tgindex
Dr. BBM

Personal telegram for contact شخصی شماره 👇👇👇👇 Binance referral link 👇👇👇 https://accounts.binance.com/register?ref=517488512 Referral code👇 517488512 Health information For You. #dr.bakhtullah #dr.bakhtullahbakhtiar #Health #dr.bbm

Последний пост
11 мая
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
0
Всего постов
29
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
14 авг.
Подписчики
11 502
−30 за 3 дн.
Сутки
−13
−0,11%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
6 230
29 постов
Вовлечённость
54,2%
к подписчикам
Постов в день
0,0
всего 29
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
1/48двое суток
1/72трое суток

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • 11 мая3 573322

    🔥 “د ۵۰ کلنۍ وروسته د پوستکي د تورو داغونو لپاره ساده کورنی راز! ✨” 📌 دا طبیعي طریقه د بیکنګ سوډا په مرسته د پوستکي سطحه نرموي او د تورو داغونو د کم ښکاره کېدو کې مرسته کوي. 🥣 د استعمال طریقه: • بیکنګ سوډا د شاتو یا زیتون تېلو سره ګډ کړئ • په نرم ډول یې داغونو باندې وموښئ • ۲–۳ دقیقې وروسته یې په ګرمو اوبو ووینځئ • وروسته حتماً موئسچرائزر وکاروئ • په اونۍ کې ۲–۳ ځله استعمال کړئ ⚠️ احتیاط: که پوستکی حساس وي، لومړی ټېسټ وکړئ او که سوځښت یا سوروالی وي استعمال بند کړئ. 📌 ګټې: • د پوستکي سطحه نرموي • د تورو داغونو د کم ښکاره کېدو کې مرسته کوي • پوستکي ته طبیعي تازګي ورکوي

  • 1 мая4 95030

    "۷۰٪ خلک دا انتان لري، خو اکثره یې هېڅ نه پوهېږي!" 📄 لیکنه: ځینې تناسلي انتانات لکه د پوستکي او مخاطي انتانات ډېر وخت بې نښو وي. همدا علت دی چې ډېر کسان بې له دې چې پوه شي، دا ناروغي انتقالوي. نښې: خارښت، سوځښت، غیر عادي ترشحات مخنیوی: پاکوالی، خوندي اړیکې، منظم ټسټ کله ډاکټر ته؟ که نښې له ۳ ورځو زیاتې پاتې شي

  • 29 апр.4 834544

    🔥 یوازې ۳ ورځې یې وڅښئ! دا پیاوړی مشروب ستړیا ختموي، بدن قوي کوي او انرژي څو چنده زیاتوي! 🍌🌴 د کیلې، هوږې او خرماوو دا طبیعي نسخه اوس ډېر خلک کاروي، ځکه چې د بدن کمزوري، بې‌حالۍ او ستړیا لپاره ګټوره بلل کېږي. که تل ځان ستړی احساسوئ، نو دا ساده کورنی مشروب مو مرسته کولی شي. ✨ جوړولو طریقه: یوه کیله ټوټه کړئ، ۲ تر ۳ خرما بې زړي کړئ، ۱ تر ۲ غوزه هوږه میده کړئ. ټول مواد په بلېنډر کې واچوئ، یو ګیلاس شیدې او لږ شات ورزیات کړئ، ښه یې ګډ کړئ. سهار یې وڅښئ. 🌟 ګټې: ✅ بدن ته طبیعي انرژي ورکوي ✅ ستړیا او کمزوري کموي ✅ د وینې دوران ښه کوي ✅ معافیت پیاوړی کوي ✅ د زړه او رګونو لپاره ګټور ګڼل کېږي ✅ بدن ته ویټامینونه او منرالونه رسوي ⚡ که هر سهار یې وکاروئ، فرق به خپله احساس کړئ!

  • 24 дек.9 033902

    🥩 د پسه غوښه او جنسي قوت 💪🔥 ایا پوهېږئ چې د پسه غوښه د نارینه وو د جنسي قوت لپاره ګټه لري؟ ✅ ولې ګټوره ده؟ 🧠 د بدن طاقت زیاتوي 🔥 ټسټسټېرون هورمون پیاوړی کوي ❤️ د وینې دوران ښه کوي 💪 نعوظ او جنسي خواهش کې مرسته کوي 🧬 د سپرم شمېر او کیفیت ښه کوي ✅ څنګه وخوړل شي؟ په اوونۍ کې ۱–۲ ځله بس دي ډېر غوړ او تېل مه ورزیاتوئ له سبزیو سره یې وخورئ ⚠️ یادونه: ډېر استعمال یې د معدې، وزن او کولیسټرول ستونزې جوړوي. 🍽️ د لا ښه نتیجې لپاره: د پسه غوښه له پیاز، هوږې، هګیو او خرما سره وخورئ. 👉 اعتدال = صحت او قوت #photographychallengeraphychallenge

  • 24 дек.6 641352

    د حیض پر مهال باید کومې سپارښتنې عملي کړو؟ - د پاکې ټوټې کارول - د خاوند سره د جماع نه ډډه کول - خپله کاروونکې ټوټه، پټۍ یا پمپر ژر تر ژره بدلول - د حیض پر مهال د تريخ ، شروش ، اچار او نورو خوړو څخه چې تخريشي خاصیت لري بايد ډډه وشي. - په دې ورځو کې د مېرمنو جنسي ليوالتيا زياتيږي او ځينې مرمنې په دې ورځو کې موټک تر سره کوي يعنې ځانونه خلاسوي فکر کوي چي هسې هم ورباندې غسل فرض شوی نو دا عمل تر سره کوي چې په دې شپو ورځو کې بايد د داسې عمل څخه لاس واخيستل شي. ځکه چی داسې عمل نه يوازې د ناروغيو سبب ګرځي بلکي يوه لويه كبيره گناه هم كڼل كيږي. - باید مثانه ژر ژر خالي شي.

  • 22 дек.4 943261

    د معدې د سوځېدو (Heartburn) د تل لپاره د سمولو تر ټولو مهم غذایي مواد څه دي؟ هغه تایامین دی، چې د ویټامین B1 په نوم هم پېژندل کېږي. که دا موجود نه وي، معده کافي تېزاب (اسید) نه شي تولیدولای، او ټول هاضمي سیستم ورو کېږي.» د معدې له سوځېدو (Heartburn) کړېږئ؟ ډاډ ترلاسه کړئ چې کافي اندازه ویټامین B1 اخلئ! هغه غذا چې کاربوهایډرېټونه پکې ډېر وي، د ویټامین B1 اندازه کموي، او د دې ویټامین کمښت د خودمختار عصبي سیستم کمزوری کوي؛ هماغه سیستم چې د معدې د والو (دروازو) کنټرول کوي. د معدی د سوځېدو د له منځه وړلو لپاره، د ویټامین B1 طبیعي سرچینې وکاروئ، لکه: سالمون ماهی د لمرګل تخمونه شنې نخود ماکادمیا مغز

  • 22 дек.4 340261

    دا ⑤ ډوله تخمونه یا زړي چې باید هره ورځ وخوړل شي تخمونه د روغتیا لپاره د ګټو یو خزانه ده. پکې ډېر ډولونه مونو او پولي سنچوریټډ فېټس شامل وي، چې د بدن لپاره ډېر ګټور دي. خو د معلوماتو نشتوالي له امله ډېر خلک د دې تخمونو له ګټو ناخبره پاتې کېږي. دا زموږ د ورځنۍ خوړو مهمه برخه ده چې موږ ته روغتیا برابروي. دا په غذا کې شاملول ډېر مهم دي، څو د بدن ورځنۍ انرژي پوره شي. دلته به موږ تاسو ته د ځینو مهمو تخمونو حیرانوونکو ګټو په اړه ووایو، څو تاسې هم ترې ګټه واخلئ. د السی تخم (Flax seeds): د السی تخم ډېر مهم مواد لري لکه اومیګا-۳ فیټي اسیدونه، ویټامین B1، او همداراز میګنیزیم، زنک او کاپر پکې ډېر زیات وي. دوه قاشوغې د السی تخم شاوخوا ۶ ګرامه فایبر او ۴ ګرامه پروټین لري، چې د بدن لپاره، په ځانګړي ډول د ښه خوب لپاره ډېر اړین دي. تخم بالنګا (Chia seeds): تخم بالنګا کې پروټین، کلسیم، اومیګا-۳ فیټي اسیدونه، میګنیزیم او حل کېدونکی فایبر شته، چې دا یو مغذي ځواکمن تخم جوړوي. دا د وزن په کمولو کې مرسته کوي، او د ویجیټېرین (نه غوښه خوړونکو) کسانو لپاره یو غوره انتخاب دی. دا تخم د زړه لپاره هم ډېر ګټور دی. د لمر ګل تخمونه (Sunflower seeds): د لمر ګل تخمونه ډېر ګټور دي. دا ژر هضمېږي، ځکه چې پکې فایبر وي، کوم چې معدې ته ګټه رسوي. پکې انټي اکسیدانټس او ویټامین E په ډېره اندازه شتون لري. دا تخمونه کولای شئ د سلاد سره وخورئ. د کدو تخمونه (Pumpkin seeds): په نړۍ کې تر ټولو زیات خوړل کېدونکي تخمونه د کدو دي. دا تخمونه میګنیزیم، زنک، فاسفورس او ویټامین E لري، چې دا د انرژۍ یوه خزانه ګرځوي. دا تخمونه د سرطان د نښو په مخنیوي کې مرسته کوي. د خشخاش تخمونه (Poppy seeds): یوه اونس (شاوخوا ۲۸ ګرامه) خشخاش تخمونه ۵ ګرامه پروټین او ۶ ګرامه فایبر لري. همداراز پکې کلسیم او اوسپنه (آیرن) هم شته، چې د هډوکو لپاره ډېر ګټور دي. دا تخمونه عموماً په خوړو کې کارول کېږي او خوراک ته خوند هم ورکوي. لیکنې کاپي کولو حقوق خوندي دي #ډاکټربخت_الله_بختیار_دداخله_ناروغیو_معالج د نورو ملګرو سره یی شریک کړئ #شیر کړئ! پاڼه #فالو کړئ *🔲 لوستلو 📖 ، او شیر کولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم زړه ❤️ ورکړئ .* #شیر یې کړئ

  • 21 дек.4 541211

    ❄️🧤 د ژمي مشوره چې ستاسې روغتیا او وزن ته مهمه ده ایا مو پام شوی چې د یخنۍ له پیل سره مو اشتها ډېره شي؟ په ځانګړي ډول د واورې او سړې هوا په موسم کې 🧊 دا یوازې د خوراک شوق نه دی، بلکې دا د بدن یو طبیعي (بیولوژیکي) میکانیزم دی؛ ځکه بدن د کالوریو سوځولو کچه لوړه کوي، تر څو انرژي تولید کړي او د بدن داخلي تودوخه ثابته وساتي. اصلي هوښیاري دا ده چې له دې نښې سره څنګه چلند وکړو؟ ✅ سم انتخاب کول: دا لوږه د پروټینونو په زیاتولو سره پوره کړئ (غوښه، چرګ، دالونه او نور حبوبات) او همدارنګه فایبر لرونکي خواړه (سلادونه او سبزیجات) دا خواړه د اوږدې مودې لپاره د مړښت احساس درکوي او بدن ګرم ساتي. ❌ عامه تېروتنه: د شکرو، خوږو، غوړو او سرې خوړو خوړل د دې په پلمه چې «بدن ګرموي» هو، دا به لنډمهاله انرژي درکړي، خو پایله یې د اضافي غوړو ذخیره کېدل دي. که د شکرو او غوړو دا جال وپېژنئ، نو پایله به یې دا وي: ✔️ د ژمي تر پایه د وزن نا غوښتل شوې زیاتوالی ❌️ په پسرلي او اوړي کې خېټه او دروندوالی.

  • 18 дек.5 120281

    شکر یوازې وزن نه خرابوي، بلکې د مغز د ځان ترمیم وړتیا هم کمزورې کوي. زیات تصفیه شوی شکر د BDNF په نوم یو مهم پروټین کموي، چې د عصبي حجرو ترمیم، د حافظې پیاوړتیا او زده‌کړه کې مهم رول لري. کله چې BDNF کم شي، حافظه کمزورېږي، زده‌کړه سخته کېږي او د خپګان او عقل زوال خطر لوړېږي. دا ستونزه یوازې له خوږو نه، بلکې له سپینو اوړو، خوږو مشروباتو او پروسس شوو خوړو هم رامنځته کېږي. د شکر کمول یوازې د وزن لپاره نه دي، بلکې د مغز د ساتنې لپاره هم ضروري دي. سرچینه: Diabetologia (2025)

  • 15 дек.6 070471

    د ادرار د لارې د انتان (یورین انفکشن) د مخنیوي لپاره یوه مهمه لاره دا ده چې ډېرې اوبه وڅښل شي، ځکه د اوبو د کافي مقدار له امله جراثیم او باکتریاوې له بدن څخه ژر ووینځل شي او بهر وځي. په دې سره د انتان او د پښتورګو د تیږو د جوړېدو خطر هم کمېږي. د روغتیا اړوند معلوماتو لپاره موږ تعقیب کړئ.

  • 27 нояб.7 5137510

    دماشومانو لپاره د مقعد د چينجيو د عـ.لاج دوا مه اخله، ان د لويانو لپاره هم نه. په دې څښاک سره به ورک شي او ټول عمر به يې بيا ونه وينې. طريقه ډېره ساده ده: د يو ګيلاس د مالټې جوس سره يوه کاچوغه زنجبيل، يوه کاچوغه د مڼې سرکه او يوه کاچوغه شات ګډ کړه. ښه يې سره ګډ کړه، بيا يې د ماښام له ډوډۍ وروسته وڅښه. د څلورو ورځو لپاره يې تکرار کړه، ټول عمر به مې مننه کوې.

  • 20 нояб.8 330501

    ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ  ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════

  • د جمعی شپه ده درود شریف وویاست

  • 19 нояб.8 490191

    هغه خوراکي توکي چې د معدې سوخت یا تېزاب زیاتوي، دا دي: - *نعناع*: د هغو کسانو لپاره خطرناک دی چې د معدې تېزابیت (ریفلاکس) لري، ځکه حالت یې خرابوي. - *ترشې مېوې*: لکه نارنج او ګریپ فروټ، د ډېرې اسیدیت له امله د معدې والو کمزوری کوي او سوخت زیاتوي. - *ټوماټر او محصولات یې*: لکه ساس، کیچپ او سوپ، ډېر تېزابي دي او سوخت زیاتوي. - *قیل شوي خوراکونه*: لکه فری چپس، قیل شوی چرګ او پیاز، د معدې سوخت زیاتوي، ښه ده چې دا شیان پخپله په کور کې وریږو یا ګریلو کړو. - *غټ‌چرب لرونکي خواړه*: لکه پنیر او قیل شوي خواړه، د معدې خالي کېدل ورو کوي، چې د سوخت سبب ګرځي. - *شکلات*: د معدې والو کمزوری کوي او سوخت شدیدوي. - *کافین لرونکي څښاک*: لکه چای او کافي، د اسیدیت له امله د رېفلاکس نښې زیاتوي. - *ګاز لرونکي مشروبات*: د معدې فشار لوړوي، که څه هم اثر یې له شخصه تر شخصه فرق کوي. د معدې سوخت لرونکي کسانو ته مشوره دا ده چې دا ډول خواړه کم یا بند کړي.

  • هغه خوراکي توکي چې د معدې سوخت یا تېزاب زیاتوي، دا دي:

  • 19 нояб.6 97281

    هغه کسان چې په منظم ډول کور پاکوي، ښایي د اوږدمهاله سګرېټ څکوونکو په څېر د سږو زیان ومومي. د برګن پوهنتون ۲۰ کلنه څېړنه ښيي چې ښځې چې ډېر د کيمياوي سپرې او پاکوونکو موادو کاروي، د سږو فعالیت یې د ورځې د یوې پاکټ سګرېټو څکولو په اندازه خراب شوی. سخت کيمياوي مواد د تنفسي لارې اوږدمهاله التهاب او زیان رامنځته کوي، چې د FEV1 او FVC په کچه کې ژر کمښت او د دمې (Asthma) ډېرېدل ورسره لیدل شوي. دا اغېز په نارينه وو کې نه دی لیدل شوی. کارپوهان سپارښتنه کوي چې د سپرې پر ځای له مايکروفايبر ټوکر او اوبو څخه کار واخيستل شي او د پاکوونکو موادو سخت کنټرول وشي څو د ساه لنډۍ خطر کم شي. لنډ پیغام: د کور پاکولو کیمیاوي مواد د سږو روغتیا ته د اوږدمهاله سګرېټ څکولو په څېر زیان رسوي.

  • هغه کسان چې په منظم ډول کور پاکوي.

  • 18 нояб.6 911341

    څنګه کولی شو، خپل ټيسټيسټرون لوړ کړو... - منظم ورزش کول: دا د ټېسټوسټرون د زیاتېدو لپاره تر ټولو قوي ثابت شوي. - شپې له ۷–۸ ساعتونو کافي خوب. د خوب کموالی د ټسټیسټرون تر ۲۰–۳۰٪ پورې کموي. - د خوراک منظمول، پروټین، صحي وازدې او کاربوهایډرېټونه توازن کې وساته، چې دغه په هګۍ، کب، غوښه، بادام، زیتون تېل، سبزیجات او مېوې. زنک او ویټامین D زنک: کجورې، غوزان، سره غوښه، کدو تخم ویټامین D: لمر، هګۍ، کب دواړه د ټیسټوسټرون په جوړښت کې مهم رول لري. - ذهنی او رواني سکون د فشار کمول، ژوره ساه اخیستلفشار (Stress) د کورتیسول هورمون زیاتوي چې د ټیسټوسټرون ضد دی. - غیر صحي عادتونه پرېږده. لکه د شپې ناوخته ویښ پاتې کېدل، ملګري انتخاب، دا ټول د ټیسټوسټرون جوړښت کمزوری کوي. - خپل وزن په معتدل حد کې وساته. د ډېر چاغښت په بدن کې هورموني توازن ګډوډوي او ټیسټوسټرون کموي.خو ډېر کمزوري هم همدا اغیز لري. منځنی او سالم وزن غوره دی. - له مصنوعي سپلیمنټونو څخه ځان وساته (تر مشورې پرته) ځینې سپلیمنټونه ستونزې لري او هورموني توازن ګډوډوي.

  • خپل ټيسټيسټرون مو داسې لوړ کړئ...

  • 3 нояб.7 930321

    ددې کار شرایط؛: ډیر فالورز پیج لرل زیات لایک او کمینټ اخیستل د ورځې یو څو لیکنې کول عکس جوړول زیات ټرافیک اخیستل هر څوک چی د فیسبوک د ډیر فالورز پیج ولري هیڅ عواید یی نه وي تر لاسه موږ کار ورته برابر کوو په دغه ایمل اړیکه ونیسئ bakhtiarbakhtiar752@gmail.com