tgindex
پشتو ليکنې او شعرونه

پشتو ليکنې او شعرونه

Статистика

د پښتو ژبې لپاره • نادرې لیکنې • شعرونه • د ژوند حقیقتونه • د فلسفې او ارواپوهنې الهام مالک: @mastaankhan

Последний пост
14 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
10
Всего постов
166
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Новости и СМИ (по похожим)
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
10 095
−22 за 4 дн.
Сутки
−3
−0,03%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
707
40 постов
Вовлечённость
7,0%
к подписчикам
Постов в день
1,4
всего 166
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
507
1/48двое суток
581
1/72трое суток
626

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • کله چې ته خپل ارزښت وپېژنې، نو بیا به د هر چا د خوشالۍ لپاره ځان نه ماتوې. ځینې خلک هېڅکله راضي کېدونکي نه دي، او ته د هغوی لپاره خپل سکون له لاسه مه ورکوه. خپل حدونه وټاکه، خپل درناوی وساته، ځکه هغه څوک چې تا رښتیا درک کړي، هغوی به ستا ارزښت ته هم درناوی ولري.

  • без подписи

  • آیا خدای به د دې دروغو سزا هم راکوي، چې کله وایم: «ښه یم»، حال دا چې په سخت تکلیف او اذیت کې یم..؟

  • ما په ډېرو انسانانو کې خپل ځان ولټاوه، خو هېڅوک مې د خپل ځان په څېر پیدا نه کړل.. په دې دومره کلونو کې، یوازې یو انسان داسې و، چې ما فکر وکړ، دا زما په څېر دی؛ خو هغه هم خودخواه او خودغرضه راوخوت.. 🙂 له هماغې ورځې مې نور لټون بند کړ، او اوس په هېچا هم په اسانۍ باور نه شم کولی.

  • без подписи

  • هغه ماته د مېړه پر ځای د پیسو د ماشین نظر کاوه! د مېرمنې جنازه کې راسره ټولو خواخوږي ښوده، ویل یې ته د ښځې لپاره یو بې مثاله خاوند وې، د ښځې لپاره دې هرڅه قربان کړل. خو د هغې له مرګ نه دوه ورځې وروسته مې د روغتون بیلونو ورکولو لپاره د هغې موبایل خلاص کړ، پوه شوم چې زه د هغې په نظر کې هېڅکله هم مېړه نه وم، یوازې یو ګټور سړی وم. ۳۸ کلن یم د هغې ناروغۍ ته مې د شپږو میاشتو راهیسې د ژوند ټولې چارې درولې وې، یوازې د هغې ژوند ژغورلو لپاره. زه یې نرس وم ، اشپز وم ، موټر چلوونکی او مېړه یې هم وم. خپلې ټولې رخصتۍ مې ختمې کړې، خپله شتمني مې ورته په درملنې ولګوله. زده مې کړل چې د شپې درې بجې مورفین څنګه ورکړم. زده مې کړل چې هغه څنګه ولمبوم؟ چې د کمترۍ احساس ونه کړې. د روغتون په یخو دهلیزونو کې مې د شپې کولو او بې خوابۍ عادت زده کړ. یوه شپه یې رنګ ژیړ او بدن سست شو، زما لاس یې ونیو او ورو یې وویل: که پر ما څه وشول، راسره ژمنه وکړه چې زما مور ته به پاملرنه کوې. ما شپه او ورځ کې یوازې دوه ساعته خوب کاوه فکر مې کاوه چې زه پیاوړی مېړه یم، چې ټوله کورنۍ مې پر شاه ده په دې عقیده وم، چې همدا مینه ده. کله چې هغه مړه شوه، زه پرته له ستړیا او بې خوابۍ د هغې قبر ته لاړم، خپل خپلوان یې پر قبر راټول و، ټولو راته ویل "ته د هغې لپاره الاهي فرښته وې" لږ وروسته کورته لاړم، کور کې لاهم د هغې ځانکړی بوی د هغې په بسترې کې محسوسېده. د دوا بوتلونه او پاکټونه لا هم د تخت تر څنګ پر مېز پراته وو دا چوپتیا تر هر سخت ګوزار سخته وه. دوه ورځې وروسته، عجیبه څه ګورم، د هغې سمارټ فون مې واخیست زما او د هغې د کمپیوتر، ټلیفون او نورو برخو کوډونه زموږ د واده نېټې کال و دا زموږ یو پټ راز و. ما غوښتل د بانکي تایید پیغام پیدا کړم؛ خو لومړی مې د هغه په مبایل کې په یو چټ سترګې ونښتې، لاسونه مې ورېږدېدل، ټول پیغامونه مې وکتل، د پیغامونو مخینه تر یو کال زیاته نه وه. سلام د زړه سره څنګه یې؟ ـ یوازې ستا نه شتون مې زوروي، کله چې له تا سره یم، ځان ژوندی احساسوم. زه له هغه کرکه لرم، دا ناولی مې هر وخت سر ته ناست وي، کاش د دې پر ځای مې ستا لاس پر تندي محسوسولی. هلته انځورونه وو، غږیز یادښتونه وو او داسې راتلونکي پلانونه وو، چې زه پکې نه وم. بیا مې هغه پیغامونه ولیدل چې د روغتون پر مهال لېږل شوي وو، په هماغه وخت کې چې زه د هغې د بستر ترڅنګ پر هغه ناارامه څوکۍ ویده وم. هغې ورته لیکلي وو: همدا اوس یې ماته حمام راکړ، ډېر بېچاره ښکاري، ترې کرکه لرم، زه تل ستا په اړه فکر کوم هغه ځواب ورکړی و: خدای به زر زما او ستا ارمانونه پوره کړي. لوستلو ته مې دوام ورکړ، داسې احساس مې کاوه چې هره شېبه کانګې وکړم. سړي ورته لیکلي و: ولې یې پرېږدې نه؟ ـ اوس یې نه شم پرېښودلای، بده انسانه به ښکاره شم اوس یې د بیمې او پاملرنې لپاره اړتیا لرم؛ دې ورځو کې ګټور دی. د " ګټور" کلمه وه چې زه زړه یې مات کړم. زه د هغې د ژوند مینه نه وم. زه کارکوونکی وم، زه د روپو بټوه وم. په همدې شپه مې هغه سړي ته زنګ وواهه، په ارامۍ مې وپوښتل: له کله راهیسې؟ هغه ورخطا شو، بیا یې جرئت وکړ او ویې ویل، ما یوازې غوښتل چې عاطفي ملاتړ یې وکړم ـ عاطفي ملاتړ! ؟ ورته کړل مې زه یې شپه او ورځ سر ته ناست وم، لمبوله مې ، پر مخ مې لاس ورته کشکو ، د هغې د جنازې پیسې مې ورکړې؟ هغه تلیفون پرې کړ او زه یې بلاک کړم. بله ورځ، د خپلې خواښې کور ته لاړم، موبایل مې ورته وښود. ایا د لور په اړه دې پوهېدې؟ بیا مې ټول چټونه ورته وښوده د هغې مخ زیړ شو؛ خو انکار یې ونه کړ، راته کړل یې هغه ناروغه وه تسلیت ته یې اړتیا درلوده، مهرباني وکړه، د هغې یاد مه خرابوه ورته درناوی ولره. ـ درناوی!؟ زه نرس او نفقه ورکوونکی وم او د مینې کیسه یې بل ځای وه. درې میاشتې تېرې شوې دي، بیلونه ورکړل شوي، کور خاموشه دی، خلک لا هم د هغې پر فېسبوک پاڼه تبصرې لیکي چې هغه څومره ښکلي او خوشاله روح سره لاړه. زه نور د خپلې مېرمنې لپاره نه ژاړم، هغه ښځه چې ما فکر کاوه ورسره واده مې کړی، حقیقت کې دا ډېره پخوا مړه شوې ، سرطان وروسته راغی. زه یوازې پر خپل ځان ژاړم، پر خپل کړي باور مې ژاړم، پر خپل خدمت ژاړم. زه وروستی کس وم، چې پوه شوم، په دې واده کې یوازې زه وفادار وم. احتیاط وکړئ چې د چا لپاره ځان قربانوئ؛ نو ډاډ ترلاسه کړئ چې هغوی تاسو ته د مینې له نظره ګوري، که د ګټو او روپو له نظره. د یو حقیقي کیسې ژباړه: Tawheedullah Lihaz

  • ساقي! څۀ له بندوې د میکدې ور لا خو خدائ بند کړی نه دی د توبې ور د زړګي ناقراري مې د لیدو ده درزوي مې څۀ بې واره د سینې ور د راتلو نه مې خبر شوې نۀ راوځې کۀ پۀ تېر کې مې نیولی دی پردی ور چې ګلچین راباندې سیل د ګلو بند کړو راته خلاص کړو د خیالونو ګلکدې ور بدلېدونکې ده دنیا زاهده ټوله کلک کړه ځان پسې راپورې د کوټې ور پۀ کوڅه کې دې دربان ته څۀ حاجت و؟ زۀ دې هسې هم ساتمه د کوڅې ور د اسرار پۀ زړۀ کښې راشي، جوړ تۀ راغلې چې هوا چېرته را لرې کړي د شپې ور ډاکټر اسرار اسرار

  • ګورو بۀ بیا عمردراز مروته! کۀ لۀ ترخو ترخو وختو اووتو #عمردراز_مروت

  • په دې نړۍ کې داسې درد او غم نشته، چې انسان یې زغملی او برداشت کولی نه شي. لږ خپلې ماضي ته شاته وګوره: هغه شپه، چې تا ویل، شاید راتلونکی سهار و نه وینم.. هغه د درد شېبه، چې تا فکر کاوه، هېڅکله به ختمه نه شي. هر څه تېرېږي، خو هېڅکله هېرېږي نه..!

  • زه نه یم زه خو ستوری هومره لیري یم اشنا ستا شونډو ته نژدې لکه پېزوان دی بل سړی پخوا به دي تل زه در ګډولم په خپل غم خو لوند دي اوس د اوښکو په باران دی بل سړی درویشه!! په دې کلي کې دی دا عجب رواج چې تورې یو سړی وهي او خان دی بل سړی دروېش درانی

  • زړه مې تڼاکې وکړې لویږي مې نظر لاندې رښتینه مالګې مې راشنې دي د پرهر لاندې ژوند دومره سخت دی انډیواله چې تپوس مکوه لکه په ګرمه ځمکه ناسته د تود لمر لاندې دلته چې څه په چا منل غواړې قسم به کوې بې باوریو دلته کړی دی باور لاندې ښار کې رښتینه دومره ویره ده چې څه یې کوې تیږې مې ایښي د بالښت پر ځای د سر لاندې بخت الله رښتين

  • 8 авг.869133

    له هېچا هم د کومې ښېګړې تمه مه لره.. د هر انسان خپله یوه دنیا ده. که یو څوک دې هر څومره هم خپل شي، هغه اول د خپل ځان په غم کې وي، او د خپلې ګټې په لټه کې وي.

  • څنګه درته ووایم چې عشق دی لکه څه داسې؟ بس خو په زړه ننوځي، کټ مټ لکه ساړه داسې ژوند به وي، احتياج به یې، خو څوک به دې ناز نه اخلي نه مې درته وې چې خلک نه دي لکه زه داسې؟ سر د معشوقې پر اوګه کېږده سیند ته وګوره عشق به پکې ووهي څپې لکه اوبه داسې :: حفیظ همیم ::

  • 8 авг.825103

    چې مې د سختې یار خبریږي په ما به درد د زړګي څۀ څۀ کړي وینه #ټپه

  • 8 авг.841112

    ځینې پايلې د بې‌باورۍ له امله نه وي؛ یوازې «لکه پخوا» نور مانا نه لري. ځینې واټنونه باید په درناوي ومنل شي.🤍🕊

  • د ځینو فلمونو او سریالونو لیدل، د داسې ذهني عذاب د جوړېدو باعث کیږي، چې انسان یې په لیدو د پښېمانۍ احساس کوي.. او دا پښېمانتیا د یوې بلې سرخوږۍ او ځور پیل وي.

  • ملته زه خو ماسټره شوم 😆😂🙈

  • 6 авг.957101

    ومنه فوادیه..!

  • 🖤🙃

  • без подписи