زاهد علمي، فرهنګي او خبري چينل
Статистика- Последний пост
- 11 авг.
- Последнее чтение
- 13 авг.
- Постов за неделю
- 0
- Всего постов
- 25
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Новости и СМИ
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 386
- 1/48двое суток
- 442
- 1/72трое суток
- 477
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
ځوان موخو ته د رسېدو په لاره کي يو بل مهم ګام بشپړوي. الحمدلله، له دوه کلن علمي او تحصيلي مزل وروسته مو د ماسټرۍ پروګرام په برياليتوب سره بشپړ کړ. سبا نه بل سبا، د پنجشنبې په ورځ، د همدې لاسته راوړني په پار زموږ د فراغت مراسم ترسره کيږي. ټول هغه درانه ملګري او دوستان چي د راتګ او ګډون وس لري، راتګ مو پر لېمو، ستاسو حضور موږ ته لا خوښي را بښي! پته: کابل پوهنتون، تميم انصاري تالار وخت: سهار ۰۸:۰۰ بجې ۱۴۰۵/۰۵/۲۲ *ذاهد*
د کندهار زون ۱۴۴۷هـ.ق کال علماء کرامو یو ورځنۍ ازموینې د لېسانس او ماسټري اسنادو وېش خبرتیا! د جدول ترلاسه کولو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: https://shorturl.at/OwPuN https://t.me/af_mohe/2885
د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا! https://nexa.gov.af/ps/exit-reg
без подписи
لوړو زده کړو وزارت له پرله پسې توصیو او اخطاریو وروسته ۷ خصوصي پوهنتونونه، چې خیالي محصلین یې درلودل او په فساد کې ښکېل وو، د یوه کال لپاره تعلیق او ۲ نور لغوه اعلان کړل. لوړو زده کړو وزارت د ملک د تحصیلي نظام د تنظیموونکې، رهبري کوونکې او څارونکې ادارې په توګه د پوهنتونونو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه فعالیت کوي. دغه وزارت دنده لري چې په دوامدار ډول د امارتي او خصوصي پوهنتونونو څارنه او ارزونه وکړي، چې د ۱۴۰۵لمریز کال پسرلني سمستر کې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو څخه څارنه او اروزنه وشوه، چې له جملې څخه یې ۹ خصوصي پوهنتونونو ستونزې ډېرې جدي وې او څو ځله توصيې او اخطاریې هم ورکړل شوې وې خو بیا هم اصلاحات پکې رانغلل؛ راپور یې د لوړو زده کړو وزارت له رهبري شورا سره شریک شو، د یادې شورا له لوري هیئت ورته وټاکل شو ترڅو د ستونزو د ښه تثبیت په موخه بیا وڅېړي، چې بالاخره مؤظف هیئت د راپورونو له تحلیل وروسته د خپلو کړنو او د یادو پوهنتونونو د تعلیق او لغوې راپور د یادو وزارت رهبري شورا ته وړاندې او د شورا له لوري تائید شو. په دې لړ کې (برلاس په جوزجان، راه سعادت او ترکستان په بلخ، ازهر او برنا په بدخشان، رشاد په فاریاب او پیام په کابل کې د یوه کال لپاره تعلیق او همدا راز کهندژ په کندز او خانه دانش په تخار کې، چې لاندې مشخصې او مشترکې ستونزې او سرغړونې پکې په نښه شوې وې، لغوه اعلان کړل. 1. د رهبري او اداري هیئت نه درلودل لکه: د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال ، د پوهنځیو رئیسان او دې ته ورته نورو مهمو برخو مسؤلین. 2. د خیالي محصلینو درلودل لکه: د مهالوېش مطابق یې صنف او درس درلود اما په درسي ټولګیو کې یو تن محصل هم شتون نه درلود. 3. صنفي حاضریانې د سمستر له شروع څخه تر لسمې اونۍ پورې نه وې اخیستل شوې. 4. داسې محصلینو شتون درلود چې د سمستر په جریان کې درسونو ته نه وو حاضر شوي او د حاضرۍ له مخې محروم شوي وو اما نهایي ازموینو ته شامل شوي وو، د کامیابۍ نمرې ورکړل شوې وې او لوړ سمستر ته ارتقاء ورکول شوې وه. 5. د محصلینو د عملي کارونو لپاره یې لابراتوارونه، تجهیزات، وسائل او مواد نه درلودل. 6. د وزارت له لوري د تایید شوي نصاب نه تدریسول. 7. دا چې د طب پوهنځي اکثریت زده کړي عملي دي او باید په روغتون کې ترسره شي خو د مشاهدې په ورځ روغتون کې یو محصل هم شتون نه درلود. د یادونې وړ ده هغه پوهنتونونه چې د فعالیت جوازونو یې لغوه شول د ذکر شویو ستونزو سربېره يې په صنفي حاضریو کې د جعل ستونزه هم موجوده وه، اکثریت هغه محصلین چې د سمستر په جریان کې روزمره درسونو ته نه وو حاضر شوي او محروم وو، په تبدیل شویو حاضریانو کې حاضر شمېرل شوي وو. نېټه: شنبه ۱۴۴۸هـ.ق، د صفرالمظفر ۲۴مه ۱۴۰۵هـ.ش، د اسد ۱۷مه
زابل پوهنتون کي د کمپيوټر ساينس پوهنځي ۴ کادر بستونه اعلان ته تللي، مستعد ځوانان دي نوم ليکنه ورته وکړي!👇
د دفـ.ـ۱ع وزارت اړوند نـظـ.ـ۱مي طب او د هوايي او هوايي مدافـ.ـعې پوهنتون کانکور ازمویني پایلي!👇 https://nexa.gov.af/ps/result/124/search
هغوئ چي په کانکور کي بې پايلي پاته سوي، انسټیټیوټونو ته دي نوم ليکنه وکړي. 👇 https://nexa.gov.af/ps/ins/register
د تخنیکي قرارداد (NTA) ۷ بستونو اعلان! د ا.ا.ا لوړو موخو ته د رسېدو او اهل ته د کار سپارلو لپاره د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» د کارکوونکو چارو آمریت د دغه پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو د تخنیکي قرارداد (NTA) ۷ بستونه د ۱۰ کاري ورځو لپاره د ۱۴۴۸/۲/۱۰- ۱۴۰۵/۵/۳ نېټې تر ۱۴۴۸/۲/۲۰- ۱۴۰۵/۵/۱۳ نېټې پورې د جدول مطابق د آزادو سیالیو له لارې اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر اشخاص کولای شي چې غوښتنپاڼې د دغه پوهنتون له کارکوونکو چارو آمریت څخه په حضوري ډول او یا هم په آنلاین ډول د لوړو زده کړو محترم وزارت او یا د کابل طبي علومو پوهنتون له وېب سایټونو څخه ترلاسه او په دقیق ډول له ډکولو وروسته یې په حضوري ډول د کارکوونکو چارو آمریت ته تسلیم کړي.
без подписи
без подписи
ډاکتران له درملتون، لابراتوار او نورو څخه کمېشن اخلي سوال: دلته داسي ترتیب جوړ دی، چي ډاکتر یو ناروغ مخصوص درملتون ته لیږي، مخصوص لابراتوار تې لیږي، مخصوص الټراساونډ او ایکس رې ځای تې لیږي او بیا له هغو ځایو خپل کمېشن اخلي، ځیني ډاکتران سمپل دارو درمل خرڅوي، دا په شریعت کي څنګه دي ؟ ځواب: عبد الغفار جُبیر ۱: که چیری ډاکتر یو ناروغ و مخصوص لابراتوار ته لیږي د دې په خاطر چي ټیسټ او نتیجه ئې درسته راسي دا درست کار دی، که چیري د یوه ناروغ په عام لابراتوار کي عام ټیسټ وي او بیا ناروغ مجبوره کوي چي و دغه خاص لابراتوار ته ولاړ سه دا عمل ناجائز دی. ۲: ډاکتر چي په دې ټولو صورتونو کي کمېشن اخلي دا په رشوت کي داخل دی، بل تاوان ئې دادی چي کله د یوه ناروغ په عام حالت (۱۰۰۰) افغانۍ مصرف راځي نو ډاکتر د خپل کمېشن په خاطر بې ځایه ټیسټونه ورته لیکي، بې ضرورت درمل ورته لیکي چي دا ټول ظلم دی او ناجائز کار دی او نسخه ضرور و (۵۰۰۰) ته رسیږي. ۳: که چیري ډاکتر د خاص کمپنۍ دوا په دې استعمالوي چي سم درمل ئې دي دا جائز ده، که چیري ډاکتر ناروغ مجبوره کوي چي خامخا به له دغه درملتون دوا اخلي نو دا ناجائز کار دی او که ډاکتر له درملتون څخه کمېشن اخلي دا رشوت دی. ۴: که د ناروغ اړتیا و ټیسټ ته نه وي او ډاکتر ئې ورته لیکي، یا د عملیاتو ضرورت نه وي ډاکتر ئې عملیات کوي دا ټول صورتونه نا جائز دي، که فرضا اړتیا وي د ټیسټونو او ډاکتر له لابراتوار څخه خپل کمېشن اخلي دا رشوت او حرام کار دی. ۵: د کمپنۍ له لوري و ډاکترانو ته د درملو سمپلان ورکول کيږي، و ډاکتر ته اخیستل جائز دي چي وا ئې خلي خو خرڅول ددې درملو ناجائز کار دی، دا ځکه اکثره وخت پر لیکلي وي چي داد خرڅلاو لپاره نه دي. په فتاوی اللجنة الدائمة کی راغلي دي: لا یجوز للطبیب أن یقبل الهدایا من شرکات الادویة، لان ذالک رشوة محرمة، لو سمیت بهدیة أو غیر ذالک من الاسماء لان الاسماء لا تغیر الحائق. (فتاوی اللجنة الدائمة: ۳۳/ ۵۷۱) ژباړه: د طبیب یا ډاکتر لپاره له کمپنیو څخه هدایا قبلول جائز نه دي، له دې کبله چي دا رشوت دی او حرام کار دی، که د هدیې یا به نامه تر سرلیک لاندي وي، دا ځکه په نامه سره حقیقت نه بدلیږي.
без подписи
د ۱۴۰۵ کال کانکور آزمويني دويم ظرفيت پايلي! https://nexaresults.org/
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندي ټاکني وسوې: 1. د جوزجان ولایت مخکنی امنیه قومندان قاري محمد اسمعیل راسخ؛ د همدې ولایت د والي په توګه؛ 2. د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکنی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ؛ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه؛ 3. د جوزجان ولایت مخکنی والي ملا عبدالله سرحدي؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه؛ 4. د کندهار پوهنتون مخکنی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي؛ د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین په توګه؛ 5. د ستري محکمې دار الافتاء ریاست مخکنی عضو شیخ عبدالرحمن غزنوي؛ د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه؛ 6. د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مخکنی معین مولوي عتیق الله عزیزي؛ د هرات ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د رئیس په توګه.
*نبوي ملغلرې* له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د خپلو اولادونو اکرام وکړئ او هغوی ته ښه ادب او غوره روزنه ورکړئ. (رواه ابن ماجه)
د ارزګان پوهنتون د استادانو د جذب خبرتيا! د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-684 د نوملینکې فورمه له لاندې لینک څخه ښکته کړئ! https://shorturl.at/SmcTk
کندهار پوهنتون کي ۸ نور علمي کادر بستونه هم اعلان ته لاړل، مستعد ځوانان را خبر کړئ!👇
که کندهار پوهنتون کي د استادي سره علاقه لرئ، لاندي ۱۱علمي کادر بستونه اعلان ته سپارل سوي، نوم ليکنه ورته وکړئ!👇
د عامې روغتيا وزارت اړوند د روغتيايي علومو انسټيټيوټونو خروجي (ايګزيټ) ازموينې پايلې! https://nexa.gov.af/ps/result/120/search د ازموینې ګډونوال، که د ازموینې پایلو په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې تر سې شنبې ورځې (چنګاښ ۲۳مې) نېټې پورې د مل لینک له طریقه ازموینو عمومي ادارې ته ثبت کړي. https://forms.gle/koYJzQhMtQySW2MG6 نتايج امتحان خروجی (ايگزيت) انستيتيوت های علوم صحی مربوط به وزارت صحت عامه! https://nexa.gov.af/ps/result/120/search اشتراککنندگان امتحان که در رابطه به نتایج امتحان شکایت داشته باشند، می توانند شکایت خویش را از طریق لینک ضمیمه الی روز سه شنبه، تاریخ (۲۳ سرطان) به اداره عمومی امتحانات ثبت نماید. https://forms.gle/koYJzQhMtQySW2MG6