tgindex
ماتې هیلې

ماتې هیلې

Статистика

استغفرالله وأتوب الیه تۀ زما د مینې اظهار همدلته موندلی شې! ⓞ♥ (زما د ستړي ژوند خاطرې) 😔 له مونږ سره رابطه=> @MOmarjan https://t.me/naweedja

Последний пост
13 авг.
Последнее чтение
15 авг.
Постов за неделю
1
Всего постов
20
Тип
открытый
Язык
ps
В каталоге с
13 авг.
Подписчики
4 629
−26 за 3 дн.
Сутки
−14
−0,30%
Неделя
 
Месяц
 
Просмотров на пост
737
20 постов
Вовлечённость
15,9%
к подписчикам
Постов в день
0,1
всего 20
Упоминаний
0
каналов
Охват размещения
оценка
1/24сутки в ленте
59
1/48двое суток
67
1/72трое суток
72

Оценка по просмотрам недавних постов: пост набирает почти всё за первые сутки.

Посты

  • د اسد څلورويشتم/ ع.عرفاني د اسد څلورویشتم وشو اذان د ازادۍ تر منزل مو رسیدلی دی کاروان د ازادۍ پس له شل کالو په ارګ باندې بیا سپین بیرغ رپاند شو طالـ،،،ـب جان وکړو په مینه ستر اعلان د ازادۍ د نړۍ ستر امپراطور مو د ایمان په زور مات کړی دا نن ځکه جشن لمانځي افغانان د ازادۍ د اشغال جنازه تور مخ شیطان واخیسته روان شو اوس راغلی څه رنګین ښکلی دوران د ازادۍ مرور پسرلي بېرته خپل خزان وطن ته راغلل راورېږي په شېبو شېبو باران د ازادۍ په زړۀ کې (عرفاني) وو ارمانونه ډېر ساتلي ډېر دی شکر چې پوره مې شو ارمان د ازادۍ

  • سخي انسان الله تعالی ته نږدې دی، د هغه مخلوق ته نږدې دی، خپل اهل او عيال ته نږدې دی، او جنت ته نږدې او له اور څخه ليري دی. ​مګر بخيل شوم انسان له مخلوق څخه ليرې دی، له جنت څخه ليرې دی او اور ته نږدې دی. ​نو د سړي سخاوت او میړانه هغه د خپلو مخالفينو محبوب ګرځوي، او د هغه بخل او شومتوب هغه د خپلو اولادونو هم بد ايسه وي..! ​( الوابل الصيب، ۷۶ ص) سیف ذهبي

  • 5 июл.440111

    اوس مې په ځان کې نوي، نوي تغیرات ګورم د پخوا په څېر حساس نه یم، له ډېر شیانو تېرېږم، په ډېر څه سر نه خوږوم، لکه د زړه احساس مې چې مړ وي.😢😭 ماتې هیلې

  • یقین وکړئ سکوت د ډېرو مشکلاتو حل دی خو ډېر مشکل دی.🥺😔 ماتې هیلې

  • 28 мая769113

    دا غږ مې د زړه تل ته ښکته کېږي، هلته د تېر وخت د موجونو تارونه شرنګوي؛ هماغه خواږه دردونه بیا ژوندي کوي. نعتخوان نه پېژنم غالباً شعر هم څه کم دی. وخوړم د بم لمبو تیکه، تیکه را ړنګ يمه راشه که مې ګورې په خپل وينو باندې رنګ یمه 😢💔

  • د حضرت سلیمان (ع) پاچاهي او د پیریانو کار حضرت سلیمان (ع) ته الله تعالی داسې قدرت ورکړی و چې بادونه، مرغان او حتی پیریان (جنیات) یې هم تر امر لاندې وو. پیریانو به د هغه لپاره ډیر سخت کارونه کول، لکه د لویو ماڼیو جوړول، د سمندر له تله د مرغلرو راویستل او د بیت المقدس (هیکلِ سلیماني) تعمیرول. هغه وخت کې پیریانو په خلکو کې دا خبره خپره کړې وه چې موږ په "غیبو" (پټو خبرو) پوهیږو او هر څه راته معلوم دي. الله تعالی وغوښتل چې د سلیمان (ع) د مړینې له لارې د هغوی دا درواغجنه دعوه ټولو ته ښکاره کړي. کله چې د سلیمان (ع) د وفات وخت نږدې شو، هغه ته د ملک الموت (عزرائیل ع) لخوا خبر ورکړل شو. سلیمان (ع) پوهیده چې که پیریان زما د مړینې خبر سمدستي ومومي، نو دوی به د بیت المقدس کار نیمګړی پریږدي او وتښتي. نو هغه مبارک غسل وکړ، ښایسته جامې یې واغوستې، خپل عبادت ځای (محراب) ته داخل شو او په لمانځه ودرید. هغه په خپلې امسا (لکڼه) باندې ډډه ولګوله او په ولاړه یې ساه ورکړه. د سلیمان (ع) جسد مبارک د الله په حکم په هماغه حالت کې پاتې شو. پیریانو به چې کتل، نو سلیمان (ع) به ورته په لمانځه او عبادت ولاړ ښکاریده. هغوی له ده څخه دومره وېره لرله چې چا جرئت نشو کولی محراب ته ورنږدې شي یا ورته مخ واړوي. په دې توګه یو کال تېر شو. پیریانو په دې ټول کال کې دا فکر کاوه چې سلیمان (ع) ژوندی دی، نو په ډیره سختۍ او مشقت یې د بیت المقدس د جوړولو کار جاري وساته تر دې چې کار مکمل شو. کله چې د تعمیر کار پای ته ورسید، الله تعالی "دابۃ الارض" (هغه حشره چې لرګي خوري یا دیمک) ته امر وکړ چې د سلیمان (ع) امسا له لاندې څخه وخوري. دې کوچنۍ حشرې ورو ورو امسا له دننه څخه خالي کړه. کله چې امسا ضعیفه شوه، نو د سلیمان (ع) د جسد وزن یې وانخیستلی شو او ماته شوه. په دې وخت کې د سلیمان (ع) جسد مبارک ځمکې ته راوغورځېد. کله چې سلیمان (ع) ځمکې ته راوغورځید، پېریان او نور خلک په منډه ورغلل او ویې کتل چې هغه خو ډیر پخوا وفات شوی دی. په دې وخت کې پیریانو ته خپله غلطي معلومه شوه او په قرآن کې د هغوی په اړه داسې راغلي: "فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَن لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ" (کله چې هغه راوغورځید، نو پیریانو ته څرګنده شوه چې که هغوی په غیبو پوهیدای، نو په دې سپکوونکي عذاب (سخت کار) کې به دومره وخت نه پاتې کیدل.

  • مشر تابعي ابو مسلم الخولاني د يمن و، خپل نوم يې عبد الله بن ثوب و. د دروغجن پيغمبر اسود عنسي په مقابل کې يې مقاومت وکړ. اسود عنسي ورته اور بل کړ تر څو ويې سېځي. اور هغه ته هيڅ تاوان ونه رساوه. له هغې وروسته اسود عنسي د يمن نه وشاړه. مدينې ته راغلی، اوښه يې د مسجد بهر وتړله، په مونځ بوخت شو. د عمر رضي الله عنه پرې سترګې ولګېدې، خوا ته راغلی ويې ويل : د کوم ځای يې ؟ ابو مسلم وويل : د يمن يم. عمر رضي الله عنه وويل: تا ته به د هغه سړي معلومات وي چې اسود عنسي په اور وسېځه؟! ابو مسلم الخولاني وويل : هغه سړی عبد الله بن ثوب دی. عمر رضي الله عنه هوښيار سړی و ، بصيرت يې درلود ، ويې ويل : ستا دې پر الله تعالی قسم وي چې ته خو به پخپله عبد الله بن ثوب نه يې ؟! ابو مسلم الخولاني وويل : هو ، زه هغه يم. عمر رضي الله عنه غاړه ورکړه ، په ژړا شو ، له لاسه يې ونيوه ، د ابو بکر صدیق رضي الله عنه مخې ته يې کېناوه ، ويې ويل : الحمد لله ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امت کې هم الله تعالی داسې څوک راوښود چې د ابراهيم عليه السلام په څېر الله تعالی د باطل له اوره وژغوره. 📚 سير اعلام النبلاء (۴/۹)

  • 23 мая618161

    د عشق درد ډېر سخت وي، په زړه کې د جهنم دروازه پرانیزي، د عقل سترګې ړندوي، په بدن کې د لېونتوب انتها خپروي! 😭 ماتې هیلې

  • #جهاد_فضیلت❤ حضرت جابر رضي اللّٰه عنه د نهه خویندو یواځینی ورور او سرپرست ؤ، له کفارو سره په جګړه کې شهید شو، هغه عذر درلود، لاکن اسلام ته یې ترجیح ورکړه، پلار یې هم عذر درلود خو بیا هم له کفارو سره په جګړه کې شهید شو. نابینا صحابي عبداللّٰه ابنِ امّ مکتوم رسول اللّٰه ته وژړل چې یارسول اللّٰه د جهاد لپاره اجازه راکړﺉ، پیغمبر علیه السلام ورته وفرمایل: ستا لپاره عذر ده ځکه چې ته نابینا (ړوند) یې، هغه وویل یارسول اللّٰه که نور څه نه وي د جهاد په میدان کې به بیرغ په لاس کې واخلم عمرو بن جموع رضي اللّٰه عنه په یوه پښه ګوډ صحابي ؤ، رسول اللّٰه ته یې وژړل چې ماته اجازه راکړﺉ زه د دین له دښمنانو سره جهاد وکړم، پیغمبر علیه السلام ورته وفرمایل: تاته عذر دی ځکه چې ته په یوه پښه ګوډ (معذوره) یې، هغه بیا وویل: یارسول اللّٰه آیا تاسو نه غواړﺉ چې زه دې جنت ته ولاړ شم بیا چې کله عمرو شهید شو پیغمبر علیه السلام صحابه کرامو ته مسکۍ شو بیایې وفرمایل: تاسو ټولو ته مبارکي وایم!!! زما عمرو په ګوډه پښه جنت ته داخل شو . مأخذ: تاریخِ_الصحابه

  • 14 мая688171

    کله چې حضرت عمر (رض) شام (سوریې) ته سفر وکړ، نو هلته یې له خپل نږدې ملګري او د لښکر له سپه سالار، حضرت ابوعبیده (رض) سره وکتل. حضرت عمر (رض) وغوښتل چې د هغه کور ته ورشي او مېلمه یې شي. کله چې حضرت عمر (رض) د هغه کور ته ننوت، نو حیران پاتې شو. هغه ولیدل چې د دومره لوی لښکر د مشر په کور کې نه کومه غالۍ شته. نه کوم نرم بستر شته. یوازې یوه توره، یو ډال او یو زوړ کټ پروت و. حضرت عمر (رض) پوښتنه وکړه: "ای ابوعبیده! ستا د کور سامان چېرته دی؟ ته ولې د نورو په څېر ژوند نه کوې؟" حضرت ابوعبیده (رض) په ډېره ارامۍ او مسکا سره ځواب ورکړ: "ای امیرالمؤمنین! دا سامان زما لپاره بس دی، ځکه دا مې یوازې تر قبره رسوي. موږ خو په دې دنیا کې مسافر یو." کله چې د ډوډۍ وخت شو، ابوعبیده (رض) یو څو وچې تیکلې (روټۍ) او اوبه راوړې. دا حال چې حضرت عمر (رض) ولید، نو سخت یې وژړل او د ابوعبیده (رض) لاس یې ونیو او ویې ویل: ای ابوعبیده! دنیا موږ ټول بدل کړو، خو ته یې بدل نه کړې.

  • ښکلې نجلۍ وه. کله بۀ چې کلي کې پۀ مړي ژوندي ښځې راټولې شوې، د دې د مخ ځلا پکې مالومه وه. سپين سرو بۀ دعاوې ورته کولې، هر چا یې د ښۀ خوی، حياناک ښايست کيسې لرلې. دې نجلۍ پردي کالي ګنډل، ځکه هر مياشت د وړو خوېندو او وروڼو د ښوونځي فيس د دې پۀ غاړه و. پلار یې دهقاني کوله. کله به چې له کار ستړی راغی بېلچه بۀ یې د انګړۀ دېوال ته ودروله، جومات ته به ننوت. يوه ورځ پۀ مازيګر پۀ کلي کې نعاره وډونګېده، ټول خبر شول چې هغه ښه نجلۍ پلار پۀ جرمني کې يو هلک ته پۀ نامه کړه. پلار یې سرې او شنې روپۍ لۀ ګوتو تېرولې. هغسې پۀ زړو جامو کې نه ليدل کېدۀ... څو کاله تېر شول، نجلۍ ناسته وه، زموږ کډه راغله، نه وم ترې خبر، هغه بله ورځ يو کليوال راغلی و، د کلي ښه او بده یې ويله، همدا نجلۍ ياده شوه، ويل یې: « مېړۀ یې هلته عشقونه کوي، قبولي یې اخيستې، اسناد یې شته خو نه راځي، يو اختر بل اختر یې هم حال نه پوښتي، پۀ خولۀ یې نه دي ويلي، نور ترې منکر دی. هغه ښه نجلۍ اوس هغسې نه ده، د ښځو پۀ ټولي کې پۀ کوپه ملا ناسته وي، د بندونو رنځ لري، يوه پښه یې د کلي پۀ کلينيک وي، بله پۀ کور... » هو، هغه ښکلې د غريب سړي لور د هغۀ چا پۀ انتظار اتۀ کاله تېر کړل، چې د ژوند تړون یې ورسره کړی و. اه! هغه ډبرزړی بۀ د خپلې سینې اور وژني، خو پۀ کلي کې ناسته سپوږمۍ یې ايرې، ایرې کړه. 💔😢 محمد الله همیم 😭

  • درې عجیبه مقایسې : ۱ نوح (ع) یو ځل حیوانانو ته غږ وکړ، هغوی سمدستي کښتۍ ته پورته سول؛ خو ۹۵۰ کاله یې انسانانو ته دعوت ورکړ، هغوی د ډوبيدو لاره غوره کړه. یوه روغه غریزه تر ناروغه عقل ډېره غوره ده. ۲. د فرعون ښځه په داسې حال کې په حق ثابته پاته سوه چې د نړۍ د تر ټولو لوی سر!!کښ په کور کې وه، خو د نوح (ع) ښځه په داسې حال کې مسلمانه نه سوه چې د نړۍ د تر ټولو ستر مبلغ او نبي په کور کې وه! حالات او ماحول د ګناه لپاره عذر نسي کېدای ۳. ابراهیم (ع) له خپل زوی څخه د ذ!!بح غوښتنه وکړه، هغه ومنله؛ خو نوح (ع) له خپل زوی څخه د ژوند ژغورنې غوښتنه وکړه، خو هغه انکار وکړ! سیف ذهبي

  • 💔😢🥺

  • یو انسان څنګه کولای شي چې زړه ته دومره لاره پیدا کړي چې جدايي يې هم نشي کولای د دعا له لپو وه غورځوي که وه غواړې کنه زړه به دې دعا ورته کوي!🥺 ماتې هیلې

  • без подписи

  • لۀ پُل سوخته تر شهادته د م رضوان الله فیضاني نوی کتاب چاپ شو، مینوال یې د کابل په شمول د هېواد په مختلفو کتابخانو کې تر لاسه کولی شي

  • که په اړیکه کې د بل درد او خفګان نه شې محسوسولای او یوازې د ځان په اړه فکر کوې ممکن ښه انسان نه یاست! 😢 حافظ اخلاص

  • 15 апр.1 03912

    نوې ترانه مړه دې نکړې ولوله د جهاد مسته جذبه ګوره درنکړي دوکه د چوکۍ مسته نېشه کله کله د حق ګرمو سنګرونو ته ورځه غږ : رضوان الله فيضاني https://t.me/yarmok_313_idara

  • 27 мар.1 20191

    نوې دوهمه ترانه ای د سرحد ساتونکی ځوانه! الله دې مل شه کفر ځپونکی طالب جانه! الله دې مل شه اواز : رضوان الله فیضاني https://t.me/yarmok_313_idara

  • 21 мар.1 2063

    نوې ترانه له تور مخو پنجابيانو سره جنګ دی د انګرېز له غلامانو سره جنګ دی غږ : رضوان الله فيضاني السلام عليکم و رحمة الله و برکاته خوږو مينه والو او اسلامپالو مبارزينو !!! له پنځه کلنې وقفې وروسته زما لومړۍ ترانه ستاسو درانه حضور ته ډالۍ کوم. متعال رب ﷻ دې وکړي چې د خوښۍ سبب مو وګرځي، او زړې جهادي او انقلابې جذبې مو پرې بيا راژوندۍ شي، دا تاسو او دا زما نوې جهادي او حماسي ترانه. 👇👇👇👇👇👇👇 واټساف چاينل👇 https://whatsapp.com/channel/0029VbC3CVj4NVih7G7ovR3q واټساف ګروپ https://chat.whatsapp.com/D46bP3d8jy4KynMfPhum1v?mode=gi_t خاص د فيضانی د ترانو د ټيلګرام چاينل👇 https://t.me/yarmok_313_idara ټيلکرام چاينل👇 https://t.me/GhranAfghanistan1000