- Последний пост
- 17 июн.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 0
- Всего постов
- 20
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 15 авг.
- 1/24сутки в ленте
- —
- 1/48двое суток
- —
- 1/72трое суток
- —
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
دوخت واکمنو! پام چې ونکړی خیانت دوخت واکمنو ښه موقع ده دخدمت دوخت واکمنو له عمر او له منصور او له جلاله درته پاته امانت دوخت واکمنو پام پر سپینه جامه تور داغ پیدا نه کړی ځان مو ساتی له تهمت دوخت واکمنو په هډو دګلالیو شهیدانو راجوړ شوی امارت دوخت واکمنو ستړي نه شی مأ یوسې درنه ونه شې درسره درب نصرت دوخت واکمنو له دفتره یه په ښه قدر رخصت کړی ستر اُمید لرې رعیت دوخت واکمنو مهاجر! وایې له یو له بله ځار شۍ ښه ټینګ وساتی وحدت دوخت واکمنو مهاجرهروي
غزل را اوري مې پر زړه باندې جانان لکه باران پرېوتی مې پر ځمکه هر ارمان لکه باران دا ستا په تلو مې دومره دې ژړلی باور وکړه په اوښکو مې لوند کړی دی ګریوان لکه باران خبرو ته ځیر یم په تکرار تکرار یې اورم خبري دې خوږي لګي قربان لکه باران دژوند هیلي مې ټولي دپړاو ترسره یو وړې را ولوېدې نا څاپه له اسمان لکه باران دا ستا د مهاجر! د زړګي للمه که اوبه شي راشنه به کړي ښه رنګ آرنګ ګلان لکه باران مهاجرهروي
غزل زړه مې بایللی دی په زړه پسې مې ځمه خلګو ټول تهمتونه مې پر خپلو اوږو وړمه خلګو تا سي دا مه وایاس چې ولي اوپه څه خفه یې خداي خو مو وساته له داسي درانه غمه خلګو یابه سر وبایلمه خاوري او ایرې به شمه یاله رقیبه خپل ارمان بېرته ګټمه خلګو زه مهاجر! به تار اوستنه چیرته ومو ممه داخپل ټپي ټپي زړګۍ مې پرې ګنډمه خلګو مهاجرهروي
نبوي ټپې! نصیبه ولي یاري نه کړي چي ده جانان دکلي وکړم دیدنونه نورمې دروغواړه روضې ته لابه ترڅودهجرشپې سباکومه خبرلاُمم خیرلورا یې مولادې کړي په قرآن کې صفتونه دیوسف حسن ګوتي پرې کړې داستا وحسن ته پرې شوې دې سرونه غمخوار د دې ټوله امت یې ورځ دمحشرکې یې کوې شفاعتونه ستا اصحابان دې لکه ستوري په هره یوه یې سړی لارپیدا کوینه کړه یه قبول ګرانه حبیبه هره شیبه درباندې وایم درودونه زه ورته ګورمه ژړیږم راڅه تیریږي دحاجیانو کاروانونه حبیبه رب ته دومره ګران یې داستا له رویه یه پیدا کړل عالمونه .که دې ملنګ دشنې روضې شوم داستا کوڅې به په بڼو جارو کومه که دې وصال راته نصیب شي زماپه پوره شې دزړګي ټول ارمانونه ستاپه راتګ دونیا رڼا شوه قرار قرار ورک شول دجهل تور تمونه دقدر وړ یې بختور یې پرتا نازل دې دقرآن پاک آیاتونه ستاله نامه جار اوقربان شم زه مهاجر! دې په نامه فخرکومه مهاجرهروي
جنت افغانستانه راکړی یې پردې دونیا جنت افغانستانه یې کور د خوږې مینې محبت افغانستانه راټول دې ټول وګړي تر یوې کلمې لاندې یو موټی یې، یو لاس یې، یو قوت افغانستانه پر غرونو او پر شاڼو دې د امن وزر خپور دی ښارونه دې پوښلي په امنیت افغانستانه ساتنې ته دې ژڼي په صفونو اماده دي ساتي دې سرحدونه په همت افغانستانه شمله ده، مهاجر! یې پر تا ویاړي قدرمنه ډېر شکر، برخمن یې له حریت افغانستانه مهاجر هروي
ستاتر درباره! ستا تر درباره راغلم غني باداره راغلم ځان مې شهیدکړ درته په لنډه لاره راغلم وفا یه نه درلوده دژوند له ښاره راغلم تاته کتلاي نه شم ډېر شرمساره راغلم قادر قهاره ذاته داستا له ډاره راغلم ځنډ مې ونکړ چیري چټک تر داره راغلم زه مهاجر! دې تر در ډېر ګناهګاره راغلم مهاجرهروي
لوړ عزم! دتکبیر په بدرګه سره راټول یو په لوړ عزم او جذبه سره راټول یو ودوښمن ته مو مرګ ژوبله اړولې جنګ شرع دی پرپوسته سره راټول یو موږ دګران امیر هر امر ته تیار یو په واحده قومانده سره راټول یو دمظلوم ملت دهرې څاڅکي اوښکې ترېنه اخلو به بدله سره راټول یو مهاجره! زموږ هدف درب رضاء ده موږ په دغه اراده سره راټول یو مهاجر هروي
د انتقام شپه شپه د انتقام ده، د دښمن پر سر ګذار کوه تښتي په ګونډو دې، هله وله، یې تلوار کوه وه لیزري یاره چې ژوندي درڅخه ولاړ نه شي جار دې زلمکیه، د وحشي لېوانو ښکار کوه دا مو د ایمان او د کلتور سره تضاد لري زړه ور باندې مه سوځه، پر هر یوه یې وار کوه نیسه یې پوستې، په څو دانو اکتفا و نه کړې نیسه یې دانه دانه، تر سلو پوري شمار کوه ستا له جنتي لاسو قربان، د مهاجر! توري مخ ته پر نقشه او په تاکتیک باندې رفتار کوه مهاجر هروي
مجاهده زلمکیه! دشهید لالي ارمان درنه هېر نه شي کونډي بوري یتیمان درنه هېرنه شي هرقدم دې ښه محطاط ایږده پرځمکه کبر وه نه کړې ایمان درنه هېرنه شي ستاملالي خور چې ستالپاره خرڅ کړ ها امیل او هاپیزوان درنه هېرنه شي تکلیفونه شکنجې دې پرځان یو وړې له تکلیفه ډک زندان درنه هېر نه شي چې پناه به یه له ډرون اوچاپې درکړه هاسپین ږیری باباجان درنه هېرنه شي مهاجره! سترګي پټي نه کړې چیري داټوک ټوک افغانستان درنه هېرنه شې مهاجرهروي
روژه مبارکه را اوري له اسمانه رحمتونه په روژه کې مؤمِنه چې ضایع نه کړې وختونه په روژه کې عمل دنیکو وکړه ځان دې ساته له کناه نه څوچنده حسابیږي ثوابونه په روژه کې له شله بیاتر دېرشه په طاق ورځي کې نازل دې نازل دې دقرآن پاک آیاتونه په روژه کې دخپل مسلمان ورور سره تروسه کومک وکړه تروسه پوري وکړه خیراتونه په روژه کې څهره دروژاتي ده منوره په انوارو له مخه یه را اوري انوارونه په روژه کې کړه لپې خداي ته پورته مهاجره! بخښه غواړه رژیږي بخښل کیږي ګناهونه په روژه کې مهاجرهروي
دچاپې شپه مرګونې شپه وه دچاپې شپه وه سم دقیامت دنندارې شپه وه پلاريې شهید ورور یې شهیدکړ راته پټ مې کتل تر درواځې شپه وه یو دم ناڅاپه شور شو ګډ په کلي راغلې دکفر طیارې شپه وه وهرطرف ته یه اور ورته کړلو وې سوي ساندي اونعرې شپه وه یو دروند ماتم وو مهاجرهروي! سترګې په اوښکو وې لمدې شپه وه مهاجرهروي
ولي نه دریږې😥 درپسې مرمه نه پاتیږم !ولي نه دریږې لیونۍ نه یمه خو کیږم !ولي نه دریږې دځان درک! نه لرم ګرځم دهوا په خوښه ځانګم را ځانګمه ځنګږم !ولي نه دریږې آواز مې ودرید په ټپه چیغې نه شمه کړاي نور غلی غلی شوم ژړیږم !ولي نه دریږې زه دې بلا واخلم لالیه ته په څه خفه یې زه سپیلنۍ درته دودیږم !ولي نه دریږې تأثیر دهجر دې لا اوس هم ترمرۍ نیولی سم دې په هجرکې ډوبیږم !ولې نه دریږې زه مهاجر! دې په ټپې دیاقربان را غواړم درته غزل، غزل، ږغیږم !ولي نه دریږې مهاجرهروي
باور مه ماتوه ! دخداي لپاره !باور مه ماتوه اي خوږه یاره !باورمه ماتوه پریږده ترسره مزل ورسه وو پرنیمه لاره !باور مه ماتوه زرې زرې به شې ټولیږې به نه لکه هنداره !باورمه ماتوه ستاپروعدي مي لاباورپاته دی یم انتظاره !باور مه ماتوه زړه به مې وچوې له ډیره درده اخلې ازاره !باور مه ماتوه زه مهاجر! درته زارۍ کومه په څو،څو،واره !باورمه ماتوه مهاجرهروي
وطنه افغانستان وطنه جانان جانان وطنه نظر دې مشه ښکلا اۍ ګلستان وطنه سینه دې فرش په زرو لعل و مرجان وطنه ستا مبارکه مینه جز دایمان وطنه بوټۍ دې نه ورکوم پر ټول جهان وطنه ته لکه روح دوجود ته لکه ځان وطنه زه مهاجر! دې لتا جار او،قربان وطنه مهاجرهروي
له کاروانه پاتې بیامي پوره نشو ارمان پاتې شوم هغسي ستړی اوستومان پاتې شوم ماویل نصیب به مي وي لاړبه شمه کاروان شوتیربیاله کاروان پاتې شوم دحرمینو،له وصاله محروم زه له وصاله دجانان پاتې شوم ماویل دزړه تنده به ماته کړمه لاتږۍ تږۍ وچ شونډان پاتې شوم زما مهاجر! نصیبه ولي خواريې په چیغو چیغو په ګریان پاتې شوم مهاجرهروي
نوي غمجني ټپې پرزړګي مات اره اره یم ښکارسوی ستادبیلتانه یم په ناعلاجه درد اخته یم پخوا ډیرښه ومه اوس نه یم اوس مي پرسر دهجر خاوري بادومه زماد،دواړو سترګو توره کله ناکله راته ګوره مینه دي سوله راته اوره نعري کوم په زوره زوره ولي مي نه اورې لالیه فریادونه یم انتظارشپه ترسهاره کله راځې بیغوره یاره درپسي سومه ناقراره ژوندمي پرخپلواږوباره ستادراتلو وعدې په ګوتوحسابمه نه یمه ښه بیماربیماریم خږ پرزړګي پرهارپرهاریم پاته حیران یمه ناچاریم غم سره داسي ګرفتاریم خپل بیوسی ترګریوانه نیولی یمه یاره ویریږمه ته مځه لیونی کیږمه ته مځه په ځان پوهیږمه ته مځه درپسي لویږمه ته مځه چي ته راځې زمابه خاوري وي هډونه اوښکومي جوړي کړلې لاري راڅخه ورکې ټولي چاري دزړګي ویني داري داري اوس لګوم پرځان نوکاري په تاپسي وړې وړې سلګۍ وهمه غربته څه لوبې دي وکړې زماپرزړه لوبي دي وکړي دژوندانه لوبي دي وکړې عاجیبانه لوبي دي وکړي زه دي خپلوانوکې یوازي پريښودمه تراوسه ډک زړه دارمان یم په طمه طمه دجانانان زه مي له ځانه سره وران یم پاته پردښته بیابان یم پوره مي نه دي دزړګي ټول ارمانونه لالیه ډیرډیر مې یادیږې ته مي ترسترګوسترګو کیږې قسم که یودم مې هیریږې خاص په دازړه کې مي اوسیږې توابي زړه به سړی څنکه ژوندکوینه ارمان مي مړهیله میراته تاغورځولی یم شاته دومره غم څوک پریږدې وچاته ته خو راوګوره وماته وایه چي زه غریب په څه ملامت یمه اوس ګیله وکړمه له چانه وایه له تانه که له ځانه مینه دي ده ډکه له تاوانه نه ده ارزانه بیخي ګرانه زه مهاجر! دې بیخي ډیرتاواني کړمه مهاجرهروي
نوې ټپې بیابه مې غواړې زه به نه یم ژاړې به ژاړې زه به نه یم ته به مې غواړې زه به توري خاوري یمه زړګی مې مات لکه هنداره پاشلۍ پروت پرلویه لاره زمادزړګي ګناه به ستاپه غاړه وینه ډیرمې یادیږې ورکه یاره نه مې هیریږې ورکه یاره زه دې تصویرته تړمي اوښکوکې تویومه توبه توبه دهجر زوره زه دې ایستلی یم له شوره لکه ماشوم وړې وړې سګی وهمه اورمې بل شوی پرسینې دی ټوله داستا له اندېښنې دی زه دې هیرکړی یم خو،زه دې یادومه واخله داستنه اودا تاردی زړه مې زخمې پرهار پرهاردی ته یه په خپلو لاسو وګنډه مینه دژوند ډیوه مې سوه خاموشه ځکه روان یمه بې هوشه پرلاري وړمه ځنګیدلي قدمونه سترګي مې وتي دې له خوبه دلالي غمه لیونتوبه شپه ترسهاره زه په ویښه تېرومه ولي مې نه اورې خبره ولي خفه یې دزړه سره ته راته ووایه دپټ زړګي حالونه دمهاجر! خواره قسمته درنه خلاس نه شومه تهمته ګناه دیار ده عذاب زه پراوږو وړمه مهاجرهروي
مبارکه روژه دخداي دسترو رحمتونو وسیله ده !روژه ده ښکلي ده خوږه ده روژه ده لکه ګبین لکه ګجوره ده میوه ده !روژه ده ښکلي ده خوږه ده روژه ده میاشته دعفوي اوغفران ده ډکه له فیض اوله فیضان ده وهرمؤمن لره دعفوي ښه موقه ده روژه ده ښکلي ده خوږه ده روژه ده لپي کړه پورته خدای ته ژاړه برخه دنیکوورنه غواړه به دغه میاشت کي یه درکړي ده وعده ده روژه ده ښکلي ده خوږه ده روژه ده پکي نازل درب کلام دۍ پکاريی ډیرډیراحترام دۍ قدریي وکړه دڅوو،ورځومیلمنه ده روژه ښکلي ده خوږه ده زوژه ده زه مهاجربیخي خوشحال یم چي برخمن یي له جمال یم چي زماپه ژوندکي بیاراغلي ده دمه ده روژه ده ښکلي ده خوږه ده روژه ده مهاجرهروي
زخمي غـــــــزه😰 زخـمي ماښـام زخمي سـهاردغزې اخ څــوک به وګـنډي پرهاردغزې هغــسي ندی ډیربدرنکــه ښـکارې کـــنډرکــنډردی ښکلی ښـاردغزې وربانــــدي اوري دبمــــــونوباران وینـــي پرتــي پرهــــره لاردغـزې اوس مي اذان ترغـوږونه رارسي شهـــید مــسجـدشهـیدمــناردغزې نورڅــوک دمه ورته کـولای نشي راچــــپه ســـوی دی چـــناردغزې زه{{مهـاجـر}}دغـــه دوعـــاکــومه ټوله حماس دي شي واکداردغزې مهاجرهروي
نعت شریف دورودسلام،داستاپرنام په ډیرادب،اواحترام ته یي خاونددلوړمقام خیرالاُمم ،خیرالاَنام پرتاراټول عرب عجم غواړي داستالطف وُکرم په ژبه وايي داجملي نبي الله نبي اکرم زیارت کوي ستادروضي هم په سهارهم په ماښام ته یي طح ته یي یاسین ته یي حسان ته یي حسین ښکلاراټوله ده پرتا ته یي ګلرنګه ګلورین درته راخم داځلا لمر امام دحُسن یي امام غارحِرادی که حِجاز داستادسترګوله آغاز که داسپوږمی ده داسمان درته راغلي ده په ناز دوست درحمان یي درحیم پرتانازل درب کلام درته محتاجه مهاجر، کله به درشي ستاتردر ته یي نصیب کړه په محشر آب حیات آب کوثر ستاامتي دی ډیرعاصي ورباندي وکه لږڅه پام مهاجرهروي