باختر خبري آژانس - پښتو
Статистикаد باختر د افغانستان يواځينى رسمي دولتي آژانس دی. https://linktr.ee/bnapashto +93788111193 د اړیکې لپاره: H.q@
- Последний пост
- 15 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 50
- Всего постов
- 736
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Новости и СМИ
- В каталоге с
- 12 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 152
- 1/48двое суток
- 174
- 1/72трое суток
- 187
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
د ملتونو په تاریخ کې ځینې ورځې د ځانګړو تاریخي بدلونونو له امله د تل لپاره په یاد پاتې کېږي. د هر ستر بدلون تر شا د خلکو هڅې، زغم او قربانۍ اغېز لري؛ د افغانستان د شهیدانو یاد د دې پیغام ورکوي چې د هېواد راتلونکی باید د سولې، ثبات، پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره وکارول شي. #باختراژانس
د نن ورځې نېټه. #باختراژانس
📰 د باختر اژانس ننني وروستي مهم خبرونه. 📅 ۱۴۰۵/٥/۲٣- ۱۴۴٨/٢/٣٠- 2026/8/14 https://x.com/bnapashto
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د ناروې له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو د غوښتنې هرکلی کړی او ویلي یې دي، افغانستان خبرې اترې او سوله ییزې لارې د اختلافاتو د حل غوره لاره ګڼي. نوموړي له یوې کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت تګلاره د نورو هېوادونو په چارو کې نه لاسوهنه او د افغانستان له خاورې څخه د نورو پر ضد د استفادې نه اجازه ورکول دي. دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت اید له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ پر کمېدو ټینګار کړی و. #باختراژانس
د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د ساتنې موضوع ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. د هېواد د ملي ګټو دفاع او د خپلواکو پرېکړو کولو بهیر د دولتدارۍ له مهمو ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي. #باختراژانس
په وروستیو کلونو کې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټي پروژو د پراختیا لپاره هڅې شوې دي. د افغانستان جغرافیایي موقعیت د دې فرصت برابروي چې هېواد د سیمې د سوداګرۍ او اتصال په مهم مرکز بدل شي او په همدې برخه کې د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته شوي دي. #باختراژانس
د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د نشه یي توکو پر ضد مبارزه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده او دغې چارې ته نړۍ ګوته په غاښ ده. دغه بهیر د قانون د حاکمیت، ټولنیز نظم او د سالم اقتصاد د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. #باختراژانس
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني بادغیس ولایت ته د سفر پر مهال د لامان ـ قلعهنو سړک زیانمنې برخې او د قیصار ـ لامان حلقوي سړک پروژې کتلي. نوموړي د پروژو د چارو پر چټکتیا، د تخنیکي معیارونو رعایت او د ژمي تر رارسېدو مخکې د سړکونو پر بشپړېدو ټینګار کړی. #باختراژانس
په تېرو پنځو کلونو کې د سړکونو، بندونو، اوبو لګولو شبکو او نورو زیربنايي پروژو د پلي کېدو بهیر چټک شوی دی؛ دغه پروژې نه یوازې د هېواد د ابادۍ نښه ده، بلکې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو او سیمه ییز اتصال لپاره هم مهم ارزښت لري. #باختراژانس
د اسلامي امارت د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه د امنیت ټینګښت د مهمو لاسته راوړنو له ډلې ګڼل کېږي. امنیت د خلکو د عادي ژوند، سوداګرۍ، پانګونې او ټولنیز ثبات لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړی او د هېواد د پرمختګ لپاره یې بنسټیزه زمینه برابره کړې ده. #باختراژانس
د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد حسن ثاقب وایي، د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د شیمګل په سیمه کې د یوه ډاټسن ډوله موټر د سړک څخه د اوښتو او چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. نوموړي ویلي، ټپیان د درملنې لپاره د نورګرام ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي ښودل شوې ده. #باختراژانس
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ د کلیزې په مناسبت ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د سراسري امنیت ټینګښت، د کوکنارو د کښت بندېدل او د اقتصادي همکاریو پراختیا له مهمو مثبتو بدلونونو څخه دي. یوناما همدارنګه د نړیوالې ټولنې پر دوامدار تعامل او د افغانستان د اوږدمهاله پرمختیا پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا چاره د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره مهمه ده. #باختراژانس
د دفاع وزارت وایي، پرون ناوخته په بدخشان ولایت کې د یاد وزارت اړوند یوه چورلکه د ناستې پر مهال د برېښنا له یوې پایې سره د وزر د لګېدو له امله زیانمنه شوې ده. وزارت زیاتوي، په دې پېښه کې چاته زیان ندی اوښتی. #باختراژانس
۲۴ اسد؛ «فتحې ورځ» مبارک #باختراژانس
د کورنیو چارو وزارت وایي، ۳۶۶ تنه امنیتي منسوبین د دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته د پولیسو د تعلیمي قوماندانۍ له روزنیزو پروګرامونو فارغ شول. د فراغت په مراسمو کې مسوولینو له فارغانو وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت، نظم ساتنې او له خلکو سره د ښه چلند په برخه کې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي. #باختراژانس
د افغانستان او ایران د سوداګریزو اړیکو کنفرانس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، پانګونې او خصوصي سکتور د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه په کابل کې جوړ شو. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، افغانستان په خپلو اقتصادي اړیکو کې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته لومړیتوب ورکوي او له ایران سره د همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو او سیمې اقتصاد پیاوړی کولی شي. د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري هم د اقتصادي اړیکو، خوراکي خوندیتوب او خصوصي سکتور د ونډې پر زیاتوالي ټینګار کړی. #باختراژانس
د نن ورځې نېټه. #باختراژانس
📰 له باختر اطلاعاتي آژانس څخه د نن وروستي مهم خبرونه 📅 ۱۴۰۵/٥/۲٢- ۱۴۴٨/٢/٢٩- 2026/8/13 https://x.com/bnapashto
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د جرمني «قریه صلح» خیر بنسټ له مسؤلینو سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي. په دې لیدنه کې ویل شوي، چې د دغه بنسټ په مالي ملاتړ به ۷۹ افغان ناروغان په جرمني او ۱۳۵ نور ناروغان په افغانستان کې تر درملنې لاندې ونیول شي. دواړو لوریو د اړمنو ناروغانو لپاره د تخصصي روغتیايي خدمتونو پر پراخېدو او د بشري مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی. #باختراژانس
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران د کرنې له وزیر غلامرضا نوري سره کتلي. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د ګډ اقتصادي کمېسیون د اوومې ناستې د ترسره کېدو په اړه خبرې شوي. د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو له روان بهیر څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره لا ډېر فرصتونه شته. د ایران د کرنې وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته فرصتونو د کارونې او د همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی. #باختراژانس