tgindex
باختر خبري اژانس

باختر خبري اژانس

Статистика

باخترخبري اژانس پښتو چینل ته ښه راغلاست🤝 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ #خبرونه #مقالی📚 #ادبیات📕 #صوتی🎤 #ټپــــې🤹‍♂ #تاریـخ🗓 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تبادلې رابطه برای تبادله👇 @nasrat_LaLa @Ahmadi_lala_03

Последний пост
14 авг.
Последнее чтение
13 авг.
Постов за неделю
13
Всего постов
23
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
3 274
−16 за 3 дн.
Сутки
−16
−0,49%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
114
23 постов
Вовлечённость
3,5%
к подписчикам
Постов в день
1,9
всего 23
Упоминаний
1
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
97
1/48двое суток
111
1/72трое суток
119

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • видео или голосовое, без подписи

  • видео или голосовое, без подписи

  • видео или голосовое, без подписи

  • د عراق د ملي امنیت د وزیرانو شورا اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د نړیوال ائتلاف مأموریت به د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۳۰مه نېټه پای ته ورسېږي او دا نېټه وروستۍ او نه بدلېدونکې ده. د راپورونو له مخې امریکايي چارواکي هم تمه لري چې تر همدې نېټې پورې به د امریکا د ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي. عراقي چارواکو ویلي، له دې وروسته به د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو مشري د عراق امنیتي ځواکونو، پیشمرګه ځواکونو او د کردستان سیمې امنیتي بنسټونه پر غاړه ولري. د عراق حکومت ټینګار کړی چې د نړیوال ائتلاف د مأموریت پای ته رسېدل د امنیتي مسؤلیتونو د بشپړ انتقال یوه مهمه مرحله ده. #باختراژانس

  • په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ په جاکارتا کې د امنیتي او ټکنالوژۍ له تخصصي نندارتونونو لیدنه کړې. نوموړي له بېلابېلو امنیتي تجهیزاتو، سیستمونو او ټکنالوژۍ څخه لیدنه کړې او د دې برخې له فعالو شرکتونو سره یې د همکاریو او تجربو د تبادلې پر فرصتونو خبرې کړي. #باختراژانس

  • د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو په کابل کې په لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، د حیواني او نباتي روغتیا، د کرنیزو محصولاتو پروسس، کرنیزو ماشینونو او د ټکنالوژۍ د لېږد په برخو کې د عملي او اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. په دې لیدنه کې ایران ته د افغانستان د تازه غوښې د صادراتو او له ایران څخه افغانستان ته د غوښې، هګیو او چرګانو د صادراتو په اړه هم خبرې شوي. #باختراژانس

  • د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین شیخ عبدالرحمن طیبي د اغا خان د فرهنګي خدمتونو موسسې له رئیس انجنیر اجمل میوندي سره په لیدنه کې د غور د جام منار د استحکام او ساتنې په موخه د ګډ هوکړه‌لیک د لاسلیک په اړه خبرې وکړې. په دې کتنه کې د اغا خان د فرهنګي خدمتونو موسسې رئیس وویل، چې د جام منار د استحکام په موخه یې یونسکو سازمان ته رسمي مکتوب استولی او هڅه کوي چې د یاد تاریخي اثر د استحکام چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ ژر پیل شي. دواړو لورو د جام منار د ساتنې، بیارغونې او استحکام په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره د هوکړه ‌لیک د لاسلیک پر څرنګوالي هم بحث وکړ. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین د جام منار د افغانستان له مهمو تاریخي او فرهنګي اثارو څخه وباله او ویې ویل، چې دغه وزارت د هېواد د تاریخي ابداتو ساتنې او بیارغونې ته ژمن دی. په پای کې، ښاغلي طیبي د اغا خان د فرهنګي خدمتونو له موسسې څخه د هېواد د نورو تاریخي اثارو، په ځانګړي ډول د ملالې میوندۍ د مقبرې د بیارغونې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه. #باختراژانس

  • ۲۴ اسد؛ «فتحې ورځ» مبارک #باختراژانس

  • په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب د «مجموعه السایر» شرکت له اجرائیوي مرستیال سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو خبرې شوي او د شرکت مسوول افغانستان ته د سفر لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې. #باختراژانس

  • د را روانې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د زمري ۲۴مه د فتحې د ورځې په ویاړ عمومي رخصتي اعلان شوه. له یاد وزارت څخه باختر اطلاعاتي اژانس ته په رالېږل شوي مکتوب کې راغلي:« دا چې په هېواد کې د اسد ۲۴ مه د افغانستان د مجاهد ولس د ازادۍ او ویاړ ورځ ده، له دې امله د شنبې ورځ د ۱۴۴۸ سپوږمیز کال د ربیع الاول لومړۍ نېټه چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري له ۲۴مې سره سمون لري د کابل د فتحې له ورځې سره برابره ده، د دې پرتمیني ورځې په ویاړ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.» #باختراژانس

  • د افغانستان او ترکمنستان لوړپوړو چارواکو په تورغونډۍ کې د تاپي پروژې د پرمختګ، اقتصادي همکاریو او د ګډو بنسټیزو پروژو د چټکتیا په اړه خبرې کړي. دواړو لوریو د تاپي پروژې د پاتې چارو د بشپړولو، هرات ته د ګاز رسولو شبکې جوړولو، د لاجورد لارې د فعالولو او د هرات–تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ د بیا رغونې او پراختیا پر چټکتیا ټینګار کړی. په پای کې پرېکړه شوې، چې د تاپي، تاپ، فایبر نوري او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او چټکتیا لپاره د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په مشرۍ ګډه تخنیکي کمېټه جوړه شي. #باختراژانس

  • د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي په عشق‌آباد کې د ترکمنستان له سوداګریزو مسوولینو، سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو سره وکتل. په دې لیدنه کې د انرژۍ، صنعت، ترانسپورت، ټرانزیټ، لوژستیک او نورو مهمو اقتصادي برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې. #باختراژانس

  • په هرات ولایت کې د ١٤٣ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د ګلبهار سمنټو د تولید پروژې د جوړولو چارې پیل شوې. د پروژې د پیل په مراسمو کې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري ګډون کړی و. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې فابریکې د جوړېدو چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي او د پروژې لومړي پړاو کې به هره ورځ څلور زره ټنه سمنټ تولید شي. #باختراژانس

  • видео или голосовое, без подписи

  • *په هرات کې د زون په کچه معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو* د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه نېټه هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د سویل-لویدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپاره. د ګټې اخیستنې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او د کابیني ځینو محترمو غړو هم حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې لومړني ګامونه اوچت کړي او اړتیا ده، چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې او د محصولاتو د تورید په برخه کې ټاکل شوي معیارونه په سمه توګه رعایت شي. محترم ملا صاحب په دې برخه کې د معیاري لابراتوارونو فعالیت مهم یاد کړ، چې له مخې یې د محصولاتو او تولیداتو کیفیت او اعتبار تضمینیږي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو کیفیت او اعتبار د همدې لابراتوار پر بنسټ ارزول کېږي. په دې سره به د بې کیفیته، تقلبي او غیر معیاري توکو د وارداتو مخنیوی وشي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې دغه لابراتوار به د وارداتي توکو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې هم فعالیت کوي. په دې سره به افغاني محصولات د کیفیت له اړخه له نورو هېوادونو سره سیالي ترسره او په نړیوالو بازارونو کې به د اعتبار وړ ځای خپل کړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو سوداګرو په کلکه وغوښتل چې هېواد ته بې کیفیته توکي وارد نه کړي: «د پخوا غوندې په ټینګار درڅخه غواړم چې د شخصي ګټې لپاره هېواد ته بې کیفیته، غیر معیاري او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکي توکي مه راوړئ. که چا داسې توکي راوړل پرته له شکه مستردیږي او په هېڅ صورت د دې ډول محصولاتو وارداتو ته اجازه نه ورکول کېږي.» محترم ملا صاحب په کورنیو تولیدونکو شرکتونو او فابریکو هم غږ وکړ چې د محصولاتو کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي.

  • د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، په هرات کې د خوړو او درملو د کیفیت د ارزونې په معیاري نوي پرانستل شوي مرکز کې به د لوېدیځ زون د فابریکو تولیدات وکتل شي. نوموړي ټینګار کړی. چې هېواد ته به د غیرمعیاري خوړو او درملو د تولید او واردولو اجازه ورنه کړل شي او له سوداګرو یې غوښتي چې د خوړو او درملو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي. #باختراژانس

  • د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، په هرات کې د خوړو او درملو د کیفیت د ارزونې معیاري لابراتوار به د کورنیو تولیداتو د کیفیت له لوړولو او په بهرنیو بازارونو کې د هغوی د سیالۍ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي. نوموړي دغه مرکز د غیرمعیاري محصولاتو د وارداتو د مخنیوي لپاره مهم ګام بللی دی. #باختراژانس

  • د هرات په زنده‌ جان ولسوالۍ کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیلېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، پر دې پروژه ۱۴۳ میلیونه ډالر پانګونه کېږي او له بشپړېدو وروسته به فابریکه هره ورځ ۳ زره ټنه سمنټ تولید کړي. د چارواکو په وینا، د فابریکې په جوړېدو او فعالیت سره به شاوخوا ۵ زره کسانو ته مستقیمه او غیرمستقیمه کاري زمینه برابره شي. #باختراژانس

  • د هرات د ادرسکن ولسوالۍ په ظلم‌ اباد او هومیش نسر کلیو کې د څښاک اوبو دوه شبکې د ۹ میلیونه او ۷۱۹ زره او ۸۹۶ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، په دغو پروژو کې دوه د اوبو څاه‌ ګانې، دوه کانکریټي ذخیرې، ۲۰۰ شیردهنې او ۱۲ زره او ۵۶۰ متره د اوبو نل‌ لیکې جوړې شوې دي. د چارواکو په وینا د دغو شبکو په بشپړېدو سره ۳۹۳ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی دی. #باختراژانس

  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ درې اړخیزه دفاعي هوکړه په مکه مکرمه کې لاسلیک شوې ده. په دې غونډه کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ګډون کړی و. د هوکړې له مهمو مادو څخه یوه ګډه دفاع ده، چې له مخې یې پر یوه هېواد وسله‌وال برید پر ټولو درېیو هېوادونو برید ګڼل کېږي. د ترکیې چارواکو ویلي، دغه هوکړه د هېڅ ځانګړي هېواد پر ضد نه ده او نور هېوادونه هم کولی شي ورسره یوځای شي. #باختراژانس

باختر خبري اژانس — tgindex