tgindex
ګټونکی🏆

ګټونکی🏆

Статистика

ګټونکی – د پوهې، ادب او الهام نړۍ! دنیایی از دانش، ادبیات و الهام! دلته به تاسو له احساساتو ډک الفاظ او ژور فکرونه ومومئ. #ويناوي #شعر #شعرونه #ليکني #ژباړي #ناول #کتابونه #فلسفی_شعرونه #لنډې_کیسې #ويډيوګانې #ټوکي #عمومي_معلومات #گټونکی @Nangrahari_1

Последний пост
13 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
1
Всего постов
126
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Познавательное
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
1 300
+1 за 4 дн.
Сутки
−1
−0,08%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
263
40 постов
Вовлечённость
20,2%
к подписчикам
Постов в день
0,1
всего 126
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
59
1/48двое суток
67
1/72трое суток
72

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • خلک وایي انسان هېڅ قیمت نه لري، خو کله چې مینه وکړي، نو په څو شېبو کې خپل ځان خرڅوي؛ کله د یوې موسکا په بدل کې، کله د دروغجنو قسمونو په بدل کې، او کله د داسې وعدې په بدل کې چې هېڅکله نه پوره کېږي. هغه انسان چې تل یې ځان له نړۍ څخه ساته، په مینه کې راشي، نو خپل ځان د یو چا تر پښو لاندې ږدي. او کله چې مات شي... نه غږ کوي، نه شکایت کوي؛ یوازې له مات وجود سره موسکا کوي، لکه هېڅ هم چې نه وي شوي. ایا تا کله لیدلي دي؟ تر ټولو ارزانه انسان په مینه کې خرڅېږي، او تر ټولو سخته سزا همدا مینه ورکوي. داسې سزا... چې ژوند پکې پاتې وي، خو د ژوند کولو حق ترې اخیستل شوی وي. 🥀 #ژباړه #ګټونکی

  • دې مراکشي جوړې ته د واده په شپه له هېواده د وتلو چانس پیدا کېږي؛ خو دومره هم انتظار نه کوي چې د واده جامې بدلې کړي. دواړه په هماغو د واده په جامو کې د سیند غاړې ته راوتلي او هڅه کوي چې ځان هسپانیا ته ورسوي. دا منظره له یوې خوا عجیبه او له بلې خوا ډېره اغېزناکه…

  • 8 авг.210191

    ما په هدیره کې یو سړی د یوه قبر تر څنګ ولید. په لومړي سر کې مې فکر وکړ چې دعا کوي، خو کله چې له نږدې ترې تېر شوم، نو دا خبرې مې ترې واورېدې: «کله به چې موږ یو له بل سره خفه شو، زموږ خپګان به تر درېیو ورځو ډېر نه اوږدېده؛ ځکه تا به ویل چې له درېیو ورځو زیات خپګان د بېلتون سبب ګرځي. نن څلور ورځې وشوې چې ته له ما خفه یې... راپاڅه، راځه نوره، ضد مه کوه...» بیا هغه د همدې خبرو پر مهال په ژړا شو. 💔 #ژباړه #ګټونکی

  • دې مراکشي جوړې ته د واده په شپه له هېواده د وتلو چانس پیدا کېږي؛ خو دومره هم انتظار نه کوي چې د واده جامې بدلې کړي. دواړه په هماغو د واده په جامو کې د سیند غاړې ته راوتلي او هڅه کوي چې ځان هسپانیا ته ورسوي. دا منظره له یوې خوا عجیبه او له بلې خوا ډېره اغېزناکه وه. ځینو خلکو د دې جوړې پر زړورتیا حیرانتیا وښوده، خو ډېرو نورو په دې صحنه کې یو ژور انساني پیغام ولید؛ د امید، ارمانونو او د یوه داسې نسل کیسه چې باور لري خپل راتلونکی او د ژوند اصلي «هاني مون» به له هېواده بهر ومومي. حتی که د ژوند تر ټولو مهمه شپه یې هم له خطرونو سره مخ وي، بیا هم د خپل راتلونکي لپاره د یوې نوې لارې په لټه کې دي. دا کیسه موږ ته یو مهم درس راکوي: کله چې انسان له خپلو هیلو او هدفونو سره رښتینی وي، باید تر هغه یې له لاسه ور نه کړي، څو یې د ترلاسه کولو لپاره خپله هڅه نه وي بشپړه کړې. 🌱🤍 #ګټونکی

  • کله کله ستونزه دا نه وي چې موږ غلط یو، بلکې دا وي چې د خپل حق د بیانولو لپاره مناسب الفاظ نه مومو. او هر چا ته د ځان ثابتول هم اړین نه دي؛ ځکه زموږ ریښتینی ارزښت یوازې هغه کسان درک کولای شي چې زموږ احساسات درک کړي او زموږ پر نیتونو پوهېږي. #ژباړه #ګټونکی

  • без подписи

  • без подписи

  • حقیقت دا دی چې موږ ټول له دننه مات یو، خو دباندې موسکا پر شونډو لرو. له خلکو سره ګډ یو، خبرې کوو او خاندو، خو په خاموشه دردونو کې هره شېبه سوځو. زموږ په زړونو کې سلګۍ دي، بې‌غږه اوښکې دي، او داسې یوه پټه جګړه روانه ده چې شور یې یوازې زموږ زړه اوري. دا خاموشي هره لحظه ژاړي، خو غږ یې تر هیچا نه رسېږي. تر ټولو ستر درد هغه وخت وي، چې انسان درک کړي د زړه تر تیارو لارو یې د رسېدو جرئت هېڅوک نه لري. نه مو څوک درد لولي، نه مو څوک حال پېژني؛ موږ له دننه مات یو، خو بیا هم د ژوند بار پر اوږو وړو او موسکا پر شونډو ساتو. 🤍 #ژباړه #ګټونکی

  • 1 авг.306202

    دماغ ښې خبرې ډېر ژر هېروي، خو طنز طعنې او پیغورونه کلونه کلونه په یاد ساتي. نو ځکه خپلې خبرې په فکر او احتیاط وکړئ، ځکه کله ناکله یوه وړه جمله هم د انسان پر زړه او ذهن ژور اغېز پرېږدي. 🥀🤍 #ژباړه #ګټونکی

  • سلامونه شپه مو پخیر ❤️ هر څوک غواړي تبادله وکړی مسج وکړی مننه❤️

  • без подписи

  • په داسې نړۍ کې چې منافقت پکې ډېر شوی، د هغو خلکو شتون نعمت دی چې ظاهر او باطن یې یو وي، زړه یې پاک وي او اخلاق یې رښتیني وي. 🌱 #ګټونکی

  • عجیبه نه ده؛ په دې نړۍ کې ډېرې خوښۍ، ډېر خلک او ډېر شیان هغه وخت زموږ کېږي، چې نه یې د ترلاسه کولو تمه پاتې وي او نه یې شوق. #ګټونکی

  • ټوله کاینات په سکون کې دي؛ نه کوم ستوری په بیړه کې دی، نه کومه ونه له خپل وخت مخکې مېوه غواړي، نه کوم سیند خپلې موخې ته د رسېدو لپاره بې‌صبره دی، او نه کومه مرغۍ د سبا د اندېښنې له امله د نن ورځې سندره هېروي. یوازې انسان دی چې د تېر وخت د بار او د راتلونکي د اندېښنو ترمنځ خپل نن له لاسه ورکوي، حال دا چې ریښتینی سکون تل په همدې اوسنۍ شېبه کې پټ وي. #ژباړه #ګټونکی

  • رسول الله ﷺ فرمایلي: کله چې د الله ﷻ یو بنده ګناه وکړي، بيا په ښه توگه اودس وکړي، ورپسې دوه رکعته لمونځ وكړي، او له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، الله جل جلاله به ورته هرومرو بخښنه وکړي. ( رواه مسند احمد ) #ګټونکی

  • وايي، په ژوند کې هغه خلک انتخاب کړئ چې ستاسو د ذهني سکون ساتنه کوي، نه هغه خلک چې تل ستاسو د صبر ازموینه اخلي. #ګټونکی

  • ژړاوې، خفګانونه، خوشحالۍ، ورځې، شپې، تیارې، رڼاګانې، غورځېدل، جګېدل؛ دې ته ژوند وایي. دا ټول د ژوند برخې دي. دا ټول به تجربه کوې؛ یو به ځي، بل به راځي. په دې کې هېڅ هم اوږدمهاله نه پاتې کېږي. زړه به وهي او ځان به نه تسلیموې. که نن ژوند له تا خوند اخلي، سبا به هغه ورځ هم راشي چې ته به له ژونده خوند اخلې. صبر ولره...! #ګټونکی

  • له حده زیاته هوښیاري انسان ستړی کوي؛ نو لږې شوخۍ هم وکړئ، خوشحاله اوسئ، او د ژوند له هرې شېبې څخه په رښتینې مانا خوند واخلئ. 😊 #ګټونکی

  • ځینې زخمونه داسې وي چې په سترګو نه ښکاري، او ځینې تباهۍ داسې وي چې هېڅ شاهد نه لري. نړۍ یوازې د انسان پر مخ موسکا ویني، خو د همدې موسکا تر شا پټ درد او یوازیتوب هېڅوک نه احساسوي. کله ناکله انسان داسې پړاو ته ورسېږي چې د ژړا لپاره هم یو ګوټ نه مومي، داسې ځای چې خپلې سلګۍ هم په ستوني کې خفې کړي. دا چوپه تباهي، دا ناویلي دردونه، او د یوازیتوب دا اوږد سفر... یوازې زما رب پرې خبر دی، یا زما زړه. ❤️‍🩹 #ژباړه #ګټونکی

  • د انسان اصلي ښکلا د هغه په اخلاقو، نیت او چلند کې وي. څېرې د وخت په تېرېدو بدلېږي، خو ښه اخلاق او نېک کردار تل د خلکو په یاد پاتې کېږي. #ژباړه #ګټونکی