ډېر ژور نظر ګوري، ډېر وخت له ټولنې سره د یو ځای کېدو ستونزه لري، ځکه پوهه او شعور هغوی له هغو وهمونو بېلوي چې نور خلک پکې آرامي پیدا کوي.” “نېچه” #فیلسوف عدنان

  • 4 авг.1 028191

    ♾️ څوک چې تل ویني تویوي تل دې د ځان سره توره ولري،ځکه ولس پر ده او دی پر ولس باور نه کوي ! فیلسوف

  • 3 авг.1 061322

    ټول زيانونه د جبران وړ دي، هر درد د درملني وړ دی، مګر ستاسو د ژوند د هغو میاشتو او کلونو ازاله ناممکنه ده، چې د نورو د خوشحالولو په هڅه کې مو ضايع کړي وي. “جبران خلیل” #فیلسوف

  • 3 авг.1 048231

    ♾️ اختلافات که هرځای وي که په ټولنه کې وي هم یو بل خرابوي او که د کور په د ننه کې وي که له یو وردګي پوښتنه وکي چې د کوم ځای یې وایې زه د میدان ښار یم که ورته واویې چې ولایت خو وردګ ده نه یې مني ځینې بیا چې وردګ کې لیکلی وي هغه وایې چې میدان نشته کې قسم په رب له ژونده مو ریشخند جوړ ده او خلک مو په داسې بې معنا شیانو اختلاف لري چې هیڅ ارزښت یې نلري همدا وجه ده چې نه کامیاب کیږو! فیلسوف