- Последний пост
- 15 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 53
- Всего постов
- 53
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Новости и СМИ
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 319
- 1/48двое суток
- 365
- 1/72трое суток
- 394
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
د انساني ټولنو د بقاء او ارامۍ تر ټولو لومړۍ او اړینه غوښتنه د سرتاسري امنیت او کورني ثبات شتون دی. که په یوه ټولنه کې د انسانانو ځان او مال خوندي نه وي، نه په طبيعي بڼه ښوونه او روزنه وده کولی شي، نه سوداګري او پرمختګ ممکن کېږي او نه هم خلک د راتلونکې لپاره هیله مند کېدای شي. د خلکو روحي او رواني ارامښت له شاوخوا امنیتي وضعیت سره خورا نږدې تړاو لري او د ټولنیز ژوند لومړنی بنسټ جوړوي. د ۱۴۰۰ هـ ل کال، د اسد له ۲۴مې مخکې، د افغانستان لویه برخه له بده مرغه د بهرني اشغال، ناامنیو، بې ثباتۍ، مظالمو او تپل شویو جګړو سره مخامخ وه. په بېلابېلو ولایتونو کې نامسؤلو زورواکانو، د سیمه ییزو ملېشو تنظیموونکو او جلا جلا قوماندانانو خپل اصول پلي کول. عام خلک به له وېرې، تښتوونو، غلاوو او ناوړه پېښو له بدو پایلو څخه متأثره کېدل، چې دغې چارې له روحي او فکري پلوه ټولنه بېخي بې ثباته او اندېښمنه کړې وه. کله چې د اسد پر ۲۴مه د جمهوري رژیم حاکمیت پای ته ورسېد، له هغه سره سم د سیمه ییزو ډلو، د قدرت د جزیرو او نورو جنګ سالارانو د باج ګیریو بڼه هم ختمه شوه. هغه غیر قانوني ځایونه چې له مسافرو او ولس څخه به په زور پیسې اخیستل کېدې، د نوي حکومت په راتلو سره د تل لپاره له منځه یووړل شول. دا تغیرات د هېواد د لېرې پرتو سیمو د غریب او محروم ولس لپاره مهمه لاسته راوړنه شمیرل کېږي، ځکه هغوی هره ورځ له دې ځایونو ځورول کېدل او حتی د ډېر لږ مبلغ د نه ورکړې له امله په مرمۍ ځواب ورکول کېده. د جمهوري رژیم پر مهال هڅه کېده چې ټولنه په ژبنیو، سمتي او قومي وېشونو کې ښکېله وساتل شي، ترڅو واکمنان وکولی شي د نفاق له لارې پر ولس کنټرول ولري. خو د اسد له ۲۴مې وروسته د دې ټولنیز وېش پر ځای یو مرکزي او متحد ستون رامنځته شو، د نفاق هڅې شنډې شوې او اسلامي سیاست حاکمیت وموند. په دې توګه د ګڼو خپل سریو واکمنیو پر ځای قانوني جوړښت د افغان ولس خوښي او ارامي تضمین کړه. نن ورځ هر افغان کولی شي د هېواد له شماله تر جنوبه او له ختیځه تر لوېدیځه پورې پرته له کومې وېرې سفر وکړي. د هېواد د لويو او فرعي لارو امنیت ډاډمن دی، چې د ولس پر ټولنیز او اقتصادي فعالیتونو یې مثبته اغېزه کړې ده. سوداګر، بېلابېل واړه کاروباریان او عام خلک اوس په بشپړ ډول د خپلو بوختیاوو لپاره په خوندیتوب او سکون کارونه پر مخ وړي. هغه مخالفې ډلې چې له هېواده بهر په امن ځایونو کې مېشتې دي او غواړي په تبلیغاتو اوبه خړې کړي، د هېواد پر شته واقعیتونو سترګې پټوي. هغوی ګومان کوي چې ولس له ماضي څخه خبر نه دی، خو افغانان چې اوس په واقعیت کې ژوند کوي، د تېر مهال د ډار، تښتونو او جنایتونو او د ننني سکون ترمنځ لوی توپیر تجربه کوي. له همدې امله، ولس شایعاتو، اوازو او تبلیغاتو ته اهمیت نه ورکوي. د اسد ۲۴مه له تحمیلي ناامنیو، بې ثباتیو او ګډوډیو څخه د ولس د خوندیتوب او ډاډمن رواني چاپېریال پيل دی. افغانان پوهېږي چې سرتاسري امنیت څه ډول ارزښت لري او د دې ډاډ د ساتلو لپاره د یووالي اړتیا حس کوي. ټولنه نور د هغو څېرو او ډلو له احساساتي شعارونو سره ملتیا نه کوي، چې غواړي د خپلو ډله ییزو او شخصي موخو لپاره هېواد بېرته د خپلسریو او ملېشه بازۍ تورې دورې ته ستون کړي. یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی. #هندوکشغږ
د نن شنبې ورځې نېټه. #هندوکشغږ
د استخباراتو لوی ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد: د نظام د استحکام مبارزه د تېر شل کلن جهاد د مبارزې تسلسل دی د استخباراتو لوی ریاست مرستیال، الحاج ملا تاجمیر جواد، د اسد ۲۴مې، چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په توګه نمانځل کېږي، په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه ویاړلې ورځ ده او د افغانانو د سترو سرښندنو او قربانیو په پایله کې ترلاسه شوې ده. نوموړي ویلي، د اسد ۲۴مه هغه ورځ ده چې، «متربصینو، منتظرینو، مرتقبینو، راصدینو، منافقینو، مفسدینو او منکرینو» یې تصور هم نه شو کولای؛ خو د اسلامي نظام پلویانو د الله تعالی پر وعده د باور له مخې، په تش لاس د شل کلن اشغال پر وړاندې مبارزه وکړه او بالاخره یې د افغانستان د خپلواکۍ او د اسلامي شرعي نظام د حاکمیت خپل هدف ترلاسه کړ. ملا تاجمیر جواد د اسد ۲۴مې په مناسبت ټولو مسلمانانو او مجاهدینو ته مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې د حاکم اسلامي او شرعي نظام د استحکام لپاره مبارزه، د هغه شل کلن جهاد تسلسل دی چې د دغه نظام د رامنځته کېدو لپاره ترسره شوی دی. هغه ټینګار کړی چې د نظام د استحکام لپاره به هغه کسان مبارزه او قرباني ورکوي چې له نظام سره «عقیدتي، فکري او ایماني» تړاو ولري، او ویلي یې دي چې له هغو کسانو څخه چې یوازې د مادي امتیازاتو په موخه له اسلامي امارت سره یوځای شوي، د نظام د استحکام لپاره د مبارزې تمه نه شي کېدای. نوموړي همداراز ویلي چې، لکه څنګه چې له ځینو کسانو څخه په تېر وخت کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې د جهاد د لاسته راوړنو د له منځه وړلو لپاره استفاده شوې وه، اوس هم له ورته کسانو څخه د شل کلن اشغال پر وړاندې د مبارزې د لاسته راوړنو د زیانمنولو لپاره استفاده کېږي. ملا تاجمیر جواد زیاته کړې چې د «نفاق او فساد» هڅې له وړاندې ورته د اټکل وړ وې او د دغو هڅو بېلابېل اړخونه تر څارنې لاندې دي. نوموړي ویلي چې د دغو هڅو پر وړاندې لازم تدابیر نیول شوي او د الله تعالی په نصرت به یې هدف ته د رسېدو مخه ونیول شي. هغه په پای کې ویلي چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې یوه ورځ ژوند د نړۍ له ټولو مادي امتیازاتو غوره بولي او هیله یې څرګنده کړې چې، د شل کلن جهاد او مبارزې لاسته راوړنې به خپل «منطقي حد» ته ورسېږي. #هندوکشغږ
اصلي او حقيقي خپلواکي یوازې د هېواد د سرحدونو او جغرافیايي حدودو تر ساتلو نه شي محدودېدای، بلکې رښتینی استقلال په حقیقت کې د یوې ټولنې د فکري، کلتوري او عقیدوي ارزښتونو له حریم څخه دفاع کول هم دي. که چا خپل جغرافیایي سرحدونه وساتل خو فکري او کلتوري خپلواکي یې پردیو ته وسپارله، نو هلته سیاسي آزادي خپله اصلي معنی او ارزښت له لاسه ورکوي او د پردیو تر اغېز لاندې راځي. په تېرو شلو کلونو کې د بهرني پوځي اشغال د شتون تر څنګ هڅه کېده، چې د هېواد کلتوري، ښوونیز او ټولنیز بنسټونه هم د جوړولو په نوم تحریف شي. د مختلفو بې بنیادو رسنیو او وارد شویو نظریاتو له لارې پر افغاني ټولنه یو داسې کلتوري حالت تحمیلېده، چې د خلکو له عقیدې، ارزښتونو او له تاریخي هویت سره په مخالفت کې و؛ موخه یې دا وه چې په ولس کې له اسلامي فکر او خپل اصیل کلتور سره تړاو له منځه یوسي. د اسد ۲۴مه د دغه بهرني او تحمیلي عقیدوي، فکري او کلتوري یرغل د پای ته رسېدو ورځ هم ده. په دې ورځ د دې فرصت یو ځل بیا برابر شو، چې افغان ولس بېرته د بهرنیو یرغلګرو د یرغلونو له اغېزو خلاص شي او خپل اصلي هویت، اسلامي عقیدې او ملي تاریخي اصالت ته راستون شي. دا تحول د دې سبب شو، چې هېوادوال وکولی شي د پردیو له نظریاتي اغېز پرته، د خپلو اصیلو باورونو له مخې د ژوند، ټولنې او حکومتولۍ تګلاره خپله کړي. د جمهوري رژیم او اوسنیو مخالفو ډلو تر ټولو لویه تحلیلي او علمي غلطي دا وه/ده چې د خپلې ټولنې تاریخي ارزښت، اساسات او عقیدوي ارزښتونه له پامه غورځوي. دوی فکر کوي چې د پردیو ماډلونو او واردو شویو درسي نصابونو، عقایدو او افکارو له لارې به دا اصیل ملت قانع او تابع کړي، مګر افغان ولس د داسې څه منونکی نه دی او هیڅکله به غاړه ورته کېنږدي. د افغانانو له خوا پر خپلو بډایو غني کلتوري دودونو او د ټولنې پر اساسي دیني غوښتنو تکیه کول هغه محکم محور دی، چې د ملت په منځ کې یې رښتینی پیوستون رامنځته کړی. اوس چې قوانین، اصول او ټولنیز مناسبات له اسلامي معیارونو او د اسلام له غوښتنو سره سم عیار شوي، نو هېڅ بهرنی او کورنی مخالفت ریښنه نه شي غځولی. هغه بې بنیاده تبليغاتي هڅې چې له بهر څخه د اسلامي ارزښتونو، افغاني کلتور او د موجوده نظام د مخالفت په نیت ترسره کېږي، د ناکامو هڅو یوه دوامدار لړۍ ده. افغان ولس د پرون په پرتله، نن ښه درک کړې چې بهرني لوري او د هغوی ملاتړي د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره له کلتوري مسایلو هم د مخالفت د ابزارو په توګه کار اخلي، چې په دې کار کې به هیڅکله بریالي نه شي. یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی. #هندوکشغږ
لوګر کې د اسد د ۲۴ مې په مناسب مشاعره ترسره شوه، چې پکې ګڼ شمېر شاعران، لیکوالان، د ادب مینوال، فرهنګي اشخاص او ولسي خلک راټول شوي و، ترڅو د شعر په ژبه د خپلواکۍ دا تاریخي ورځ ژوندۍ وساتي او د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ د رنګینې ورځې نمانځنه د شعر په ژبه وکړي. #هندوکشغږ
د کابل دارالامان ماڼۍ کې د زمري د ۲۴مې «ازادۍ د پنځمې کلیزې» په ویاړ مشاعره روانه ده د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کابل په تاریخي دارالامان ماڼۍ کې د زمري د ۲۴مې «د ازادۍ د پنځمې کلیزې» په مناسبت مشاعره جوړه شوې ده. په دې مشاعره کې د هېواد ګڼو نوموتو شاعرانو، فرهنګیانو، د شعر او ادب مینهوالو ګډون کړی او د ازادۍ په تړاو خپل شعرونه وړاندې کوي. #هندوکشغږ
ویډیو: د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو د اسد ۲۴مه د افغان ولس لپاره یوه تاریخي او ویاړلې ورځ بللې او ویلي یې دي، چې د دې ورځې ویاړ به د راتلونکو نسلونو په حافظه کې تلپاتې وي. دوی د اسلامي امارت د مجاهدینو مېړانه او قربانۍ د هېواد د خپلواکۍ او د بهرني اشغال پر وړاندې د بریا مهم لامل بللي او ټینګار یې کړی، چې د دغې بریا یاد به د افغانستان په معاصر تاریخ کې تل ژوندی وي. #هندوکشغږ
ويډيو: د نیمروز شریف او غیور ولس د اسد ۲۴مه تاریخي ورځ، په خوښۍ او ولسي ولولو سره نمانځي. د نیمرو د ولسونو د خوښۍ شېبې او د دې تاریخي ورځې په اړه د عامو خلکو نظرونه په دې ویډیو کې وګورئ. #هندوکشغږ
ویډیو: د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د زمري د ۲۴مې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، ازادي یوازې په نمانځنو، تشریفاتو او ویناوو نه ده ولاړه؛ بلکې د هغې تر شا د افغان ولس سترې قربانۍ او وینې پرتې دي. نوموړي ویلي، افغانان د جرګو، خبرو او تفاهم خلک دي او د ستونزو د حل لپاره له هر لوري سره خبرو او مثبت تعامل ته ژمن دي. د کورنیو چارو وزیر هغو کړیو ته چې له بهر څخه د افغانستان د ناامنه کولو او د افغانانو د یووالي د زیانمنولو هڅې کوي، د انګرېزانو، شوروي اتحاد او امریکا له تاریخي ماتو د عبرت اخیستو پیغام ورکړی دی. #هندوکشغږ
ویډیو: د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د زمري د ۲۴مې د تاریخي ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې ټولو هېوادوالو ته د دې سترې ورځې مبارکي ویلې، په ځانګړي ډول یې هغو میندو، پلرونو، خویندو او وروڼو ته مبارکي وړاندې کړې، چې د هېواد د ازادۍ په لار کې یې خپل اولادونه، وروڼه او پلرونه قرباني کړي دي. نوموړي دا ورځ د همدې شهیدانو د وینو برکت بللی دی. دفاع وزیر ویلي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول قوت او مېړانه د هېواد له هر ګوټ څخه دفاع کوي او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې له داخل یا بهر څخه د افغانستان د امنیت د اخلال هڅه وکړي. هغه ټینګار کړی، چې د هېواد ازادۍ او ولس د ساتنې لپاره به په خپل سر او مال دریغ ونهکړي. #هندوکشغږ
ننګرهاري ولسونه د اسد د ۲۴ مې په مناسبت په جلال آباد ښار کې راټول شوي او د خپلواکۍ ورځ په پوره جوش، مینه او ولولو سره په شاندارو مراسمو نمانځي. دلته ټول عام ولس لوی او واړه په ګډه د دې ورځې د نمانځنې لپاره راوتلي او د دې تاریخي ورځې تاریخي ارزښت ژوندی ساتي. #هندوکشغږ
۱۰۰ ثانیې خبر ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٥/٢٣ھش. #هندوکشغږ
د زمري ۲۴مې په مناسبت د هندوکشغږ ادارې ځانګړی ویډیويي اصدار #هندوکشغږ
ويډيو: د اسد د ۲۴ مې په مناسبت د کابل ولايت د سپورتي لوبغاړو نندارې. #هندوکشغږ
ويډيو: په ويډيو کې د کابل ښار د وزير اکبرخان غونډۍ، ماښامنۍ منظره ښکاري چې سلګونه هېوادوال پکې د خپلواکۍ د پنځمې کليزې د نمانځنې په مناسبت راټول شوي. #هندوکشغږ
без подписи
без подписи
без подписи
د کابل ښار اوسېدونکي د خپلواکۍ د پنځمې کليزې په رارسېدو سره، سپين بيرغونه په لاس د خوښۍ شېبې نمانځي. #هندوکشغږ
هرات کې د اسد ۲۴مې په مناسبت لویه ولسي غونډه وشوه د هرات ښار د جبریل سیمې اوسېدونکو د اسد ۲۴مې (د هېواد د خپلواکۍ ورځې) په مناسبت لویه ولسي غونډه جوړه کړه. په غونډه کې علماوو، قومي مخورو، مسوولینو، ځوانانو، زدهکوونکو او د خصوصي ښوونځیو استازو ګډون کړی و. ګډونوالو د اسد ۲۴مه د افغان ولس د ویاړونو ګډه ورځ وبلله او په امنیتي، اقتصادي ودې او نورو برخو کې یې د شته پرمختګونو یادونه وکړه. د غونډې ویناوالو پر یووالي، د خلکو او نظام ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د هېواد د ثبات پر ساتلو ټینګار وکړ. #هندوکشغږ