- Последний пост
- 20 мая
- Последнее чтение
- 14 авг.
- Постов за неделю
- 0
- Всего постов
- 20
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Познавательное
- В каталоге с
- 14 авг.
- 1/24сутки в ленте
- —
- 1/48двое суток
- —
- 1/72трое суток
- —
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
یو عالم وايې: درې کارکوونکي ډېر مفلس (غریب) دي. لومړی: د ښکار سپی منډې وهي ځان ستړی کړي؛ خو ښکار بل چا ته نیسي. دویم: بخیل انسان ځان د مال په جمع کولو ستړی کړي؛ خو ګټه ترې بل څوک واخلي، د دۀ نه پاتې شي. درېیم: غیبت کونکی انسان دنیا کې نېک کارونه وکړي، اخرت کې یې اجر بل څوک واخلي.
د شام نوم به مو سيرت او تاريخ کې ډېر لوستی وي. پخوانی شام ډېر پراخه و. اوسنی فلسطين ، سوريه تر فرات پورې ، اردن ، لبنان ، تبوک ، دومة الجندل ، سينا او د ترکیې ځينې سيمې په کې شاملې دي. دغو ټولو سيمو ته پخوا د شام نوم اخیستل کېده. نبي عليه السلام عبد الله بن حوالة الأزدي ته ويلي و: شام لازم ونيسه ، شام ښه ځمکه ده. بل ځای نبي عليه السلام دعاء کړې ده : يا الله ، زمونږ په شام او يمن کې برکت واچوه. نبي عليه السلام بل ځای ويلي و: له دې هجرت وروسته به بل هجرت هم وي، د ځمکې غوره خلک به هغه وي کوم چې د ابراهيم عليه السلام د هجرت ځای ته هجرت وکړي. همدغه وجه وه چې وروسته زمانه کې زياتره نېکان خلک شام کې استوګن شول. . کله چې تاتاريانو ګرده اسلامي نړۍ ونيوله، زياترو مسلمانانو شام ته هجرت وکړ. کله چې عثماني واکمني کمزورې شوه، د بالکان ډېرو مسلمانانو شام ته هجرت وکړ. کله چې المغرب کې فتنې را پورته شوې ، زياترو خلکو دې خوا ته هجرت وکړ. دا د امت هسته جوړوي، وروستي تحولات به هم دلته ګورو ان شاء الله. دا چې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته دغه نور فساديان دلته ځای په ځای شوي دي، د دې تر شا هم ډېرې کيسې دي.
کومو لاسونو چې یوسف علیه السلام څاه ته واچوه، هماغه لاسونه کلونه وروسته هغه ته راغلل او ویې ویل«تَصَدَّق عَلَينا» “پر موږ صدقه وکړه!” الله جل جلاله د عدالت په پلي کولو کې عجیبه حکمت او ښکلا لري...!
که تاسو په قرآن کریم کې د «أكثر الناس» (اکثره خلکو) کلمه وپلټئ، نو وبه ګورئ چې له هغې وروسته به دا ډول الفاظ راغلي وي: (لا يعلمون - نه پوهیږي)، (لا يشكرون - شکر نه ادا کوي)، (لا يؤمنون - ایمان نه راوړي). او که چیرې د «أكثرهم» (د دوی اکثره) کلمه وپلټئ، نو وروسته به یې دا صفتونه ومومئ: (فاسقون - فا!سقان دي)، (يجهلون - جهل کوي)، (معرضون - مخ اړوونکي دي)، (لا يعقلون - عقل پکښي نسته)، (لا يسمعون - نه اوري). نو ته هڅه وکړه چې له هغو «لږو» (قليل) کسانو څخه اوسې چې الله تعالی یې ستاینه کړې ده: ﴿وقليل من عبادي الشكور﴾ (او زما په بندګانو کې ډير لږ شکر کوونکي دي) ﴿وما آمن معه إلا قليل﴾ (او له هغه (نوح ع) سره یوازې لږو کسانو ایمان راوړی و) ﴿ثلة من الأولين وقليل من الآخرين﴾ (یوه ډله له پخوانیو څخه او لږ شمېر له وروستنیو څخه)..!
مرګ به درته په یوه عادي ورځ کې راسي. په داسې حال کې چې ته په نیمګړو پلانونو، نا ختمه خبرو او نه پوره سویو ارمانونو کې ډوب یې. بیا به نړۍ ستا له مړینې وروسته داسې روانه وي، لکه ته چې هیڅکله دلته نه وې. نو ځوانه توبه مه ځنډوه، په نېکو کارونو کې نن او سبا مه کوه، او له هغه عبادت مه غافله کيږه چې د هغه لپاره پیدا سوی یې. د ځان لپاره داسې نښه اثر پريږده چې ستا له تګ وروسته پاته سي. ځکه دا دنیا تيريدونکې ده. او دلته یوازې هغه څه پاته کیږي چې تا د آخرت لپاره مخکې ليږلي وي..! #ژ
без подписи
﷽ حضرت نبـي کريـم (ﷺ) فـرمـائي: څـوک چي پـدغـه راضـي شي چي الله تعالـىﷻ مـي رب دى، اسـلام مى ديـن دى، او حضرت مُحَمَّد مصطفٰي (ﷺ) مي نبي دى نو جنـت ورتـه واجـب دى (صحيح مسلم1884)
без подписи
د تېرې جمعې تقریر خلاصه مولانا اصغر حسین چې چېرته ژوند کاوه هلته یوه رنډۍ هم اوسېده. کله به چې مولانا د دې کور ته نزدې شو بوټونه به یې واېستل او پلی به روان شو. یوه ورځ مفتي شفیع صیب د دې کار د علت پوښتنه ترې وکړه هغه په جواب کې وویل: دلته یوه رنډۍ وسیږي اوس یې بازار نشته څوک نه ورته راځي،خو دا بیاهم ځان سینګاروي او د مشتري په انتظار ناسته وي، زه ځکه بوټونه باسم چې که زما ښکالو (دپښوغږ) واوري دا به خوشحاله شي چې مشتري راغی، چې ترې تیرشم زړه به یې مات شي. څوک چې په واقعي توګه مسلمان وي هغه د زړونو له ازاره بیخي ډېر لرې ګرځي.نبی علیه السلام فرمايي: مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان یې د خولې او لاس (له ضرره) په امن وي. الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ (بخاری) که یو زناکار ته مخامخ ووايې چې؛زناکاره! ګنهګار یږي.ځکه چې دهغه زړه پرې دردیږي. فسق، فساد غلا او داسې نور اعمال چې په ټولنه کې خلک نفرت ترې لري او یوڅوک د دغو اعمالو مرتکب وي او ته مخامخ د خپل عمل پیغور ورکړې او ورته یې یاد کړې ګنهګار یې. که څوک شرابي دی، چرسي دی او ... خو بیا هم دخدای بنده دی او خدای پخپل بنده خفه کیږي. نبی کریم صلی الله علیه وسلم صحابه کرام د ابوجهل غیبت ته هم نه پرېښودل. دا په دې خاطر چې حضرت عکرمه( د ابوجهل د زوی) پرې خفه کېده. په یوه صحابی د شرابو حد جاري شو یو تن وویل: په ده دې دخدای لعنت وي بیا به هم راوستل شي( یعنې توبه نه باسي) نبی علیه السلام ورته وویل: داسې مه ورته وایه، ځکه چې دخدای او دهغه له رسول سره مینه لري.
د همدان يوې ښځې رسول الله په وروستي حج کې ليدلی و، ابن اسحاق وايي، ما ترې پوښتنه وکړه، هغه څنګه ښکارېده، يو څه نښې يې راته ووايه. هغې وويل: د هغې څوارلسمې سپوږمۍ په څېر و چې نه مخکې چا دومره رڼه ليدلې وه او نه به يې وروسته وګوري. 📚 البداية والنهاية (۶ج/۸۳ص)
جابر بن سمره وايي: د سپوږمۍ رڼا وه، رڼه شپه وه، رسول الله سور لباس اچولی و، ما په هغې شپه څو ځله سپوږمۍ او بيا رسول الله ته وکتل. هغه ما ته له سپوږمۍ هم ښکلی ښکاره کېده. 📚 البداية والنهاية (۶ج/۸۳ص) صلی الله عليه وسلم.
سیدنا عباس رضیالله عنه کور د مسجد نبوي ترڅنګ و، او د کور ناوه یې مسجد ته مخامخ وه. کله به چې باران کېده، د ناوې اوبه به مسجد ته تویېدلې او پر لمونځ کوونکو به څاڅکي پرېوتل. یوه ورځ سیدنا عمر رضیالله عنه دا حالت ولید، نو د لمونځ کوونکو د تکلیف له امله یې هغه ناوه لرې کړه. کله چې سیدنا عباسؓ راغی او ویې لیدل چې د کور ناوه یې لرې شوې ده، پوښتنه یې وکړه: «دا چا لرې کړې؟» ځواب ورکړل شو: «امیرالمؤمنین، ځکه چې پر لمونځ کوونکو اوبه څاڅکېدې.» سیدنا عباسؓ قاضي ته دعوه یوړه. قاضي ابی بن کعب رضیالله عنه و. امیرالمؤمنین عمرؓ د قاضي محکمې ته حاضر شو. قاضي نورې دعوې اورېدې، او عمرؓ د محکمې له دروازې بهر انتظار کاوه. له ډېر انتظار وروسته چې دننه ورغی او خبرې یې پیل کولې، قاضي ورته وویل: «لومړی دې مدعي خپله خبره وکړي.» دا د عمرؓ د دورې عدالت و. سیدنا عباسؓ وویل: «زما د کور ناوه له پخوا نه د مسجد خواته وه، د رسول الله ﷺ له زمانې وروسته د سیدنا ابوبکرؓ په وخت کې هم همداسې وه، خو عمرؓ زما له اجازې پرته، زما په نشتون کې هغه لرې کړې ده. زه انصاف غواړم.» قاضي وویل: «بېغمه اوسئ، تاسو ته به انصاف درکړل شي.» قاضي له عمرؓ وپوښتل: «ولې دې د عباسؓ د کور ناوه لرې کړه؟» عمرؓ، چې د زرګونو میلو د ځمکې حاکم و، وویل: «ناوه مسجد ته وه، باران کې به اوبه بهېدې او لمونځ کوونکي به تنګ کېدل، نو ما لرې کړه.» قاضي ولیدل چې سیدنا عباسؓ څه ویل غواړي، پوښتنه یې ترې وکړه. عباسؓ وویل: «دا ځای رسول الله ﷺ ما ته په خپله نښه کړی و او ما دلته کور جوړ کړ. کله چې د ناوې د لګولو وخت راغی، رسول الله ﷺ وفرمایل: اکا! زما پر اوږو ودرېږه او ناوه ولګوه. ما انکار وکړ، خو د رسول الله ﷺ په ټینګار د هغه پر اوږو ودرېدم او ناوه مې ولګوله. دا ناوه پخپله رسول الله ﷺ لګولې ده.» قاضي وپوښتل: «ایا شاهدان لرې؟» سیدنا عباسؓ ژر بهر ولاړ، څو انصاریان یې راوستل. هغوی ګواهي ورکړه چې عباسؓ رښتیا وایي. دا چې عمرؓ دا واورېدل، ژړا یې پرې راغله. د رسول الله ﷺ یاد یې تازه شو، او د نبوي زمانې منظرې یې سترګو ته ودرېدې. په محکمه کې هغه لوی حاکم، چې نوم یې د قیصر او کسری ماڼۍ لړزولې، سر ټیټ ولاړ و. عمرؓ عباسؓ ته وویل: «ما ته معلومه نه وه چې دا ناوه رسول الله ﷺ لګولې ده. راځه، هماغسې یې بېرته ولګوئ لکه رسول الله ﷺ چې لګولې وه.» خلکو ولیدل: امیرالمؤمنین دواړه لاسونه د کور دیوال ته ټینګ ونیول، لکه رسول الله ﷺ چې ولاړ و. سیدنا عباسؓ د عمرؓ پر اوږو وخوت او ناوه یې بېرته په هماغه ځای کې ولګوله. د حاکم دا عاجزي او انصاف چې عباسؓ ولید، نو خپل کور یې مسجد نبوي ته وقف کړ. مسند امام احمد بن حنبل جلد ۱، مخ ۲۱۰، حدیث ۱۷۹۰
без подписи
без подписи
زما یو ملګری دی، کله چې غسل کولو ته ننوځي تر ساعت دوه مخکې نه راوځي. چې پوښتنه ترې وکړې چې ولې دومره وخت تېروې؟ وای خوند راکوي چې ګرمو اوبو ته تر ډېره ولاړ یم. نړۍ په کمپاینونو غاړې شنې کړې چې اوبه کمې او اړتیا یې زیاته ده، په استعمال کې یې احتیاط کوئ. اسلام د خپل کمال او جامعیت پر بنسټ دا کار د عمومي قواعدو په بیانولو سره کړی دی، هغه وایي اسراف مه کوئ ځکه چې الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي او تبذیر کوونکي د شیطانانو وروڼه دي. مانا دا چې د هر شي استعمال دې له اړتیا سره سم وي. حضرت سعد رضي الله تعالی عنه اودس کاوه، رسول الله صلی الله علیه و سلم ورکتل. سعد رضي الله اوبه لږ ډېرې مصرف کړې. رسول الله صلی الله علیه و سلم پر غږ کړه: «ما هذا الصرف یا سعد؟» د استاد د خولې الفاظ مې تر اوسه یاد دي، وای مبارک علیه السلام غږ پرې وکړ: «هلکه سعده! دا دې څه اسراف شروع کړی دی؟» حضرت سعد رضي الله عنه پوښتنه وکړه چې ای د الله رسوله! په اوبو یا اوداسه کې هم اسراف راځي؟ نبي علیه الصلوة والسلام ورته وویل: «هو، که څه هم د روانې ویالې په غاړه ناست یې.» اسلام انسانیت ته په دې کې عجیب درس ورکړی چې د هر شي بې ځایه او بې ضرورته استعمال اسراف دی. که یو چا اوبه په بیه رانیولي وي، هغه به ځکه احتیاط ورسره کوي چې مصرف پرې راځي، خو چې د بل پر دې پېښ سي بیا یې په لږ او ډېر باک نه کوي. خو متقي مسلمان که خپلې اوبه مصرفوي او که د بل، د اسلام د لارښوونو پر اساس حد او مصرف په پام کې لري او په څومره چې یې اړتیا پوره کېږي هومره استعمالوي. د خبرې خلاصه بیا هماغه راوځي کومه چې مو په تېرو لیکنو کې بیان کړه چې تقوی د دنیا او عقبی د نېکمرغۍ او کامیابۍ اساس دی. الله تعالی دې موږ ټول د تقوی په نعمت ونازوي. په قرآن کریم کې د تدبر اړوند څلورمه برخه شوه.
ډيری وخت يو انسان په تنهائي کې ګناه کوي، نو الله تعالی (د دغه ګناه په سبب) د مومنانو په زړو کې د هغه نفرت اچوي، او هغه پرې خبر هم نه وي..! (سيدنا أبو الدرداء رضي الله عنه)
без подписи
کله چي عمر بن عبدالعزیز (رض) د مرګ پر بستر پروت وو، پوه سو چي دده خدمتګار د هغه په خوړو کي زهر اچولي دي. نو، خلیفه هغه خدمتګار راوغوښتۍ او ورته ویي ویل: “ولي دي زما په ډوډۍ کي زهر واچول؟” خدمتګار په ډیره بیره سره وویل: “شهزاده ګانو (د بني امیه خلکو) ماته زر دیناره راکړه او ژمنه یې راسره وکړه چي که مي دا کار وکړ، نو آزاد به مي کئ.” عمر بن عبدالعزیز ورته وویل: “هغه زر دیناره د مسلمانانو د بیت المال خزانې ته وسپاره او ته د خدای (ج) په خاطر آزاد یې، زه دي بخښم.” عمر بن عبدالعزیز (رض) د مرګ په شېبو کي هم د مسلمانانو د بیت المال خیال ساتئ او په نړۍ کي د بخښني ترټولو لوړ مثال یې کښېښودۍ. عالمانو د هغه په اړه ویلي: “عمر یو قدم هم نه سو اخیستلی، مګر د خدای (ج) خالص نیت یې پکښې درلودۍ.” د همدې امله هغه په دوه نیمو کالو کي فقر بشپړ ختم کړ او عدل یې خپور کئ. په جوماتونو کي به ږغ کيدۍ: “څوک غواړي واده وکئ؟ څوک پوروړی دی؟ څوک حج ته ځي؟ څوک روا حاجتونه لري، چي ورته پوره یي کړو؟ موږ یي ټول لګښت د بیت المال څخه ورکوو.” د خلکو پورونه یې ورکړل، د واده عمرونه یي کم او آسانه کړل، خیر او نیکي ډېره سوه تردې ځایه چي کارکوونکو ته به یې ویل: “غنم او تخمونه په صحراء کي د مرغانو لپاره وپاشئ، ترڅو بیا یو څوک ونه وايي چي د مسلمانانو په خاوره کي مرغان هم وږي دي.” سره ددې عدالته، هغه د اخرت د حساب څخه ډېر بېرېدۍ. عالمانو ویلي: “کله چي به یې قرآن الکریم اورېدۍ، داسي به یي ژړل لکه د جهنم اور چي یوازي دده دپاره جوړ سوی وي.” هغه ریا او فـخر نه خوښوۍ، صالح علماء یې راټولول چي د اخرت یاد ور سره تازه کړي. یو چا ورته وویل: “اې د مومنانو امیره! ته ددې دنیا څخه روژه یې او د مرګ په وخت یې روژه ماتوې، اضافه اعمال د اخرت دپاره ساته.” دغي خبري پر هغه د زړه څخه ښه اغېزه وکړه او د هماغه وروسته یې د زاهدانو په څېر ژوند پیل کړ. کالي او ژوند یې د غریبانو په څېر وه، که څه هم د نړۍ د مځکي څلرمه برخه یې اداره کوله. دده د مرګ په شېبو کي وروستۍ کلمه دا آیت وو: “دغه د اخرت کور د هغو کسانو لپاره دی چي په دنیا کي د لوړوالي او فساد اراده نه کوي؛ ښې پایلې د پرهیزګارانو دي.” – سورة القصص همدا وجه ده چي خلکو ویل: “که تاسو په اسلامي هېوادونو کي د عدالت پوښتنه کوئ، نو ورته ووایاست چي: عمر وفات سوی دی.” زموږ نن خواري ورځي ته مه ګورئ، زموږ اسلاف وګورئ.
څومره بې مانا دی هغه ژوند چې د الله ج عبادت او بنده ګي د ورځنیو چارو له امله قرباني شوي وي!
دا ناوه رسول الله په خپلو لاسونو ايښې وه ... د مسجد النبوي باب السلام دروازې ته نزدې د عباس رضي الله عنه کور و. د دې کور ترڅنګ د عمر رضي الله عنه د تګ راتګ لاره وه. عبيد الله بن عباس وايي: زما د پلار ناوه لارې ته راوتلې وه، په دې لاره به عمر رضي الله عنه تلو راتلو. يوه جمعه عمر رضي الله عنه پاکې جامې واچولې، په دې لاره تللو چې له ناوې پرې ناپاکې اوبه راوغورځېدلې. عمر رضي الله عنه امر وکړ چې دا ناوه ړنګه کړئ، ژر ولاړ جامې يې بدلې کړې، خطبه يې ورکړه، مونځ يې وکړ، عباس رضي الله عنه يې خوا ته ورغلی، خفه و ، ورته ويې ويل: قسم په الله ، هغه (ناوه) رسول الله پخپلو لاسونو په همدغه ځای کې لګولې وه. عمر رضي الله عنه پخپل کار پښېمانه شو ويې ويل: عباسه، ته به زما پر ملا پورته کېږي او هغه ناوه به بيرته په هماغه ځای لګوې. 📚 أخرجه أحمد (1790) واللفظ له، وابن سعد في ((الطبقات الكبرى)) (4721) 📷 کله چې باب السلام ته ننوځې، ښي لاس ته دغه ځای کې د عباس رضي الله عنه کور و او د ناوې ځای هم کولی شئ له دغه ځايه مشخص کړئ.