tgindex
Kabul News TV

Kabul News TV Afghanistan' 24 hours News channel

Последний пост
14 авг.
Последнее чтение
14 авг.
Постов за неделю
12
Всего постов
27
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Новости и СМИ
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
1 580
−5 за 4 дн.
Сутки
+3
+0,19%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
192
27 постов
Вовлечённость
12,2%
к подписчикам
Постов в день
1,7
всего 27
Упоминаний
1
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
136
1/48двое суток
155
1/72трое суток
168

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په بدخشان کې نښتو د دې هیواد سرحدي سیمو امنیت له خطر سره مخ کړی. یاد وزارت ویلي د دې نښتو پر مهال د تاجکستان هوایي حریم نقض شوی، سرحدي سیمو کې کورونو ته زیان رسیدلی او په ها خوا «درواز» کې یوه ځوانه نجلۍ وژل شوې ده.د دې وزارت په وینا ا.ا ته یې پدې تړاو اعتراض لیک استولی او پرې غږ یې کړی چې له ورته پیښو مخنیوی وکړي.

  • د ملي دفاع وزارت ویلي یوه هلیکوپتره یې په بدخشان کې د ناستې پر مهال زیانمنه شوې. دې وزارت په خپله (X) پاڼه کې لیکلي چې دا هلیکوپتره د ناستې پر مهال د برق د پایې سره د یو وزر د لیگدلو له امله زیانمنه شوې خو چاته پکې زیان ندی اوښتی.

  • په افغانستان کې یو له هرو لسو ماشومانو یو په خوارځواکۍ اخته دی. «سیف ده چلدرن» سازمان ویلي چې نږدې ۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي او خبرداری یې ورکړی چې دا شمیر په چټکۍ سره په زیاتیدو دی.

  • د امریکا په «تکزاس» ایالت کې د امریکا د پوځ «آپاچي» هلیکوپترې د سقوط له امله دوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي. امریکایي رسنیو لیکلي چې پیښه د تکزاس مرکز «آستن» په شمال کې شوې او له امله یې اورلگیدنه هم رامنځته شوې ده.

  • د بدخشان مرکز فیض آباد کې چاودنه شوې. بي بي سي د سرچینو په حواله لیکلي چې په چاودنې کې د بدخشان ښاروال عبدالرحمن منصور ټپي شوی دی. تر اوسه د پیښې په اړه نور جزئیات ندي خپاره شوي او ا.ا هم پدې تړاو څه ندي ویلي.

  • ملگرو ملتونو ویلي په ۲۰۲۱ کال کې د ا.ا له واکمنیدو راهیسې ۲.۴ میلیونه نجونې په افغانستان کې له ثانوي زده کړو څخه محرومې شوي دي. د دې سازمان په وینا افغانستان نن هم د نړۍ پر مخ یوازینی هیواد دی چې پکې د نجونو او ښځو پر تعلیم بندیز وضع شوی دی. ملگرو ملتونو د نجونو او ښځو پر خلاف دا تبعیض غندلی او ټینگار یې کړی چې باید دوی ته ژر تر ژره د دوی حقونه ورکړل شي.

  • د امریکا الوتکې وړونکې «ابراهام لینکلن» بیړۍ د ماموریت اوږدیدو له امله څو سرتیرو اوبو ته د ځان غورځولو او ځان وژنې هڅه کړي. د «ابراهام لینکلن» بیړۍ ۵ زره عمله له ۲۵۰ ورځو راهیسې د ایران خلاف عملیاتو کې لکیا دي. د راپورونو پر اساس دوی د خوراکي توکو کمښت، د تشنابونو پرله پسې خرابوالي او د شخصي نظافت توکو نشتون سره مخ دي.

  • په باب المندب کې پر یوې تجارتي بیړۍ باندې د حوثیانو په برید کې د درییو پاکستانیانو په گډون ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. که څه هم حوثیانو رسما د دې برید مسوولیت په غاړه ندی اخیستی خو پاکستان بیا پدې برید کې د خپلو درییو اتباعو وژل کیدل تائید کړي، دا برید یې غندلی او د نړیوال قانون نقض یې بللی دی.

  • د ترکیې یوې F-16 جټ الوتکې د نظامي تمریناتو پر مهال سقوط کړی. پیښه د ترکیې په شمال غربي «یالووا» ولایت کې شوې. د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې پیښې کې پیلوټ ته زیان ندی اوښتی او زیاته کړې یې ده چې لامل په اړه یې څیړنې روانې دي.

  • ټولو هغو افغان پلرونو چې (AFP) سره مرکه کړې ویلي د نجونو پر زده کړو بندیز یې ځوروي. دوی ویلي چې د دې بندیز له امله د هیواد خوشې کولو باندې غور کوي هغه چاره چې دوی له خطر سره مخ کولی هم شي. یادو افغان پلرونو ویلي غواړي خپلې لوڼې هغو مرکزونو ته ولیږي چې په پټه نجونو ته درس ورکوي خو مالي لگښت یې نشي پوره کولی او د ا.ا لخوا یې د لوڼو د نیول کیدو څخه هم ویره لري. یو پلار ویلي پر لوڼو یې له ښوونځي څخه نیولې تر پارکونو بندیز له سخت اضطراب سره مخ کړی دی او تل په پټه له ځان سره ژاړي. دا پداسې حال کې ده چې تیر کال د ملگرو ملتونو په یوې سروې کې له لسو څخه نهو افغان نارینه وو ویلي وو چې ښوونځیو ته د نجونو تگ یو مهم ضرورت دی.

  • د منځني ختیځ د جگړې او کړکیچ دوامدار کیدو سره اوس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوايي دفاعي سیستمونو تر څارنې لاندې د خپلې خوښې لوبه «ګلف» ترسره کوي. په انټرنېټ کې خپرو شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې په «نیو جرسي» کې د ټرمپ د ګلف لوبې پر مهال د امریکا هوايي دفاعي سیستمونه هلته ځای پر ځای شوي دي. له دې سره هممهاله، د نویو راپورونو له مخې، ټرمپ د ترور د ګواښ له امله ترکیې ته د جولای له سفر وروسته، په یوې پوځي الوتکې کې په پټه خپل هېواد ته ستون شوی و. د ټرمپ ادارې تر دې مخکې ویلي وو چې نوموړي د امنیتي ګواښونو له امله د قطر لخوا ډالۍ شوې الوتکې پر ځای، د امریکا په ولسمشرۍ پخوانۍ الوتکې کې له ترکیې څخه سفر امریکا ته تللی و.

  • په کلمبیا کې زوروره زلزله شوې چې له کبله یې ۱۳۲ کسان وژل شوي او ۵۷۰ نور ټپیان شوي دي. د ریښتر په کچه دا ۷،۴ درجې زلزله د کلمبیا په لویدیځ کې «سن خوزې دیل پالمر» سیمه کې شوې او د دې هیواد پلازمینې «بوګوتا» ته یې شدید ټکان ورکړی دی.

  • د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنه يي په یو لړ نویو ټاکنو کې علی عبداللهی د ایران وسله والو ځواکونو لوی درستیز، کیومرث حیدري د لوی درستیز مرستیال، احمد وحیدي د سپاه پاسداران عمومي قوماندان، مصطفی ایزدي د سپاه پاسداران د قوماندان مرستیال، علي عظمایي د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو قوماندان او حسین طائب د بسیح سازمان مشر په توګه ټاکلي دي.

  • د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سپاه پاسدران مخکښ جنرال «محسن رضایي» د دې هیواد د ملي امنیت شورا منشي ټاکلی دی. دا ټاکنه وروسته له هغه شوې چې د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنه یي محسن رضایي د ایران ملي امنیت شورا کې خپل استازی معرفي کړ. رضایي له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۹۷ پورې د ایران سپاه پاسداران قومانده پر غاړه لرله. نوموړي د امریکا سره د اوربند مخالف دی، پر هغو امریکایي نظامي کښتیو چې د ایران محاصرې کې ونډه لري د برید گواښ یې هم کړی و او ویلي یې وو چې د تهران او واشنگټن دوو اونیو اوربند امریکا ته دا فرصت په لاس ورکړ چې د ایران سمندري محاصره بشپړه کړي.

  • اسرائیلو د غزې لپاره د ټرمپ د سولې شورا ۱۵ ماده یز پلان رد کړ. د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي تر هغو چې دی په واک کې دی هیڅکله به هم فلسطینی دولت رامنځته نشي. نوموړي همداراز ټینگار کړی چې اسرائیلي ځواکونه به تر هغه پورې له غزې څخه په شا نشي چې حماس په بشپړ ډول خلع سلاح شوی نه وي. د ټرمپ د سولې شورا د پلان له مخې حماس به خپلې وسلې پر ځمکه ایښودلې خو هممهاله اسرائیل به له غزې څخه په تدریجي ډول په شا کیده، دا پلان د ټرمپ د اعلان سره سره بیا هم ناکام شو.

  • ولسمشر ډونلد ټرمپ له اوونیو راهیسې هڅه کوي چې د تهران د هُرمز تنگي پرانیستو ته قانع کړي او د ایران په جنگ کې خپله بریا اعلان کړي. «وال ستریت ژورنال» لیکلي چې ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې د دې سناریو د عملي کیدو لپاره حتی له ایران سره د اتمي تړون له ترلاسه کولو هم تیریدلی شي.

  • د یمن حوثیانو د سعودي عربستان په جیزان کې د «آرامکو» نفتو شرکت پر یوې تصفیه خانې باندې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی. تر دې برید وروسته پدې تصفیه خانې کې اورلگیدنه هم رامنځته شوې ده. دا د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان تر گډ دفاعي تړون وروسته پر سعودي عربستان د حوثیانو لومړی برید دی.p

  • د ولسمشر ټرمپ تر ټولو جگپوړی جنرال د ایران له جنگ څخه د وتلو لارې لټوي. امریکایي رسنیو لیکلي چې د امریکا د لوی درستیزانو کمیټې رئیس جنرال «دن کېن» باور لري چې له ایران سره د جنگ پراخیدل به امریکا لپاره ناوړې پایلې ولري. دا په داسې حال کې ده چې امریکا د اوږد واټن راکټونو او دفاعي سیستم راکټونو سخت کمښت سره مخ دی او د ایران ارزانه ډرونونو امریکا په منځني ختیځ کې له خپلو ځینو اډو شاتگ ته هم اړ کړې ده.

  • د ایران بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» ویلي چې په هُرمز تنگي کې د کښتیو د عبور او مرور په اړه د ایران او عمان مذاکرات وروستيو پړاوونو ته رسیدلي. عراقچي ویلي چې ایراني ځواکونه دا مهال په هُرمز تنگي کې د نقشې له مخې د موقتي مسیر انتخابولو باندې غور کوي. خو عراقچي زیاته کړې چې له عمان سره د دې تړون لاسلیکیدل د هُرمز تنگي د پرانیستل کیدو په معنی ندي او په وینا یې د دې تنگي بشپړ پرانیستل په نورو شرایطو تړاو لري چې یو یې د امریکا لخوا د اسلام آباد تفاهم لیک نقضولو جبران دی.

  • سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان په مکه مکرمه کې درۍ اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ. د دې تړون پر اساس به لدې دریو هیوادونو په هر یوه باندې برید پر ټولو د برید معنی ولري. دا تړون چې د «مکې تړون» نومیږي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب ارودغان او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف لخوا نن لاسلیک شو.