ازادي راډیو
Статистикаدا د ازادي راډیو ټېلېګرام چینل دی چې پهکې د ازادي راډیو مطالب له تاسو سره شریکېږي.
- Последний пост
- 21 апр.
- Последнее чтение
- 13 авг.
- Постов за неделю
- 0
- Всего постов
- 20
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- —
- 1/48двое суток
- —
- 1/72трое суток
- —
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ د (غويي۲مه) د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او له کبله یې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی. دغه ریاست د سه شنبې په ورځ پر خپلې ویب پاڼې په هرات، فراه، ارزګان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، کابل، غزنی، بادغیس، دایکندی، بامیان، میدانوردک، پکتیا، خوست، لوګر، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د شدیدو بارانونو اتګل کړی. په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له لسو تر ۳۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده. د طالبانو د حکومت د وروستیو شمیرو له مخې د حمل میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو او سیلابونو له کبله ۱۷۹کسان مړه او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي. https://smarturl.click/lAyAg
پانامې هغه ایرانی تعبه امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی. د امریکا عدلیې وزارت ویلي، دغه ایرانی تبعه چې رضا دیندار نومیږي، پانامې تیره اونۍ امریکا ته وسپاره. د قضايي چارواکو په خبره، ۴۴کلن دیندار د دوشنبې په ورځ د سیاټل په محکمه کې حاضر شوی دی. دیندار د هغې شبکې په چلولو تورن دی چې له متحده ایالاتو څخه یې توکي اخیستل او د چین له لارې یې ایران ته لیږدول. د واشنګټن د لویدیځې سیمې د څارنوالۍ دفتر ویلي، رضا دیندار ایران ته د ۹۷زرو او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د توکو په چاقاق، د پیسو په مېنځلو، د صادراتو لپاره د جعلي اسنادو د جوړولو په ګډون په نهوو قضیو کې تورن دی. د څارنوالۍ په ټکو، که هغه محکوم شي نو شل کلن بند به تیروي. امریکايي چارواکي وايي، د رضا دغه اقدامات پر ایران د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو څخه سرغړونه ده. امریکا په ۱۹۹۰کال کې ایران ته د توکو، ټکنالوژۍ او خدمتونو پر مستقیم او غیرمستقیم صادراتو بندیز ولګوه چې په ۲۰۰۱ کال کې نافذ شو. https://smarturl.click/VRdR0
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدنې روزنې او ورزش کمېټې اعلان کړی چې د کورش، سامبو او د دودیزې غیږې نیونې فیستوال به د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۳مه) په کابل کې پیل شي. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې کمېټې د مشر احمدالله وثیق په حواله لیکلي،"په دغه فیستوال کې به د افغانستان په ګډون له ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې څخه ۱۶۰ لوبغاړي برخه واخلي". دغه فیستوال به د غويي تر پنځمې دوام وکړي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو نژدې پنځو کلونو کې ښځې له هر ډول ورزشي فعالیتونو راګرځول شوي او د نارینو په ځینو لوبو محدودیتونو لګول شوي دي. https://smarturl.click/7vLvy
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي،"ایران په پاکستان کې له امریکا سره په خبرواترو کې د ګډون یا نه ګډون په اړه لا وروستۍ پریکړه نه ده کړې ". د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، اسماعیل بقايي د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړۍ نیټه) وویل،"علت یې دا نه دی چې موږ پریکړه نه ده کړې، بلکې علت د امریکا په پیغامونو کې تناقض، ضد او نقض کړنې او د ایران لپاره د امریکا د نه منلو اقدامات دي". ایران له دې مخکې د خبرواترو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره د "سمندري محاصرې پایته رسولو" شرط اېښی و. https://smarturl.click/0BLBn
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د نورستان ولایت په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې ۱۳۶زره کسانو ته د اړینو خوارکي او طبي توکو د مرستې چارې پیل کړي دي. دې پروګرام د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړی نیټه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،"دغه مرستې هغو کورنیو ته چې له مودې راهیسې د ژوند ژغورنې له مرستو بې برخې وې یوه نوې هیله ده". د ډبلیو ایف پي په ټکو، دغه بشري مرستې د صلیب نړیوالې کمېتې او افغان سرې میاشتې سره په ګډه په اړمنو خلکو ویشي. له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ وویل،"څه باندې شپږ اونۍ کیدې چې د کامدیش او برګمټال ولسوالیو اوسیدنکي د جګړو له کبله خوړو او نورو اساسي خدمتونو ته له لاسرسي محروم وو". له نژدې دوو میاشتو راهیسې دغو دوو ولسوالیو ټولو غځیدلې لارې بندې وې چې د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه بیرته پرانستل شوې. دغه لارې له پاکستان سره د جګړې له کبله تړل شوې وې. https://smarturl.click/MGoG3
یو شمیر افغانۍ کورنۍ وایي هېواد کې بداقتصادي وضعیت او بې کارۍ اړ ایستي چې بهر ته کار لپاره د خپل اولادونو استولو تهله خپلوانو او دوستانو پور واخلي. خ ودوی زیاتوي چې په دې سره یې نه یوازې دا چې ستونزې نه دي حل شوي بلکې لا زیاتې شوېهم دي.دا چ ې څنګه، زمونږ همکارې له یو تن دوی سره مرکه کړې او دا راپور يې پرېچمتو کړی دی. https ://smarturl.click/xVeJL
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسياستازولي، یوناما وایي، افغانستان د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه کې دی.ی وناما تازه دوشنبه د حمل ۳۱مه په یو بیان کې ویلي چې افغانستان د اقلیمياغېزو د مدیریت له پلوه د تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي چې دپایلو د مدیرت لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.htt ps://smarturl.click/j7e5y
د ایران پهجګړه کې ۳۴۰۰ کسان وژل شوي دي. په ایران کې دشهیدانو او پخوانیو سرتیرو دولتي بنسټ نن یکشنبې وویل،"د ایران، امریکا اواسراییلو ترمنځ جګړه کې درې زره او۴۶۸ کسان وژل شوي دي". دغ ه بنسټ داویل نه دي چې وژل شوي کسان ملکیان دي او که پوځیان.همد ارنګه د ښځواو ماشومانو د وژل کیدو په اړه هم څه ویل شوي نه دي.بل پ لو، دایران عدلې طب تیره اونۍ د امریکا او اسراییلو سره په جګړه کې د درې زرو او ۳۷۵ ایرانیانووژل کیدو خبر تایید کړې و. د دغې ادارې پهټکو، په وژل شویو کې دوه زره ۸۷۵ نارینه او ۴۹۶ نور يې ښځې دي.په امری کا کې دایران د بشري حقونو میشت د "هرانا" په نوم یو سازمان بیا په دې جګړه کېد درې زرو او ۶۳۶کسانو وژل کیدو خبر ورکړی و.د هرانا د شمیروله مخې، په وژل شویو کې ۱۷۰۱ تنه چې ۲۵۲ماشومان دي، ملکیان وګړي وو.https://sm arturl.click/dwZ30
پرون شنبې له پاکستاناو ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي. د طالبانو پهواک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر ایکس پاڼه لیکلي،"۸۲۰ کورنۍ د تورخم،۱۱۷کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۷ نورې کورنۍ د نیمرزو اوهرات ولایتونو له لارې له ایرانه بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي". پاک ستان په دېهېواد کې د بې اسناد افغان کډوالو اخراج له ۲۰۲۳کال راهیسې پیل کړی. د مل ګرو ملتونود کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې، په تیرو څلورو کلونو کې څه باندې دوهمیلیونه افغانان له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي. https: //smarturl.click/p2eJG
طالب چارواکو په کندهار ولایت کې د نوروهېوادونو د بیرغونو پر چاپ، پیر او پلور بندیز لګولی.د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییسانعام الله سمنګاني نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" ټولو کتابتونونو،مطبعو، قرطاسیو او د ډیکوریشن مرکزونو او پلورنځیو ته خبرورکول چې د "اسلاميامارت" له بیرغ پرته د نورو هېوادونو د بیرغونو له چاپ، پیر او پلور څخه جديډډه وکړي".سمنګا ني د افغانستان د ملي درې رنګهبیرغ پر چاپ د بندیز په اړه څه ویلي نه دي.خو د ټ ولو دولتي ادارو په ګډون له هرځایه د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ (تور سور، زرغون) لیرې کړای شوی او په وروستیوکلونو کې د طالبانو او عامو افغانانو ترمنځ د دغه بیرغ پر سر شخړې هم راپورته شويدي.https://s marturl.click/Jn94k
د ایران دپارلمان مشر او د مذاکراتي ټيم غړی محمد باقر قالیباف وايي،"له واشنګټن سره پهخبرو اترو کې پرمختګ شوی خو په اساسي موضوعاتو کې لا هم اختلاف شته".هغ ه نن یکشنبېد ایران حکومتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي،" موږ لاتراوسه له وروستیو خبرواترو لیرې یو". د ای ران د مليامنیت عالي شورا پرون شنبې وویل،"د امریکا پر هغو وړاندیزونو غور کوي چې دپاکستان پوځ عاصم منیر ایران ته سپارلي دي".د دغه شورا پهخبره،"تراوسه دغو وړاندیزنو ته ځواب ویل شوی نه دی". قالیباف د مرکېپه یوه برخه کې ویلي چې د هرمز تنګي کنټرول به د ایران په لاس کې وي او که چیرتهامریکا سمندري محاصره ختمه نه کړي نو دوی به دغه تنګي ته لاسرسی محدود کړي. له دې وړا ندې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ایران د هرمز تنګي په تړلو له موږ باج نه شيغوښتلی. https://sma rturl.click/w4eOv
په جرمني کې شمیر افغانان "پریږدئ افغانېنجونې زده کړې وکړي" په نوم یو ملي کمپاین پیلوي.پ رون شنبې په پلازمینه برلین کې د ملي مرکې پهنوم سازمان له خوا غونډه رابلل شوې وه چې په کې د برلین میشتو علمي، سیاسي او ټولنیزوفعالانو په کې ګډون کړی وو.د غ ونډې د کډونوالو په ټکو، د ناستې اجندا مليډیالوګ، ټولنیز عدالت او د افغانانو ترمنځ د زغم فرهنګ رامنځته کول وو.کډون والو یو ځل په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر افغان نجونو د زده کړو بندیز ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دغه بندیز دافغان نجونو پر وړاندې "ظلم" او د افغانستان د ملي ګټو خلاف بللی دی.په پرو نۍ ناسته کې برلین میشتو افغانانو پریکړهچې د افغان نجونو د غږ پورته کولو په موخه "پریږدئ افغانې نجونې زده کړېوکړي" ملي کمپاین پیل کړي.د ملي مر کې په نوم په برلین کې د میشتو افغانانوبنسټ له مخکې هم د طالبانو له خوا پر افغانو نجونو د زده کړو د بندیز په اړه ورتهناسته جوړه کړې وه.https://sm arturl.click/XDQ4W
یوناما وايي، پههرات ولایت کې پر ملکیانو د ډزو په پېښه کې یولس کسان وژل شوي وو.پ ه افغانستانکې د ملګروملتونو مرستنیدونه ماموریت یوناما نن یکشنبې په یوې اعلامیه کې ویلي،"دجمعې په ورځ د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي شعیه ګانو د وسله والو په ډزوکې یولس کسان وژل شوي او یولس نور ټپیان شوي دي". په ا علامیه کېراغلي،"په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي".په اف غانستانکې د یوناما او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي جورجیټ ګاګنون ویلي،"موږد دغې وحشتناکې غمیزې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته روغتیا هیلهکوو". ګاګنون د طالبانو له حکومته د دې پېښې په اړه د څیړنو غوښتنه وکړه. د طالبانو حکومت مخکې ویلي و چې په دې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.تراوسه د د غهبرید مسولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.https://sma rturl.click/8p9Rx
د ایران د پارلمانمشر محمد باقر قالبیاف وايي،"امریکا دې پریکړه وکړي چې زموږ باور ترلاسه کوياو که نه". قا لیباف ننیکشنبه په اسلام اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بې پایلې پایتهرسیدو وروسته وویل،" امریکا زموږ اصولو او منطق درک کړل، اوس پریکړه د هغويپه لاس کې ده چې زموږ باور ترلاسه کوي او که نه". د قال یباف دغه څرګندونېد ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپلې ایکس پاڼې خپرې کړي دي.هغه وړ اندېویلي چې د ډپیلماسي او پوځي لارو څخه به د ایران او ایرانیانو له ملي ګټو دفاع تهدوام ورکړي. پاکستان پرونماښام د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه و. دغه مذاکر ات ننسهار بې پایله پایته ورسیدل او امریکايي او ایراني پلاوي بیرته خپلو هېوادونو تهستانه شوي دي.https://sma rturl.click/B49JM
پرون شنبې نژدېڅلور زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.د کډوالو په چارو کې د طالبانو د حکومت عاليکمیسیون د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) وویل،"۶۹۶ کورنۍ چې ۳۸۵۹ کسان کیږي دتورخم او سپین بولدک له لارې راغلي دي". د د غه کمیسیون په ټکو، ۴۳ نور افغان کډوال لهایرانه راستانه شوي. له ا یران او پاکستانه په وروستیو کې د افغانکډوال اخراج د پخوا پرتله زیات شوی دی.https ://smarturl.click/w4eXW
هالنډ میشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستانوروستي بریدونه او په کې د ملکیانو مرګژوبله غندلی ده. په لسهاوو کسان پرون شنبې د (حمل۲۲مه) د هالنډپه امسټردام ښار کې راټول شوي وو او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې په افغانستانکې د پاکستان د بریدونو او د دوی په ټکو "د بشري جنایت" پر وړاندې اقداموکړي.د ل اریون کوونکو په خبره،"د عام افغانانوپه نښه کول له بشري نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه ده".لاری ون کوونکو د جرمونو له نړیوالې محکمې هم غوښتنهکړې چې د پاکستان پوځ او پر عام افغانانو په بریدونو کې ښکیل پاکستاني چارواکي دعدالت محکمې ته راکش کړي.د افغا نستان او پاکستان ترمنځ د فبرورۍ میاشتېراهیسې شخړه او تاواتریخوالی روان دی.د طالبا نو حکومت به رسمي ډول ادعا کړې چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیوحملو کې ۷۶۱ ملکيافغانان وژل شوي، ۶۲۲ ټپیانشوي دي او له ۲۷ زرهزیاتې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.پاکستان بیا ادعا لري چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کوي.https://sma rturl.click/mBea9
په افغانستانکې د طبیعي پېښو له کبله په تیرو درې اونیو کې ۱۷۹کسان مړه شوي دي. پ ېښو سره دمبارزې ملي اداره وايي، د روانې حمل میاشتې له ۶ مې تر مې ۲۲نیټې د بارانونو، سیلابونو،زلزلې او نورو طبیعي پېښو له کبله په ټول افغانستان کې ۱۷۹کسان مړه او ۲۳۸ نورټپیان شوي دي. د دې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼه په یو ویډيو پیغام کې ویلي چېد دغو شمیرو سربیره ۹ نور کسان نادرکه دي.دغې اد ارې وړاندېویلي چې وروښتو او سیلابونو په ټول افغانستان کې ۱۲۷۷ کورونه په کامله او ۵۷۷۰کورونه په جزيي توګه ویجاړ کړي دي. ملګرو مل تونوپرون په یو راپور کې ویلي وو چې وروښتونو په افغانستان کې ۷۳زره خلک زیانمن کړي دي. https://s marturl.click/mBeaG
د ایران اوامریکا ترمنځ مذاکرات بې پایلې ته پایته ورسیدل. د امریکا دولسمشر مرستیال جي ډي ونس نن سهار په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې هوکړهونه شوه او امریکايي پلاوی بیرته ستنیږي. هغه وړاندېوویل، په اسلام اباد کې "خپل وروستۍ او ښه وړاندیز " ایران ته پریږدي. د هغ ه په ټکو، "موږ یوې هوکړې ته ونه رسېدو موږ خپلې سره کرښې روښانه کړې، دوی (ایرانیانو) زموږد شرایطو له منلو انکار وکړ".جي ډي ونس دمذاکراتو په بهیر کې نیمګړتیاوو ته په اشارې وویل،"ایران پریکړه کړې چې داټومي وسلو د جوړولو په ګډون د امریکا شرایط ونه مني". په عین حال کېد ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي،"په ځینو موضوعاتوهوکړه شوې وه، خو په ۲ یا ۳ برخو کې هوکړه ونه شوه او ورسره مذاکرات بې پایلېپایته ورسیدل". د بقايي په ټکو،"پهمذاکراتو کې ځيني نوي موضوعات لکه د هرمز تنګي موضوع اضافه شوې او هر یوه يې خپلېستونزې لري". بل پلو، د پا کستاند بهرنیو چارو وزیر چې د دغو مذاکراتو کوربه و، له دواړو خواو غوښتي چې دوه اونیزاوربند پلي او رعایت کړي. https://smartu rl.click/6WZqD
د غزني ولایتپه قره باغ ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړیدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي.د دغه ولایت درسنیو دفتر د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی.بل پلو، پېښوسره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) ویلي و،"په تیرودوو ورځو کې د وروښتونو، سیلابونو او نورو طبیعي پېښو له کبله ۲۲کسان مړه او نههنور ټپیان شوي دي". د ملګ رو ملتونود بشري مرستو د همغږې ادارې (اوچا) د شنبې په ورځ وویل،"د افغانستان په ډيروولایتونو کې د وروستو وروښتونو او درنو بارانونو او سیلابونو له کبله ۷۳زره خلکزیانمن شوي دي". د دې ادا رې پهټکو،"دغو سیلابونو کېلږترلږه ۹۳ کسان مړه شوي، ۱۸۱ ټپیان او څلور نور ورک دي".https://sm arturl.click/8p9Yv
نزار امیدي دعراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.ه غه به دپلازمینې بغداد په السلام ماڼې کې د مخکي ولسمشر عبداللطیف رشید ځان ونیسي.ام یدي د عراقپه پارلمان کې د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره لهمثني امین ټاکنې وګټلې.په ع راق کې دپخواني دود له مخې، د صدارعظمۍ مقام شیعه سیاستوال او د پارلمان مشري سني سیاستوالته ورکول کیږي. په عرا ق کې دولسمشرۍ مقام تر ډیره تشریفاتي دی او کوردانو ته رسیږي.امیدي د "کردانو د ټولنې" کانداید و او له ایران سره نژدې اړیکي پالي. https:// smarturl.click/B49ln