tgindex
فکر

فکر کول انسان ته دا امکان ورکوي چې په خپلو کړنو او فیصلو کې ژوره پوهه او بصیرت رامنځته کړي.

Последний пост
31 мар.
Последнее чтение
13 авг.
Постов за неделю
0
Всего постов
27
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
402
−2 за 1 дн.
Сутки
0
0,00%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
194
27 постов
Вовлечённость
48,3%
к подписчикам
Постов в день
0,0
всего 27
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
1/48двое суток
1/72трое суток

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • که تاسو هم ټریډینګ کوئ، ښايي دا پوښتنه درته پیدا شوې وي چې: ولې ځینې خلک تل ګټه کوي خو ډېری نور تل تاوان ویني؟ حقیقت دا دی چې ستونزه اکثره په بازار کې نه وي… بلکې د ټریډر په فکر او طریقه کې وي. په دې ویډیو کې موږ هغه ۵ مهم پړاوونه تشریح کړي چې هر ټریډر باید ترې تیر شي تر څو له مبتدي څخه مسلکي ټریډر ته ورسېږي. په دې ویډیو کې به پوه شئ: ⚡ ولې د “Holy Grail” لټول د ټریډر تر ټولو لویه غلطي ده ⚡ څنګه خپل تاوان کم او ګټه ثابته کړئ ⚡ مسلکي ټریډران څنګه فکر کوي او معامله کوي ⚡ کله باید معامله وکړئ او کله باید له بازار لرې پاتې شئ 📊 که تاسو ټریډینګ کوئ یا غواړئ پیل یې کړئ، دا ویډیو کولی شي ستاسو د فکر طریقه بدله کړي. 🎥 ویډیو دلته وګورئ: (https://youtu.be/bqZJ91jxu0Q?si=bnVzqd9QGr9d9gJQ) 📢 که غواړئ د ټریډینګ، کریپټو او مالي زده کړو نورې مهمې ویډیوګانې هم ترلاسه کړئ، زموږ چینل تعقیب کړئ. ⚠️ یادونه: دا ویډیو یوازې د تعلیمي موخو لپاره ده، ټریډینګ خطر لري او د پانګې له لاسه ورکولو امکان شته. #ټریډینګ #کریپټو #فاریکس #سرمایه_ګذاري #مالی_زده_کړه @goldtahlilgar @icttrader03

  • يوازي د ټريډر لپاره دا ويدو ده https://youtu.be/VVT8Xa4tKCM

  • په جاپان کې د سړک خوندیتوب لپاره یوه نوې مفکوره وړاندې شوې ده. په دې طرحه کې د هولوګرام یا مجازي انځور له لارې د سړک د تېرېدو ساتونکي ښودل کېږي، چې زده‌کوونکو سره په مصروفو څلورلارو کې مرسته کوي. که څه هم خپور شوی انځور د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی، خو دا نظر د هوښیارو زېربناوو او پرمختللي ترافیکي سیستمونو د کارولو بېلګه بلل کېږي. د دې سیستم له لارې به مجازي ساتونکي په خراب موسم کې هم ښه ښکاره وي، پرته له ستړیا به پرله‌پسې کار کوي، او له سنسرونو او ترافیکي څراغونو سره به نښلول شوي وي. دغه سیستم به یوازې هغه وخت فعالېږي، کله چې پیاده‌روان د سړک غاړې ته ورسېږي. کارپوهان باور لري چې دا ډول ټکنالوژي کولی شي په نږدې راتلونکې کې د ښارونو خوندیتوب نور هم پیاوړی کړي. C

  • د جاپان هېواد په اکثریتو دفاترو،کمپنیو او شرکتونو کې کارکوونکې کولای سي چې د ډېرې ستړیا په وخت کې موقتي خوب وکړي.دوی دا واک ځکه خپل کارکوونکو ته ورکړی دی چې د کار وروسته خوب د کارکوونکو لپاره د ذهني ارامتیا لپاره ډېر ښه دی او ځکه خو يې مېزونه او چوکۍ په داسې سیسټم ورته جوړ کړي دي چې د خوب کټ هم ترې جوړېږي. تاسې څه پکې وایاست؟ #ک

  • په دې ترڅ کې څرګنده شوې چې د مسجد الحرام د برېښنا احتیاطي سیستم له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې نه دی کارول شوی، ځکه چې تر اوسه پورې هلته د برېښنا جریان هېڅکله پرې شوی نه دی. دا معلومات د حرم شاوخوا د برېښنا د مدیریت او خونديتوب په اړه د پوهې لپاره مهم ګڼل کېږي. #ک

  • без подписи

  • > *د ژوند په اړه...*📚🎓 *۱. تل د خلکو خبرې جدي مه نیسه؛* *زیاتره انسانان خپله کمزوري په نورو پټوي.* *۲. څوک چې له تا سره بې له ګټې مینه کوي،* *هغه د ژوند په سفر کې تر هر چا قیمتي دی.* *۳. وخت داسې استاد دی چې،* *لومړی ازموینه درکوي، بیا درس درښايي،.* *۴. د ژوند تر ټولو لوی ځواک دا دی چې،* *هر ځل له ماتې وروسته بیا ودرېږې،.* *۵. په ژوند کې هر څه نه ترلاسه کېږي،* *هغه څه چې د زحمت په بدل کې وي، تل پاتې وي؛.* 🤍🫠🌹🫀 > 𝓜𝓪𝓷𝓼𝓸𝓸𝓻 𝓚𝓱𝓪𝓷🍷🌹 ⋆⁞ ✆*

  • د ناروې په یوې لرې پرتې سیمې کې یو لوی غار جوړ شوی چې د "نړۍ د پای خزانه" بلل کېږي او د نړۍ د ټولو غلو دانو تخمونه پکې ساتل کېږي. هدف دا دی چې که په نړۍ کې اتومي جګړه یا لویه زلزله راشي، انسانان وکولی شي کرنه له سره پیل کړي. په ۲۰۲۶ کال کې دا خزانه نوره هم پراخه شوه او نږدې یو ملیون نوي تخمونه پکې ځای پر ځای شول. دا ځای د هر ډول بم او زلزلې په وړاندې پوره مقاومت لري او تودوخه یې تل منفي ساتل کېږي. دا ثابتوي چې انسانان د راتلونکي نسل د بقا لپاره څومره لویه او جدي هڅه کوي. دا زموږ د تمدن د بیمې په څېر یو ځای دی چې باید تل خوندي وي. #ک

  • ژوند نه له چا سره دښمني کوي او نه له چا سره دوستي؛ دا د يو پټ ترازو په لاس تېرېږي، چې هېڅکله نه کږېږي، اغېز هماغسې پرېږدي لکه څنګه چې پیدا شوی وي — که سپک وي او که دروند. هر گام خپل سیوری پرېږدي، او هر نیت د خپلې انگازې سره بېرته راستنېږي؛ نه پکې زیاتوالی وي او نه کموالی. نو ډېر پام کوه ؛ هغه څه ته چې تۀ يې په خپلو لارو کې شېندې، ځکه .. کله چې ورځې وده کوي، هماغه ډالۍ درکوي چې تا کرلې وي، او هغه مېوه درکوي چې صبر دې پرې کړی وي.

  • ستا د عمر یو څوک لا دمخه مړ شوی. خو ته لا هم ساه اخلې. یو ثانیه وخت واخله. او له الله تعالی څخه شکر ادا کړه. 🌹🫀🫠☘️ > *☻ 𝓜𝓪𝓷𝓼𝓸𝓸𝓻 𝓚𝓱𝓪𝓷🍷🌹 ⋆⁞ ✆*

  • *خدا چقدر قشنگ میگه؛* (لاتَخْرن اِنَ اللّٰه مَعَنا) غمگین نشو، من کنارتم️ 🫠🫀`  :🖤❤:

  • کله چې ګراهام واکر خپله فایبرونډ فابریکه خرڅوله، شاوخوا ۵۴۰ کارکوونکي ورسره بوخت وو. ټولو ته دا اندېښنه پیدا شوې وه چې ښايي بې‌روزګاره شي او د ژوند ستونزې ورسره زیاتې شي. همداسې وشول؛ فابریکه وپلورل شوه او کارکوونکي خپلو کورونو ته ستانه شول. خو ګراهام واکر یوازې یو مالک نه و، بلکې یو وفادار انسان هم و. کله چې یې د فابریکې د خرڅلاو پیسې ترلاسه کړې، نوموړي له خپلې خوښې ۲۵۰ میلیونه ډالر پر خپلو کارکوونکو ووېشل. هر کارکوونکي ته څه د پاسه څلور لکه ډالر ورسېدل. ویل کېږي، ډېری کارکوونکي د خوښۍ له شدت څخه وژړل او د خپل مالک وفاداري یې ستایله. په دې کارکوونکو کې ښځې هم وې؛ یوه ښځینه کارکوونکې پر هماغو پیسو خپل کور واخیست او ورسره یې د جامو وړوکی دوکان هم پرانیست. نور کارکوونکي هم وتوانېدل چې واړه کاروبارونه پیل کړي، چې دا کار په بازار او ټولنه کې ښکاره مثبت اغېز پرېښود. دا کیسه ښيي چې لا هم په نړۍ کې داسې مالکان شته، چې د شتمنۍ تر څنګ انسانیت، انصاف او وفاداري ته ارزښت ورکوي. #مطلب_ښه_ښه_مالکان_هم_شته 🫡 #ک

  • تاسې به ددغه میلیاردر«بِل ګیټس» شاید هېڅ یو داسې عکس نه وي لیدلی چې دی دې د پیسو په منځ کې ناست وي، یا دې ورسره څنګ او نور، مګر دده لویه برخه عکسونه دغسې د کتابونو په منځ، کتابخانو او یا مطالعې لپاره د ناستې ځای کې اخېستل شوي وي. ما د نوموړي یوه مرکه لیدلې چې د مطالعې او کتاب اړوند ډېر ژور غږېده. ویل یې:«د انسان زړه تر هغه وخته نه زَړّیږي چې مطالعه روانه وي؛ خو کله چې مطالعه ودریږي، زړه زوړ شي». دارنګه یې ویل چې مطالعه د انسان ذهن ــ تازه ساتي. دا یې هم ویل چې:«ماته زما تر ټولو لومړیتوب لرونکی کار ــ مطالعه کول دي. انسانان یوازې باید هغه څه ونه لولي چې ورته راښکاره دي؛ بلکې باید جدي او ژور موضوعات هم ولولي». #ک

  • یو هلک د ۱۱ ساعتونو لپاره یوازې همدې پوښتنې ته ځان وقف کړی و چې په یو لیټر اوبو کې څو څاڅکي وي؟ وروسته له ۱۱ ساعتونو څخه، هغه په پای کې دې نتیجې ته ورسېد چې: یو لیټر اوبه شاوخوا ۱۹,۹۶۰ څاڅکي جوړوي!

  • د روسیې د عصبي ټکنالوژۍ یوه شرکت یوه نوې کوتره جوړه کړې، چې د څارنې لپاره د ډرون په څیر کنټرول کیدی شي. دغه نوښت د پرمختللو ټکنالوژیکو وسایلو برخه ګڼل کېږي او د څارنې په ماموریتونو کې د استعمال وړ دی. #ک

  • والتر اورتمن، د برازیل یو سړی، داسې کېسه لري چې نړۍ یې حیرانه کړې ده. هغه خپل کار د ۱۵ کلنۍ په عمر د بار وړونکي مرستیال په توګه پیل کړ او پرته له دې چې دنده بدله کړي، ۸۴ کاله او ۷۵ ورځې په هماغې یوې کمپنۍ کې پاتې شو. د دوامدارې هڅې او نه ستړې کېدونکي زحمت له لارې، هغه د خرڅلاو مدیر شو او په ۲۰۲۴ کال کې، چې ۱۰۲ کلن و، خپل کاري ژوند پای ته ورساوه. د هغه میراث یوازې یو ریکارډ نه دی، بلکې د وفادارۍ، د کار مینې او قربانۍ یو سمبول دی چې نسلونو ته الهام ورکوي. #ک

  • جالبه ده ولا! ویل کیږي د متحده ایالتونو په هوایي ټاپوګانو کې هره اونۍ د ډرون په وسیله په میلیونونو میاشي خوشې کیږي . دا کار دوی ځکه کوي چې د هاوایي ټاپوګانو مشهورې کنري مرغۍ د ملاریا له ناروغۍ څخه خوندي کړي. دوی چې کوم غوماشي هلته خوشې کوي دا په لابراتوارونو کې په جنيټیکي لحاظ اصلاح شوي وي ، دغه غوماشي چې بیا له ځنګلي ښځینه غوماشو سره یو ځای شي نو د هغوی د هګۍ اچولو پروسه دروي چې ورسره د ناروغیو مخه هم په اسانه نیول کیږي . #ک

  • لومړی سوچ وکړه او بیا خبره وکړه، څو اشتباه ونکړې. حضرت محمد (ص)

  • ظاهراََ څه چې په دې نړۍ کې عادلانه تقسیم سوي؛. هغه یواځې عقل دی ځکه هیڅوک هم ادعا نلرې؛ چې ګواکې زما کم ده.

  • مخکې له دې چې بد خرڅ دې فقیر کړي خپل مصرفونه کنټرول کړه .په دې دنیا کې غریب انسان ته په سپک نظر کتل کيږي.که په دې نړۍ کې دې جیب خالی شي ستا خبرې هم خپل ارزښت او اعتبار له لاسه ورکوي،کله چې جیب خالی شي درناوی هم له منځه لاړ شي.موږ په داسې يو دنیا کې ژوند کوو چرته چې غریب ته ناپوه ویل کيږي.نو مخکې له دې چې بدخرڅ دې غریب کړي خپل بې ځایه لګښتونه مهار کړه. #ک