tgindex
فکري پوهنځی خپرندویه اداره

فکري پوهنځی خپرندویه اداره

Статистика

د اسلامي امت د مجد او عظمت د اعادې په تکل جوړ شوي هغه فکر دي چې اسلامي امت له خپل تېر تاریخ خبروی او د غربی افکارو مخنیوی کوي، خصوصا خپل ملت د اختلاف له مفتن ګردابه یوې سالمې لارې ته راباسی او په مستقیمه لار یې په یو واحد صف کې د حاکمیت لپاره راټولوي.

Последний пост
1 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
0
Всего постов
20
Тип
открытый
Язык
ps
Категория
Новости и СМИ
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
1 168
−1 за 3 дн.
Сутки
+4
+0,34%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
194
20 постов
Вовлечённость
16,6%
к подписчикам
Постов в день
0,0
всего 20
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
175
1/48двое суток
200
1/72трое суток
216

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • سید قـ طب رحمه الله : موږ په خپلو ښوونځیو او پوهنتونونو کې په ځانګړې توګه یو مسخ شوی اسـ لامي تاریخ او یو پړسول شوی اروپایي تاریخ لولو، دا یوازې یوه ناڅاپي تېروتنه نه ده، بلکې د لویـ دیځ اسـ تعمار یو قصدي نیت دی. هغوی ته دا مهمه ده چې موږ په خپل تاریخ کې داسې څه ونه مومو چې پرې وویاړو، او برعکس اروپا داسې وګورو چې د انسان په تاریخ کې لومړی رول لري. که موږ له خپل ماضي څخه ناهیلي شو او د بشریت په ژوند کې خپل رول ته په سپکه وګورو، او په ورته وخت کې زموږ زړونه د هغه رول په اړه له ستاینې ډک شي چې اروپا ترسره کړی او د سپین پوستي سړي درناوی وکړو.. نو بیا پر موږ د استـ عمار واکمني اسانه کیږي، زموږ ملي غرور له منځه ځي او غاړې مو مستـ عمرینو ته ټیټیږي.. د همدې عواملو تر اغېز لاندې هغه تاریخ ولیکل شو چې موږ یې په ځانګړې توګه په خپلو ښوونځیو او پوهنتونونو کې لولو. 📚 په تاریخ کې فکر او تګلارې

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • без подписи

  • ایا رسنۍ زموږ لاشعور کنټرولولی شي؟! #البوم 🔗 فکري پوهنځی په نورو اجتماعي رسنیو کې هم وڅارئ! 🔹د فکري پوهنځي ټلیګرام لینک: https://t.me/fekripohanzay 🔹د فکري پوهنځي د ایکس پاڼې (ټویټر) لینک: https://twitter.com/fekripohanzay 🔹د فکري پوهنځي د یوټیوب چینل: https://www.youtube.com/@fekripohanzy 🔹د فکري پوهنځي د واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaZMZtxEawdpwbcf9r0g

  • د کـ فر او الـ حاد د کتابونو پلورل تر دې هم لویه ګناه ده، چې پر مسـ لمانانو د خپلمنځي جـ ګړو لپاره وسـ لې وپلورل شي؛ ځکه الله تعالی فرمایي: «والفتنة أکبر من القتل» دلته د ټولو مفسرينو په اتفاق "فتنه" د کـ فر په معنا ده. شیخ عبدالعزیر الطریفي «فك الله أسره» 🔗 فکري پوهنځی په نورو اجتماعي رسنیو کې هم وڅارئ! 🔹د فکري پوهنځي ټلیګرام لینک: https://t.me/fekripohanzay 🔹د فکري پوهنځي د ایکس پاڼې (ټویټر) لینک: https://twitter.com/fekripohanzay 🔹د فکري پوهنځي د یوټیوب چینل: https://www.youtube.com/@fekripohanzy 🔹د فکري پوهنځي د واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaZMZtxEawdpwbcf9r0g

  • غـ زه؛ هغه درد چې هېڅکله بايد هېر نه شي: په الله قسم، که تاسو همدا اوس د غـ زې د هغو خلګو حالت لیدلی وای چې په خیمو کې ژوند کوي؛ هغه زړې او شلېدلې خیمې چې د سختې ګرمۍ له امله په سوځنده تنورونو بدلې شوې دي او د ماشومانو نازک پوستکی سوځوي، هېڅکله به مو باور نه وای کړی چې یو انسان دې دومره کړاوونه او مصیبتونه وزغمي او بیا دي هم ژوندی پاتې شي. د غـ زې د خلګو د هغو سترو مصیبتونو او کړاوونو په وړاندې چې دوی یې هره ورځ زغمي، خپلې کوچنۍ اندېښنې ناچیزې وګڼئ او پرې وشرمېږئ. پام مو وي چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د هغوی د دردناکو انځورونو تکرار ستاسو په زړونو کې د خواخوږۍ او انسانیت احساس مړ نه کړي. د مسـ لمانانو درد او کړاو هېڅکله مه هېروئ او هېڅکله ورته بې‌ پروا او بې‌ تفاوته مه اوسئ. لیکوال: جـ هاد حلس

  • هارون الـ رشید رحمه الله ولیدل چې په خپل پـ وځ کې یې ډېر داسې مـ جاهدین شته چې د سـ رتېرو د معاشونو او امتیازونو په دفترونو/دیوانونو کې د خپلو نومونو له ثبتولو ډډه کوي. خو دغو سترو انسانانو پلرونه، میندې، مېرمنې او اولادونه لرل چې د دوی د نشتون پر مهال يې د نفقې او پالنې اړتیا درلوده. نو هارون الـ رشید د هغوی د مرستې لپاره یوه غوره لاره وموندله؛ دغه مـ جاهدینو به یوه موده جـ هاد کاوه او بله موده به یې کار کاوه، څو د خپل ځان او خپلې کورنۍ لګښتونه برابر کړي. هارون الـ رشید پوه شو چې دا هم د مـ جاهد او هم د هغه د کورنۍ لپاره بسنه نه کوي، ځکه کېدای شي مـ جاهد د جـ /هاد پر مهال د خپلې کورنۍ د اړتیاوو له امله اندېښمن وي. له همدې امله، هارون الرشید خپلو والیانو او چارواکو ته امر وکړ چې د دغو مـ جاهدینو هره هغه کورنۍ چې مرستې ته اړتیا لري، په بشپړه توګه یې پالنه او ملاتړ وکړي. هغه د خپل لښکر قوماندان، حمید بن معیوف، ته په پټه دنده ورکړې وه چې د دې مـ جاهدینو او د هغوی د کورنیو معلومات راټول کړي. هارون الرشید، چې غوښتل یې خپله هم د دغو اتلانو په خدمت کې برخه واخلي، د شپې به یې د عامو خلګو جامې اغوستې، په پټه به د مـ جاهدینو د کورنیو کورونو ته تله او هغوی ته به یې نغدي مرستې، ډالۍ او نور اړین توکي رسول. د همدې کار له امله د خلګو ترمنځ «د مـ جاهدینو خادم» په نوم مشهور شو. هغه خپلو والیانو ته هم په ټینګار سره وویل چې د مـ جاهدینو د نشتون پر مهال د هغوی د کورنیو بشپړه پاملرنه وکړي او هېڅ ډول اړتیا یې بې ځوابه پرېنږدي. یوه ورځ چې هارون الرشید په ښکاره د دغو کورنیو لیدنې ته ورغی، پوښتنه یې وکړه: «ایا داسې څه شته چې تاسو ورته اړتیا ولرئ او موږ یې درته برابر کړو؟» هغوی ټولو په یوه خوله ځواب ورکړ: «موږ ته یو نېک سړی راځي، موږ یې د مـ جاهدینو خادم بولو. هغه موږ ته هر هغه څه راوړي چې اړتیا ورته لرو، ان عطر او غوړي هم موږ ته ډالۍ کوي.» هارون الرشید د دې لقب په اورېدو موسکی شو او ډېر خوښ شو. بیا یې د خپل پـ وځ قوماندان، حمید بن معیوف، ته وویل: «دا تر ټولو ویاړلی لقب دی چې زما په ژوند کې راته ویل کېږي. له الله تعالی څخه هیله لرم چې د قیامت په ورځ هم په همدې لقب یاد شم او په همدې نوم راوبلل شم.»

  • без подписи

  • دا د سید قـ طب رحمه الله یوه کیسه ده چې له مصر څخه نیویارک ته د یوې بېړۍ په سفر کې ورسره شوې وه. هغه دا پېښه (في ظـ لال القرآن) کې، د یونس سورت د تفسیر پر مهال ذکر کړې ده: قرآنکریم په خپل بیان او اسلوب کې له بشري وینا سره بېخي ځانګړی او ممتاز دی. د انسان پر زړونو داسې اغېز لري چې د انسانانو په عادي خبرو کې نه موندل کېږي. کله ناکله یې یوازې تلاوت هم پر هغو کسانو اغېز کوي چې د عربي ژبې یو توری هم نه پېژني. په دې اړه ځینې داسې حیرانوونکې پېښې شته چې له دې پرته یې بل تفسیر نه شي کېدای، که څه هم دا یوه عمومي قاعده نه ده. زه به د نورو د تجربو مثالونه نه راوړم، بلکې خپله یوه داسې پېښه بیانوم چې شپږ نور شاهدان هم ورسره وو، او دا شاوخوا پنځلس کاله مخکې راسره شوې وه. موږ شپږ مسلمانان په یوې مصري بېړۍ کې د اطلس سمندر له لارې نیویارک ته روان وو، په بېړۍ کې ټولټال سل نفره وه چې شل پکې بهرني مسافر وو، له موږ شپږ نفرو پرته یو مـ سلمان هم پکې نه و. موږ پرېکړه وکړه چې د جمعې لمونځ به د سمندر په منځ کې، د بېړۍ پر سر ادا کړو. الله ښه پوهېږي چې زموږ موخه یوازې د جمعې لمونځ نه و، بلکې زموږ د دیني احساساتو له امله هم وه؛ ځکه په بېړۍ کې یو مسـ یحي مبلغ و چې د تبلیغ هڅه یې کوله او غوښتل یې موږ هم خپل دین ته راوبولي. د بېړۍ قوماندان، چې انګرېز و، زموږ سره مرسته وکړه او اجازه یې راکړه چې د جمعې لمونځ وکړو، همدارنګه یې د بېړۍ مسلمان کارکوونکو، پخوونکو او خدمتګارانو ته هم اجازه ورکړه چې که د دندې وخت یې نه وي، له موږ سره لمونځ وکړي. هغوی ډېر خوشحاله شول، ځکه دا لومړی ځل و چې د جمعې لمونځ د دې بېړۍ پر سر ادا کېده. ما د جمعې خطبه ورکړه او د لمانځه امامت مې وکړ. ډېری بهرني مسافر زموږ شاوخوا راټول شوي وو او زموږ لمونځ یې په حیرانتیا کاته. تر لمانځه وروسته، ګڼ شمېر بهرنیان راغلل او موږ ته یې د «عبادتي مراسمو» د ادا کولو مبارکي راکړه؛ ځکه د دوی په اند دا تر ټولو نږدې تعبیر و چې زموږ د لمانځه په اړه یې کولای شو. خو په هغوی کې یوه ښځه، چې وروسته موږ پوه شو یوه یوګوسلاویايي مسـ یحۍ ده او د ټیټو د کمـ ونیستي رژیم له ظلم څخه تښتېدلې ده، ډېره ژوره متأثره شوې وه. سترګې یې له اوښکو ډکې وې او خپل احساسات یې نه شوای کنټرولولای. راغله، او په کمزورې انګلیسي یې وویل چې زموږ د لمانځه خشوع، نظم او روحانیت دومره اغېز پرې کړی چې خپل احساسات نه شي کابو کولای. خو د کیسې اصلي ټکی دا نه و، بلکې هغې وپوښتل: «ستاسو کشـ یش په کومه ژبه خبرې کولې؟» هغې ځکه دا پوښتنه وکړه چې د خپلې کلیـ سایي مسیـ حیت له مخې یې ګومان کاوه چې عبادت یوازې یو کشـ یش یا د دین ځانګړی سړی پر مخ وړي. موږ یې دا ناسم تصور سم کړ. کله چې مو ورته وویل چې دا عربي ژبه ده، هغې وویل: «دا ژبه ډېره حیرانوونکې بڼه او آواز لري، که څه هم زه یې په یو توری هم نه پوهېږم.» وروسته یې داسې خبره وکړه چې موږ ټول حیران شو: «خو دا اصلي پوښتنه نه ده. هغه څه چې زما پام یې ځان ته راواړاوه دا وو چې امام د خپلو خبرو په منځ کې په همدې خوږه ژبه ځینې داسې برخې ویلې چې د نورو خبرو څخه بشپړې بېلې وې. هماغه ځانګړې برخې به زما په ټول بدن کې لړزه او رپ پیدا کاوه! داسې احساس مې کاوه چې دا بل څه دي، لکه امام چې د روح القدس څخه ډک شوی وي.» دا تعبیر هغې د خپل مسیـ حي عقیدې له مخې کاراوه. موږ لږ فکر وکړ، بیا مو درک کړه چې هغې د قرآن کریم هغو آیتونو ته اشاره کوله چې د خطبې او لمانځه پر مهال لوستل کېدل. دا زموږ لپاره هم د حیرانتیا وړ خبره وه؛ ځکه دا خبره د داسې یوې ښځې له خولې راوتله چې زموږ له خبرو په هېڅ نه پوهېده. لکه مخکې چې مې وویل، دا کومه عمومي قاعده نه ده؛ خو د دې ډول پېښو رامنځته کېدل، او ورته نورې تجربې چې نورو هم راته بیان کړې دي، دا څرګندوي چې په دې قرآن کې یو بل پټ راز هم شته؛ داسې راز چې ځینې زړونه یې یوازې د قرآن د تلاوت په اورېدو احساسوي، که څه هم د هغه په معنا نه پوهېږي.

  • без подписи

  • په همدې ورځ، د ٧١١ ميلادي کال د جولای په ۱۹مه، د وادي لَکّه (ګوادالېت) جـ ګړه رامنځته شوه؛ هغه جـ ګړه چې مسـ لمانانو ته یې د ایبیریا ټاپووزمې (اندلس) د فتـ حې لاره هواره کړه. دغه جګړه د اموي دولـ ت د ځواکونو، چې مشري یې طارق ابن زیـ اد کوله، او د لوېدیځو ګوتانو د پوځ ترمنځ، چې مشري یې پاچا لذریق کوله، ترسره شوه. امویانو په دې جـ ګړه کې پرېکنده او ستره بریا ترلاسه کړه، چې له امله یې د لوېـ دیځو ګوتانو دولت سقوط وکړ، د ایبیریا ټاپووزمې ډېری سیمې د امـ ویانو تر ولکې لاندې راغلې، او لذریق، چې په ټاپووزمه کې وروستی (ګوتي) واکمن و، هم ووژل شو. #فکري_پوهنځی

  • همدارنګه همدغه د (ارتـ داد حق) د بشر د حقـ وقو د نړيوالې اعلاميي په نولسمه ماده کې هم په صراحت سره داسې ذکر شوي دي : ((هر انسان د نظر او خپل ليدلوري د آزادۍ له حق څخه برخمن دی. دغه حق دیته هم شامل دي چې څوک دې د بل چا افکار او نظریات د بل چا له مداخلې پرته ومني. أو هم كولى شي خپل افکار او نظریات په هرې ممکنې وسيلې له هر جغرافيوي قيد او بند پرته تر لاسه او نشر کړي )). پورتنیو حقایقو ته په پام سره ویلی شو چې په اسـ لامي هېوادونو کې د غـ ربي ډوله قوانيـ نو عملي کېدل د اسـ لام په خلاف د فکري او قضايي جـ ګړې او د هغه د تحریف تر ټولو خطرناکه وسله ده. او همدغې وسيلې اسـ لام د خلکو له عملي ژوند څخه لیرې کړی او خلکو ته يي داسې ور معرفي کړی چې اسـ لام يوازې يو څه تصورات، عبادتونه او دعاګانې دي او بس چې نه نـ ظام لري نه قوانين لري او نه هم د بشريت د چارو د سمبالولو وړتيا لري. او که یو څه قواعد او ضوابط ورکې شته هم نو هغه د ډېرې پخوا زمانې لپاره وو چې اوس د تطبیق وړتيا نه لري. خو که مسـ لمانان راپورته کېږي او په عملي ډول دا ثابتوي چې شـ ریعت اوس هم د بشريت د چارو د سمبالولو او هم د تطبيقېدلو وړتيا لري، نو غـ رب او امـ ريکا يې بيا ځواب د زور په استعمال، د بمـ ونو په اورولو، په زنـ دانونو کې د مسـ لمانو مبارزينو د ورغورځولو او د مسـ لمانانو د هېوادونو په اشـ غالولو ورکوي. بله تر ټولو خطرناکه وسیله چې غـ رب يې د اسـ لام د تحريفولو او له غـ ربي ارزښتونو سره د همرنګه کولو لپاره په ټوله نړۍ او په خاص ډول په اسـ لامي نړۍ کې په کار اچوي هغه د منځلاري اسـ لام په نامه د يوه نوي ديـ ن رامنځته کول دي.

  • ٣- قوانين او سياسي فشارونه : لیکوال: استاد عبدالهادي مـ جاهد د ريښتني اسـ لام په خلاف د غـ رب د فکري جـ ګړې له وسائلو څخه بله مهمه وسیله د اسـ لام ضد قوانين دي چې د اساسي مدني جزايي او نورو قوانينو په شکل کې د مستبدو او (سيـ کولرو) حکومتونو له لوري پر مسـ لمانانو د زور زندان او تزویر په وسيله عملي کېږي. په اوسني وخت کې تقريباً د ټولو اسـ لامي ممالكو اساسي، مدني، عدلي او قضايي قوانين د غـ رب د مشاورينو او متخصصينو له لوري داسي جوړ شوي چې باید د اسـ لامي شـ ريعت تطبيق ته ورکې هېڅ ځای نه وي. او که چېري کوم حکم او يا کومه ماده يې تصادفاً له شـ ریعت سره موافقت هم ولري، نو هغه هم باید په بېلابېلو بهانو غير فعاله شي. د اسـ لامي نړۍ د ټولو حـ کومتونو په قوانینو کې د غـ رب له لوري د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې منل ضروري ګنل شوي دي. نه يوازې دا چې د دې كـ فري اعلاميي منل وركي ضروري ګڼل شوي، بلکې د هغې د تفسير او تعبیر حق هم ورڅخه د دې لپاره اخيستل شوي چې هسې نه چې دغه هېوادونه د بشر د حقوقو اعلامیه او د ملـ ګرو ملتو نړیوال میثاق او يا د هغو ځينې مادې د اسـ لام مطابق تفسير او تعبير کړي. همدغه حکم د بشري حقوقو د نړيـ والې اعلاميې په ۲۹ مه ماده کې داسې ذکر شوي دى : (( په هېڅ ډول شرائطو کې روا نه ده چې د بشر له حقوقو سره دې پداسې ډول چلند وشي چې د ملل مـ تحد له اصولو او اهدافو سره تضاد ولري )). غـ ربي هېوادونو او امـ ريکا د اسـ لامي نړۍ له حـ کومتونو سره د تعامل داسې معيارونه ټاکلي او حکومتونه يې د هغو په رعایتولو ملکف کړي چې د دغو هېوادونو ټول سياسي، اقتصادي، تعليمي ، فرهنګي او پـ وځې قوانين بايد د غـ رب له خوښې سره سم وي او که چېري دغه قوانين هغه ډول نه وي چې غـ رب يې غواړي نو بيا له ډول ډول سياسي، اقتصاد، تعليمي فرهنګي او پـ وځي بندیزونو او سـ زاګانو سره مخ کېږي. يوه بله خطـ رناکه حـ ربه چې امـ ريکا يې په اسـ لامي هېوادونو کې د خپلو فشارونو په سلسله کې کاروي هغه د (مذهبي آزادۍ) په نوم کـ فري ډلو او ادیانو ته د قانوني فعاليت د زميني تضمينول دي. امـ ریکا د دیني پلـ ورالیزم (ديني تعدد گرایۍ) د اصل په تحميلولو د اسـ لامي نړۍ پر حـ کومتونو فشارونه راوړي ترڅو د هېوادونو دروازې د هر ډول کـ فري دعوت پر مخ خلاصې پرېږدي، او له حقيقي اسـ لامه پرته د بل هېچا پر دعوت او فعاليت دي بنديز نه وي. امـ ريکا او نورو غـ ربي هېوادونو پدې ډول په اسـ لامي هېوادونو کې په قانوني ډول د (تنـ صير) لپاره لاره برابره کړې ده او دا کار د امـ ريکا د خارجه پالیسی په اولوياتو کې ځاي لري. د (ديني ازادۍ) په نامه د امـ ريکا د خـ ـارجه چارود وزارت له لوري ۷ نمبر راپور په ۸ / ۱۱ / ۲۰۰۵ تاريخ د څېړنې لپاره د امـ ریکا کانـ ګرس ته وړاندې شو، او په هغه کې په ډېرو عربي او اسـ لامي هېوادونو کې د ديني آزادۍ له نشتوالي شکايت شوي وو، د دې راپور اساسې ټکي په لاندې ډول ول : ۱ - د امـ ريکا متـ حده ایالات نور د دیني (آزادی) قضيه د دولتونو له داخلي چارو څخه نه ګڼي، بلکې هغې ته نور د نړيوالو چارو په سترګه ګوري. يعني دا چې به نور په اسـ لامي نړۍ کې داسې عملي کېږي لکه نور بين المـ للي قوانين چې عملي کېږي. ۲ - د امـ ريکا متحده ایالات به نور د ( ديني آزادۍ) قضيې ته يوازې د يوې نظريې په نظر نه ګوري او د هغې د عملي کولو لپاره په سپارښتنو اکتفا نه کوي، بلکې د هغې د رعایتولو لپاره به نورو دولتونو ته اوامر صادروي، او پدې لاره کې به د مشوقاتو له ورکولو او د فشارونو له واردولو څخه کار اخلي. ٣ - له (دیـ نې آزادۍ) څخه مقصد په مطلق ډول د خلکو آزاد پرېښودل دي، ترڅو هر څوک چې په اسـ لامي نړۍ کې بل هر دین اخيتارول غواړي اختيار يې کړای شي. د همدغو یادو شویو قوانينو او فشارونو له امله په افغانستان کې د امـ ريكا له لوري جوړې شوې ادراې هېڅکه ونه کولی شول چې له اسـ لام څخه (مـ رتد) شویو خلکو ته سـ زا ورکړي او يا په افغانستان کې د (نصـ رانیت)، ( بـ هائیت) او نور باطلو نظرياتو د خپرېدو مخنیوی وکړي. ځکه چې د افغانستان اوسنى اساسي قانون د بشر د حقوقو نـ ړيواله اعلاميه رعايتوي، او د همدې اساسي قانون په اوومه ماده کې داسې راغلي: (دولت د ملـ ګرو ملتونو د منشور د بين الدول معاهدو، د نړيوالو ميثاقونو چې افغانستان له هغو سره تړاو لري او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې رعايت کوي). او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې په اته لسمه ماده کې په صراحت سره هر چاته په خپله خوښه د (دين د انتخاب) په هکله داسې راغلي دي: ((هر انسان د فکر د آزادۍ او د دیـ ن د انتخاب له حق څخه برخمن دی، او همدا حق د دیـ ن او د عقـ يدي تبليغ ، د ډله ییزو ښوونو او رسنيو له لارې د نظر اظهار او همدا ډول د شعائرو سري او علني تر سره کولو او له هغو څخه حفاظت ته هم شامل دی)).

  • без подписи