Millat Zagh
Статистикаکه د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ! 👇 پلې سټور https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio اپ سټور https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
- Последний пост
- 13 авг.
- Последнее чтение
- 15 авг.
- Постов за неделю
- 32
- Всего постов
- 85
- Тип
- открытый
- Язык
- ps
- Категория
- Новости и СМИ (по похожим)
- В каталоге с
- 13 авг.
- 1/24сутки в ленте
- 157
- 1/48двое суток
- 179
- 1/72трое суток
- 194
Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.
Посты
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات: کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴ کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲ هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶ هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۸ روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱ بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۳۱ ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۵ کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲ نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۸ #MillatZagh
د زابل او فاریاب له زندانونو څخه د زمري د ۲۴مي په مناسبت ۱۳۸ بندیان ازاد سول د زندانونو چارو د سمون ادارې خبر ورکړی چي، د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخي د زمري د ۲۴مي په مناسبت، چي د اسلامي امارت د بیا واکمنېدلو له ورځي سره برابره ده، د زابل او فاریاب له زندانونو څخه ۱۳۸ تنه بندیان ازاد سوي دي. یادي ادارې ویلي، د دغو کسانو له ډلي ۴۵ بندیان د زابل له زندان څخه ازاد او د ۲۲ نورو د بند مودې کمي سوي او همدارنګه د فاریاب له زندان څخه هم ۹۳ تنه بندیان ازاد او د ۸۳ نورو د بند مودې کمي سوي دي. راتلونکې شنبه "د زمري ۲۴مه" پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدلو پنځمه کالیزه ده او په همدې مناسبت عمومي رخصتي هم اعلان سوې ده. #MillatZagh
без подписи
کابل کي د افغانستان- ایران ګډ سوداګریز کنفرانس ترسره سو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېره شپه په کابل کي د افغانستان- ایران سوداګریز کنفرانس ترسره سو او دواړو لورو د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا او د افغانستان د کرهڼي په سکټور کي د پانګوني په اړه خبري کړي دي. دغه وزارت ویلي، په یاد کنفرانس کي د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي، د کرهڼي مرستیال وزیر صدر اعظم عثماني، ګڼو نورو چارواکو، د ایران د کرهڼي جهاد وزیر او د افغانستان- ایران ګډ اقتصادي کمېسیون رئیس غلام رضا نوري قزلجه او د هغه مل پلاوي ګډون کړی وو. نور الدین عزیزي یاد کنفرانس ته ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کي ګڼي ژمني سته، چي نه یوازي د کابل او تهران د سوداګرۍ د پراختیا لامل کېږي، همدارنګه د سیمي د هیوادونو اقتصاد هم پیاوړی کولای سي. د عزیزي په وینا، له ګاونډیو هیوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا د دوی لومړیتوب دی. د یاد هیواد د کرهڼي وزیر غلام رضا نوري هم په دغه کنفرانس کي د وینا پر مهال ویلي چي، کابل او تهران د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا ته اړتیا لري او په دې برخه کي ئې د خپلي همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. #MillatZagh
روزګان کي د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت سوې د روزګان ولایت مقام ملت ږغ راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کي ویلي چي، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په لوړ سرخوم کي د پولیو ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت سوې ده. په خبرپاڼه کي راغلي، دا پېښه په یوه دوه کلنه نجلۍ کي ثبت سوې او زیاتوي چي، یاده نجلۍ د کورنۍ له خوا "د پولیو واکسین د نه تطبیق او بې پروایۍ" له امله په دې ناروغۍ اخته سوې ده. تر دې مخکي د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کي ویلي و چي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیله د همدې کال د جولای میاشتي تر پایه په افغانستان کي د ګوزڼ ناروغۍ ۱۵ مثبتي پېښي ثبت سوي دي. #MillatZagh
د افغانستان او ایرلنډ وروستۍ لوبه راتلونکې شنبه ترسره کېږي د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم ملت ږغ راډيو ته ویلي، د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو ۵۰ اوریزه لوبو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه به راتلونکې شنبه ترسره سي. تر دې مخکي داسي راپورنه نشرېدل چي یاده لوبه سبا (جمعه) ترسره کېږي. #MillatZagh
د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د یوه پل د بیارغولو کارونه پیل سول د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وایي، د ژړۍ ولسوالۍ په سپین مسجد کلي کي ئې د یوه کانګرېټي پل د جوړولو کارونه پیل کړي دي. دغه ریاست ویلي، د یاد پل د جوړولو کارونه نن (پنج شنبه) پیل سول چي د ۷،۶ متره اوږدوالي او ۷،۶ متره په پراخوالي سره په ۱،۲ میلیونه افغانۍ جوړېږي. د سرچینې په وینا، د دې پل په جوړېدلو سره به د یادي سیمي اوسېدونکو ته د ټرانسپورټ اسانتیاوي برابري سي. #MillatZagh
په افغانستان کي د خوارځواکو کوچنیانو د شمېر د زیاتوالي اندېښنه د کوچنیانو د ساتني نړیوال سازمان (Save The Children) په افغانستان کي د خوارځواکو کوچنیانو د زیاتېدلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي، په هرو ۱۰ کوچنیانو کي یو ئې له سختي خوارځواکۍ سره مخ دی. دغه سازمان نن (پنج شنبه) په یوه راپور کي ویلي، سږ کال تر مخکنیو څلورو کلونو تر پنځو کلنو په کم عمره کوچنیانو کي د خوارځواکۍ کچه ۱۴ سلنه ډېره سوې او زیاتوي چي، په روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال کي دې ناروغۍ شاوخوا ۳،۷ میلیونه کوچنیان اغېزمن کړي دي. د دغه راپور له مخي، د ساري ناروغیو زیاتوالی او د مالي مرستو کمېدل د دې ناروغۍ د زیاتوالي یو له مهمو لاملونو څخه دي او په وینا ئې، د مالي سرچینو د کمښت له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي شاوخوا ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه هم تړل سوي چي، څلور میلیونه کسانو ته ئې روغتیايي خدمات وړاندي کول. #MillatZagh
نن پنځنۍ د زمري میاشتي ۲۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي. #خوراکي_توکي: وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ. قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ. شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ. لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ. درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ. سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ. وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ. سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ. بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ. پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ. کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ. ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ. ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ. سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ. سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ. مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ. اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ. اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ. مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ. #پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی. #غوښي: د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ. د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ. د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ. د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ. ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ. #پته: د ښاروالۍ نرخونه. #دسونتوکي: پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ. ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ. ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ. #پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه. #داسعاروتبادله: یو ډالر: ۶۵،۳۵ افغانۍ. یو ډالر: ۲۸۷،۳۰ کلداري. یو ریال: ۱۷ افغانۍ. یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ. یوه یورو: ۷۴ افغانۍ. زر افغانۍ: ۴۳۹۵ کلداري. زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ. زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ. یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. #پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي. #MillatZagh
روانه اوونۍ د ښځو حقوقو اړوند ۱۰۹ قضیې حل سوي د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، روانه اوونۍ ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۹ قضیې حل کړي دي. دغه وزارت په خپل اوونیز راپور کي ویلي، په یادو قضیو کي د اجباري او غیر شرعي نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني له ولور، میراث او نورو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي. د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ۷۴ دښمنۍ او شخړي هم په دوستۍ بدلي کړي او په بېلابېلو سیمو کي ۱۵ تنه د کوډو او جادو په تور تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل سوي دي. #MillatZagh
پنجشېر کي پر غیر الکولي مشروباتو او درملو ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کېږي د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، یو شمېر پانګوال په دغه ولایت کي د درملو او غیر الکولي مشروباتو په برخه کي ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي. یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا پانګونه د غیر الکولي مشروباتو او سېروم جوړولو په برخه کي کېږي چي اوس ئې د پلي کولو کارونه روان دي. #MillatZagh
د پاکستان له زندانونو څخه ۸۷۵ افغان بندیان ازاد سوي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د پاکستان له زندانونو څخه ۸۷۵ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي. دغه وزارت نن (پنج شنبه) په خپل اوونیز راپور کي ویلي، دا افغانان د پاکستان په زندانونو کي د بېلابېلو لاملونو له امله بندیان وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د چمن- بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي. د سرچینې په وینا، له یادو کسانو سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي سوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي. تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۳۲۵ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول. #MillatZagh
له کابل پوهنتون څخه ۲۵۰۰ کسان فارغ سول د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون د ۲۲ پوهنځیو له ۸۰ څانګو څخه د دوه زره او ۵۰۰ کسانو د فارغولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت ویلي، د هغوی فراغتغونډه نن (چهارشنبه) ترسره سوه چي د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم، د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او ګڼو نورو چارواکو ګډون په کښي کړی وو. د سرچینې په وینا، یادو فارغانو ته د اسلامي امارت د مشر پیغام هم واورول سو او د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په دې غونډه کي هغوی ته ډاډ ورکړی چي، د فارغو کسانو له پاره د کاري زمینې برابرولو په "لټه" کي دي او پر دې برخه "کار" روان دی. #MillatZagh
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات: کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۳ کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲ هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۵ هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶ روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۰ بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۳۰ ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۵ کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲ نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۹ #MillatZagh
بغلان کي د یوې وسله والي شخړي له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې د بغلان امنیه قومنداني وايي، پرون (سه شنبه) په یاد ولایت کي د دوو کورنیو ترمنځ په یوه وسله واله شخړه کي څلور کسان وژل سوي او یو تن بل ژوبل سوی دی. یادي قومندانۍ ویلي، دا شخړه د تاله او برفک ولسوالۍ په دېوالک کلي کي د یادو کورنیو ترمنځ د کرهڼیزو اوبو پر سر رامنځ ته سوې ده. #MillatZagh
سبا د اسټراليا او بنګله دېش ترمنځ د ټسټ لوبو لوبلړۍ پیلېږي سبا (پنج شنبه) د اسټراليا او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټسټ لوبو لوبلړۍ پيلېږي. يادي لوبي د اسټراليا په کوربتوب او په مرارا کرکټ لوبغالي کي ترسره کېږي چي لومړۍ لوبه به ئې د رواني اګسټ مياشتي تر ۱۷مي نېټې او دوهمه به ئې د اګست پر ۲۴مه پيل او تر ۲۶مي به دوام وکړي. دواړو هیوادونو تر اوسه شپږ ټسټ لوبي ترسره کړي چي، پنځه اسټراليا او يوه بنګله دېش ګټلې ده. #MillatZagh
افغانستان له هند سره ۲۰ اوریزه لوبلړۍ ترسره کوي د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي ټیم به د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پر وړاندي د درو ۲۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ ترسره کړي. د کرکټ بورډ په وینا، دا لوبي به د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د سپټمبر میاشتي پر ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه نېټه د هند په کوربتوب او د نوي ډهلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کي ترسره سي. #MillatZagh
د ایران یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د ایران د کرهڼي جهاد وزیر غلام رضا نوري قزلجه په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی، چي د هغه مرستیالان او تخنیکي ټیمونه هم په کښي شامل دي، نن (چهارشنبه) کابل ته راغلی دی. دغه وزارت وايي، یاد پلاوی د افغانستان د کرهڼي د وزیر مولوي عطاءالله عمري په بلنه دغه سفر ترسره کړی؛ ترڅو د اسلامي امارت له چارواکو سره د کرهڼي او مالدارۍ په اړه خبري وکړي او د کابل په کوربتوب د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ په نړیوال نندارتون کي به ګډون هم وکړي. د سرچینې په وینا، دغه پلاوی به د کرهڼي له وزیر عطاءالله عمري هم وویني او د کرهڼي او مالدارۍ د همکاریو د پراختیا، تجربو شریکولو او د افغانستان او ایران د دوه اړخیزه اړیکو په اړه به خبري ورسره وکړي. #MillatZagh
نن څلنۍ د زمري میاشتي ۲۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي. #خوراکي_توکي: وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ. قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ. شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ. لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ. درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ. سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ. وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ. سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ. بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ. پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ. کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ. ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ. ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ. سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ. سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ. مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ. اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ. اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ. مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ. #پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی. #غوښي: د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ. د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ. د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ. د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ. ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ. #پته: د ښاروالۍ نرخونه. #دسونتوکي: پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ. ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ. ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ. #پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه. #داسعاروتبادله: یو ډالر: ۶۴،۷۵ افغانۍ. یو ډالر: ۲۸۷ کلداري. یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ. یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ. یوه یورو: ۷۳،۴۰ افغانۍ. زر افغانۍ: ۴۴۳۰ کلداري. زر کلداري: ۲۲۵،۵۰ افغانۍ. زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ. یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. #پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي. #MillatZagh
کندهار کي یو کس په تبرزین وژل سوی د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ملت ږغ راډیو ته تائیدوي چي، د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند په کوبي سیمه کي یو کس په تبرزین وهل سوی او وژل سوی دی. د جمشید په وینا، دا پېښه نن (چهارشنبه) سهار شاوخوا څلور بجې رامنځ ته سوې ده. هغه ویلي، د دې پېښي په اړه ئې د مقتول کس مېرمن نیولې او هغې منلې چي په دې پېښه کي یوه بل کس هم مرسته ورسره کړې؛ خو نوموړی تښتېدلی او د نیولو هڅي ئې رواني دي. #MillatZagh