tgindex
دشاعرانوادبي جونګړه

دشاعرانوادبي جونګړه

Статистика

https://t.me/Jonghara_233 مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه! دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ @umar7883

Последний пост
14 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
23
Всего постов
30
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Новости и СМИ (по похожим)
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
1 617
+5 за 4 дн.
Сутки
0
0,00%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
97
30 постов
Вовлечённость
6,0%
к подписчикам
Постов в день
3,3
всего 30
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
94
1/48двое суток
107
1/72трое суток
116

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • سکون! سکون مو درته راوړ او قرار مو درته راوړ اولسه اسـتقلال پـر اوږو بار مو درته راوړ سرونه مو قربان کړه تۀ مو و ساتلې ښکلی خزان مو درنه ټول کړلو بهار مو درته راوړ لمبو تۀ مو ځان سپر کړ د خليل د لارې مل شوو تيارې مو کړلې څيرې روڼ سهار رمو درته راوړ آزاد مو د سرو وينو په قيمت کړې له تور تمه يرغل مو پر ملا مات کړ افتخار مو درته راوړ پېړۍ پېړۍ بۀ دغه وياړ لۀ ځانه سره ساتي! چي ستر تاريخ مو جوړ کړ ښه معيار مو درته راوړ نارې د حريت اورو د پامير لۀ دنګو څوکو برياله! ولونه ولونه سپين دستار مو درته راوړ بريال هلمندی

  • داسد ٢٤ په افغاني مینه یې پالي وطن پال د وطن څلرویشتمه ٢٤ د اسد پر زنه خال د وطن په دغه ورځ مو ژوندی کړی دی تاریخ د نیکو له فرعونیانو مو اخیستی استقلال د وطن چې په غرور د ابرهه یې دلته ګام ایښی وو جوړ ابابیل ورته عمر شو او جلال د وطن سپور د ښکلا او د جمال پر نیلي وړاندي روان زه خو یې نه وینم په ښکلو کې مثال د وطن د حال په ژبه یې صفات کوي شینکي بلبلان اخلي خوندونه له خواږه نرم شمال د وطن ټول ترېنه ځار دي که عسکر دی که افسر خبیبه اوس هم ژوندي دي له سرو نه تېر رجال د وطن طالب خبیب اِلْ یاسین

  • خپلواکي بیا مهاجره چیرته مه کړې نظام وسـاتې مــــدام له بدبختیو پام مادیاتو کې مو سترګې خښې نه شي پام چي هیرې نه کړی وینې د زلمیو ربه سیوری یې د امن هیڅ ډوب مه شه محروم مه کړې افغانان له دې خوښیو کابل جان د ازادۍ څادر اغوستی کـــډه کــړې ده له چم یـــې بدرنګیو له زیارمل منګل نه هیر به چیرته نه شي ډیر بند پاتې شول په غیږ کې د سختیو زیارمل منګل

  • غازي هېواده وهـــې د هــر ظالم پر زړۀ خنجر، غازي هېوادۀ ته کـور یــې د جــلال منصور عمر، غازي هېوادۀ څـلورویشت د اســـد او هــــم تۀ ویشت د اسد لمانځې یې ښۀ پــۀ نره لـــر او بر، غازي هېوادۀ سینه دي اشغال ګرو تۀ سکروټه ده پۀ هر وخت وۀ موږ تۀ یـې دفتر، او هـم سنګر، غازي هېوادۀ کوم څـــوک چــي بغاوت کـــوي او تا بدمانۀ وي پۀ تــوره یــې وهـــو دا مغرور سر، غازي هېوادۀ خـــوشبو کـــوي د مـیني او د یــار د پاکــو وینو کۀ زړۀ دي دی کۀ غــر دی کۀ ګودر، غازي هېوادۀ لمانځې چي ورځـي شــپې د استقلال پر لۀ پسې بېرېږم چي دي نۀ کــړي څوک نظر، غازي هېوادۀ راسخ! پــــر هر میدان او پر میډیا تل داسي وایي خــطر یــــې ســـرو کفارو تۀ خــطر، غازي هېوادۀ راسخ فراهي!

  • آشنا ستا په کوڅو مې قدمونه ایښودل د زړه پر دېوالو مې ستا نومونه ایښودل بادونو د فراق دې زما د زړه باغونه وچ کړل په خیال کې مې وه تاته سره ګلونه ایښودل د کلي بد رواج کې ماته ستا د درتلو لار کې دې خلکو راته څومره سخت دامونه ایښودل د مینې دا اقرار مې نن وه تاته څه رقم وو د زړه په سر مې تاته سره زخمونه ایښودل د وصل جامې ورکې وې د مینې سمندره نو ځکه مې د زړه ټول ارمانونه ایښودل ځلا دا ستا د کلي وه کوڅو ته چې راتلمه د زړه پر کتابچه مې څو شعرونه ایښودل ځلا خورکۍ

  • لاس د سینې څه آشنا، واخله راځه بیمار دی زړه، ته شفا واخله راځه په پرهرونو دې کږې کړې ستنې زما و پرهر ته دوا واخله راځه زخمو یې دومره په سلګو وژړل ته یې هر درد ته خندا واخله راځه د مینتوب کیسې خو مه ورانه وه حال د مجنون او لیلا واخله راځه ما د بېلتون زندان لیدلی نه دی یو ځلې نوم د وفا واخله راځه رسالت مړ دی د رقیب په ګپو زما و ژوند ته سودا واخله راځه رسالت رسان

  • د اسد ۲۴ په ویاړ اولسه مبارک دې دغه ستره خوشالي شه وطنه زرکلنه دې سپېڅلې آزادي شه نړۍ درباندې سوځي، استقلاله چې دې لمانځو تر دی دي لا نړۍ ته لا بریا او کامیابي شه غازي افغانستانه، سر او مال مې دې قربان شه په هره پاکه ژبه، د تبریک نارې جاري شه د امن او سکون ترانې څه په شرنګ غږېږي راټول دې ټول اولس شي، مبارک دې خپلواکي شه یاغي باغي درې مستې اژدهاوې دې کړې ماتې امیرالمؤمنینه، مبارک دې باچاهي شه همېش به دا دعا، محمدشفیع، ورته کومه تل پاتې دې په غېږه کې په امن ارامي شه قاري مُحَمَّدشفیع مدثر

  • د *هېواد ادبي ټولنه* د ۳۳ مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه *نیټه: ۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۸* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ *انتخابي بیت!* *برسیرن د زړه خپګان وي د پاکانو* *درون مه ګڼه غبار په آئینه کې* *حمزه بابا* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ چې د مخ سورخي یې لاړه وه خفه شو چې مخ وليدلو یار په آئينه کې علی اکبر پروانه راڅرګند دي کړ رخسار په آئینه کې ټوکېدلی لاله زار په آئینه کې شرر ساپی پابندي را باندي مه لږوه شېخه ځان به وينمه تیکرار په آئينه کې محمدرفیق ریحان باړخوګان دي په خندا کې ولونه ولونه غوړېدلی دی ګلزار په آئینه کې خالد ریحان ببری ستا د ماتو وعدو شمار پکې ښکارېږي ستړی شوی انتظار په آئینه کې عبدالمجید پل د یو چا په انتظار به شاید ناست ؤ چې کتل ئي تر سهار په آئینه کې مشهود ملنګ ته یې زه او زه یې ته غوندې ښکاره کړو ښه ده ښه ده لرو کار په آئینه کې رحمت الله حکیمي داغ د اوښکو یې د کاڼي غوندې خړ و چا ویشتلی و بهار په آئینه کې طالب منګل حقیقت کې زما رنګ همداسې ښکاري که فقط ښکارم خمار په آئینه کې م سیحان کندهاری له نازک ټټر یې وتې څو مرمۍ وې یو طالب کتی پرهار په آئینه کې م رښتین حقاني مخامخ که راته نه وایې ځه خیر دی راته وکړه ته اظهار په آئینه کې کریم سلطاني ما ته خپل ليونی زړه پکې ښکاره شو چا شيندلی وو، انار په آئينه کې حنيف مظهري د ځوانۍ دور به بېرته راستون نه شي که هر څه وکړې سينګار په آئينه کې فضل مولا توره کی خاورې کېږې په ښایست دې غرور مکړه دومره مه کوه سینګار په آئینه کې حامد ملنګ یو تصویر یې یادوګار ځان سره ساتم ها د تللي شهید یار په آئینه کې م عبدالحکیم راشد ته دې خپل مخ پکې ګورې ماته ښکاري چې دا ګل دی که رخسار په آئینه کې قایل ملنګ ښايستونه ورته ټوله پر ملا خم شول را ښکاره چې کړ رخسار په آئینه کې تپاند زُهاد پکې ګوره د اشنا نیمګړی حسن څوک لیدای نشي بازار په آئینه کې محمدیوسف غاوير دیوانه به د ځان عیب کله پیدا کړي همېشه ګوري هوښيار په آئینه کې هیله من چې جلوو یې سلطنت پر پلوشو کړ چا لیدلی دا ستار په آئینه کې حکمت زبیر د شهید ورورک نه ورسته یې زړه مات دی ځان له نه ګوري وریندار په آئینه کې خادم غورماچي د مغروري ښکلا حسن دي اېره شه چې بیا ونه لرې کار په آئينه کې طاهر شيرزاد دا چې دومره ته په خپل حسن نازېږې نو به خود ګورې بار بار په آئینه کې م راشدافغان درښکاره به د اسمان سپینه سپوږمۍ شي که ته وګورې یو وار په آئینه کې سعید برهان د دنيا پۀ خواهشاتو کې مې ژوند دی راتۀ نۀ ښکاري هيڅ لار پۀ آئينه کې جنتي مولوي خپل د سپین مخ په لېدو شوم حیران پاته چي مې وکتله یار په آئینه کې هنر افغان ستا د سپین مخ وښکلاته نه رسېږي که ځان وګوري ټول ښار په آئینه کې سهیل جان زه دا سې حال ته رسیدلی یمه چې له خپل ځان یمه بې زار په آئینه کې صُهیب مُبشر لکه زړه چي مې وي چا ځان سره وړی ښکارم داسي خوار او زار په آئينه کې بريال هلمندی بېلتانه دې داسې کړی یم ګلابه! ّځان مې ولیده انګار په آئینه کې کریم سلطاني د غربت په ګردو پټ یمه لالیه ځان لیدی نه شم زه خوار په آئینه کې راشد ولي فراهي پاې

  • ګل وطنه! د منـصور پۀ هـلو ځـلو د جـلال پۀ قربانيو ګل وطنه تۀ آباد شـوې د عـمر پـۀ شازلمـيو در قربان شولو په مينه نذرانه مو کړه سرونه په اورو مو لولپه کړه خپلې غوښې او هډونه درته تېر شولو هــېواده لۀ پــتمنو ککــريو ته مو خپل کړې د زړه سره ځان مو سپر کړ خطرو ته موږه هيڅ وارخطا نه شوو تورو تورو ګړنګو ته عقيدې مو ټيټې نۀ کړې شکر هيڅ رنګ بمباريو د سنګر شپې مو کړی تيرې دا يو راغلو تر دفتره خدای دي بيا لۀ جنګه ساته د غازي وطن کنډره کړو دعاوې درته ډيرې د سکون او آراميو زه بريال دي پۀ نوم پايم ګران وطنه تل دي ستايم دا چي ستا غيږه کې ژوند کړم د سکون سندرې وايم تۀ يې ښکلی زما کوره لۀ ريديو لۀ ببريو بريال هلمندی

  • دبعضو خلګو هېرول وړه خبره نه ده یو څوک له زړه څخه ایستل وړه خبره نه ده دیاد لښکري به دي راسي ما به مړ کړي قربان دتلو خو مه وایه دا تلل وړه خبره نه ده په کومو سترګو چې دي بایلودی زړګی جانانه دهغه سترګو هېرول وړه خبره نه ده زړه په یوه خبره مات سي دښیښې په رقم خو زړه دهر سړي ساتل وړه خبره نه ده ستا ټولي هیلي به پوره کړي خدای خو دی مهربان په نیمه شپه رب ته ژړل وړه خبره نه ده زړونه اره اره کوي او له دردونو ډک دي خُبیبه ستا شعر لوستل وړه خبره نه ده خیرالله خبیب

  • نه په جرګو راځي بیا نه په زاریو جانان لـمـانـه لاړی او سواوس دپردیو جـانـان چې وي به کومه حادثه کې راحصار لېونی بـېګـا مې خوب ولیدو وو په سلګیو جـانان هو به یې هو او نه به نه دوه مخی نه وو هغه دایو عادت درلودی دمېړنیو جانان اخیر یې هم خپل ضد پوره کړه زمايې نه منله غلبېل غلبېل یې سیـنـه کـړه په مـرمـیـوجـانـان ورباندي ویاړم او دوعاکې به یې تل ساتمه کیسې یې پرې نه ښودې ده بې ننګیو جانان پام درنه لري نه سي ځان سره یې تل ګرځوﺉ خُبیب خو وبایلـلـو پـه بې غـوریـو جـانـان خیرالله خُبیب

  • چې ګڼلی یې له مونږه نه ځان پاس دی مونږ اخیشتی تل له هغو څخه لاس دی سم دستي یو ځورولي خدایﷻ پرې بیرته چې مو څکلی د تروو ابو ګیلاس دی څه کافره عیاشي ده په دې ښار کې څه کافر د ښځو نرو التباس دی یه بې غوره یاره شاید خبر نه یې را سره دې د یادونو التماس دی نتیجه به یې په کومه کچه وزي ما یې کړی په کوچني روکي قیاس دی تمامي جهان یوې خوا که لالیه ستا مکان مې د زړګي په کور کې خاص دی ستا د لاسه ستا فرق پرې کانې وکړې عبدالله یې اخته کړی په وسواس دی 1405/4/14 عبدالله الکوزی

  • د حریت وړانګې نور یې وساتې له هر رنګ خطرونو دا وطن خالقه نور ګلِ ګلزار کړې دا مظلوم ملت بیخي ډیر کړیدلی له غمونو یې خوښۍ ته جوړه لار کړې هره دښته یې شه ډکه له ګلونو هره خوا یې د جنت په شان سینګار کړې چي هر څوک ورته په سپکو سترګو ګوري خدایه ته یې د ظالمې بلا ښکار کړې سپینې وړانګې د حریت یې تتې مه شه زر کلن یې دا راغلی سپین سهار کړې د زیارمل منګل وطن امن موندلی امن خپور ربه د هر مومن په ښار کړې زیارمل منګل

  • زندګي وه!!!!!! لۀ وخــــتۀ مو د حــــورو تـــــر بازارۀ، زندګي وۀ مــــزل ؤ بېــــخي ستړی او بـــــې یارۀ، زندګي وۀ دوې سترګي بۀ مو ستړي شوې لۀ خوب او لۀ غبارۀ دښــــــمـن تــــــۀ انـــــتظار بۀ ؤ نـــــهارۀ، زندګي وۀ تــور غرونه مـــو مــلګري وۀ صحرا بۀ ماسیره وۀ مات نۀ شــــو پۀ جیـــټکو خــو تر دارۀ، زندګي وۀ دعا وي د پـــلار جان او د مــــور جـاني راپسې وې چـــي زمــــوږ پۀ خړسنګر کي بۀ بیدارۀ، زندګي وۀ اخلاص مــــو ؤ پۀ منـــځ کــــي واسطه مو نۀ منل چـــي لـېـــري مــــو لالیـــــۀ لۀ دې ښارۀ، زندګي وۀ کۀ (خدای) راڅۀ قبولي کړې راسخۀ! کار بۀ سم وي مــــدام چــــي مــو ملنګۀ بـــې ســـنګارۀ، زندګي وۀ راسخ فراهي!

  • ۲۴ داسد قربان سمه هیواد مو په سیالۍ وهي قدم سپیڅلی استقلال د ازادۍ وهي قدم څلرویشت د اسد لمانځي په سپینو بیرغو اولس په څومره مینه او خوښۍ وهي قدم سمسوره هره خوا ده دهیواد غیږکي ړنا ده ځي ورځ تر بلي وړاندي پر نړۍ وهي قدم طالبه غیرتي دنګه ښکلا دي ړنګه مه شه پر درستي ناټوګۍ دي قربانۍ وهي قدم تاريخه هیري نه کړې قربانۍ د شهیدانو ستر راج لري پر ټولي دنياګۍ وهي قدم دجنتي خوشحال زړګی بیا څومره په نڅا دی ښکارېږي چي یه نن هسکه بګړۍ وهي قدم حقير جنتي م

  • مناجات هر څه را رسېږي خو د شکر دې قرض دار یمه خدایه بندګانو کې دې زه ډېر ګناهکار یمه زما د ګناهونو با وجود مې چې پرده ساتې ربه عفوه غواړم خطا کار يم خطا کار یمه وکړمه توبه له ګناه داچې بيا يې نه کوم بیا مې توبه ماته کړم خالقه شرمسار یمه داسې یو توفیق د توبې راکړه چې بیا ټول عمر ستا د دین په لار یمه په لار یمه په لار یمه صاف مې له ګناوو کړه بدل کې یې نېکۍ راکړه چارې مې د ژوند کړه بر قراري نا قرار یمه نن د معافۍ په طلب ستا در ته راغلی یم سر مې دی ځوړند ګرېوان ته پروت دې په دربار یمه خدایه ما شفیع بلال روان پر سمه لاره کړه خلاص مې د شیطان له وسوسو کړه ترې بېزار یمه حافظ شفیع الله بلال

  • د اسد24څلرویشتمه اذادی  او خــپــلــواکی ده اســتـقـلال مو مبارک شه دا مـــن غـــوړیـــدلــۍ زریــن شــال مـــو مبارک شه کــړي ټــولــې مــو دغــرب او دخــونــې ښامار ټغرې غــیــورو افـــغـــانـــانـــو دا کــــمــال مــو مبارک شه ـ تــر ټــولــو مــقــدم زعــیــم امــیــرالــمــؤمـیـنین ته بــیـا ټــولــو هــوادوالـــو دا مــشــال مــو مبارک شه سـیـالانــو سـره سـم مـو خپل شرین افغانستان کړو وطــنــه بـــرادر  یــعـــقـــوب جـلال مـــو مبارک شه ســپــیــن تــوغ د اذادی وهـې وزري چار په چار کې خـتــلــی دۍ پـــر غــرو  نــوۍ هــلال مــو بارک شه داســد څــلــرویــشــتــمــه خـاتــمــه داشـغـال ګـرو مــوږ ویـاړو طـالـب جانه لوړ مورال مو مبارک شه دفــرضـې کــرښـي غـازیـانـو روقـانی درته دا وایم قـربـان مـو شـم د فتحی پنځم کال مـو مبارک شه شاعر روقانی وفا

  • غزل دومره مې ډېر ژړلي، ومنه، امکان نه لري لکه یتیم بچی چې کور کې باباجان نه لري اې لاره ویه! تر منزله مزل څومره پاتي؟ ستړی وجود مې ګرسره د تللو طوان نه لري دا اوس عاشُق دی، که چمونه د عُشاقو کوي؟ په پښو پایزار، په تن کمیس، او روغ ګرېوان نه لري ارمان لرم، ارمان لرې، په دې خو ښه پوهېږو داسې انسان به نوې ګوره چې ارمان نه لري د شعرونو ډکي کتابچي به په اور وسوځومه پکار مې نه دی، چې خوند نلرې او شان نه لري محمدشفیع به دې وختي لا روح ورکړی وي، خو خلګ به هسې وایي: جوړ دی، هېڅ نقصان نه لري قاري مُحَمَّدشفیع مدثر

  • لکه لمـــــر د مازدیګــــر فنا ڪېدې په ورو ورو مې له نظر فنا ڪېدې بېخي سخت ساعت په ما وو هغه ورځ چې خـــوږې سترګې د دلبر فنا ڪېدې ارمانجنــــې له دنیا د عقبا غېږ ته قافلـــــې په لـوی سفر فنا ڪېدې څه نښتر نښتر ځوانۍ شهادت یوړې په لمن ڪې د تور غـر فنا ڪېدې ازادۍ د هغــــو ژڼیـــو وینو راوړه چې مرمۍ یې په ځیګر فنا ڪېدې د عاجزملنګ د زړه ملګــــــري تللو او ڪه وړانګې د سپین لمر فنا ڪېدې حافظ عاجزملنګ

  • د مینې لاس ته چې د یار په شونډو نټه شوله باران د غم و ورېده طبعه مې خټه شوله تا ته اسانه وه اشنا خو ما ته رټه شوله وړه کیسه وه خو په ټوکو، ټوکو غټه شوله ستا د جفا له جبره سر وخوړ د وصل هيلو په ب_مبارۍ کې مې وړه خېلخانه سټه شوله څنگه به زه او گرېوان یو بل ته سلگۍ نه وهو د شنه اسمان پر بام ولاړه سپوږمۍ پټه شوله د مینانو غورځې پرځې هم رنگ نه راوړي اوس مینه یې مړه مه شه، خو داسې ښکاري لټه شوله نن به یې دوست وې خو سبا به دې دښمن یادوي ټیټه دنیا څومره بې مخه او بې څټه شوله هر څوک راځي او په ورغوي دې سکه ږدي د زړۀ انسه! څومره د موسکا سودا په ګټه شوله