tgindex
النبوي بصري څانګه

النبوي بصري څانګه

Статистика

النبوي بصري څانګه دهیواد دپرمخ تللو ادب پوهانو اوشـــاعرانو په جالیبوموضوعاتو جوړاشعار ستاسی درانه حضــــور ته وړاندي کوؤ زمـــوږ سره پاتي شئ په درنښت دمسؤل رابطه https://t.me/abawynat88

Последний пост
14 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
56
Всего постов
173
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Новости и СМИ (по похожим)
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
5 152
+26 за 4 дн.
Сутки
+4
+0,08%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
127
40 постов
Вовлечённость
2,5%
к подписчикам
Постов в день
8,0
всего 173
Упоминаний
3
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
124
1/48двое суток
142
1/72трое суток
153

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • ډیر احتیاط کوه بدرنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه چي خیرنه او بې رنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه دا ده ټول افغانستان د هیلو څلی هر ارمان مو ستا پګړۍ پوري تړلی خدای دي نکړي چي را ړنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه چي ککړه د نفاق په کدوراتو یا د جاه او د جلال په خواهشاتو طالب جانه غنمرنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه د مېړاني او غیرت په کارنامو کي لیکل شوې د تاریخ په کتابو کي د غیرت له باب په څنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه ای زموږ د ارمانونو پېش امامه د نخبة مُلا له دې نصیح کلامه خفه نشې سینه تنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه طالب نخبة هلمندوال #النبوي_بصري_څانګه

  • *ازادي* ازادي او خپـلواکي مو مبارک شه امن امــن سوکالي مو مبارک شه دهیـــواد مومیـن اولسه مجاهده دا نیکمرغه خوشحالي مو مبارک شه په نصـــرت دمتعال په خپلو مټو دا راوړی کامــیابي مو مبارک شه له فامیره تر شمشاده تر سپین غره جوړه هرخوا ورورولي مو مبارک شه صُفر ځواک مو کړلو صِفر افغانانو دا بـــری تــر ابـــدي مو مبارک شه جهادمــــــل سره زما افغان ملته دا پور امنه زندګي مو مبارک شه *محمدباران جهادمل* #النبوي_بصري_څانګه

  • *استقلاله* ده خــوښـیـورهـنـمـایې استقلاله ده زهـــیـــرو زړودوایې استقلاله وراتګ ته دی خوشحاله یم بیحده ده وطن ښـکـولي هوایې استقلاله چي ده زړه ټوټه یه اورکي لولپه کړ ده شـهـیـدده مـوررضایې استقلاله چــي ازادمـوشـووطـن له یرغلګرو ده یـتـیــم سـوي صـدایې استقلاله عــبـیــده عِــبـادمُــلاوطـن ازاد دی ده مـــلـــت ده زړه ادایې استقلاله *عـبیـده عِـبادمُـلا* #النبوي_بصري_څانګه

  • استقلال سکون مو درته راوړ او قرار مو درته راوړ اولسه اسـتقلال پـر اوږو بار مو درته راوړ سرونه مو قربان کړه تۀ مو و ساتلې ښکلی خزان مو درنه ټول کړلو بهار مو درته راوړ لمبو تۀ مو ځان سپر کړ د خليل د لارې مل شوو تيارې مو کړلې څيرې روڼ سهار رمو درته راوړ آزاد مو د سرو وينو په قيمت کړې له تور تمه يرغل مو پر ملا مات کړ افتخار مو درته راوړ پېړۍ پېړۍ بۀ دغه وياړ لۀ ځانه سره ساتي! چي ستر تاريخ مو جوړ کړ ښه معيار مو درته راوړ نارې د حريت اورو د پامير لۀ دنګو څوکو برياله! ولونه ولونه سپين دستار مو درته راوړو بريال هلمندی #النبوي_بصري_څانګه

  • غزل.... ساتلی مې له هر یوؤ اشغال يې خوږ وطنه دا نن چې برخمن له استقلال یې خوږ وطنه دا زمونږه پر سينو وو د سکروټو سړول دا ته چې امپراتورو ته زوال يې خوږ وطنه چې خلاص له کومې ورځې له ښکیلاک يې د پردو پیشرفت ته مایل شوی کال په کال یې خوږ وطنه د سپين محمدي توغ تر وزر لاندې نظام په سپينو ښایسته ځواکو سمبال يې خوږ وطنه خور کړی شفاعتِ أیوبي يې پر اوږو لیکلی يې له مينې پر دسمال يې خوږ وطنه شفاعت أیوبي #النبوي_بصري_څانګه

  • نـوی غـزل✨ستړي ژوند ..؟ ناوختــه شــــوی تیـــر دوران نه راځي ارمانـه اوس دې هيـڅ ارمـان نه راځي هرڅه به ښـه شي لکـه مخکــې داسې زمــا خـو هیــڅ داسـې ګمـان نه راځي له پردیســۍ راغلمــه ستـړی ستـومان راپسـې کور تـــه دې خپـګان نه راځي چې غریبـــي وه ټــول مې وپیـژنــدل ماته دې اوس څنګ ته یاران نه راځي ځینــې دردونــه د زړه وینې غـــواړي ځینې دردو ته هیـڅ درمـان نه راځي اوس چې حامدبـــلال پخپلـه نه وي اوس په غـزل یې اطمـنـان نه راځي حامدبلال #النبوي_بصري_څانګه

  • خاتمه داشغال استقلال مبارک ازادي خپلواکي په هرحال مبارک ګران وطن دی ازاد نن له هر شر فصاد موږ لمانځو دفتحي پنځم کال مبارک څوک چې راغله په زور واپس لاړه مخ تور بيا اعلان ورته کړي جهاد پال مبارک دی يو سترلوی نعمت اسلامي امارت چې يې راکړ موږته ذوالجلال مبارک ذوالفقار دبقا ورته کړمه دعا ويدي تل سربلند اسلام پال مبارک ذالفقار درمل #النبوي_بصري_څانګه

  • ازادي: تاو چې يې لۀ ملا نه هر باغي د غرور پړي ؤ بیا هم ايماني زور ته ټيټ سر ولاړ نيمګړي ؤ نور خو مو والله که څۀ قېمت د ازادۍ درلود صرف نذرانه مو ورته خپل د وجود غړي ؤ چا چې تجاوز د خپل ضمير پۀ تقدس وکړ جسمآ ژؤندي پاتې ؤ پۀ نوره مانا مړي ؤ کله چې سیالي د وطن د ازادۍ پۀ نيت موږ ورته سرونه پۀ لاسونو کې راوړي ؤ ځکه خو انځوره پۀ کابل د چا لاس نۀ لګېد چار چاپېر ولاړ ترې د غازي وطن وګړي ؤ سيد انور انځور #النبوي_بصري_څانګه

  • ریګو خوړلې ځوانان ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ راته دعاوې کوه نور در څخه ځمه مورې حق دې را وبخښه د مرګ سلګۍ وهمه مورې زما د یتیمو او معصومو بچو خیال وساتئ تندې ځپلی روح و خپل رب ته سپارمه مورې هره خبره دې یوه یوه یادیږي راته کله چې زه له کلې کوره راوتمه مورې د زکندن حالت کې ټول جلا جلا یادوم خپل مجبوری تر دغه حاله راوستمه مورې هر خوا ته ګورم زنده سر مې په نظر نه راځې په داسې دښته کې ریګونو وخوړمه مورې عتیق الله عثماني ساه چې مې وته له وجود له لوږې تندې څخه ډیر وکړیدمه مورې ــــــــــــــــــــــــــــــــ قاري عتیق الله عثماني #النبوي_بصري_څانګه

  • ازادي: تاو چې يې لۀ ملا نه هر باغي د غرور پړي ؤ بیا هم ايماني زور ته ټيټ سر ولاړ نيمګړي ؤ نور خو مو والله که څۀ قېمت د ازادۍ درلود صرف نذرانه مو ورته خپل د وجود غړي ؤ چا چې تجاوز د خپل ضمير پۀ تقدس وکړ جسمآ ژؤندي پاتې ؤ پۀ نوره مانا مړي ؤ کله چې سیالي د وطن د ازادۍ پۀ نيت موږ ورته سرونه پۀ لاسونو کې راوړي ؤ ځکه خو انځوره پۀ کابل د چا لاس نۀ لګېد چار چاپېر ولاړ ترې د غازي وطن وګړي ؤ سيد انور انځور #النبوي_بصري_څانګه

  • دشملو وطن موږ د تن په وینو او خولو وطن خپل مو کړ په نره له پردو وطن مات یې کړ دوخت هرفرعوني لښکر دغه د ملالي او نازو وطن غېږه کې جلال عمر منصور لري ده هسکو بګړیو او شملو وطن ټوله ترې د شر او د فساد لمن لاس کې دی دامن د بچو وطن  وې اېستې له تیغ دبلواکۍ رېښې دی ازاد خپلواک د ننګیالو وطن خدایه ستاو درته مې لاس لپه دی بیا یې چیرته مکړې دجګړو وطن دغه مې وعده فاتح فرهاده ده ساتم به مې یمه چې ترڅو وطن فاتح فرهاد #النبوي_بصري_څانګه

  • مبارک استقلال مقدس، عظیم دا، سپېڅلی نظام دی استقلال راغلی، خوشحاله اسلام دی د فتحې ورځې شپې لمانځو، ده امن ترانې وایو، د تللو زلمیو، د زحمت انجام دی نغمې وایې بلبل هلته ځنګېږې پرې کابل دلته اولس یې په غیږکې ډیر شکر ارام دی سپین توغ پر ارګ وزر وهې زمرې د اشغال سر وهې پیرغ د توحید ته، سلام دی سلام دی ته یې غازي افغانستان محمدشفیع دي شم قربان څه خوږ او شیرین یې، څلور تورې نام دی قاري مُحَمَّدشفیع مدثر #النبوي_بصري_څانګه

  • *استقلال دی* دهیواد پر جبین خال دی استقلال دی ازادي ده پینځم کال دی استقلال دی اژدها یی کړله مات په خپلو مټو د طالب لالی کمال دی استقلال دی ټغر ټول دی د وحشت له ګران هیواده ټول اولس مو اوس خوشحال دی استقلال دی برکــــــــــت دی دشهیدو شازلمیو دشهید دناوي شال دی استقلال دی جهادمـــــله له نړۍ څه مو راوړی په نصرت د ذالجلال دی استقلال دی محمد باران جهادمل #النبوي_بصري_څانګه

  • لاس د سینې څه آشنا، واخله راځه بیمار دی زړه، ته شفا واخله راځه په پرهرونو دې کږې کړې ستنې زما و پرهر ته دوا واخله راځه زخمو یې دومره په سلګو وژړل ته یې هر درد ته خندا واخله راځه د مینتوب کیسې خو مه ورانه وه حال د مجنون او لیلا واخله راځه ما د بېلتون زندان لیدلی نه دی یو ځلې نوم د وفا واخله راځه رسالت مړ دی د رقیب په ګپو زما و ژوند ته سودا واخله راځه رسالت رسان #النبوي_بصري_څانګه

  • غازي هېواده وهـــې د هــر ظالم پر زړۀ خنجر، غازي هېوادۀ ته کـور یــې د جــلال منصور عمر، غازي هېوادۀ څـلورویشت د اســـد او هــــم تۀ ویشت د اسد لمانځې یې ښۀ پــۀ نره لـــر او بر، غازي هېوادۀ سینه دي اشغال ګرو تۀ سکروټه ده پۀ هر وخت وۀ موږ تۀ یـې دفتر، او هـم سنګر، غازي هېوادۀ کوم څـــوک چــي بغاوت کـــوي او تا بدمانۀ وي پۀ تــوره یــې وهـــو دا مغرور سر، غازي هېوادۀ خـــوشبو کـــوي د مـیني او د یــار د پاکــو وینو کۀ زړۀ دي دی کۀ غــر دی کۀ ګودر، غازي هېوادۀ لمانځې چي ورځـي شــپې د استقلال پر لۀ پسې بېرېږم چي دي نۀ کــړي څوک نظر، غازي هېوادۀ راسخ! پــــر هر میدان او پر میډیا تل داسي وایي خــطر یــــې ســـرو کفارو تۀ خــطر، غازي هېوادۀ راسخ فراهي! #النبوي_بصري_څانګه

  • ســــتې ســــتې زړونو ته اطمینان استقلال خـــــدای رابانــــدي وکـړلو احسان استقلال د لـــوي استعمار شړۍ مـــو کــړه ور ټوله  پــــه مونـــږ دی  د خوښیو باران استقلال ازادې لمانځــو د هـــــــیواد پـــه لـــر او بــر دا راغلي په نصرت د ستر سبحان استقلال ستا دحافظت لپاره پر ځان ستړیاوې تېر وو مــونــږ لــــه تــا څخــــه یو قربـــان استقلال د کفــــر د تـــیارو ڪـــډه یــــــي بــــار کړه رڼا یې راوړه وطن یې کړو روښان استقلال رڼـــا ګانــې خـــوري شوي په کلې او ښار را ښکاره شوی لمر دی له اسمان استقلال د کونډې یتیم پــه څهرو موسکا راغلـــــه پــوره یې شــو دغـــه لوی ارمان استقلال د ظواهري زړګی ځکه خوشالې کوي نــــن له ختیځه تـــر جنوبـــه دی جانان استقلال ظواهري مظهري #النبوي_بصري_څانګه

  • ...... *(داســـــ24ــــــد)* ...... ماته موکـــړه داځـلي شه سمه نـړۍ مونګه داســـد په څـلرویښتمه نـړۍ داسي درس مو ورکړچي بیانه راځي نوره مو پـــرملا کــــړله راخمه نـړۍ ډیره په غرور اوتکبُرباندي راغلي وه ټیټي سترګي ولاړه زموږله چمه نړۍ وړي یــــي ازار زمـا دمــظلوم هیـواد نه بشي په ټول عــمر بي غــمه نـړۍ موږ چي شوو ور وړاندي خلګو داویل نــه ماتــیـږي دا ډیــره محــکمه نــړي نَصَر داللهﷻراسره مل نویدملنګ ملا راغله چي ودرست جهان ته کمه نړۍ نوید ملنګ #النبوي_بصري_څانګه

  • د اسد ۲۴ په ویاړ اولسه مبارک دې دغه ستره خوشالي شه وطنه زرکلنه دې سپېڅلې آزادي شه نړۍ درباندې سوځي، استقلاله چې دې لمانځو تر دی دي لا نړۍ ته لا بریا او کامیابي شه غازي افغانستانه، سر او مال مې دې قربان شه په هره پاکه ژبه، د تبریک نارې جاري شه د امن او سکون ترانې څه په شرنګ غږېږي راټول دې ټول اولس شي، مبارک دې خپلواکي شه یاغي باغي درې مستې اژدهاوې دې کړې ماتې امیرالمؤمنینه، مبارک دې باچاهي شه همېش به دا دعا، محمدشفیع، ورته کومه تل پاتې دې په غېږه کې په امن ارامي شه قاري مُحَمَّدشفیع مدثر #النبوي_بصري_څانګه

  • نه وې فاتح شوې لوی خاین ددې نظام بدنامه په شر فساد باندې ککړ شوې جمعه خانه خامه د هدایت درته دوعا کړو خو چې شي منظوره دبغاوت له غره راکوز شه .شه تسلیم پیښمانه دمعادیاتو خوندلپاره خپل مرګ مه کړه خراب ددې نظام په وړاندې جنګ لري خراب انجامه ښه فرصتونه رب درکړي خو ترې ګټه واخله له دې بدي نه لاس په سرشه ته به شې امانه هر بغاوت مو هر وخت مات ده لوګری ثاقبه افغانستان چې شکور لري د دفاع لوی امامه ثاقب لوګری #النبوي_بصري_څانګه

  • 24 داسد ـ مومبارک زه سترفاتح یمه په هرمیدان غښتلی یم زه دابراهیم غوندې خپل رب اورکې ساتلی یم مات مې دوخت ټول فرعونیان کړل ماکړژوندی درودینیل تاریخ پــه خپــل راتــګ مــې پښیمان کړل ماکړژوندی درودنیل تاریخ خوزه په شانتې دموسی ترې روغ وتلی یم زمــاتــاریــخ داصـــحـــابـــانو دهرکافرسرموپرې کړی یـــمـــه فـــاتــــح دغـــزاګــانو دهرکافرسرموپرې کړی په ابوجهل باندې هروخت غالب شوی یم کفــري نــړۍ مـې پـرځــولـې صلاح الدین ایوبی یم داقــصــی فتـحـه مـې راوړې صلاح الدین ایوبی یم شمله مې هسکه په نړۍ کې ځلیدلی یم لــه هــرتــکـــلیــفه رابـــهــرشـــوم یم امتحان کې کامیاب شوی اوس زه ځــلانـــده لکــــه لمـرشوم یم امتحان کې کامیاب شوی داسماعیل غوندې چړونه روغ وتلی یم دجـــهادکــــورافـــغـــانـــستان یم تاریخ مې ټولوته معلوم ده دهـــربــې دینـــه قبـــریــستان یم تاریخ مې ټولوته معلوم ده مطیع الله ځکه په هرشعرستایلی یم ــــــــــــــــــــــــــ ط مطیع الله حازم #النبوي_بصري_څانګه