tgindex
Iran radio // ايران راډيو

Iran radio // ايران راډيو

Статистика

instagram.com/iranradiops youtube.com/@iranradiops t.me/iranradiops facebook.com/iranradiops x.com/iran_radiops iranradio.ir/ps د تحلیلونو او خبرونو لپاره درسره Parstoday.ir/ps ویب پاڼه هم تعقیب کړئ.

Последний пост
15 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
89
Всего постов
137
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Видео
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
3 045
−15 за 5 дн.
Сутки
−3
−0,10%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
20
40 постов
Вовлечённость
0,7%
к подписчикам
Постов в день
12,7
всего 137
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
24
1/48двое суток
27
1/72трое суток
29

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • احصایې څنګه د ټرمپ ښکاره دروغ افشا کوي؟ ټرمپ ادعا کړې چې متحده ایالات د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او د بېړیو تګ راتګ د معمول په څېر روان دی. خو ایران ویلي چې د ټرمپ د جګړه‌غوښتنې له امله، د هرمز تنګی لا هم تړلی دی او واشنګټن یوه دروغجن روایت ته مخه کړې ده. د وال سټریټ ژورنال راپور ښيي چې د هرمز له تنګي څخه سمندري تګ راتګ، د خپل عادي کچې لسمې برخې ته راټیټ شوی دی. له جګړې مخکې، هره ورځ له ۱۳۰ څخه زیاتې بېړۍ له دې تنګي څخه تېرېدلې؛ خو د آګست په ١١مه یوازې ۱۴ بېړۍ له دې لارې تېرې شوې چې له هغو څخه ۱۱ بېړیو هغه لاره غوره کړه چې د ایران له خوا اداره کېږي. د آګست په میاشت کې، له ثبت شویو ۱۶۶ تېرېدنو څخه، یوازې دوو بېړیو هغه لاره وکاروله چې د متحده ایالاتو له خوا خوندي کېږي. په همدې حال کې، د جګړې د خطر بیمې حق‌الزحمه له ۰.۲۵ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته لوړه شوې، چې له امله یې لګښتونه په چټکۍ سره زیات شوي دي. د آرامکو اجرایوي مشر هم راپور ورکړی چې ۲.۶ میلیارده بېرله تېل، د نړۍ له عرضې څخه ایستل شوي دي.

  • افغانستان نه پوهیږي پاکستان له دغه هیواد څخه څه غواړي؟ زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، له پرلپسې هڅو سره سره نه دي توانېدلي وپوهېږي، چې پاکستان افغانستان سره له روان کړکېچه څه غواړي. ښاغلی متقي وايي"…

  • افغانستان نه پوهیږي پاکستان له دغه هیواد څخه څه غواړي؟ زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، له پرلپسې هڅو سره سره نه دي توانېدلي وپوهېږي، چې پاکستان افغانستان سره له روان کړکېچه څه غواړي. ښاغلی متقي وايي" حالت یو طرفه دې حد ته ورسېد، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی." که څه هم د تېر کال له اکتوبر راهیسې دواړو لورو یو پر بل مرګوني ګوزارونه کړي، هغه دا هر څه یو اړخیز ګڼي. امیرخان متقي وویل "زموږ له طرفه کله هم پر دوی حمله نه ده شوې، زموږ له طرفه لار نه ده بنده شوې، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی ورته ایجاد شوی، حتی زموږ له طرفه د دوی د ټرانزېټ مالونه نه دي بند شوي، که لارې دي هم دوی بندې کړې، که تعرض دی هم دوی کړی دی، که ټرانزېټ دی هم دوی بند کړی دی، او که د دونیا په سطحه تر ملل متحده اعتراضونه دي هم دوی کړي دي." د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي، له پاکستانه باید وپوښتل شي چې "تاسو کوم مجبوریت لرئ،" ولې مو خبره دې ځای ته ورسوله.

  • د الانبار ائتلاف د مقاومت ډلو د وسلو سپارل له عراق څخه د خارجي ځواکونو له وتلو سره مشروطه وبلل ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د متحد الانبار ائتلاف غړي یاسر الدلیمي له عراق څخه د ټولو خارجي ځواکونو د وتلو ، د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ او د هیواد په کورنیو…

  • د الانبار ائتلاف د مقاومت ډلو د وسلو سپارل له عراق څخه د خارجي ځواکونو له وتلو سره مشروطه وبلل ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د متحد الانبار ائتلاف غړي یاسر الدلیمي له عراق څخه د ټولو خارجي ځواکونو د وتلو ، د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ او د هیواد په کورنیو چارو کښې د خارجي لاسوهنې د مخنیوي په شمول په عراق کښې د اسلامي مقاومت ډلو لخوا د وسلو د سپارلو د کار د ځنډولو غوښتنه وکړه.

  • له یوې مرګوني پیښې وروسته د امریکا د پوځ د اپاچي هیلي کوپټرونو د روزنې ټول الوتونه لغو شول ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ټیکساس کښې فورټ هوډ ته نږدې د امریکا د پوځ د یوه اپاچي هیلي کوپټر له نسکوریدا وروسته چې دوه پایلوټان پکښې وژل شوي وو د امریکا پوځ د دغو هیلي کوپټرونو د روزنې ټول الوتونه په موقته توګه بند کړل. د الوتونو دغه بندیدل به تر هغه وخته چې د دغه پیښې د اصلي علت په اړه ښه درک لاس ته رانشي دوام ولري. امریکا چې په فارس خلیج سیمه کښې یې له ایران څخه سخته ماتې خوړلې ده اوس له ډیرو نورو پیښو سره هم مخامخ ده او په تیرو څو میاشتو کښې د دغه هیواد ډیرې الوتکې او هیلي کوپټرونه له پیښو سره مخامخ شوي دي. امریکا د ایران پرضد د جنګ په وجه له ډیرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ ده او د دغه هیواد د خلکو دسترخوان اوسنی بیخي کوچنی شوی دی. امریکا همدا اوس د وسلو او د تجهیزاتو له ډیر کمښت سره مخامخ ده او دنیا اوس د امریکا حقیقي څیره لیدلې ده.

  • روسیه او شمالي کوریا د سیمې د امنیت په اړه ملګرتیا کوي ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» ته په یوه پیغام کښې وویل ماسکو او پیانګ یانګ په فعال ډول په ټولو زمینو کښې د سیمې د امنیت او د ثبات د تضمین لپاره ملګرتیا کوي. د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس کی سي این ای(KCNA) نن راپور ورکړی ولادیمیر پوتین د جاپان له استعمار څخه د کوریا د ازادۍ د کلیزې په مناسبت کیم جونګ اون ته په یوه پیغام کښې وویل زه ډاډمن یم روسیه او شمالي کوریا به د دوه اړخیزه او د نړیوالو مسائیلو په اړه ګډې رغنده ملګرتیا ته دوام ورکړي. په عین حال کښې کی سي این ای خبري اژانس وویل د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پرون د پیانګ یانګ د ازادۍ د برج کتنه وکړه چې د پخواني شوروي د هغو پوځیانو چې په دوهم نړیوال جنګ کښې د جاپان پرضد وجنګیدل احترام وکړي.

  • هرمز اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزیر د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب ابادي» د هرمز اوبلارې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سپینې سترګي توب څخه د ډکو څرګندونو په…

  • هرمز اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزیر د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب ابادي» د هرمز اوبلارې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سپینې سترګي توب څخه د ډکو څرګندونو په اړه ډاګینه کړه، هرمز سمندري اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي او په ټویټ پیغام، جنګي کشتۍ، د حکم په ورکولو او په انتخاباتي وینا سره دغه اوبلاره څوک نشي خپلولای. هغه نن سهار وختي په ایکس پاڼه کښې ولیکل: «ټرامپ ویلي دي د ایران له ماتې خوړلو وروسته، به زر هرمز اوبلاره د امریکا قلمرو اعلان کړي!»

  • په قاهره کې د هیلیوم کپسول چاودنې ۳ کسان وژلي د مصر په پلازمېنه قاهره کې د یوه سوداګریز مرکز دننه د هیلیوم کپسول د چاودنې له امله ۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. مصري چارواکو ویلي، پېښه د هیلیوم کپسول د چاودنې له امله رامنځته شوې او امنیتي او ژغورونکي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

  • د اشغالګر رژیم طرحه؛ اشغال شوی بیت‌المقدس د لوېدیځې غاړې له سوېل څخه جلا کول پارس  ټوډی - خبري سرچینو راپور ورکړی چې د اسرائیلو اشغالګر رژیم هڅه کوي د اشغال شوي بیت‌المقدس شاوخوا کې د صهیونیستي مېشت ځایونو جوړول پراخ کړي او دغه سیمه د لوېدیځې غاړې له سوېل…

  • د اشغالګر رژیم طرحه؛ اشغال شوی بیت‌المقدس د لوېدیځې غاړې له سوېل څخه جلا کول پارس  ټوډی - خبري سرچینو راپور ورکړی چې د اسرائیلو اشغالګر رژیم هڅه کوي د اشغال شوي بیت‌المقدس شاوخوا کې د صهیونیستي مېشت ځایونو جوړول پراخ کړي او دغه سیمه د لوېدیځې غاړې له سوېل څخه جلا کړي. د ایرنا د راپور له مخې، د اسرائیلو اشغالګر رژیم د اشغال شوي بیت‌المقدس په سوېل کې د صهیونیستي مېشت ځای «جیلو» د پراختیا او غځولو لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړې ده. د دې طرحې له مخې، ۱۹۵ دونمه، چې هر دونم نږدې زر متره مربع دی، فلسطیني ځمکه به د اسرائیلو د اشغال لاندې راشي.

  • د کمپیوټر په المپیاد کې د ایراني زده‌کوونکو لوبډلې څلور نړیوالې جایزې وګټلې پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د کمپیوټر المپیاد ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د کمپیوټر په ۳۸م نړیوال المپیاد کې، چې په تاشکند کې ترسره شو، د دوو سپینو زرو مډالونو، یوه برونزو مډال او یوه افتخاري ډیپلوم په ګټلو سره یو ځل بیا په نړیوالو علمي سیالیو کې د ایراني زده‌کوونکو وړتیا وښوده. د ایرنا د راپور له مخې، د کمپیوټر ۳۸م نړیوال المپیاد (IOI 2026) د ۲۰۲۶ کال د اګست له ۹مې تر ۱۶مې، چې د ۱۴۰۵ کال د زمري له ۱۸مې تر ۲۵مې سره سمون لري، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شو. په دې معتبره نړیواله سیالۍ کې د نړۍ له ۹۷ څخه د زیاتو هېوادونو د کمپیوټر علومو په برخه کې غوره زده‌کوونکو ګډون کړی و او ۳۸۶ زده‌کوونکو په دې پړاو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې وه. د ایران د اسلامي جمهوریت د کمپیوټر المپیاد ملي لوبډلې هم له څلورو زده‌کوونکو سره په دې نړیواله سیالۍ کې ګډون وکړ او د دوو سپینو زرو مډالونو، یوه برونزو مډال او یوه افتخاري ډیپلوم په ګټلو سره یې د ایران لپاره په نړیوالو علمي سیالیو کې بله لاسته راوړنه ثبت کړه.

  • د بلوچستان د کورنیو چارو پر وزیر  وسله‌والو بریدکې ۳  امنیتي کسان ټپیان شوي د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ ولسوالۍ د خدکوچې په ګورو سیمه کې وسله‌والو د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر ضیاء لانګو پر امنیتي کاروان ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې، د وزیر له امنیتي ساتونکو سره د وسله‌والو ترمنځ نښته شوې او امنیتي ځواکونو سمدستي ځوابي ډزې کړې، چې له امله یې بریدګر شاتګ ته اړ شوي دي. په دې پېښه کې ضیاء لانګو روغ پاتې شوی، خو د ATF درې امنیتي کسان ټپیان شوي دي. امنیتي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو د موندلو او نیولو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي.

  • په نورستان کې ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د شمګل په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدحسن ثاقب وایي، پېښه تېره ورځ، پنجشنبه ناوخته، رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، یاد موټر له منډول ولسوالۍ څخه د لغمان ولایت پر لور روان و چې د نورګرام ولسوالۍ د شمګل په سیمه کې له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی. هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي چې د نورګرام ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته انتقال شوي دي.

  • فرانسه د اورونو په محاصره کې؛ د ځنګلي اورونو د پراخېدو له امله ۵۲۵ کسان ایستل شوي پارس ټوډی - د فرانسې په سوېل لوېدیځ کې په یوه بله ځنګلي سیمه کې د اورلګېدنې له امله سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د اورلګېدنې له سیمې د یوه کلي ۵۲۵ اوسېدونکي ایستل شوي دي. د ایرنا…

  • فرانسه د اورونو په محاصره کې؛ د ځنګلي اورونو د پراخېدو له امله ۵۲۵ کسان ایستل شوي پارس ټوډی - د فرانسې په سوېل لوېدیځ کې په یوه بله ځنګلي سیمه کې د اورلګېدنې له امله سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د اورلګېدنې له سیمې د یوه کلي ۵۲۵ اوسېدونکي ایستل شوي دي. د ایرنا د راپور له مخې، د فرانسې چارواکو وروسته له هغه د ۵۲۵ کسانو د ایستلو امر وکړ چې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې د «لاند» سیمې په ځنګلونو کې د کاج په ونو کې اور ولګېد. دغه سیمه هغې سیمې ته نږدې ده چې مخکې هم د اورلګېدنې له امله ویجاړه شوې وه. سیمه‌ییز چارواکي ژیل کلاورول وویل: «دغه اور چې د پنجشنبې په ورځ له پیل وروسته یې ۱۱۰۰ هکټاره ځنګلي ځمکه ویجاړه کړې، د «لوګلون» کلي له مرکز څخه تر دوو کیلومترو پورې رسېدلی دی.»

  • د ټرمپ د جګړې وزیر د یمن او ایران پر وړاندې د تېري او د ملکي وګړو د وژنې په اړه کانګرس ته وربلل شوی پارس ټوډی -  د امریکا د دفاع وزارت د یوه تازه راپور له خپرېدو وروسته، چې په ۲۰۲۵ کال کې پر یمن د امریکا د درېیو هوايي بریدونو له امله د ۱۵۳ ملکي وګړو د وژل…

  • د ټرمپ د جګړې وزیر د یمن او ایران پر وړاندې د تېري او د ملکي وګړو د وژنې په اړه کانګرس ته وربلل شوی پارس ټوډی -  د امریکا د دفاع وزارت د یوه تازه راپور له خپرېدو وروسته، چې په ۲۰۲۵ کال کې پر یمن د امریکا د درېیو هوايي بریدونو له امله د ۱۵۳ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۲۴۳ نورو د ټپي کېدو یادونه پکې شوې، نیوکې یو ځل بیا زیاتې شوې دي. د ډونالډ ټرمپ د حکومت د جګړې وزیر پیت هګست د یمن او ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي بریدونو او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د وضاحت لپاره کانګرس ته وربلل شوی دی.

  • پزشکیان: د تهران او اسلام‌اباد ګډې ګټې تر بل هر وخت ډېرې یو له بل سره تړلې دي پارس توډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۹مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي: د ایران او پاکستان د دواړو ملتونو ګډې ګټې او برخلیک تر بل هر وخت ډېر یو…