العصر بصري څانګه
Статистикаد مجاهد پرتمین ولس د شاندارې حماسې د ویاړونو روښانه هینداره.
- Последний пост
- 13 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 34
- Всего постов
- 35
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Новости и СМИ (по похожим)
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 322
- 1/48двое суток
- 369
- 1/72трое суток
- 397
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
د ازادۍ په ویاړ خلاص شوی له تور تم دی د رڼا ترانې وایي جانان افغانستان نن د بریا ترانې وایي لمن د تروږمیو ټوله شوې شکر خدایه تیارو نه راوتلی د سبا ترانې وایي یوه مور هر مازدیګر زموږ د کلي هدیره کې قبرونو باندې ګرځي د غزا ترانې وایي بیرغ د ازادۍ یې نن په غیږه کې نڅا کړي کابل په ډیره مینه د ښکلا ترانې وایي ګټلی مو فدا په قربانیو او ميړانه زرین تاریخ مو جوړ دی هر څوک دا ترانې وایي بسم اللّٰه فدا
په سر ایښی یې د امن زرین خول دی ګران هیواد مو ښایسته لکه غاټول دی د ښکلا وو کرشمې ورنه را تاو دي بیا وهلی یې د حسن رنګین شپول دی پاکه غیږه یې خالي ده له تورتمه شکر ډک یې له ړنا د زړه کچکول دی پر غمجنو زړو شندي د خوښۍ زېري د الفت او خوږې میني یو سمبول دی درست جهان کې یې کیسې د غیرت اورم تل پوره د شُجاعت او ننګ په تول دی نفرتونه، تفرقې نشته، هنره! ټول اولس مو اوس یو موټی یو کهول دی هنر افغان
خپلواکي بیا مهاجره چیرته مه کړې نظام وسـاتې مــــدام له بدبختیو پام مادیاتو کې مو سترګې خښې نه شي پام چي هیرې نه کړی وینې د زلمیو ربه سیوری یې د امن هیڅ ډوب مه شه محروم مه کړې افغانان له دې خوښیو کابل جان د ازادۍ څادر اغوستی کـــډه کــړې ده له چم یـــې بدرنګیو له زیارمل منګل نه هیر به چیرته نه شي ډیر بند پاتې شول په غیږ کې د سختیو زیارمل منګل
راسئ چي پوښتنه د شهیدي کورنۍ وکړو بیا به خوشحالي ده استقلال او ازادۍ وکړو حق یې دی پر موږ باندي احوال د یتیمانو یې څنګه دی بې پلاره د ژوند حال د یتیمانو یې ښه به تسلي د هغې کونډي ناوکۍ وکړو اوښکي د شهید د پلار د سترګو وچول غواړي بیا یې غبرګ لاسونه ښه په مینه ښکلول غواړي وروسته بې د صبر صبر هیله له مورکۍ وکړو ور به یې وړو سپین د خپلواکۍ بیرغ مزار لره لاس به په دوعا پورته کړو تللي غازي یار لره یاد به یې د هغه ستر ارمان او قربانۍ وکړو ټول به سره کښېنو یو وو بل سره زاړه یاران هغه د سنګر دتورو شپو د وخت خواږه یاران ټولي به کیسې سالکه یاره پخوانۍ وکړو سالک رضوان
مناجات ربـه! درته ژاړم ګنهـکار يم تۀ مې وبخښه ستا عاجز بنده يم خطاکار يم تۀ مې وبخښه څۀ د ګناه پېټي مې پر ملا باندي تړلي دي بل ساتونکی نۀ لرم ناچار يم تۀ مې وبخښه لپي د دعاوؤ مې پۀ سوال درتۀ نيولي دي ستا و لوی دربار تۀ اميدوار يم تۀ مې وبخښه ای رحمان رحيمه خدايه! پړمخي نسکور يمه نۀ درته کتی سم شرمسار يم تۀ مې وبخښه ستا لۀ سختو سختو عذابونو څۀ نجات غواړم تاته پر سجده يم توبه ګار يم تۀ مې وبخښه اوښکې مې لۀ سترګو بهېدلي پر ګرېوان باندي جنتي بې حده ناقرار يم تۀ مې وبخښه م جنتي
د استقلال بیرغه تل رپېږه زموږ په هیواد کې ځل وو بل رپېږه په دنګو غرو باندې وزرې وهه زړه د آسیا کې پر کابل رپېږه هر کال به لمانځو تا په مینه باندې ته مو ګټلی یې په وینه باندې زموږ د هیلو ارمانو نشانه ورو ورو زموږ په سرو تل رپېږه ای د اسلام او شریعت بیرغه د آزادۍ او امنیت بیرغه پر سپین جبین دي کلمه خوند کوي پر قندهار هلمند زابل رپېږه پر ننګرهار او میمنه رپېږه هرات روزګان کې په مزه رپېږه بامیان او خوست دي په خوښیو لمانځې دفتر سنګر او پر مرچل رپېږه زما د هیواد په هره خوا رپېږه پر فکتیا او فکتیکا رپېږه نیمروز فرا او په پنج شیر رپېږه زموږ په کورو زموږ په درشل رپېږه ته د نبي رسول الله بیرغ یې ته د طالب او د مُلا بیرغ یې فضلُ الرّحمن فضلي دي تل ستایمه زموږ په ښارونو لکه ګل رپېږه فضلُ الرّحمن فضلي
رڼا درسره وړه! مزل په تورو شپو کې دی رڼا درسره وړه کتاب! دَوْرِ فِتن دی خامخا درسره وړه باران دی خیال کوه د نفرتو غشي وریږي زړګي کې د خواږه عشق انتها درسره وړه د نفس او د شیطان مقابلې ته زما وروره همیش قوي ایمان ښکلې تقوا درسره وړه رضا که د الله غواړې په نیمه شپه را پاڅه قطار په مخ د اوښکو تر سبا درسره وړه که خوښه دې بریا وي نو د هر فعل له پېله اول د مور او پلار له زړه دعا درسره وړه سعید برهانه ښکلي استقبال له پاره ګوره مفید نظر او وعظ تل د هر چا درسره وړه سعید برهان
اتلان د عصر! د ابوبکر ، عمر او د بلال حبشي پر لاره اخلي قدم دا چنار قدي زلمي نکړي د هیچا پر سر سودا د دین او اسلام دي لاروي د بدر! پر اسلام سر ماتوي وړي هر خطر په غاړه پاک ربه! ستا په خاطر نکړي سپماء د سرو تېر له ځانو نومیالي له زمانې وپوښتئ زموږ د نیکونو تاریخ موږ اتلآن د عصر نکړو د چا غلامي اسد حماس کړه خدایه! پر دین ، اسلام قرباني او ستا وه لارې ته یې وقف کړه مال او هستي اسد حماس
افغان وطن آذاد شو لمن ټوله د اشغال استقلال استقلال اسد څلورویشتم ورځ ده دَکـفر دزوال استقلال استقلال مؤمنه خاوره شوله دالله په نصرت حــــــــــــوره په سترو،ښکلاګانو،او،ویاړونوشوه مســـــــــتوره پرزړه باندي یې بل دشریعت څه روڼ مشال استقلال استقلال چي څوک په زور راغلي او زمونږ د خاوري زر خوري چي چازیان رسولی وَدې خاوري ته خپل سرخوري بچي به هلاک کیږي د فرعون او دجال استقلال استقلال بلبــــــــــله راته وایه دحــــــــــریت خوږې سنـدرې جانانه راته وکړه بیادمـــــــــیني څــــو خبـــرې دامن په فضاکي اخلم ساه ډېر یـــم خوشحال استقلال استقلال صفحـــــــې مو د تاریخ په افتخار کړلې رنګینې قربان څومره خوږه یې له وطــــــــنه سره مینې جواده کله مه شې بې له توري اوله ډال استقلال استقلال طالب جواد
د اسد څلوروېشتمه ستره ورځ د ازادۍ ده ماته سوې، شړل سوې پۀ دې ورځ غربي نړۍ ده سر کړه پورته ملا عمره اې جلال،منصور رهبره پنځم کال د امارت دی پۀ هېواد کي خپلواکۍ ده اې امیــــــره مبارک سه زمـــــوږ پیره مبارک سه ستا هر امر ته چمتو یو لۀ تا ځـــار مو زندګۍ ده زموږ افغان غیور ملته خدای در کړی لوی نعمته ازادي سوه در پۀ برخه هر خوا امن، او خوښۍ ده خدایه جنګ ورک له وطن کړې زموږ امـــــــــــــن زرکلن کړې د سخي سعید خو هر وخت دا دعا یې په خولګۍ ده سخي سعــــــید
ډیر احتیاط کوه بدرنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه چي خیرنه او بې رنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه دا ده ټول افغانستان د هیلو څلی هر ارمان مو ستا پګړۍ پوري تړلی خدای دي نکړي چي را ړنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه چي ککړه د نفاق په کدوراتو یا د جاه او د جلال په خواهشاتو طالب جانه غنمرنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه د مېړاني او غیرت په کارنامو کي لیکل شوې د تاریخ په کتابو کي د غیرت له باب په څنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه ای زموږ د ارمانونو پېش امامه د نخبة مُلا له دې نصیح کلامه خفه نشې سینه تنګه درنه نشي په شمله باندي دي پام کوه زړګیه طالب نخبة هلمندوال
دا د یوه پلار جان د ننګ دنګه شمله ده دا د یوې مورکۍ د هیلو زرغون شال دی دا د یوه ورورجان د دواړو مټو زور ده دا دیوې خورکۍ په سر د ویاړ دسمال دی دا د یوې معصومې حورې نازدانه ده دا په سپین جبین د خیال ښائسته خال دی دا د ګل په پاڼو ښه په ناز ویده کړئ دا د څو زړونو د مینې یو وصال دی د منصور خپلواک په وړاندي محترم ده دا د خدای د کمالاتو یو مثال دی منصور خپلواک
نظم څۀ عجیبه انقلاب وو څۀ عجیبه صداقت وو له یو بل قربانیدل وو مینه مینه محبت وو څۀ اخلاص او قربانۍ وی د سرونو نذرانې وې چې به مشر اواز وکړ چې فلاني ځای ته راټول شئ یا به غږ دغزا وشو پۀ سلهاوو شاه زلمي به بیا ولاړ وو ملا تړلي له یو بل مخکې کیدل به په مرمیو پسې تلل به بس د هر یوه ارمان وو چې د خدای لقاء ته ورشي یا دشمن له تیغه تیر کړي په ټانګونو یې اوربل کړي تور دودنه کړي ترې پورته مرکزونه یې تک تور کړي د یارانو غچ ترې واخلي خپل ولس له اشغال خلاص کړي زورور خدای به لیدلو په دې حال کې د اسمان له درېڅو نه چې مونږ په کوم حالت وو احساسات به مو خدای څۀ وو چا به چیغې د تکبیرکړې چا به ذکر د سبحان کړو په سجدو به خدای ته سر شوو اوښکې اوښکې به ګریوان شو تصفیه به مو شروع کړه پۀ دشمن پسې به هرې خواته لاړو چې به ښه موده شوه تیره او فضاء به په ارام شوه دې دشمن قؤت به مات شو غنېمت به مو راټول کړو له هرڅه به زیات خوشال وو غنایمو کې سلاح ته نۀ موټرې او نۀ پورنرې نه هایلوکسې نه رینجرې چاغوشتلې بس هر څوک به وو دې غم کې چې ملګري راپیدا کړي چې پۀ کومه خوا دي تللي چې اجیر دشمن تعقیب کړي د ملګرو شمار به وشو ډیر به ورک وو له قطاره څوک زخمي څوک به شهید وو بیا به دغه ته خفه وو چې زخمي به چیرته یوسو کوم ډاکټر به را پیدا کړو او شهید چېرته دفن کړو یوه ګوته ځای مو نه وو په دې ټول افغانستان کې د شپې ځای به رانه ورک وو د غره ډډې ته به لاړو دشهید سر ته به ناست وو په دې سوچ او په دې خیال کې چې یې کور څنګه خبر کړو کورانۍ کې به یې څوک وي چې دا دروند غم ورپه سرکړو او شهید ور حواله کړو بیا به لاړل څو ملګري د غره سره ته رابطې ته رابطه به یې شروع کړه دا ډکټر غم به یې وکړو څو سپین روبي اومشران به یې راغوشتل له کلي ها خوران به ډیر په ویره ویره راغلل خپل ادرس ته شهیدان به مو بس دوی ته حواله کړل دوی به واخیستل په مینه جنازې وخت به معلوم شو د تدفین کار به یې خلاص شو بیا به دغه ته پریشان وو چې به بیا په چا چاپه وي د شهید په کورنۍ او که د کلی پر مشرانو بس داهرڅه څښتن تیرکړل د اشغال مرۍ شوه غوڅه د صلیب داړې شوې ماتې ټول ولس له اشغال خلاص شو له جنوبه ترشماله له مشرقه ترمغربه واړه یو افغانستان شو سپین بیراغ پکې راپان ده چې هر یو دفتر ته ورشې پګړیوال به پکې ګورې فیصلې یې په قران دي اوس خو شکر ده مزې دي ازادي ده استقلال ده داسد ۲۴ څلویشتمه لوی نعمت دذوالجلال ده څه ازادي او استقلال ده پکې اولس خوشال خوشال ده دغه نصرت د ذوالجلال ده چې نن ګرځیږو جګې سترګې شخ بریتونه هلال مهاجر
د وطن خوشبویي بیا را ختلی سپین سهار دی خوشبویي یې راځي د ازادۍ څه مست بهار دی خوشبویي یې راځي لــه یــــوه قبره د جنت وږمې پــــه کلــــي لګي په هدیره کــې یو مزار دی خوشبویي یې راځي پوښــــلی بیــــا د استقلال پــــه مبارکـــــې رڼا نن د هیواد کلی او ښار دی خوشبویي یې راځي د یو زلمي د یاد شمال پــــر ما لګیږي هر وخت اخ شهید شوی په دې لار دی خوشبویي یې راځي زمـــا هیريږې نه یادیږې مـــې شهیده ستـا خو پر دیواله ځوړند یادګار دی خوشبویي یې راځي د شملـــورو قهرمانـــو پــــه همت ؤؤ ځکــــه دلته اوس امن هر دیار دی خوشبویي یې راځي هیواد مو ټول دی پوښل شوی سرو ګلونو باندې زیارمل ذاکره ښه سینګار دی خوشبویي یې راځي زیارمل ذاکر
د ازادۍ په پار د شهیدانو لـه سـرو وینو یــې رڼــا اخیستې نن مـو وطن د ازادۍ تـــازه هـــــوا اخیستې غربي ښکیلاک چې ترینه وړی ؤ د سر پړونی مونږه په زور د خپل وطن بیرته حیا اخیستې د شهیدانو امانت ده ګورئ پام بـــــه کوئ مونږ په ګلاب ګلاب ځوانیو باندې دا اخیستې په موټر بم مـــــو هر کلی د هر غلیم کړی دی څــــو زلمکیـــو جنــــازه د امریـــکا اخیستې مونږ په دې خپلــو ککریو او پـــه خپلو وینو په دغې لار مو هم د دین او رب رضا اخیستې زیارمل ذاکره بیا دې شعـــر نوی رنګ موندلی زیارمل ذاکره بیا دې شعر نوې ساه اخیستې زیارمل ذاکر
استقلال: استقلال زموږ د عزت د بقا نوم دی استقلال د ازادۍ او بریا نوم دی استقلال د هر غیور ملت شعار دی استقلال مو د تلپاتې سبا نوم دی استقلال د هر باطل پر زړه خنجر دی استقلال د حق، غیرت، اهتدا نوم دی استقلال د شهیدانو پاک ارمان دی استقلال د قربانۍ او فدا نوم دی استقلال برم ساتل دی د اسلافو استقلال د صبر، زغم او رضا نوم دی استقلال مو د وقار هسکه شمله ده استقلال د سرلوړۍ او وفا نوم دی استقلال کې مو خوندي دي ارزښتونه استقلال مو د عفت او حیا نوم دی استقلال د رب انعام، ستر سعادت دی استقلال د پرمختګ، ارتقا نوم دی استقلال و تورو شپو ته روڼ مشعل دی استقلال ادیب ملا د رڼا نوم دی رحمت الله ادیب
برکت د قربانیو دی انعام د ذوالجلال یو خپلواک شرعي نظام دی څوک يې نلري مثال استقلال استقلال استقلال استقلال دلته وینې نذرانه شوې دلته ګل ځوانۍ ایرې دلته سرۀ اُرونه ښکل شول دلته غوښې شوې پخې دلته داسې مینه وشوه چې مجنون فرهاد شو هېر کیسې دلته راژوندۍ شوې د اُحد د معرکې دلته اُور سره وې لوبې لۀ پتنګه سره سیال درز او درُوز به ؤ د جنګ او اُورېدې به سرې مرمۍ د جنت غوندې احساس ؤ شوې جذبې به لیونۍ د اواز به بدرګه ؤ ستا رضا کړې رانصیب پۀ سلګو کې شازلموبه کړي الله ته دا زارۍ آن ترعرشه به شو پورته د مینو زړو احوال امارته درنه ځارکړه عمر ټوله زندګي قافله د استشهاد درنه قربان کړه حقاني ګلابي بشر منصور درته پۀ اُور کړلو کباب دیوسف پۀ څېر یاسر کړه درته ورکه ګل ځواني دادالله ستومانه شولو د تاریخ زنې ته خال داد اللّٰه ستومان
قربان سمه هیواد مو په سیالۍ وهي قدم سپیڅلی استقلال د ازادۍ وهي قدم څلرویشت د اسد لمانځي په سپینو بیرغو اولس په څومره مینه او خوښۍ وهي قدم سمسوره هره خوا ده دهیواد غیږکي رڼا ده ځي ورځ تر بلي وړاندي پر نړۍ وهي قدم طالبه غیرتي دنګه ښکلا دي ړنګه مه شه پر درستي ناټوګۍ دي قربانۍ وهي قدم تاريخه هیري نه کړې قربانۍ د شهیدانو ستر راج لري پر ټولي دنياګۍ وهي قدم دجنتي خوشحال زړګی بیا څومره په نڅا دی ښکارېږي چي یه نن هسکه بګړۍ وهي قدم م جنت ګل جنتي
د حریت وړانګې نور یې وساتې له هر رنګ خطرونو دا وطن خالقه نور ګلِ ګلزار کړې دا مظلوم ملت بیخي ډیر کړیدلی له غمونو یې خوښۍ ته جوړه لار کړې هره دښته یې شه ډکه له ګلونو هره خوا یې د جنت په شان سینګار کړې چي هر څوک ورته په سپکو سترګو ګوري خدایه ته یې د ظالمې بلا ښکار کړې سپینې وړانګې د حریت یې تتې مه شه زر کلن یې دا راغلی سپین سهار کړې د زیارمل منګل وطن امن موندلی امن خپور ربه د هر مومن په ښار کړې زیارمل منګل
د قومونو او قبائلو اړوند تیارې د کرکې به له زړو څخه بهر کړو راشئ چې یو بل ته وروڼو لاسونه ور کړو د نفرت شپې راځئ کړو ورکې د محبت ډېوې کړو بلې په دوښمنیو قدم کېږدو او د ألفت ډېوې کړو بلې په ورورولۍ باندې به زړونه منور کړو سوله کې ډېرې فائدې دي سوله کې سراسر عزت دی دي پاک اللهﷻ ویلي وروڼو سوله کې خیر او عافیت دی سوله خوشبو ده راځئ ځان پرې معطر کړو په روغه او جوړه محفوظ کېږي واړه سرونه او مالونه د رب رضا پرې موندل کېږي دي پکې ډېر مصلحتونه شوو سره یو به، یو به فکر او نظر کړو راځئ چې ورکې تفریقې کړو راځئ چې واړه متحد شو قوم پرستي به سعده پرېږدو تېر له عناد او هم له ضِد شو سپین شریعت لرو پرې ځان به برابر کړو سعد منقاد