tgindex
تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

Статистика

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو د حقیقت او واقیعت په لټه 87.5 FM 91.2 FM

Последний пост
15 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
32
Всего постов
34
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Новости и СМИ
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
12 242
−19 за 4 дн.
Сутки
−12
−0,10%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
2 130
34 постов
Вовлечённость
17,4%
к подписчикам
Постов в день
4,6
всего 34
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
по 9 постам
1/24сутки в ленте
2 535
1/48двое суток
2 836
1/72трое суток
3 058

Медиана по постам, которые мы застали свежими и померили через сутки.

Посты

  • ‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د روانې جګړې له پای ته رسېدو او د ایران له «ماتې» وروسته به ډېر ژر د هرمز تنګی د امریکا د خاورې په توګه اعلانولو اقدام وکړي.

  • د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وايي امریکا باید د خپلو جیوپولیټیکي ګټو له مخې له افغانستان سره خپل تعامل پراخ کړي. زلمی خلیلزاد ویلي، اسلامي امارت د زیربناوو په پراختیا، د کرنې په ملاتړ او سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ کي تر تمې زیاته وړتیا او مهارت ښودلی دی.

  • افغان ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ پنځمه او وروستۍ لوبه کوي. پر تبسم راډیو یې ټول جریان اورېدلای سئ! د اعلاناتو واتساپ شمېره: 0793332619

  • 14 авг.1 39862

    ‏د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاء‌الله لانګو له یوه وسله‌وال بریده روغ وتلی، خو شپږ ساتونکي یې ټپیان شوي‌ دي. ‏د هغه پر کاروان دا برید نن (جمعه) د بلوچستان په مسټونګ ولسوالۍ کې شوی.

  • 14 авг.1 61654

    د کندهار د اقتصاد ریاست په هڅو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندي، د «میډایر» مؤسسې په همکارۍ، د پنجوايي ولسوالۍ په «نوروز» او «پنجوايي مرکز» کلیو کي د پاکو اوبو د دوو شبکو د جوړېدو چاري پیل سوې. د دغو شبکو ټولیز لګښت ۱۱۵ لکه افغانۍ دی، چي ۲۷۰ اوسېدونکو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

  • 14 авг.2 0701022

    د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کي د افغانستان د کورني وضعیت، بهرنیو اړیکو او د نجونو د زده‌کړو په اړه څرګندوني کړي دي. متقي ویلي، د افغانستان خلک له اوسني حکومت څخه راضي دي او اسلامي امارت په ټول هېواد کي ملاتړ لري. نوموړي زیاته کړې چي اسلامي امارت له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکي لري او له ۴۰ څخه ډېري سفارتخونې او قونسلګرۍ فعاله دي. متقي د حکومت د جوړښت په اړه ویلي چي د اسلامي امارت حکومت ټول‌شموله دی او ښځې لا هم په یو شمېر دولتي ادارو کي دندي ترسره کوي. هغه د نجونو د زده‌کړو په اړه ویلي چي له شپږم ټولګي پورته زده‌کړي «تر بل امر» ځنډول سوي، خو په مدرسو کي د نجونو زده‌کړي دوام لري. د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چي اسلامي امارت نور له خپلو مخالفینو سره خبرو او مذاکراتو ته اړتیا نه ویني او د اسلامي امارت له نظره په هېواد کي بحران او جګړه پای ته رسېدلې ده. متقي په تهران کي د علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو ته د اسلامي امارت د مخالفو څېرو د بلنې په اړه ویلي چي ایران «ښه کار نه دی کړی». نوموړي زیاته کړې چي اسلامي امارت په دې اړه خپل اعتراض له ایران سره شریک کړی دی.

  • 14 авг.2 013611

    د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره پنجشنبه ناوخته په بدخشان ولایت کي د دغه وزارت یوه چورلکه د ناستې پر مهال له یوې خادې سره د چورلکې د پَر د لګېدو له امله زیانمنه سوې ده. د دفاع وزارت په وینا، په دې پېښه کي چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

  • 14 авг.2 010541

    په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو د دغې ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د ملاتړ په موخه لاریونونه پيل کړي او د عمران خان د سملاسي ازادېدو او روغتیايي وضعیت د ډاډګیرنې غوښتنه کوي.

  • 13 авг.2 5311141

    د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي راشد خان اعلان کړی چي د «آعمار ساختماني شرکت» له لاري یې پانګه‌اچونه کړې او د دغه شرکت سهم‌لرونکی دی. د معلوماتو له مخي، آعمار ساختماني شرکت په کندهار ښار، عینو مېنه او د هېواد په ټولو ولایتونو کي ساختماني چاري مخته وړي.

  • 13 авг.2 690521

    د اسلام امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا هغه ادعاوې رد کړې چي ګواکي په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو فعالیتونه روان دي. نوموړي ویلي، ښايي د القاعدې غړي خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وي، خو په افغانستان کې د دې ډلې حضور نشته. دا څرګندونې په داسي حال کي دي چي د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په خپل وروستي راپور کې په افغانستان او سیمه کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو له امله د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

  • 13 авг.2 662761

    ‏پاکستان په خپل هېواد کې په زده کړو د بوختو افغان محصلینو د اخراج پرېکړه کړې او په ټولولو پوهنتونونو کې يې چاڼ پيل کړی دی. ویل کيږي، ۴۶ محصلین یې له خپل هیواد شړلي هم دي.

  • 13 авг.2 629451

    ‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند وايي، د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت له‌خوا په هرات ښار کې د افغانستان د مرستندویه پلاوي(یوناما) دوه افغان کارکوونکي نیول شوي دي. ‏هغه وايي، تر اوسه ملګرو ملتونو ته د دغو دوه کسانو د نیول کېدا د لامل په اړه معلومات ورکړ شوي نه‌دي او د ملګرو ملتونو استازو ته هم اجازه ورکړ شوې نه‌ده، چې له هغوی سره وګوري.

  • 13 авг.2 77584

    د راپورونو له مخې، ناپېژاندو کسانو تېره شپه د بلوچستان په بولان ولسوالۍ کي د چاودېدونکو توکو په وسیله د ګاز یوه نل‌لیکه الوځولې ده. د راپورونو له مخې، د چاودنې له امله کوټې په ګډون یو شمېر سیمو ته د ګاز لېږد درول سوی دی.

  • 13 авг.2 77274

    ‏د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ په ماهیان کور سیمه کې پر یوې خصوصي کان‌کېندنې کمپنۍ وسله‌والو برید کړی، چې پرمهال یې اووه کارکوونکي تښتول شوي او د کان د مېلیونونه روپیو په ارزښت سامان یې له ځان سره وړی دی.

  • 13 авг.2 75157

    ‏د روزګان‌‌ ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. سرچینو ویلي، د سرخوم سیمې په یوه ۲۵ اوونیز ماشوم کې د پولیو ویروس تایید شوی او د ناروغۍ له امله یې پښې فلج شوې دي.

  • 13 авг.2 74635

    ‏د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، افغانستان کې د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو نږدې لس سلنه له خوارځواکۍ سره مخ دي او د بشري مرستو د کمېدو له امله د میلیونونو خلکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی دی. ‏د دغه بنسټ په راپور کې ویل شوي، په تېرو څلورو کلونو کې د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ترمنځ حاده خوارځواکي ۱۴ سلنه زیاته شوې او په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان ترې اغېزمن شوي دي. ‏د ماشومانو د ژغورنې صندوق په وینا، د بودجې د کمښت له امله نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیت درول شوی، چې له امله یې شاوخوا څلور میلیونه کسانو روغتیايي خدمتونو اغېزمن شوي دي.

  • 12 авг.2 78185

    افغانستان د کرکټ په څلورمه لوبه کي ایرلینډ ته د ۴۲ منډو په توپیر ماته ورکړه. وروستۍ پنځمه لوبه د جمعې په ورځ ده.

  • 12 авг.2 88438

    کندهار د اسعارو نرخونه: - یو ډالر ۶۵.۲۵ افغانۍ - یو ډالر ۲۸۷.۴۵ کلداري - زر افغانۍ ۴۴۰۵ کلداري د سپین زر کېلويي نرخ - کندهار ۲۰۱۵ ډالر - نړیوال بازار ۲۱۲۳ ډالر

  • 12 авг.2 876661

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران د درواغو په ویلو تورن کړی او ویلي یې دي چې پر یاد هیواد (ایران) باور نه لري. ولسمشر ټرمپ وویل ایران نور د منځني ختیځ زورواکي یا بدماش نه دی او نه هم د هرمز پر تنګي کنټرول لري. ولسمشر وویل چې د هرمز تنګي بشپړ کنټرول له امریکا سره دی، د ایران د بنادرو او نفتي تاسیساتو ټینګه محاصره دوام لري.

  • 12 авг.2 9781142

    د پاکستان جیټ الوتکو تېره شپه د بلوچستان د سوراب اړوند د ګوندان سیمې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه کړي. سرچینې ادعا کوي چي په بریدونو کي د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۲۰ ډېر ملکي وګړي وژل سوي دي. د سرچینو په وینا، له برید وروسته پاکستاني پوځیان سیمې ته ورغلي، د وژل سویو کسانو جسدونه یې له ځان سره وړي او یو شمېر ټپیان روغتون ته انتقال سوي دي.